ساړه ګامونه

تکل

نظیف تکل ساړه ګامونه کلونه وشول چې دشپې سيورى د ښار په لوي لوبغالي کې کليزې لمانځې ښار ويده دى خلک ويده دي درزي د خپل زاړه دوکان دننه لا اوس هم زاړه جيبونه ګنډي زه د شپې د کور انګړ کې ولاړ د هوا ساړه ګامونه اورم درزي يوې بلې ټوټې ته لاس کړ دا ځل د وخت په ستن د زمانې شرم ته پرتوګ جوړ وي درزي سر له ننه سبا ته ګوري چا ورته ويلې چې اشرف د وخت له تندي پاک وي داغونه 18/01/2015  

دمطلب ادامه

یوه ورځ به داسي راسي چي

جهانی

غزل – عبدالباري جهاني یوه ورځ به داسي راسي چي ساقي وي چي شراب وي  شیخ ترټلی په خلوت کي محتسب خانه خراب وي د مُغان د پیر په کور کي د خیام کیسه توده وي  له شهبازه لمبې څاڅي له مطرب سره رباب وي غلیمان مو ډلي ډلي له مالته وي شړلي  خپل مو ښار وي خپل مو کلی د رقیب زړګی کباب وي سرپر سر د حق نارې وي ماتي سوي زولنې وي  د مُلا ژبه ګونګۍ وي ورنه هېر د کُفر باب وي د تسپو دامونه لوېږي له لاسو د جادو ګرو  د ټګانو زړه چاودلی عمر…

دمطلب ادامه

زړه مـــې تنـــگ دى زړه مـــې تنــگ دى زړه مــــــې تنــــــگ

Wali-Abdullah_Narugh

·   غزل زړه مـــې تنـــگ دى زړه مـــې تنــگ دى زړه مــــــې تنــــــگ د تــــــورخــــــــم د غـره ډبــره مـــې تر څنگ هره ورځ د ننـــــــگ تنــــدى پرې داغومه خــــزره واوره دا تـــــــور داغ دئ د پرنــــگ يا ښــــــکاري په نښــــه ويشتئ نام و ننگ دی يا تـــــور لمــــــر دى راختـــــلى په سالنـــــــگ تورې شــــــپې دي څنگ په څنگ سره گنډلې يا د ورځـــــــې لـــــه رخســــاره تللــــى رنــگ يا ماښــــــام د فلسطيــــن شــو بـــــې سهــــــاره يا کعبـــــه کــــې سپيـن طــــواف وهــلى زنگ له کــابلــه تــر بغداده مـــې زړه شيــــن شـــــــو لکــه گــــل د کــــــــربــــلا پـــه وينــــو رنــــگ يا عيســــى دئ…

دمطلب ادامه

واده

تکل

نظیف تکل January 7, 2016 ·   واده هلک خوشاله راغی خوله یې له خندا ،نه ټولیده،یو کاغذي کارتن يې په دواړو لاسو ټینګ نیولی و،د موټر شاته سیټ کې يې کیښود او په خپله يې تر څنګ کښیناست. خوله يې هماغسې د خندا په انداز خلاصه وه . ترې ومې پوښتل ډیر خوشاله يې؟ جیمز په خندني غږ راته وویل : هو سبا مې واده دی. څلور کاله سره یو ځای و، ایله بیله مو اوس تصمیم ونیو چې واده وکړو. ورته و مې ویل نو ته وايې چې اوږده موده دې په انتظار تیره کړه؟ اوکه وايې چې…

دمطلب ادامه

دزړه حال

hassin

دزړه حال   لا مې د هیلو وینې وچې نه دي یار مې قاتل ته په سجدو کینوی زه د آسمان پښوته ونه لویدم دی مې ابلیس ته په توبو کینوي ……………………………… پرون مې یار و نن اغیار شو راته د لویې لارې کفر خار شو راته آرمان مې څه په جنازو مې خاندي د قاتل وره کې چوکیدار شو راته …………………………… زما په مغرورو مغزو اور لګوي پرون پیغور په نن مې تور لګوي د زمانې د تریو تندي له ویرې ژوند ي خو څه داغ مې په ګور لګوي ………………………….. پرو ن ېې هیلې د سبا کرلې نن…

دمطلب ادامه

دوباره می‌سازمت وطن

برګرفته از فیسبوک شعر از سمین بهبهانی دوباره می‌سازمت وطن اگرچه با خشت جان خویش ستون به سقف تو می‌زنم اگرچه با استخوان خویش دوباره می‌بویم از تو گل به‌میل نسل جوان تو دوباره می‌شویم از تو خون به‌سیل اشک روان خویش دوباره یک روز روشنا سیاهی از خانه می‌رود به شعر خود رنگ می‌زنم ز آبی آسمان خویش اگرچه صدساله مُرده‌ام به‌گور خود خواهم ایستاد که بردَرَم قلبِ اهرمن به‌نعرۀ آنچنان خویش کسی که عظم رمیم را دوباره انشا کند به لطف چو کوه می‌بخشدم شکوه به عرصۀ امتحان خویش اگر چه پیرم ولی هنوز مجال تعلیم اگر بُوَد…

دمطلب ادامه

هر انسان ځینې وخت اړیږي چې …

lina sharifi

لینا شریفي   هر انسان ځینې وخت اړیږي چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره څوک له لاسه ونیسي غواړم ژوند وکړم… سره له دې چې پوهیږم ژوند کله هم نه غواړي ما ته ښه مخ راښکاره کړي ځکه هر ځل مې چې یو لاس ونیو لاسونه مې تڼاکې شول هیڅ توپیر یې نه و که د بیل لاس و که د کلنګ یا ستا لاس… (د سابیر هاکا د شعر ژباړه)

دمطلب ادامه

نه د ستا فکر، نه دې خیال نوی شو

سعود بنګښ   نه د ستا فکر، نه دې خیال نوی شو خو وايې، کال نوی شو، کال نوی شو نــه دې دادا ریښې شمله نــوې شوه نــه دې ادې شلېدلی شـال نوی شو لا دي تــر اوسـه پــه مـرمیو سوري د کوم برباد پښتون دیوال نوی شو؟ زمـوږ زهنونو کې تیارې نــوې شوې نــورو زهـنـونـو کې مشال نـوی شو زمــا بــربــادې پـښـتـونـخـوا پـر زنـه بیا د بارودو تک تـور خال نوی شو زمـوږ پـه کلي کې خو نن هم ربـه! څو شېبې وړاندې، څوک حلال نوی شو د لــویې لــوبې نــړیــوال لــوبغاړیـه! کال نوی نـه شو، د ستا چال نوی شو سعوده! یو کال پکې…

دمطلب ادامه

زه خو له ځان سره په جنګ یم…

dayasing

Ajmal Hassin and Abdulmoqim Safi shared Daya Singh Anjaan‘s post. دیوا سینګ انجان · زه خو له ځان سره په جنګ یم…  زه خـو له ځان سره په جنگ يم وايـه ته څنگه ئی له دی ژوندونه ډیر په تنگ يم وايه تـه څـنگه ئی شپه په شوگیر,ورځ په سودا,ماښام په جام تيروم کچکول تر څنگ گرځم ملنگ يم وايه ته څنگه ئی تاتـه بـه هـرڅوک درکـــــوی پيـغـور د ميـنی کنه زه خو د تا په تومت رنگ يم وايـه تـه څنگه ئی نـوره چی ونکــړی ښــیری جـدائی بس ده ياره تل زه د آه فرياد تـر څنگ يم وايه ته څنگه يی…

دمطلب ادامه

غزل زیبای صائب تبریزی

غزل زیبای صاحب تبریزی انتخاب داکترشفق

دمطلب ادامه


Hit Counter provided by technology news