درد

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ درد  ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  دنیم کښ پلو له څنډو دلویدلو بڼو ټال کې دوه نیم کښه سترګې پايي هسې تورې غمځپلې دزمان ستړو وهلې نیمه خوا له ژونده پاتې بې اسرې درنې درنې دي راته وايي راته وايي چې امید دسبا نشته. چا يي شمعمه وروژلې چا يي هست وبود لوټ کړي دطوفان په پولو ناسته دلویدلو په ویر ژاړي. داپرون دښکلو ښکلې دښکلا دبڼ غوټۍ وه دعفت ددنیا حوره دعزت په دلۍ ناسته. نن دخړو اوبو تل کې دژوندون نارس تکل کې دتورتم څپو وهلې دوحشي منګولو لاس کې دلویدلو په لویدلو په ناګړو ګناهونو دخپل ځان په ډوبیدلو دغه…

دمطلب ادامه

خدمتګار: طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شوي

__________________________خبرونه خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، قطر ته د افغان ولسمشر له سفر سم يوه افغان چارواكي ويلي چې وسله وال طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرو ته چمتو دي. د چارو شنونكي وايي چې جګړه د حل لار نه ده او د افغان حكومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې ممكنې دي. د سياسي چارو شنونكي قاضي محمد حسن حقيار له خدمتګار سره په خبرو كې وويل، كه څه هم وسله والو طالبانو دغه موضوع په رسمي ډول نه ده تاييد كړې، خو دا ناشونې نه ده چې افغان حكومت او…

دمطلب ادامه

پـــټــه جــګــړه

پټه جګړه لومړۍ برخه د پټې جګړې تر سریزې لاندې په بهرنیو ژبو کې له شمیره وتې لیکنې شوی دي.دغه شان تر همدې سریزې لاندې ډیر زیات شمیرمستندفلمونه اوفلمي سریالونه هم جوړ او نندارې ته وړاندې شویدي.په دغو لیکنواو فلمي تر ډیره مستندوښودنو کې تر هر څه نه زیات دپانګوالې نړۍ له خوا ددریمې نړۍ پرخلاف دبې شمیره پټوجګړو،سیاسی توطئو،خونړیوکودتاوو او وروسته دمخامخ پوځي یرغلونوپاڼې اړول شویدي. په دې ټولو ناروا کړنو کې یو څه په ډاګه دي او هغه داچې دپانګوالو هیوادونوددولتونو شاته دلویوپانګوالو،ستروکمپنیو،ترټولو لویوبانکونو ،جاسوسي سازمانونو اودهمدغودولتونو شاته دفدرال ادارو موجودیت چې ټول توان ېې په اطلاعاتي شبکو…

دمطلب ادامه


Hit Counter provided by technology news