د ماليې وزارت: د کارکوونکو معاشونه او د ادارو لګښت نه لرو

د ماليې وزارت: د کارکوونکو معاشونه او د ادارو لګښت نه لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د ماليې وزارت مسوولین وايي چې دوی نور د دولتي کارکوونکو لپاره معاشونه او د خپلو ادارو  لپاره لګښت نه لري.

د ماليې وزارت د خزانو رییس محمد اقا کوهستانی وايي چې که نړیوالې مرستې ژر تر ژره افغان دولت ونه سپارل شي، نو د دولتي کارکوونکو معاشونه او د ادارو لګښت به راتلونکي کال ته پاتې وي.

د کوهستاني په خبره دوی هڅه کوي چې د مالي کال تر پوره کېدو وړاندې خپلو کارکوونکو ته معاشونه او د ادارو لګښت ورکړي، خو په خبره يې که نړیواله مرسته ور ونه رسېږي، نو راتلونکي کال ته به پاتې وي.

کوهستانی وايي چې دوی وړاندې هم نړیوالې ټولنې ته وړاندیز کړی و، چې د ادراو د لګښتونو لپاره دې ۵۳۷میلیونه ډالر مرسته وکړي، چې افغان دولت په دې برخه کې هیڅ نه لري.

د نوموړي په خبره دوی د کال په سرکې وړاندوینه کړې وه چې سږ کال به دوی د بودیجې له پنځه ویشت سلنې کمښت سره مخ کېږي، ځکه خو يې له نړیوالې ټولنې د ۵۳۷ملیونو ډالره مرستې غوښتنه وکړه چې په خبره یواځې ۱۱۷ملیونه ډالره ورته رسېدلي دي.

هغه وړاندې وویل چې د دولتي کارکوونکو په معاشونو سربېره هره اداره ورځني لګښتونه لري، چې دولت يې باید ورکړي، خو په خبره يې چې دولتي کارکوونکو ته معاشونه نه شو ورکولای، نو د اداري لګښتونو خبره خو لرې ده.

د کوهستاني په خبره که چېرته دغه لګښتونه او معاشونه راتلونکي کال ته پاتې شي، نو د راتلونکي کال په بودیجه به سخت بد اغېز ولري.

په دولتي کارکوونکو کې ډېری نظامي مسوولین هم بې معاشه پاتې دي، چې څو ورځې وړاندې د هرات د عامه نظم سلګونو پولیسو هم د معاش د نه ورکړې له امله لاریون کړی و.

د لاریون کوونکو په قول دوی ته له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او خپل مشران يې په یوه بله پلمه غولوي.

تر دې وړاندې د نظم عامه ځینو افسرانو په پلازمېنه کابل کې هم د معاش د نه ورکړي له امله د پارلمان مخکې لاریون کړی و، چې د ځينو په قول لا يې هم غږ نه دی اورېدل شوی.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news