د حقیق او بریالي نیمګړلید / میرویس

د حقیق او بریالي نیمګړلید

 میرویس

Tuesday, 24.09.2013, 10:50am (GMT)

د حقیق او بریالي نیمګړلید / میرویس

دا چي ځړیږي مخامخ درته په دار سرونه

په دې وطن کي بس همدغه وه دکار سرونه

وږي يې هسي هم غاصب همېشه وړي په زوره

کاشکي مو داځلي غنم وکړي دمار سرونه

(درویش درانی)

موږ افغانانو په سیاست اوسیاسي شننو کي هم افراط کوو که سیاسي کمیس اغوندو نو هم دومره تنګ واغوندو چي محور يې بیخي فامیلي – قومي او خپل ګټي وي ، زموږ دهیواد سیاسي تاریخ که خوږ دی او که کوږ ژوندي مثالونه يې موږ اوتاسو خپله یو دا چي دنورو دچینله سره ږغیږو راسئ خپلو کي سره کښینو او حساب وکړو . تیره ورځ په دعوت او بینوا وييپاڼو کي دوې لیکني د (عبدالولي بریالي او حقیق) په نوم خپرې سوي وې ، رښتیا په لوستلو يې قضاوت یو اړخیز راته ښکاره سو

زه د حقیق او بریالي صاحب دنظر څرګندولو ته درناوی کوم زغمم يې خو دومره باید ووایو کله چي په هیواد کي له یوه جنایته پرده پورته کیږي باید مترادفو او ورته جنایتونو لمني هم ورسره په څټ کي ووهل سي تر څو حقایق هر څه هیواد والو ته په داګه سي زما د دریځ اړوند باید ووایم چي په مقدساتو چي په یوه حزب کي هم شمولیت نه لرم او نه د کوم سیاسي خوځښت مدافع وکیل یم ، خو څه چي لیکو که د وخت او اسنادو له کمي بشپړ څه نه سو لیکلای ولي دقلم څوکه باید له ټولو اړونده  جنایتونو څخه ووهو.

که موږ د هالنډ له چینله (هغه چي دهاګ کاذبه نړیواله محکمه پکي شتون) لري خبریږو چي د خلق او پرچم په لاس (۵۰۰۰ تنو) دوژلو تور دی دا پرموږ مهربانه چینل د وزیر نوراحمد ، سلطان علي کشتمن،شهنواز تڼي ، سیدمحمد ګلاب زوی ،نبي اعظیمي اونورو تر څنګ د عبدالرب رسول سیاف نوم(هغه چي دخپلي ږیري تر ویښتانو يې ډیر وژلي ، دې ته ورته دمحقق ، عطامحمدنور وجنرال دوستم،حامدکرزی،خلیلي عبدالله عبدالله اونور ټیم او همدا ډول د ملامحمدعمر په سیاسي مذهب کي دوژنو لیست او بیا د اوباما په سیاسي اوبا  کي د شهیدانو لیست يې ولي هېر سوی؟ ، ځکه دوی(امریکا اومتحدین ) يې غواړي چي په داسي نیمګړو او ګمراه راپورونو خپل دجنایاتو ګراف راټیټ کړي او یا پرې کاذب سیوری وغوړوي هغه چي په افغانستان ، عراق ، سوریه ، مصر او نورو هیوادونو کي يې تر سره کړي او لا جریان لري .

په تاریخ کي سلیقه او احساسات دومره ارزښمن نه دي لکه حقایق او کله چي د تاریخ تعریف کوو هم سلیقه او احساسات پکي ځای نه لري او که بیا په سیاسي تاریخ کي یو څه کمه وو  اویا څه له خپلي خوښي سره ور زیاتوو زموږ په تیروتنو کي راځي اسناد به مونیمګړي خپاره کړي وي ، زه دمعافیت پلوی نه یم خو که حساب کیږي په  جنایت کي د ټولو ښکیل چیانو سره دي وسي او که موږ څه لیکو هم دټولو جنایتونو لمن باید پورته کړو ، تر څو دعادلانه نظام لار مو خپله کړې وي .

درنښت

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news