دسابیرهاکایوښکلی شعر

lina

دسابیرهاکایوښکلی شعر دلینا شریفي ژباړه اوس په هر څه پوهېدلی یم موده کیږي چې بندونه مې پړسېدلي یوازینۍ هیله مې وې چې مټې دې ونیسم ودرېږم وګرځم، ګومان کوم لیونی شوی یم مرغان زما د کوټې له یوې ځنډې بلې ته کډه کوي لمر مې د کمیسه له جیبه راخیږي او سپوږمۍ د غالۍ په کونج کې لوېږي ورېځې راځي د میز په سر تش ګیلاس کې اوري او ځي خپه یم درپسې ور پرانیزم ښار د باروتو او اندېښنو له بویه ډک شوی د هغو سرتیرو د ورستو جنازو له بویه چې د هیڅ لپاره جګړې ته ولاړل کړکۍ…


Hit Counter provided by technology news