داشغالګرو پټې جیلخانې

ش،حصین ——————————————————————————————————————————– په افغانستان کې   داشغالګرو پټې جیلخانې ډیره هڅه مې وکړه چې په افغانستان کې  دمتحده ایالاتو ،ناتو او آیساف تر نامه لاندې دڅه دپاسه څلویښتوهیوادونودپوځي لښکرواوله شمیره وتو جاسوسي شبکو او اجیرو جګړو مارو نږدې دولس کلن وحشی او خونړي شتون ته داشغال او اشغالګرو کلیمې ونه کاروم اوداځکه چې داشغال او اشغالګروپه دسترخوان ناستې ډلې او افراد او دغه شان یوشمیرد«قلم خاوندان» داشغال اواشغالګرومفاهیم نشی اوریدلی او په اوریدو ېې دغضب لیونۍ لمبې آسمانونو ته لاره باسي.پلورل شوو او دپردو پټو او ښکاره مزدورانوته نه خود«قلم خاوندانوته» وایم چې ما، خدایږو هیڅ داسې کلیمه یا کلمات…

مکثی برتقاضای ګروه بین المللی حقوق بشر

دیدګاهاوخواسته ها:

«حرف ما ومن چه دارد جز بروی هم زدن موج این دریا شکست شیشهء همدیګر است» در آغاز کلام خطاب به همهء آنهائیکه وطن وانسان وطن را دوست دارندوبه     آزادی ،استقلال وحفظ هویت ملی تاریخی آن عشق میورزندودموکراسی ،عدالت وپیشرفت رابه آرمان ګرفته اند میګویم که این ندای برخاسته از دل ودماغ یک هموطن غربت کشتهء شما فقط به امید کمک به شناخت وضعیت خونبارمیهن به خاک وخون کشیدهء ما افغانستان وبه آرزوی ره یابی وهمصدایی باهم بروی این صفحات نقش بسته است . خام است ومحتاج تحلیل ها و ارزش یابی های غنی تر وکاملتر صاحبان اندیشه و قلم….

درد

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ درد  ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  دنیم کښ پلو له څنډو دلویدلو بڼو ټال کې دوه نیم کښه سترګې پايي هسې تورې غمځپلې دزمان ستړو وهلې نیمه خوا له ژونده پاتې بې اسرې درنې درنې دي راته وايي راته وايي چې امید دسبا نشته. چا يي شمعمه وروژلې چا يي هست وبود لوټ کړي دطوفان په پولو ناسته دلویدلو په ویر ژاړي. داپرون دښکلو ښکلې دښکلا دبڼ غوټۍ وه دعفت ددنیا حوره دعزت په دلۍ ناسته. نن دخړو اوبو تل کې دژوندون نارس تکل کې دتورتم څپو وهلې دوحشي منګولو لاس کې دلویدلو په لویدلو په ناګړو ګناهونو دخپل ځان په ډوبیدلو دغه…

خدمتګار: طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شوي

__________________________خبرونه خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، قطر ته د افغان ولسمشر له سفر سم يوه افغان چارواكي ويلي چې وسله وال طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرو ته چمتو دي. د چارو شنونكي وايي چې جګړه د حل لار نه ده او د افغان حكومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې ممكنې دي. د سياسي چارو شنونكي قاضي محمد حسن حقيار له خدمتګار سره په خبرو كې وويل، كه څه هم وسله والو طالبانو دغه موضوع په رسمي ډول نه ده تاييد كړې، خو دا ناشونې نه ده چې افغان حكومت او…

پـــټــه جــګــړه

پټه جګړه لومړۍ برخه د پټې جګړې تر سریزې لاندې په بهرنیو ژبو کې له شمیره وتې لیکنې شوی دي.دغه شان تر همدې سریزې لاندې ډیر زیات شمیرمستندفلمونه اوفلمي سریالونه هم جوړ او نندارې ته وړاندې شویدي.په دغو لیکنواو فلمي تر ډیره مستندوښودنو کې تر هر څه نه زیات دپانګوالې نړۍ له خوا ددریمې نړۍ پرخلاف دبې شمیره پټوجګړو،سیاسی توطئو،خونړیوکودتاوو او وروسته دمخامخ پوځي یرغلونوپاڼې اړول شویدي. په دې ټولو ناروا کړنو کې یو څه په ډاګه دي او هغه داچې دپانګوالو هیوادونوددولتونو شاته دلویوپانګوالو،ستروکمپنیو،ترټولو لویوبانکونو ،جاسوسي سازمانونو اودهمدغودولتونو شاته دفدرال ادارو موجودیت چې ټول توان ېې په اطلاعاتي شبکو…


Hit Counter provided by technology news