تنهایی

حصین

ش،حصین

تنهای

مانه څه پوښتې مرګیه 

چې شیبې دې ولې شمیرم

دا زخمي زخمي ژوندون مې،

چې امید ېې ستړی شوی،

دآرمان څانګې ېې ماتي

ګلان پاڼې پاڼې شوي،

دغوټیو په سرو شونډو

دخنداوو اثرنشته.

دا دمرګ رسۍ په غاړه،

له امیده را لویدلی

تک تنها ژوندون به څه کړم؟

ورته ګوره!

ورته ګوره!

چې دهیلو قافله ېې

دګمراه ساربان له لاسه

په څه ورکو لارو تللی.

څه به پايي

څه به پايي

په دې تورو تروږمو کې

په دې ورکو پردو لارو

په دې وچو سپیرو دښتو

چې لیوان پرې واکمني کړي

ګیدړان ېې زما په غوښو

له شغال سره سیالي کړي .

ای مرګیه !

راشه

راشه،

انتظار له مانه واخله

روح د غم په لمبو سوی

وچ هډوکي مې کړه خاورې

دغربت په هدیره کې.

لندن دسامبر۲۰۱۴کال

 

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news