چې اغیار سره دلبر ګرځي راګرځي

kamawal

غزل غلام کاموال چې اغیار سره دلبر ګرځي راګرځي لکه توری مې په سرګرځي راګرځي دا غمجن زړه به مې څنګه ارام وکړي ستا هجران چې په زیګر ګرځي راګرځي ګوندي بیا له کوم محرابه فتوا راغله چې ساقي دومره اوترګرځي راګرځي ترهغې چې بي خاونده مو وطن وی دا پر دي به په خپل سر ګرځي راګري دغه واړه بي ننګي نه ده نو څه ده پنجابیان چې په سپين غر ګرځي راګرځي دښادۍ په خوند به څه پوه شو ملګرو چې موکورکې پر دی شر ګرځي راګرځي کامه وال چی ستا په مینه لیونې شو ستا کوڅه کې…

دمطلب ادامه

دسابیرهاکایوښکلی شعر

lina

دسابیرهاکایوښکلی شعر دلینا شریفي ژباړه اوس په هر څه پوهېدلی یم موده کیږي چې بندونه مې پړسېدلي یوازینۍ هیله مې وې چې مټې دې ونیسم ودرېږم وګرځم، ګومان کوم لیونی شوی یم مرغان زما د کوټې له یوې ځنډې بلې ته کډه کوي لمر مې د کمیسه له جیبه راخیږي او سپوږمۍ د غالۍ په کونج کې لوېږي ورېځې راځي د میز په سر تش ګیلاس کې اوري او ځي خپه یم درپسې ور پرانیزم ښار د باروتو او اندېښنو له بویه ډک شوی د هغو سرتیرو د ورستو جنازو له بویه چې د هیڅ لپاره جګړې ته ولاړل کړکۍ…

دمطلب ادامه

غزل پر بار از مولای بلخ

zaki

غزل پر بار از مولای بلخ انتخاب : ذکی پوپل

دمطلب ادامه

ساړه ګامونه

تکل

نظیف تکل ساړه ګامونه کلونه وشول چې دشپې سيورى د ښار په لوي لوبغالي کې کليزې لمانځې ښار ويده دى خلک ويده دي درزي د خپل زاړه دوکان دننه لا اوس هم زاړه جيبونه ګنډي زه د شپې د کور انګړ کې ولاړ د هوا ساړه ګامونه اورم درزي يوې بلې ټوټې ته لاس کړ دا ځل د وخت په ستن د زمانې شرم ته پرتوګ جوړ وي درزي سر له ننه سبا ته ګوري چا ورته ويلې چې اشرف د وخت له تندي پاک وي داغونه 18/01/2015  

دمطلب ادامه

یوه ورځ به داسي راسي چي

جهانی

غزل – عبدالباري جهاني یوه ورځ به داسي راسي چي ساقي وي چي شراب وي  شیخ ترټلی په خلوت کي محتسب خانه خراب وي د مُغان د پیر په کور کي د خیام کیسه توده وي  له شهبازه لمبې څاڅي له مطرب سره رباب وي غلیمان مو ډلي ډلي له مالته وي شړلي  خپل مو ښار وي خپل مو کلی د رقیب زړګی کباب وي سرپر سر د حق نارې وي ماتي سوي زولنې وي  د مُلا ژبه ګونګۍ وي ورنه هېر د کُفر باب وي د تسپو دامونه لوېږي له لاسو د جادو ګرو  د ټګانو زړه چاودلی عمر…

دمطلب ادامه

زړه مـــې تنـــگ دى زړه مـــې تنــگ دى زړه مــــــې تنــــــگ

Wali-Abdullah_Narugh

·   غزل زړه مـــې تنـــگ دى زړه مـــې تنــگ دى زړه مــــــې تنــــــگ د تــــــورخــــــــم د غـره ډبــره مـــې تر څنگ هره ورځ د ننـــــــگ تنــــدى پرې داغومه خــــزره واوره دا تـــــــور داغ دئ د پرنــــگ يا ښــــــکاري په نښــــه ويشتئ نام و ننگ دی يا تـــــور لمــــــر دى راختـــــلى په سالنـــــــگ تورې شــــــپې دي څنگ په څنگ سره گنډلې يا د ورځـــــــې لـــــه رخســــاره تللــــى رنــگ يا ماښــــــام د فلسطيــــن شــو بـــــې سهــــــاره يا کعبـــــه کــــې سپيـن طــــواف وهــلى زنگ له کــابلــه تــر بغداده مـــې زړه شيــــن شـــــــو لکــه گــــل د کــــــــربــــلا پـــه وينــــو رنــــگ يا عيســــى دئ…

دمطلب ادامه

واده

تکل

نظیف تکل January 7, 2016 ·   واده هلک خوشاله راغی خوله یې له خندا ،نه ټولیده،یو کاغذي کارتن يې په دواړو لاسو ټینګ نیولی و،د موټر شاته سیټ کې يې کیښود او په خپله يې تر څنګ کښیناست. خوله يې هماغسې د خندا په انداز خلاصه وه . ترې ومې پوښتل ډیر خوشاله يې؟ جیمز په خندني غږ راته وویل : هو سبا مې واده دی. څلور کاله سره یو ځای و، ایله بیله مو اوس تصمیم ونیو چې واده وکړو. ورته و مې ویل نو ته وايې چې اوږده موده دې په انتظار تیره کړه؟ اوکه وايې چې…

دمطلب ادامه

دزړه حال

hassin

دزړه حال   لا مې د هیلو وینې وچې نه دي یار مې قاتل ته په سجدو کینوی زه د آسمان پښوته ونه لویدم دی مې ابلیس ته په توبو کینوي ……………………………… پرون مې یار و نن اغیار شو راته د لویې لارې کفر خار شو راته آرمان مې څه په جنازو مې خاندي د قاتل وره کې چوکیدار شو راته …………………………… زما په مغرورو مغزو اور لګوي پرون پیغور په نن مې تور لګوي د زمانې د تریو تندي له ویرې ژوند ي خو څه داغ مې په ګور لګوي ………………………….. پرو ن ېې هیلې د سبا کرلې نن…

دمطلب ادامه

دوباره می‌سازمت وطن

برګرفته از فیسبوک شعر از سمین بهبهانی دوباره می‌سازمت وطن اگرچه با خشت جان خویش ستون به سقف تو می‌زنم اگرچه با استخوان خویش دوباره می‌بویم از تو گل به‌میل نسل جوان تو دوباره می‌شویم از تو خون به‌سیل اشک روان خویش دوباره یک روز روشنا سیاهی از خانه می‌رود به شعر خود رنگ می‌زنم ز آبی آسمان خویش اگرچه صدساله مُرده‌ام به‌گور خود خواهم ایستاد که بردَرَم قلبِ اهرمن به‌نعرۀ آنچنان خویش کسی که عظم رمیم را دوباره انشا کند به لطف چو کوه می‌بخشدم شکوه به عرصۀ امتحان خویش اگر چه پیرم ولی هنوز مجال تعلیم اگر بُوَد…

دمطلب ادامه

هر انسان ځینې وخت اړیږي چې …

lina sharifi

لینا شریفي   هر انسان ځینې وخت اړیږي چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره څوک له لاسه ونیسي غواړم ژوند وکړم… سره له دې چې پوهیږم ژوند کله هم نه غواړي ما ته ښه مخ راښکاره کړي ځکه هر ځل مې چې یو لاس ونیو لاسونه مې تڼاکې شول هیڅ توپیر یې نه و که د بیل لاس و که د کلنګ یا ستا لاس… (د سابیر هاکا د شعر ژباړه)

دمطلب ادامه


Hit Counter provided by technology news