نړیوال حکومت: دویمه برخه

NN

     نړیوال حکومت

دویمه برخه

دنورالحق نبي زاده ژباړه 

د نړیوال حکومت په اړه ډېر پخواهم خبرې او هم لیکنې شوې دي . آن د شلمې پېړۍ په پيل کې وتلي روسي نوښتګر لیو الکساندرویچ تیخه میروف ( ۱۸۵۲ – ۱۹۲۳ )، او د روسیې ټولنیزې څېرې الکسې سیمونویچ شماکوف ( ۱۸۵۲ – ۱۹۱۷ ) په دې تړاو لیکنې کړې دي . ( ۱۴ ) ، ( ۱۵ ) .

       هغوی د دې واقعیت پخلی کړی دی چې د ډېرو پېړیو په اوږدو کې د یهودانو غیر عادي مقاومت دا باور راپارولی دی چې یهودان حتمأ باید خپل نړیوال دولت ولري ، ولو که پټ هم وي . دغه نظریه تر یوه حده تاریخي فاکتونه هم تاییدوي . په یهودانو کې ټولنیزې خود مختارۍ له ډېرو پخوا زمانو راهیسې ریښې ځغلولې دي او د اوسنی اسرائیل – د کډوالو میشت ځای – ځواک دقیقأ په همدغه ټولنیز نظام او خود مختارۍ کې وه . افراد اساسي نه بلکې د یوې ټولنې په توګه د اسرائیل مجموعه اساسي اهمیت لري . همدا شان د ټبرونو د ژوند بڼه چې ډېره پخوانۍ او د درناوي وړ ده په یهودانو کې دومره قوي ده چې آن روحانیت یې موروثي کړی دی . دا ټول د دې سبب شوي دي چې د ټولنیز ځواک په جوړېدو کې دموکراتیک فکر لرې او ځای یې اشرافي باورونه ونیسي ، او دا هغه څه دي چې په پخوا زمانو کې به يې « تر ټولو ښه کسان » بلل .

     ال. اې. تیخه میروف لیکي : « سنهیدرن چې د اسرائیل د ټول ځواک ممثل وه ، آن په آباد یورشلیم کې د ۷۱ اویا ۷۲ کسانو څخه تشکیل شوی و چې په سر کې یې سر روحاني ( حکمران ) ځای درلود چې یهودانو به د « پاسي » په نوم یاداوه . د سنهیدرن پاتې نور یواویا غړي صدوقیان ( روحانیون ) ، پوهان او اولسي مشران وو. د دغه ارګان نوي غړي د ګډ اختیار له لارې ټاکل کېدل مانا د سنهیدرن د ټولو غړو له خوا ټاکل کېدل . د ملت ټولې چارې د سنهیدرن په اختیار کې وي . دغه ارګان د جګړې او سولې مسایل حل کول ، حکومتي چارواکي یې ټاکل او تر ټولو لوړ قضایي مقام و . په خپله پاچا د سنهیدرن له هوکړې پرته جګړه نه شوای پیل کولی ، او دا هم شونې وه چې آن پاچا د دغه ارګان له خوا محاکمه شي . سنهیدرن د اعدام صلاحیت درلود او دا د اسرائیلي ټولنې د مذهبي او ملکي ځواک تر ټولو لوړه مرجع وه . دغه نظام داسې جمهوري نظام ته ورته و چې د شاهي نظام تاج يې په سر ایښی وه .

       مګر سنهیدرن ټوله اداره د ځان انحصار نه وه ګرځولی ، ځينې ټولنو خپلې سیمه ییزې چارې په هغه چوکاټ کې چې د سنهیدرن له خوا ټاکل شوی و او د هغه د څارنې او غوښتنو سره سم په خپله سمبالولې. د دغه لوړ ارګان د امرونوپلي کول د هر یهود لپاره حتمي وو .مونږ ولیدل چې په بابلیون کې د ادارې دغه شان ټول اساسات موجود وو. هر څومره چې یهودیان نورو هېوادونو ته خورېدل د دې لپاره چې هغوی د جماعت هم رنګه شي نو مجبور وه چې د سیمه ییزو غوښتنو سره سم په خپله اداره کې بدلون راولي . دا یوه اړتیا وه چې سیمه ییزه اداره ځواکمنه شي ، له دې حالت څخه پرته د مرکزي ادارې ځواکمنتیا تل لمړیتوب و. د سیمه ییزې ادارې اغیزې په ټوله کې د ټولو یهودیانو او هر یهود ژوند ته لاره پيدا کوله . ټولنې او ګډې برخې( سهامي )هر چېرې د یهودي ادارې بنسټيزه ځانګړتیا ده او دغې ځانګړتیا هر چېرې تر وروستۍ کچې  وده کړی ده. » . ( ۱۶ )

       یهودانر چېرې یو د بل سره د ذاتي ارزښتونو او ماهیتونو د پرنسیبونو پر بنسټ تنظیم  او له داخلي سازمانو پرته داسې سازمانونه هم وو او هم شته چې د ټولو یهودانو او نړیوالې بڼې لري . د ځینو یهودي شخصیتونو په اړه داسې شواهد هم شته چې د نړیوال اهمیت خاوندان وو او د ټولو یهودانو د ګټو لپاره یې زیار ایستلی دی . له دغو څېرو څخه په اتلسمه پېړۍ کې مویسې میندلسن او په نولسمه پېړۍ کې مویسې مونتیفیوري و . شایعاتو دغه څېرې د « یهودانو سالاران » ګڼل ، ډېر وخت وروسته ګرڅل ته هم دغه لقب ورکړ شو . له دې چې نه ده راسپړول شوې نو ځکه ګرانه ده چې په دې اړه قضاوت وکړو چې هغوی د کوم یوه پټ یهودي ځواک استازي توب کاوه او که نه . خو تر هغه ځایه چې په مونتیفیوري پورې تړاو نیسي ، نوموړی د ډېرو نړیوالو یهودي سازمانونو بنسټ ایښودونکی و .

د مویسې مونتیفیوري په اړه لنډ مالومات :

نووړی په کال ۱۷۸۴ کې زېږېدلی ، هسپانوي – ایتالیوي منشا یې لرله او په انګلیستان کې اوسېده . د ناپیلیون د لوېدو په زمانه کې د روتشیلدانو سره په ګډه یې ډېره زیاته شتمني لاس ته راوړه . له دې چې د بانکي چارو په ټګۍ برګۍ کې یې د اتل توب تر کچې استعداد درلود نو له همدې درکه یې خپله شتمني څو ځله لا ډېره کړه . هغه له سلو کلونو ډېر ژوند وکړ . نوموړی د غیر عادي جذابیت او مهارت لرونکی شخص انځور شوی دی . مونتیفیوري یهودي مقررات په کلکه مراعاتول ، فضل او کمال ته رسېدلی او دومر قوي استدلال یې درلود چې د هر څه خلاف یې اثبات ته رسولی شو ، او خپل ټولنیز فعالیت ته یې د انسان دوستۍ بڼه ورکړی وه .

د یهودانو لپاره له هر څه تېر و ، خو له غیر یهودو سره یې په دې خاطر مرسته نه کوله ، ویل به یې چې یهودان ډېر اړ او په بد حالت کې دي . د هغه ځواک يواځې د هغه په شتمنۍ کې نه وه بلکې هر چېرې له چا سره دوست کېدل او هر څوک د ځان خواته راماتول د نوموړي بله حیرانونکې ځانګړتیا وه . له دې چې تل به د « بشر دوستۍ » دریځ ساته نو په سیاست کې به یې هم داسې ښودل چې له یوه ګوند سره هم تړاو نه لري ، د ټولو ګوندونو له مشرانو سره یې ښې اړیکې درلودلي او له ټولو څخه یې د یهودانو لپاره ګټې تر لاسه کولې.نوموړي د یهودانو نړیوال سیاسي ځواک جوړ کړ خو دایې یو خیریه کار وباله او ورباندې نازېده . مونتیفیوري په انګلیستان کې د یهودانو لپاره د برابرو حقوقو چارې ډېرې مخ ته بوتلې او وروسته یې د خپل فعالیت ساحه نورو هېوادونو ته پراخه کړه . د دغې موخې لپاره هغه یو شمېر ټولنې جوړې کړې . هغه په کال ۱۸۳۳ کې « د یهودانو د وکیلانو کمیټه » جوړه کړه ، لږ وروسته یې « د یهودانو په چارو کې د وکیلانو شورا » تاسیس کړه . د ادولف کرمې سره یو ځای یې « یهودي نړیوال اتحاد » او همدا شان « د انګلیس – یهودي ټولنه » یې هم یو په بل پسې تاسیس کړې . مونتیفیوري دغه ټولنې نه یواځې د مالي پلوه سمبال کړې بلکې د خپل اعتبار او د ټولو اروپایي سیاستوالو سره د دوستانه اړیکو د لرلو له وجې یې د فعالیت کولو لپاره یې ښه چارپېریال برابر کړ . د یوه خیریه کار کوونکي په توګه هغه هر چېرې او هر چا ته د یهودانو په اړه غوښتنې او زارۍ وکړې . د همدغې موخې لپاره هغه آن دوه ځلې روسیې ته سفرونه وکړل او وتوانېده چې د امپراتورانو هر یوه لمړي نیکولای او دوهم الکساندر سره وویني . په فلسطین کې د یهودانو میشت کول د هغه د زړه غوښتی کار وه ، هغه اووه ځلې هلته سفرونه وکړل تر څو د کډوالو لپاره ځمکې واخلي او مرستې ورسره وکړي .

     کله چې مونتیفیوري په کال ۱۸۳۳ کې یوروشلیم ته لاړ ، هلته په بې ساري توګه ورته ښه راغلاست وویل شو ، یهودان ډلې ډلې ورته راغلل او د یوروشلیم والي د لارې پر غاړه ترکي عسکر کتار درولي وو .

***

       په دې کې هیڅ شک نشته چې د مونتیفیوري او کرمې تر ټولو مهم سازمان « یهودي نړیوال اتحاد » وه . برفمن د دغه سازمان کړنلاره په لاندې توګه راپور ورکړی دی :

لمړی – په ټولو هېوادونو کې د یهودانو حقوقو ته پراختیا ورکول.

دویم – له بهرنیو او کورنیو دښمنانو ( هر چېرې چې راڅرګند شي ) څخه د یهودانو دفاع .

دریم – د سیمه ییز ځواک او ادارې د ناسمو مالیاتو څخه د یهودانو دفاع .

څلرم – د هغو قوانینو ، فیصلو او تعقیب څخه چې د یهودانو له روح سره سمون نه لري د ځانګړو یهودي جنایتکارانو څخه دفاع کول .

پنځم – د یهودي افرادو له ګټو څخه دفاع .

شپږم –دې مسئلې ته پام کول تر څو د یهودانو ترمنځ پوهه داسې خپره شي چې د ملي روشنفکرانو له روح سره برابر واوسي .

اووم – پر یهودانو باندې د عیسوي ماموریت د اغیزې مخنیوی .

اتم – د وعده شوي پلارني ټاټوبي د راتلونکي برخلیک په تړاو توجه کول .

       لکه څنګه چې لیدل کېږي پورته یاده شوې کړنلاره تر حده ډېره دستورورکونکې او لارښوونکې ده . دا د خپلو اتباعو د ګټو د دفاع لپاره د داسې ستر ځواک څرګندونو ته ورته دي چې حتمأ باید سیال ونه لري چې دا شان غوښتنې وړاندې کړای شي .

       یهودي نړیوال اتحاد غوښتنه کوي تر څو ټول هېوادونه یهودانو ته حقوق ورکړي ، خو په عین وخت کې د هېوادونو د هغو قوانینو او محاکمو پر ضد اعتراض کوي چې د « یهوديت له روح » سره سمون نه لري. دا یوه داسې دعوا ده چې ټول دولتونه دې ته رابولي تر څو په خپلو قانون جوړولو کې د « یهودیت د روح قانون » په لور پر مختګ وکړي .دلته په ښکاره ډول د پاچا او رعیت یا بادار او نوکر ترمنځ د اړیکو یو ډول خاصه بڼه راڅرګندېږي . په هر حال یهودي نړیوال اتحاد خپل ژوند او فعالیت ته دوام ورکړ .

       یو څه موده په بېلا بېلو هېوادونو کې مېشتو یهودانو د دې لپاره چې د ځایي اوسېدونکو سره ګډ شي ، د ځان لپاره مدني او سیاسي حقوق غوښتل ، خو کله چې په دغه ډګر کې یو څه پرمختګ وشو ، نور نو د ځایي اوسېدونکو سره د یو ځای کېدو په اړه څه نه وایي .

       هغه یهودان چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې ژوند کوي ، نور نو د کومې ځانګړې ټولنې څخه ملاتړ نه تر لاسه کوي ، اوس دغه ملاتړ د دوی خپل خپلواک ځواک ورکوي چې د ټولې نړۍ پانګه یې په لاس کې ده او د خپلو غوښتنو د ملاتړ لپاره کولی شي د نورو ځواکونو څخه بشپړ ائتلافونه جوړ کړي .

       په هر حال که چېرې پټ یهودي حکومت شتوالی ولري او یا کومه یوه پټه ټولنه خپله موخه دا ټاکلې وي تر څو یهودان نړیوالې برلاسۍ ته ورسوي ، نو دا ناشونې ښکاري چې په فلسطین کې د یهودي ځواک په جوړېدو سره دې دغه حکومت ړنګ شي . که چېرې پټ فعالیت سم سمبال شي ، د علني فعالیت په پرتله ډېرې ګټې لرلی شي . اوس اساسي پوښتنه دا ده چې آیا دغسې یو حکومت شتوالی لري او که څنګه ؟

       د نړیوال یهودي حکومت د شتوالي د نظريې یو ټینګ ملاتړ کونکی کوپن البانسېلي وه چې په خپله د پام وړ د لوړې کچې پخوانی ماسون وه . د نوموړي استدلانونه د فاکتونو پر ځای ډېری د منطق پر بنسټ ولاړ دي . هغه وایي : « د حکومت د شتوالي پوښتنه په پای کې په ډېرو لنډو ټکو کې رالنډې دی شي . د دې لپاره چې د پخواني یهودي ملت نبیرې د دغه ملت آرمانونه خوندي کړي نو اړینه ده چې د هغوی ټول نسلونه یو د بل سره د یوه واحد سازمان ، یوه حکومت په زمان او فضا کې سره غوټه شي . دا د هغه ساده منطق په خاطر ضروري ده چې یهودي ملیت لکه نور ټول ملیتونه د طبعیت د یوشان قوانینو له خوا اداره کېږي. دا سمه ده چې دغه حکومت د نهمې پېړۍ څخه را په دې خوا نه دی را څرګند شوی ، علت یې دا دی هغه شرایط چې پر یهودي اولسونو باندې آن د هغوی د خورېدو له مهاله حاکم وو داسې وو چې که د هغوی حکومت مالوم وای نو حتمأ له منځه وړل کېده.له دې چې دغه حکومت باید خپل شتوالی ساتلی وه نو پرته له دې چې پټ پاتې شي بله لار یې نه درلوده » . همدا شان هغه زیاته کړې ده ، دا شونې ده چې ډېری یهودان د دغه حکومت په اړه هیڅ خبر هم نه وي ، خو دا د دغه حکومت د نشتوالی ثبوت نه دی .

       په هر حال ، پوښتنه دا ده چې دغه لارښوونکې کړۍ خپل ملت کومې خوا ته بیایي ؟ له دې چې په هر څه کې د پټولو قصد وي نو د دندو په اړه يې هم یواځې اټکل کېدای شي . د دې برسېره چې هیڅ ستر سازمان او یا حکومت هم داسې څېړنه نه وي ترسره کړې چې دا راوسپړي چې آیا یهودان نړیوال قصدونه لري او که نه او د کومو لارو هغه عملي کوي . د دغو پوښتنو شا او خوا ته یواځې اټکلونه دي او د کوپن البانسېلي د شواهدو له یادولو څخه سترګې پټېدای نشي .

       مخکې له مخکې یادونه کوو چې البانسېلي نسبتأ ډېر وخت فرانسوی ماسون وه ( اته کاله ) او د دغې پټې ټولنې په رتبه بندۍ کې د « صلیب سور ګل » درجې ته رسېدلی وه . دغه درجه د رتبو د طبقه بندۍ په حساب اتلسمه درجه کېږي . دا سمه ده چې البانسېلي داسې فکر کاوه چې د ماسوني مشرانو درجه ۳۳ ده د هغې دپاسه یو بل جوړښت پيل کېږي چې « نه لیدونکي » ماسون یې بولي ، او د نه لیدونکي ماسون دپاسه یو بله کړۍ ده چې د ماسون د اداره کولو لپاره یهودي جوړښت دی . ډېر نور ماسوني څېړونکي هم ورته نظر لري .

       په دې توګه ویلی شو چې کوپن البانسېلي د ماسون له لوړو درجو څخه ډېر لرې وه خو بیا هم کېدای شي چې هغه د خپلې زرنګۍ او چالاکۍ له وجهې ډېر څه وویني او یا یې واوري . هغه په دې اړه خپل باور او وړاندیز وړاندې کوي . نوموړی فکر کوي چې یهودي حکومت د خپلو فعالیتونو وسایل په غیر یهودي نړۍ کې لري– دقیقأ همدا فرانسوي ماسوني سازمان نا آګاهانه هغه څه کوي چې یهودي حکومت یې تعقیبوي –د یهودانو نړیوال برلاسی.

       کوپن البانسېلي وایي : « د ماسوني دسیسې موخه د عیسوي نړۍ نابودي نه بلکې د هغې مطیع کول دي . پټ یهودي حکومت مطلقأ غواړي چې د عیسویت روح په دې خاطر له منځه یوسي چې هغهد نړۍ حقیقي ساتونکې ده . دا چې دغه پټ حکومت د فرانسې شاهي نظام یې ړنګ کړ علت یې دا وه چې هغه نظام د فرانسې ریښتېنی ساتونکی و . دا چې یهوديان نړیوالې برلاسۍ ته د رسېدو خوب ویني ، ریښې یې د هغوی په مذهب کې دي .

. . . په پیل کې یهودانو فکر کاوه چې واک ( فرمانروایي ) به هغوی ته یو وخت نه یووخت یو فاتح موعود ناجي ورکړي . مګر اوس د هغوی په منځ کې داسې نظریه خپره شوې ده چې د « موعودناجي » کلیمه نه باید د یهود طایفې یوه بچي پورې محدوده شي بلکې باید ټول قوم ته منسوب شي او د نړۍ فاتح کېدل د وسلې له کارونې څخه پرته هم شونې ده . اوس یهودان په دې باور لري چې راتلونکی فاتح – په خپله یهودي اولس دیاو د موعود ناجي زمانه به هغه وخت راورسېږي چې دغه قوم وکولی شي چې هغه نړۍ تر خپل تسلط لاندې راولي چې د مسیحیت ثمره ده ، او اوږده زمانه یې هغه ځای نیولی دی چې د ریښتېني نجات ورکونکي ، مانا په خپله یهودانو لپاره مقدر شوی دی » .

       کوپن وړاندې وایی چې د نړیوالې برلاسۍ خوب او خیال لیدل د بشریت لپاره نوې نه ده ، نورو اولسونو هم دغه شان هېلې پاللي دي . نړیوالې برلاسۍ ته د رسېدو په اړه « کېدای شي چې اسرائیليمشرانو تل داسې نظر نه درلود لکه څنګه چې یې اوس په دومر دقت سره لري » . دغې نظریې په تدریجي توګه انکشاف وکاوه . خو کله چې یهودانو تر ټولو قوي وسله – سره زر – تصرف کړل نو دا هېله پخه شوه . ماسوني بریاوي دغه هېله لا ټينګوي . « له دې چې د دودونو ، یوالي او پيوستون ځواکونه او ورپسې د عیسوي اولسونو د مقاومت ځواک کمزوره او له منځه لاړل ، نو یهودانو د نړۍ په هر ګوټ کې د خپل ډېرېدونکي ځواک رشد ولیده . اوسمهال یهودان هر چېرې فعالیت کوي . د هغوی حکومت هر څه ویني خو په خپل دی هیڅوک هم نشي لیدلی .دغه حکومت ځکه په بلا نه کښېوځي چې هیڅوک هم له هغه نه د ځان ساتلو په اړه فکر نه کوي او علت یې دا دی چې ته وا دغه حکومت هیڅ شتوالی نه لري . په دغسې شرایطو کې به دا د یهودي حکومت بشپړ احماقت وی چې د داسې نړۍ د لاندې کولو لپاره ډګر ته راونه وځي چې هیڅوک یا نږدې هیڅوک یې ساتنه نه کوي . . . دا معجزه ده – یوه لوري ته په ټوله نړۍ کې یو سرګردانه قوم خپل پخواني ملي ایدیالونه ساتي او ورته ژمن پاتې کېږي – بل لوري ته بیا نور قومونه او اولسونه د خپلو ایدیالونو نابودي یا له هغو څخه بېګانه کېدلبې مانا ګڼي ، نو خود به یهودي حکومت په ځان کې دا وړتیا ویني تر څو خپل اولس پر دنیا باندې حکومت کولو ته ورسوي » . ( ۱۷ ).

       د برلاسۍ سمبالتیا د تابع شویو اولسونو لپاره نوي سازمان ته اړتیا لري . په اولسونو باندې هر حاکم هڅه کوي چې هغوی ته داسې سازمان ورکړي تر څو په اداره کولو کې یې مرستندویه واوسي . په دې تړاو د یهودو لپاره دا اړینه ده چې ملي او قومي ځانګړتیاوې له منځه یوسي . اوس دغه کار د ترقۍ په جامه کې سر ته رسول کېږي . هغه سازمان چې باید د ملي او قومي ځانګړتیاوو ځای ناستی شي باید یو نوی څېز واوسي . دغه سازمان د سوسیالیزم او یا ګلوبالیزم په بڼه تیارېږي .

       کوپن البانسېلي لیکي : « مونږ د یوه نړیوال جمهوریت په لور ځکه درومو چې یواځې په دغه شان نظام کې یهودي مالي ، تولیدي او تجارتي پادشاهي عملي کېدای شي . خو د جمهوریت د مخپټونې لاندې به دا نظام تر بل هر استبدادي نظام څخه لا ډېر استبدادي وي . دا به مطلقه هغه شان سلطه وي لکه چې انسان یې د ځناورو لپاره جوړوي . یهودي قوم به مونږ زمونږ د مجبوریتونو په خاطر تم کوي . یهودان به په ښه منظم شوي ، قوي سازمان موندل شوي او ښه نازول شوي پولیس ځواک باندې ډده لګوي . په نوې ټولنه کې به د پولیسي ځواک سربېره ، یوې خوا ته یواځې اداره کوونکي ، مدیریت کوونکي او انجنیران وي خو بلې خواته به یواځې کارګران وي . کارګران به ټول غیر یهودان ، اداره کوونکي او انجنیران به ټول یهودان وي . اولسونو ته به دا القا کړي چې همدوی د دولت خاوندان دي ، پایله به دا شي چې اولسونه په خپله په خپل منځ کې پرته له دولت څخه نور د هر ډول ځواک د له منځه تلو لپاره زمینه برابره کړي . اولسونه به د خپل مریتوب لپاره تر هغه وخت پورې کار وکړي ، تر څو چې یهودان ورته ووایي : وبښئ ، تاسې سم نه یۍ پوه شوي . د دولت مالکین تاسې نه بلکې مونږ یو . دغه وخت به اولسونه د بغاوت هڅه وکړي خو ډېره به ناوخته شوې وي ، دا ځکه چې د عمل لپاره اړینې سرچینې چې ددغو اولسونو اخلاقيات او ماديات دي هغه به نابود شوي وي . رمې سپیانو ته تاب نشي راوړلی ، هغه سپیان چې زمونږ د څارلو لپاره روزل شوي دي . ټول هغه څه چې کارګري نړۍ یې کولی شي هغه دا دي چې له کار کولو څخه ډډه وکړي. خو یهودان دومره ناپوه نه دي چې مخکې له مخکې نه په دې پوه نشي . هغوی د خپل ځان او د خپلو سپیانو لپاره د پام وړ زخیرې جوړوي او د مقاومت کوونکو چوپړ ته لوږه هر وخت تیارسۍ ولاړه ده . د اړتیا په صورت کې د مقاومت کوونکو پر ضد ښه سمبال شوی پولیسي ځواک هم کارېدلی شي . دا د پټ حکومت پلان دی – د نړیوال جمهوریت تر بڼې لاندې یهودان د خپل نړیوال حکومت ( سلطې ) ټینګول غواړي . د دغه پلان دعملي کېدو په پروسه کې زمونږ د ورګډېدو کار د ماسوني ډلو په غاړه دی ». ( ۱۸ ) .

       دا هغه ګواښونکی انځور دی چې کوپن البانسېلي یې کاږي . د یادولو وړ ده چې نوموړی د په نښه شوي یهودي مرکزي سازمان د موخو او پلانونو په تړاو خپل حدسیات نګه د منطقي پایلې  په بڼه وړاندې کوي .نو ځکه کېدای شي چې په دې اړه خپل قضاوتونه هم ولرو ، خو دا سمه ده چې هره بې نظمه دعوام الناس ډله به خامخا د هغې ډلې تر بشپړ ځواک لاندې وي چې خپل نظم ساتي .

       نن دا شونې ده چې په دې اړه قضاوت وکړو چې په تېره پېړۍ کې سوسیالیستي نظریې په شوروي اتحاد کې څنګه عیسویت له منځه وړ او بې دیني یې د یوه نوي دین په توګه تبلیغوله . دغه ناتار د ۱۹۲۰ – مو کلونو او د ۱۹۳۰ – مو کلونو د لمړۍ نیمایي ځانګړتیا وه او دا هغه کلونه دي چې د شورا ګانو په هېواد کې ټول ځواک یهودي بلشویکانو غصب کړی وه . هو د جمعي مالکیت بڼې کېدای شوای چې په بل ډول وای – نه داسې چې اوس یې خلک پېږني . د نړۍ ننۍ پېښې – ګلوبالیزم ، د اروپا یو ځای کېدل او ډېر نور څه د البانسېلي د فرضیو په ګټه شاهدي ورکوي .

       ډېر څېړونکي له ځان څخه همدا یوه پوښتنه کوي چې آیا د اولسونو په تاریخ کې داسې بېلګې شته چې نړیواله ټولنه په دوو سیالو – شتمنو او نېستمنو طبقو وېشل شوې وي ؟ دغې پوښتنې ته د ځواب ویلو په موخه ، زه د « چبورا ډلې » څخه یادونه کوم چې هغه مهال جوړه شوه کله چې یهودان په دوو مخالفو – صدوقیانو او فریسیانو په ګوندونو ووېشل شول .( د دغو ډلو تر منځ فرهنګي او مذهبي اختلاقات وه . صدوقیان اکثره شتمن او اشراف زاده ګان ووخو فریسیان بیا د بېوزلې طبقې څخه وو- ژ) هنرک ګریتڅ په خپل اثر « د یهودانو تاریخ » کې د « چبورا ډلې » په اړه داسې لیکي : « لکه څنګه چې لیدل کېږي دغې ډلې  ته سیاسي اهمیت درلود ؛ غړیو ته به یې چابېریم ( ملګري ) ویل . هرهغه چا چې به د دغې ډلې غړیتوب تر لاسه کاوه مجبور وه چې د ډلې د درې غړو په مخ کې دا ژمنه وکړي چې د ډلې غوښتنو ته به غاړه ږدي . کله به چې کوم یوه غړي د ډلې قوانین  مات کړل هغه به د ډلې له ليکو شړل کېده ؛ هغه کسان به هم له ډلې اېستل کېدل چې د روم لپاره به یې د مالیاتو په راټولولو کې مرسته کوله . د مالیاتو تحصیلداران د روم د حکومت وسایل ګڼل کېدل او د تل په شان خوا تورې طبقه وه .

       د « چبورا ډلې » پر ضد د ځمکې مرییان مانا بزګران ولاړ وه ؛ لمړۍ ډله یو ډول د اعیانو طبقه جوړوله او دوهمه طبقه عام وګړي وو . سرچينې د هغه وخت د بزګرانو فکري او اخلاقي حالت ډېر بد انځوروي ؛ د یهودي دولتونو وروستي کلونه د ډېرو پاڅونونو او ګډوډیو شاهد وه . د دغو انقلابي مبارزو پایله دا شوه چې ټولنې د بې تمدنۍ خواته ورټېل وهل شي او اخلاقیات راولوېږي . د هغه وخت بزګران د پيسو په معاملو کې صادق نه وو ، له خپلو ښځو سره په چلند کې نامهربانه او بې عاطفې وو ، له نورو سره په چلند کې یې د صداقت احساس او انساني ژوند ته درناوی نه لیدل کېده . د یهودي قوانینو څخه یې یواځې هغه پلي کوال چې د دوی د زیږه طبعیت سره برابر وو ؛ د هغوی لپاره فکري لېوالتیا مطرح نه وه . د دغو جاهلو پرګنو او پوه طبقې تر منځ ډېره ژوره کنده موجوده وه چې د دوه اړخیزې کرکې پیل و . . . د هغې زمانې کسان داسې راپور ورکوي چې د دغو ډلو تر منځ د کرکې ژوروالی دومره ډېر و چې آن د یهودانو او د جنګي اسیرانو تر منځ د موجودې کرکې سره هم نشي پرتله کېدای . . . د چبورا ډلې د دې پر ځای چې بزګران ځان ته ورنیږدې کړي او له ټکر څخه مخنیوی وکړي ، لا یې دغې دښمنۍ ته پکه ووهله . هغوی نه یواځې دا چې د ټيټې طبقې له کسانو سره یې د خبرو کولو څخه ډده کوله بلکې هغوی یې . . . د تولنیزو مقامونو نیولو ته هم نه پرېښودل . . . » ( ۱۹ ) .

       د اوسمهال د « طلایي ملیارد » نظریه کټ مټ د « چبورا » ډلې انځور یو ځل بیا په ذهن کې را تازه کوي . او که چېرې د « غوره شوي اولس » خبره وي نو که غواړي او که نه ، هماغه د ملیتونو پر بنسټ د بشریت د وېشلو تاریخ دی – بادار او مریی قوم یا شتمن او نېستمن قومونه چې البانسېلي يې ښه انځور کاږلی دی .

       په ټوله کې دغه پوښتنه تیاره ده او د کوپن البانسېلي نطقي طرحه کېدای شي چې آن په ساده ذهني انځورونو کې وشمېرل شي . خو باید دا هم له پامه ونه غورځول شي چې دلته یو بل دلیل هم شته او هغه دا ، له دې چې کوپن په خپله ماسون وه نو بې له شکه هغه څه چې دی وایي د هغه څه په پرتله چې پوهېږي ډېر کم دي . دا چې نوموړی په راتلونکې کې د ټولې نړۍ د بردګۍ بد انځور وړاندې کوي دا د مطلب یو اړخ دی خو دا چې بیا په دې تړاو فاکتونه نه بلکې یواځې د حدسیاتو پر آره ولاړ سطحي برداشتونه وړاندې کوي ، دا د هغه مجبوریتونه څرګندوي . ماسوني سوګند افشاګري د مرګ په ګواښ سره منع کووي خو صادق انسان بیا اخلاقأ ځان مکلف ګڼې تر څو د اړیکو نیولو یوه لاره ولټوي . دا شونې ده چې البانسېلي یوې دسیسې ته لاس اچولی وي ، مانا د فاکتونو ورکولو څخه یې ډډه کړې وي او یواځې خپلې تیوریکي او منطقي مطالب یې وړاندې کړي وي ، او داسې یې انګېرلې وي چې ګني دا د ماسوني قسم خلاف کار نه دی .

       « که چېرې هغه انځور چې کوپن البانسېلي کښلی دی موثق واوسي نو نه باید ونه ویل شي چې هغه د آخرالزمان د قیامت پېزندنې سره ډېر سمون لري » . ( ۲۰) . ( د قیامت پېژندنې علم – په عربي ورته علم الأخرویات وایي– د الهیاتو ، فلسفې او د راتلونکې پېژندنې یوه برخه ده . د بشریت د پای برخلیک په اړه د ادیانو لارښوونې او وړاند وینې دي . ټول کتاب لرونکي ادیان حکم کوي چې په پای کې به حق پر باطل او ښه پر بدو بریالي کېږي – ژ. )

       الکسې سیمونویچ شماکوف د یهودي نړیوال حکومت مطلب یو څه په بل ډول یاد کړی دی . نوموړی خپل د « پټ نړیوال حکومت » په نوم کتاب کې چې په کال ۱۹۱۲ کې له چاپ څخه وتلی دی داسې لیکي : « د فرانسې د ستر انقلاب راهیسې ، چې د یهودانو پېرزوینه وه ، د ځمکې کرې په دواړو نیمایي برخو کې داسې مذهبي ، سیاسي او ټولنیزې بدلونو نه راغلل چې علتونه یې اکثرأ پټ پاتې شوي دي .د پوښتنو وړ مسئلو په پوهېدو کې یواځې د دغو علتونو راسپړل مرسته کولی شي .اوس په مطلقه توګه دا ناشونې ده چې لاندېنیو مسئلو تر منځ فرق وشي : لاندې بهرنی تاریخ دی او پر سر ( سطح ) یې بل – د ځمکې لاندې

( د پټو سازمانو – ژ. ) تاریخ شتوالی لري . د دغه تاریخونو لیکوالان– یهودیت او فري ماسون دي چې د ډېرسخت دسپلین او استبدادي کنترول لاندې په دې شرط ساتل کېږي چې د غیر یهودیانو غوڅ اکثریت ورباندې شک ونه کړي .

       د انساني منطق د کمزورتیا له کبله لیدونکي څېزونه پر نه لیدونکي څېزونو باندې برتري پيدا کوي . د اسرائیل زوزات چې د زرګونو کلونو تجربو ښه هوښیار کړي دي له دغو انساني کمزوریو څخه په سیستماتیک ډول ګټه اخلي . آیا مونږ هره ورځ داسې څه نه وینو چې یهودیان د نورو ملتونو د قوانینو له څنګه تېرېږي خو د خپل پټ ځواک امرونه بې پوښتنې اجرا کوي . د دې ټولو برسېره مونږ نه غواړو چې پوه شو چې د یهودانو دغه شان کړنې د « پټ حکومت » منطقي نښه ده او نشي کېدای چې موجود ونه اوسي .

       له دې ټولو نه دا راڅرګندېږي چې د ټول یهود مرکزي ځواک فعالیت هیڅکله هم نه دی درېدلی بلکې برعکس تر همدا اوسه پورې یواځې په نه ستومانېدونکې او بې سارې توګه یې خپل طاقت ته پراختیا ورکړې ده . دغه حالت همدا اوس په ډېره قانع کوونکي توګه د لیدو وړ ده » . ( ۲۱ ) .

       له دې چې روسي څېړونکي الکسې سیمونویچ شماکوف د یهودانو پټ پلانونه رالوڅ کړي وو نو طبعي ده چې هغوی دی نه شو بښلی . یهودي بلشویکانو له هغه سره سخت چلند  کاوه « په روسیې کې د اکتوبر انقلاب نه څو ورځې ورسته یې د ګنده کیو په څاه کې په وحشیانه توګه ډوب کړ » . ( ۲۲ ) .

اخیست ځایونه :

لمړی – شوروي روسیه لمبر ۱۶۶. د ۲۰۰۴ کال د دسمبر ۳۰ .

دویم – ایګناتوف اې. اې   د روسیې لپاره د ګلوبلایزیشن د رهبرۍ ستراتیژي . نېزویسیمیه ګزته ۲۰۰۰ کال د سپتمبر اوومه اتم مخ .

دریم – کرساوین ال. پي . روسیه او یهودان . اس پي بي : ۱۹۹۳   ۴۰۷ مخ .

څلرم – همدلته   ۴۱۴ مخ .

پنځم او شپږم – د دویم لمبر اخیست ځای لیکوال او لیکنه

اووم – پلاتانوف او. ولې امریکا له منځه ځي ۳۸ مخ .

اتم – سیلیانینوف اې. یهودان په روسیه کې ام : ۱۹۹۵ . ۵۸ مخ.

نهم – پلاتانوف او. ولې امریکا له منځه ځي . ۴۳ مخ .

لسم –

Ouigley C. The Anglo American Establishment. From Rhodes tocliveden. N.Y.1981.P.357,358.

یوولسم – پلاتانوف او. ولې امریکا له منځه ځي ۴۵ مخ .

دولسم –   همدلته   ۷۲ مخ .

دیارلسم – همدلته ۵۳ مخ .

څورلسم –تیخمیروف ال. اې. د تاریخ مذهبي – فلسفي بنیادونه. ام : ماسکو، ۲۰۰۰ .

پنځلسم – شماکوف ال. سي . پټ نړیوال حکومت ۶۴۷ مخ .

شپاړسم – تیخمیروف ال.اې. د تاریخ مذهبي – فلسفي بنیادونه . ۳۶۸ ، ۳۶۹ مخونه .

اوولسم –

CopinAlbancelli. La conjuration julvecontre le monde Chretien. Paris, 1909.P.374.

اتلسم – تیخمیروف ال. اې. د تاریخ مذهبي – فلسفي بنیادونه . ۳۷۵- ۳۷۸ مخونه .

نولسم – ګریڅ ګې. د یهودانو تاریخ . ادیسه ۱۹۰۶ . ۵۷- ۵۸ مخونه .

شلم – تیخمیروف ال. اې . د تاریخ مذهبي – فلسفي بنیادونه . ۳۷۸ مخ .

یوویشتم – شماکوف اې. سي . نړیوال پټ حکومت ۴۵۷- ۴۵۸ مخونه .

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news