د لطیف الله محسود تسلیمي، د افغانستان د ملي حاکمیت نقض

د لطیف الله محسود تسلیمي، د افغانستان د ملي حاکمیت نقض

13Latifullah Mahsod / 12 / 2014
د تیرې اونۍ څخه په افغاني رسنیو کې د لطیف الله محسود او یو شمیر نورو پاکستاني طالبانو د تسلیمي موضوع ډیره توده ده. مختلفي تبصرې جریان لري. زیاتره وایي چې امریکایانو ولې لطیف الله محسود پاکستاني مقاماتو ته تسلیم کړی، ولې ملي حاکمیت نقض شو ځکه لطیف الله محسود د افغانستان په خاوره کې نیول شوی وه، باید د افغانستان حکومت د لطیف الله محسود د سرنوشت په هکله پریکړه کړی واي.
تیره ورځ ولسي جرګي هم  ناري سورې وهلي چې د لطیف الله محسود په تسلیمي سره امریکایانو زموږ ملي حاکمیت ته درناوي و نه کړي.
زه د ټولو هیوادوالو او په ځانګړي توګه د روڼ اندو او کار پوهانو څخه څو پوښتنې لرم:
۱ـ ملي شورا د کوم دلیل له مخې ادعا لري چې افغانستان پر خپل ملي حاکمیت پریکړه کولای شی؟
۲ ـ ایا زموږ هیواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز استقلال لري چې موږ د ملي حاکمیت د نقض کولو دعوه لرو؟
په ۱۹۷۹ زکال د ډسمبر پر (۲۷) نیټه د پخواني شوروي اتحاد سري لښکري زموږ ویاړلي او مستقل هیواد اشغال کړي، خپل ګوډاګي، ببرک کارمل یي د واک پر ګدي کښینولو. لومړی وینا یي د دوشنبې راډیو څخه، افغان سر لوړي او ازاد ولس ته واوروله.
کله چې د کابل ښاریان د ډسمبر پر (۲۸) سهار د خوب څخه راپاڅیدل، تقریباً د (۱۴۰) کلنو مخکې پیښې یې ور په زړه شوي چې کیوناري او مکناټن، ګوډاګۍ شاه شجاع پر تخت کښینولو. د کابل ښاریان او حتي د خلق ډموکراټیک ګوند غړي حیران ول چې د کوم حق له مخي سري لښکري د افغانستان پاکې خاور ې ته راننوتلي دي. هر څه چې وو ولسونو د سرو لښکرو تاړاکونه، د مجاهدینو د واکمنۍ وحشوتونه او د طالبانو د قرون اوستایي نظام ظلمونه وزغمل.
د ۲۰۰۱ زکال د اکټوبر پر (۷) نیټه د افغانستان پر پاکه خاوره بل افت نازل شوو. د اشغال د نوم سره د ملل متحد لکۍ وتړل شوه خو په حقیقت کې امریکایي اشغال وه چې د افغانستان خلک یي په خپلو ظالمانه منګلو کې را ګیر کړل.
دیارلس کاله یي زموږ پر پاکه خاوره، کلیو او بانډو کې بمونه واورول، د شپې په تیاره کې افغاني میندې او ماشومان وژړول او د مرګ کندي ته یي ټیل وهل. پر ماشومانو او میندو یي اورونه بل کړل. د یوې کوچنۍ بیلګې په توګه د پنجوایي د (۱۷) تنو غمګینه حال افغان ولس هیرولای نه شي.
د نړیوالو ټولو موازینو پر خلاف یي زندانونه جوړ کړل، وژنې یي وکړلي، بندیان یي په بګرام، کندهار او ګوانتامانو کې وکړول او غیري انساني شکنجې یي ورکړي چې اوس یي اعتراف هم ور باندي وکړي.
بارک اوباما په سپنۍ سترګي د سیا جنایتونه پټوي او وعده ورکوي چې تر عدلي تعقیب لاندې نه نیول کیږي. (بارک اوباما غواړي د سی ای ای د شکنجو ورکولو واقعیتونه پټ کړي، لیکنه ولولئ).

ـ کله چې بهرني هیوادونه په یوه هیواد کې خپل زندانونه ولري، وژنې، شکنجې او نور غیري انساني کړنې د هغه هیواد د ولسونو سره کولای شي نو دا هیواد به څنګه سیاسي ازادي ودرلودلای شي؟
ـ د افغانستان د فضاء او مځکي کنترول د ناټو د پوځیانو په واک کې دي، که دا اشغال نه وی نو کوم نوم ورته کارولای شو؟
ـ د افغانستان ټول اقتصادي بنسټونه د امریکایانو او نورو بهرنیانو په ولکه کې دي، د ولسمشر څخه نیولي، د ملي شورا د غړو ، د دولتي مامورینو معاشونه او د پوځ ټولي اقتصادي او تجهیزاتي اړتیاوي د دوي لخوا تمویل کیږي، نو د کوم جرأت له مخي ملي شورا افغانستان ته د مستقل او ازاد هیواد نوم ورکوي؟
د دیارلس کلن اشغال په دوران کې لږ تر لږه پخواني ولسمشر، ښاغلي حامد کرزي خو ناري سوري وهلي چې زموږ په کلیو او بانډو کې بمباري مه کوي، ترهګر زموږ په کلیو کې نه شته. د ترهګرو ځالي معلومیدي، هلته ولاړ شي او ترهګر له مینځه یوسئ. د شپي پر عملیاتو یي هم په دومداره توګه نیوکې کولي او آن امنیتی تړون یي لاسلیک نه کړي.
ولسمشر ښاغلي اشرف غني او اجرایي ریس ښاغلي عبدالله عبدالله په بیړه امنیتي تړون لاسلیک کړي او افغانستان یي لږ تر لږه د اوږدې مودې له پاره د لوي ښامار په خوله کې ورکړي او د امریکایانو وحشتونو ته یي قانوني بڼه ورکړه. اوس نو ولې د امریکایانو څخه ګیله لري چې پرته د دوي د خبرتیا څخه یو یا بل څوک پاکستان ته تسلیموي، ځکه پورته دواړو مشرانو د افغانستان د خلکو لاسونه او پښې د امنیتي تړون په لاسلیک وتړلي.
ـ یو ځل واقعیت ته فکر وکړئ! په نړۍ کې داسې مستقل هیواد شته چې مشران یي د بهرني هیواد د سفارت لخوا ټاکل کیږي؟
ځواب یي نه دي خو ښاغلي اشرف غني او ښاغلي عبدالله د جان کیري په اشاره او د امریکا د سفارت سره په مکررو کتنو وټاکل شول. د خلکو وټونه او غوښتنې چې دوي دواړو ښاغلو او بهرنیانو د ډموکراسۍ د تمثیل په خاطر ویاړ ورباندې کولو، تر پښولاندې کړي او د امریکا په خوښه یي ناکام او کمزوری حکومت جوړ کړي چې د درو میاشتو په تیریدو سره هم د کابیني په معرفي کولو نه بریالي کیږي.
ټول هیواد او په ځانګړی توګه د هیواد پلازمینه په سره اور کې سوځي خو لا دواړه ښاغلي د ویش او غنیمت پر سره په شخړه بوخت دي. هر لوري کوښښ کوي چې د غوایي د لاندې زیاته برخه تر لاسه کړي. په رسنیو کې مې ولوستل چې ښاغلي عبدالله د خپل دفتر د خبرونو د خپرولو له پاره ځانګړی تلویزیوني کانال غواړي، د وسلوال پوځ د اعلی سر قومانداني د مقام له پاره نوبت غواړي او لږ تر لږه باید، (۷۰) تنه کارکونکي په خپل دفتر کې ولري.
د سولې راوستولو درواغجن تبلیغات:
ښه یي را په زړه کړي چې په تیره دیارلس کلنه دوره کې امریکایان او نور لویدیز هیوادونه په دوامداره توګه د سولې د پروسې په مخ کې خنډ وه. هغه طالب مشران چې د افغان حکومت سره یي د سولې راوستلو له پاره اړیکې ټینګې کړي وي، د پاکستان په زندانونو کې وکړول شول او یو شمیر ووژل شول. څرګنده بیلګه یي ملا برادر یادولای شو چې د سیا او پاکستان څارګرې ادارې په ګډه پریکړه زنداني شو. افغانستان چې هر څومره ناري ووهلي چې ملابرادر خوشي کړي چې د سولې راوستلو سره مرسته کوي خو تر ډیرو تلاښونو وروسته په نامه خوشي شو خو مړژواندي هم افغانستان ته تسلیم نه شوو. د لطیف الله محسود کیسه هم د تیرو پیښو ادامه ده.
امریکا ښه پوهیږي چې د ترهګري منبع پاکستان دي خو د دي پرځای چې غوږپیچي ورکړي په میلیاردو ډالرونو مرسته ورکوي تر څو جګړه په افغانستان کې توده وساتي او خپل حضور ته دوام ورکړي.
که د افغانستان د حکومت نور څه په وسه کې نه وي د خپل ولس د ژمې غم دی وخوري، امنیتي ځواکونه دي په درسته توګه منسجم کړي خو دا کار هم نه کوي. د اوسنې حکومت څخه د امید دروازې تړلی دي. دا حکومت د جان کیري په خوښه جوړ شوی دي، هغه به یي اداره کوي. ډار شته چې اوسنې کمزوری حکومت به هغه څه وکړي چې د انتظار څخه به لیري وي، خدای (ج) دي پر افغان ملت ورحمیږي

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news