په بریتانیا کې دتروریزم دتبلیغ په تور یوی مورته دسزا اورول

په بریتانیا کې دتروریزم

دتبلیغ په تور یوی مورته

دسزااورول

په برتانيا کې يوه ښځه چې دفيسبوک په ټولنيزه شبکه کې ئي دترهګرۍ لپاره پروپاګند کاوه په بند محکومه شوی ده .محکمي دغه ښځه په پنځه کاله او درې مياشتو سزا محکومه کړې ده دامطلب دپنجشنبی په ور ځ ددسمبر پر ۱۱نيټه رويترز اژانس ور کړی دي .

د محکمي ادعا پر۳۵ کلني ( رونا خان ) داده چې څلور بيلابيل موضوعات ئي په مختلفو وختونو کې پحپله پاڼه کې خپاره کړي دي .

دبيلګې په توګه په ۲۰۱۳ کال کې ېي ځانوژونکې وښود او ددغه وژل شوی کس مځ په (ماسک » کې پټ وو او پر ليکل شوی وو ، ( خپل ژوند داسلام لپار فدا کوم ) .

بل وار دغې ښځې په خپله پاڼه کې دهغو کسانو لپاره داسي لارښود (رهنما ) ځا ی پر خاي کړه ،چې غواړي له ترکيي څخه سوريي ته لاړ سي او هلته په وسله واله جګړه کې برخه واخلي .

خان په فیسبوک کې له خپلو ګډونوالو (ملګرو ) سره يوه مقاله چې عنوان يي وو « دجکړې په ډګر او جهاد کې دخويندو رول » شريکه کړله .

«ټولنيزي رسنۍ ديوې الې په توګه په ترهګرۍ کې کارول کيږي.تورن کس ددغه فرصت څخه دسخت دريځي دلاپراختيا او دنورو کسانو په ښکيلولو کې استفاده کړي ده .موږ هڅه کوو چې په انترنيت کې دترهګرۍ اقداماتو مخه ونيسو نن چې موږ دغې ښځې ته سزا واوروله، يواځنی موخه موهمداده». دامطلب اسکاتلندیارد دترهګرۍ سر دمبارزۍ رئيس قوماندان ریچارد والتون څر ګند کړ.
بشپړ لوستل: http://pashto.ruvr.ru/news/2014_12_12/281203507/

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news