له خبرونو څخه

څوګ رښتیا وايي دکابل دواکمنۍ اوسیاسي ګوندونودائتلاف دشورا تر منځ نوو ناندریو زور اخیستی دی.دسیاسی ګوندونودائتلاف شورا وايي چې حکومت له متحده ایالاتو سره دامنیتي تړون په پلمه لویه جرګه را غواړي او له دې لارې دجمهوري ریاست له پاره راتلونکې ټاکنې له منځه وړي څو خپلې واکمنۍ ته نور عمر ورکړي. دجمهوري ریاست ویاند فیضي بیا دسیاسي ګوندونو دائتلاف شوراپه دې تورنوي چې دلويي جرګې له را غوښتلو سره مخالف په واقعیت کې له امریکا سره دامنیتي تړون په پټو سترګولاسلیک کول دي دکابل دواکمنو نوې اندیښنې دسپینې ماڼۍ دواکمنوله خوا په افغانستان کې دامریکايي پوځیانوصفر ته دراټیټولو وړاندیزدکابل…

دمطلب ادامه

تنها بنیاد ګرایی دشمن نیست

ش، حصین تنها بنیاد ګرایی  دشمن نیست! «من ګنګ خواب دیده ام وعالم تمام کر من عاجزم زګفتن وخلق از شنیدنش» از مولای بلخ سایه ها را به هیچ نګیرید،من سایه های تیره وتار انګزیسیون رااز لابلای برګهای تاریخ دیګران ،در آنسوی سده ها به خاطر دارم.زبانها بریده می شد اګرکسی بر سبیل مثال جنګهای « مقدس» صلیبی را به سوال میګرفت.صد وسی سال وبیشتر ازآن چه خونهای که نه ریخت وچه سفر های نارسیده به منزل که جان هزاران هزارزن ومرد وطفل وجوان راخوراک درندګان صحرا ها نکرد.وقتی بزرکتر ها به کمبود رفتند،هزاران هزار طفل به خط وخال نرسیده…

دمطلب ادامه

نا آشنا شاعر ته

نا آشنا شاعرته تا په شیبو ماپه کلو ژړلي تاچې په مړو ما په ژوندوژړلي ته د څو ورانوځالو دردنیولی ما دانسان په را لویدو ژړلي زه ستا په درد هم پوهیدلی شمه ځکه مې ستا په اوسیلو ژړلي تا هیرې ورانې هدیرې ژړوي ما دهجرو په دیوالو ژړلي تا هم داوې چه انسانیت لویدلی ما په همدې درنو دردو ژړلي ته نا آشنا نه يي آشنا ی راته ما د ژوندون په فاصلو ژړلي تا وې تقدیر څه سپیره لوبه کوي ما دتدبیر په ډوبیدو ژړلي تا دژوندون په مخ راغلې لړې ما د تورتم په خوریدوژړلي تا دغاټولو…

دمطلب ادامه

ژمــــنـــــه

  ژمــــنـــــه زما زخمي خپلواکۍ داکومو تورو ګوتو کومو ناولو هڅو دکوم شیطان په لمسه ته د پیړیو هیله داسې زخمي زخمي کړې؟ ته یوهیر شوی آرمان یوه لویدلې نښه په یوه سوي فصل له یاده وتې وږمه تش دیادونو تاریخ په ځان حیران خو نه وې. تاخو ښکلا درلوده په انساني تومنه کې دهیلو بار په غاړه دمنزلونو په لور دخپل همت په وزرو نوو فصلوته ورتلې. څنګه ړاند شول خدایان څنګه را وخوځیدې داتورې تورې ورېځې دا دابلیس لښکرې دتورو شپو څکالي؟ ستا په زخمونو دګولیو باران نه دایمان نښې دي نه دانسان نښې دي ستا دیادونو ښکلا…

دمطلب ادامه

ولاګلونه سوځي

ش،حصین «اولاګلونه سوځي» او لاګلونه سوځي دښاغلي محمد ابراهیم نعیمي داوږدو څیړنو اورا ټولونوهغه په زړه پورې اثر دی چې لږ تر لږه دافغانستان دښځو ټولنیز،اقتصادي،سیاسی او فرهنګي ژوند  په څه دپاسه تیرو دوو پیړیو کې  په لنډو خوله محتوی ډکوڅیړنو کې را نغاړي.ددغه نوښتګر لیکوال او څیړونکي دڅیړنې اصلي تومنه دپیړیو په اوږدو او په تیره بیا په وروستۍ پیړۍ او وروستیو لسیزو کې دافغانستان دښځو په وړاندې دهغه ناروااو توپیرجوړونکې بهیررا څرګندول جوړوي کوم چې دپلارواکۍ نظام له یوې خوا او دټولنې عقیدتې باورونواو زړوانسان ځوروونکودودونو له بلې خوا دټولنې دغه ستره انساني برخه په هر ګام کې…

دمطلب ادامه

په نا امنیو روږدی وکیل

په نا امنیو روږدی وکیل دکورنیو چارو دوزارت دجنایی څانګې مشران داسنادو له مخې ښيي چې دالله ګل مجاهد په نوم دولسې جرګې یو وکیل دکابل په ښار کې په بیلابیلو ناامنیوکې لاس لري.غله،قاچاق وړونکي،اختطاف کوونکي ،لارې وهوونکي اوخطرناکه داړه ماران په خپل کورکې ساتي.الله کل مجاهد دغه څه نه مني خودهیواددورستیو لسیزوتاریخ ښيي چې دجهاد او مجاهد په نوم لږ نه دي هغه کسان چې هرڅه دخپلو هوسونو له پاره په کار وړي

دمطلب ادامه

داشغالګرو پټې جیلخانې

ش،حصین ——————————————————————————————————————————– په افغانستان کې   داشغالګرو پټې جیلخانې ډیره هڅه مې وکړه چې په افغانستان کې  دمتحده ایالاتو ،ناتو او آیساف تر نامه لاندې دڅه دپاسه څلویښتوهیوادونودپوځي لښکرواوله شمیره وتو جاسوسي شبکو او اجیرو جګړو مارو نږدې دولس کلن وحشی او خونړي شتون ته داشغال او اشغالګرو کلیمې ونه کاروم اوداځکه چې داشغال او اشغالګروپه دسترخوان ناستې ډلې او افراد او دغه شان یوشمیرد«قلم خاوندان» داشغال اواشغالګرومفاهیم نشی اوریدلی او په اوریدو ېې دغضب لیونۍ لمبې آسمانونو ته لاره باسي.پلورل شوو او دپردو پټو او ښکاره مزدورانوته نه خود«قلم خاوندانوته» وایم چې ما، خدایږو هیڅ داسې کلیمه یا کلمات…

دمطلب ادامه

مکثی برتقاضای ګروه بین المللی حقوق بشر

دمطلب ادامه

دیدګاهاوخواسته ها:

«حرف ما ومن چه دارد جز بروی هم زدن موج این دریا شکست شیشهء همدیګر است» در آغاز کلام خطاب به همهء آنهائیکه وطن وانسان وطن را دوست دارندوبه     آزادی ،استقلال وحفظ هویت ملی تاریخی آن عشق میورزندودموکراسی ،عدالت وپیشرفت رابه آرمان ګرفته اند میګویم که این ندای برخاسته از دل ودماغ یک هموطن غربت کشتهء شما فقط به امید کمک به شناخت وضعیت خونبارمیهن به خاک وخون کشیدهء ما افغانستان وبه آرزوی ره یابی وهمصدایی باهم بروی این صفحات نقش بسته است . خام است ومحتاج تحلیل ها و ارزش یابی های غنی تر وکاملتر صاحبان اندیشه و قلم….

دمطلب ادامه

درد

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ درد  ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  دنیم کښ پلو له څنډو دلویدلو بڼو ټال کې دوه نیم کښه سترګې پايي هسې تورې غمځپلې دزمان ستړو وهلې نیمه خوا له ژونده پاتې بې اسرې درنې درنې دي راته وايي راته وايي چې امید دسبا نشته. چا يي شمعمه وروژلې چا يي هست وبود لوټ کړي دطوفان په پولو ناسته دلویدلو په ویر ژاړي. داپرون دښکلو ښکلې دښکلا دبڼ غوټۍ وه دعفت ددنیا حوره دعزت په دلۍ ناسته. نن دخړو اوبو تل کې دژوندون نارس تکل کې دتورتم څپو وهلې دوحشي منګولو لاس کې دلویدلو په لویدلو په ناګړو ګناهونو دخپل ځان په ډوبیدلو دغه…

دمطلب ادامه


Hit Counter provided by technology news