هاګ له حکومته غوښتي چې د دوستم قضيه يو طرفه کړي

laha

هاګ له حکومته غوښتي چې د دوستم قضيه يو طرفه کړي April 27, 2017 Written by: تاند کابل د جزا نړيوالې محکمې يا هاګ پر افغان حکومت غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې د دوستم او ايشچي قضيه حل و فصل کړي او که يې تر وس لوړه خبره وي، نو دوی ته دې يې وسپاري. تاند ته باوري سرچينو ويلي دي چې ولسمشر دا مهال پر دې فکر کوي چې د دوستم او ايشچي قضيه، همدلته پرېږدي، که يې هاګ ته وسپاري. ها خوا بيا ستر جنرال عبدالرشيد دوستم هڅې پيل کړې دي چې هاګ ته د…

دثور انقلاب دشهیدانو یاد دتل ژوندی وي

 لیکوال:آصف خواتی دثور انقلاب دشهیدانو یاد دتل ژوندی وي ======================  دنن څخه پوره ۳۹ کاله  مخکې د ثورپه اومه دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دخلقي فرکسیون پوځي کړۍ  په ارګ برید وکړ. جمهوري ګارد دکمزوري مقاومت وروسته پاڅونوالوته په ګونډوشو اوپدې ډول دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوندسیاسي واک ترلاسه کړ. دثورداومې نیټې دپوځي پاڅون انګیزه د  افغانستان دخلق دموکراتیک ګوند باندې دوخت دواکمنۍ برید اودګونددمشرتابه زنداني کول شول. دیادولو وړده چې دګوندي مشرانودزنداني کولو ظاهري لامل دشهیدمیراکبرخیبردجنازې په مراسموکې دګوندي مشرانودویناوو له امله وو چې دحکومت لخواد ملي خیانت تورپرې ولګول شو. خیبرد ۱۳۵۷ کال دوري په ۲۸ ترورشو. دګوندعمومي منشي ارواښاد…

!بم او ترور د حل لار نه ده

اچین

نور محمد غفوری !بم او ترور د حل لار نه ده کله چې د ملي اردو په څلورسوه بستریز روغتون تروريستی حمله وشوه، د ټولو افغانانو او نړیوالو له پاره دا له تعجبه ډکه پیښه وه. د پیښې تر مخه چا دا تصور نه کاوه چې په اوسنۍ زمانه کې دې د سیاسی ځواک د نیولو له پاره جګړه په داسې خدعه او نیرنګ واوړی، چې ټول انساني، افغاني او اسلامي اصول او ارزښتونه د تر پښو لاندې کړي. په مریضانو د ډزې وشي، ډاکتران چې بې له تعصب او تبعیضه د هر مریض تداوي یې دنده ده، د کار…

ننګرهار کې دوه امريکايي سرتېري “وژل شوي”

USarmy

ننګرهار کې دوه امريکايي سرتېري “وژل شوي” Image caption امریکایي ځواکونه له تېرو څو میاشتو راهیسي په ننګرهار کې د افغان ځواکونو سره یو ځای عملیات کوي. د امريکا د دفاع وزارت وايي افغانستان کې له د داعش سره په جګړه کې د دوی دوه سرتېرې وژل شوي او يو ټپي دی شوی دی. د امريکا د فاع وزارت وياند جېف ډېوېس وايي، دغه پېښه د ډيورنډ کرښې سره نژدې د ننګرهار ولايت په سويل کې رامنځ ته شوې ده. دوه اوونۍ وړاندې د همدې ولایت په اچین ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو د داعش جنګیالیو پر ضد خپل تر ټولو…


Hit Counter provided by technology news