فاریاب: طالب ځواکونو د «خواجه موسی» ولسوالۍ ونیوله

faryab musa

فاریاب: طالب ځواکونو د «خواجه موسی» ولسوالۍ ونیوله  2015/10/08 نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د هیواد په شمالي ولایت فاریاب کې د خواجه موسی ولسوالۍ سقوط کړی. نوموړې ولسوالۍ له تېرې ورځې راهیسې تر بریدونو لاندې وه چې نن د طالبانو لاس ته ولوېده. طالبان تاییدوي چې نوموړې ولسوالۍ یې د دولت له واکه ایستلې او وايي چې د دوی ځواکونو د خواجه موسی ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او نورې ټولې سیمې په بشپړه توګه تر خپل واک لاندې راوستلي دي. طالبانو په جګړه کې دولتي عسکرو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر هم ورکړی. فاریاب یو…


Hit Counter provided by technology news