چهاربیتی های انتخابی

چهاربیتی های انتخابی: این چرخ فلک بهر هلاک من وتو      قصدی دارد به جان پاک من وتو بر سبزه نشین ومی خور وشاد زی       کین سبزه بیرون دمد زخاک من وتو خیام تاچند کنی خدمت دونان وخسان    جان بر سر هر طعمه منه چو مګسان نانی به دو روز خور،مکش منت کس     خون دل خود خوری از نان کسان خیام ګر من زمی مغانه مستم هستم      ور عاشق ورند وبت پرستم هستم هرکس به خیال خود ګمانی دارد    من دانم هر آنچه هستم هستم خیام ما نغمه فروشان جګر پردازیم      ماتمزده بلبلان صاحب رازیم مرغان همګی در چمن آزاد زیند    …

دمطلب ادامه

دولي عبدالله څو شعرونه

غــــزل  زه چي کوچنی ومه لیندۍ مي ويشتې څه به چونګښي څه مرغۍ مي ويشتې کله به ځالو ته په ونو ختم له سپو نیولې تر هيلې مي ويشتې زموږ دانګړ او د بام هيڅ مه پوښته کوټه کي ناست وم تر کړکۍ مي ويشتې دکلي چرګ او هلک هيڅ وو راته له خپلي موره  تر  انۍ مي ويشتې د سپيده داغ  اذان به پاڅولم دتورماښام تر تروږمۍ مي ويشتې زما دميني لمن پراخه شوله ټوپک مي واخيست په مرمۍ مي ويشتې له ګاونډيانو به پرېمانه راتلې نور نو ملا شوم توغندۍ مي ويشتې 11-06-200—————— کابـــــل داسي وخت به راروان…

دمطلب ادامه

نا آشنا شاعر ته

نا آشنا شاعرته تا په شیبو ماپه کلو ژړلي تاچې په مړو ما په ژوندوژړلي ته د څو ورانوځالو دردنیولی ما دانسان په را لویدو ژړلي زه ستا په درد هم پوهیدلی شمه ځکه مې ستا په اوسیلو ژړلي تا هیرې ورانې هدیرې ژړوي ما دهجرو په دیوالو ژړلي تا هم داوې چه انسانیت لویدلی ما په همدې درنو دردو ژړلي ته نا آشنا نه يي آشنا ی راته ما د ژوندون په فاصلو ژړلي تا وې تقدیر څه سپیره لوبه کوي ما دتدبیر په ډوبیدو ژړلي تا دژوندون په مخ راغلې لړې ما د تورتم په خوریدوژړلي تا دغاټولو…

دمطلب ادامه

ژمــــنـــــه

  ژمــــنـــــه زما زخمي خپلواکۍ داکومو تورو ګوتو کومو ناولو هڅو دکوم شیطان په لمسه ته د پیړیو هیله داسې زخمي زخمي کړې؟ ته یوهیر شوی آرمان یوه لویدلې نښه په یوه سوي فصل له یاده وتې وږمه تش دیادونو تاریخ په ځان حیران خو نه وې. تاخو ښکلا درلوده په انساني تومنه کې دهیلو بار په غاړه دمنزلونو په لور دخپل همت په وزرو نوو فصلوته ورتلې. څنګه ړاند شول خدایان څنګه را وخوځیدې داتورې تورې ورېځې دا دابلیس لښکرې دتورو شپو څکالي؟ ستا په زخمونو دګولیو باران نه دایمان نښې دي نه دانسان نښې دي ستا دیادونو ښکلا…

دمطلب ادامه

درد

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ درد  ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  دنیم کښ پلو له څنډو دلویدلو بڼو ټال کې دوه نیم کښه سترګې پايي هسې تورې غمځپلې دزمان ستړو وهلې نیمه خوا له ژونده پاتې بې اسرې درنې درنې دي راته وايي راته وايي چې امید دسبا نشته. چا يي شمعمه وروژلې چا يي هست وبود لوټ کړي دطوفان په پولو ناسته دلویدلو په ویر ژاړي. داپرون دښکلو ښکلې دښکلا دبڼ غوټۍ وه دعفت ددنیا حوره دعزت په دلۍ ناسته. نن دخړو اوبو تل کې دژوندون نارس تکل کې دتورتم څپو وهلې دوحشي منګولو لاس کې دلویدلو په لویدلو په ناګړو ګناهونو دخپل ځان په ډوبیدلو دغه…

دمطلب ادامه


Hit Counter provided by technology news