لکه چې زه هم زړه لرم

لکه چې زه هم زړه لرم

الحاج مولوي زین الله منلی

یو مهال مې د عربي ژبې د المنجد په نوم کتاب کې د اعلامو برخه کتله. یو ښکلی انځور مې په کې ولید چې د یو عاشق او یوې معشوقې تصویر و.

دا مین او مینه، سلیم نورالدین جهانګیر او مهرنسأ نور جهان وو.

زه د ښکلا پېژندنې ذوق نه لرم. زما پر هیچا مینه نه ده راغلې نو داسې ګڼم چې زه به هم د چا نه یم خوښ شوی. یوازې یوه د کوچنیتوب خاطره مې په زړه ده او هغه دا ده چې کله چې زه په ګرزېدو راغلی یم نو زما له خپلې مور سره مینه نه وه او هغې به هم زه کله کله ځورولم. زه په خپله ګناه نه پوهېدم چې ولې مې کله یو سوک، څپېړه وهي او کله راته وایي «ژر ځوانیمرګ شې!»

زه د ځوانیمرګ په مانا هم نه پوهېدلم خو چې د مور تروې ټنډې ته به مې وکتل نو له دې تروې ټنډې سره ملګرې وینا، «ژر ځوانیمرګ شې!»، به مې هم نه خوښېده او خواشینی به شوم.

همدا وه چې زه به دشپې له خپلې انۍ سره څملاستلم. له مور څخه مې کرکه کوله.

یوه ورځ، درې، درې نیم کلن به وم، خپلې انۍ ګودر ته له ځان سره بیولی وم. زما د انۍ همزولې یوه ښځه وه چې زما د انۍ نوم یې واخیست او ویې ویل: «د ښاپېرۍ لمسی تر هر څه پورې ښایسته دی!»

د دې ښځې له دې خبرې را ته داسې ښکاري چې زه به یې هغه مهال خوښ شوی وم، نور نه پوهېږم چې کله د چا خوښ شوی یم که نه؟

د ژمي مهال و. مور مې په کوټه کې اور بل کړی و. په دې وختونو کې هلکانو او نجونو ته چا تر اوه، اته کلنۍ پورې پرتوګ نه وراغوسته. یوازې یو اوږد خت یې درلود چې تر ښنګرو به رسېده. کله به چې کوم هلک ته مور او پلار پرتوګ وکړ نو دا هلک به په لومړیو وختونو کې، تر څو ورځو پورې، د پرتوګ په اغوستلو شرمېده او زړه به یې نه کېده چې پرتوګ واغوندي. په دې کې زه هم مستثنی نه وم، پرتوګ مې نه درلود.

مور مې د کوټې په منځ کې د پخلي له پاره اور بل کړی و. د غواوو موټی شوي وچ خوشایه یې په نغري کې ایښي ول. اور ښه په خوند بلېده. زما هم ساړه کېدل. لمن مې پر خپلو زنګنونو ورجګه کړې وه او ځان مې توداوه. په یو خوشایه کې یو وړوکی ګاټی و. چې خوشایه اور واخیست، ګاټی تود شو، د تمانچې په شان ټک یې وکړ، راغی، زما پر ورانه ونښټ او سخت یې وسولم. زما انۍ وویل چې د هغې ښځې دې انصاف روزي شي، دا هلک هغې له نظره کړی دی چې ویې ویل د ښاپېرۍ لمسی تر هر څه پورې ښکلی دی. دا دې د هغې نظر تاثیر وکړ او هلک وسو.

له دې استثنایي مورد څخه پرته به البته زه د چا نه یم خوښ شوی لکه چې زما هم څوک نه دي خوښ شوي. خو په المنجد کې د جهانګیر او نورجهان تصویر راباندې اغیز وکړ او اوس یې یادونه کوم.

وایي چې د جلال الدین اکبر د پاچاهۍ پر مهال به په اونۍ کې یوه ورځ ښځينه بازار جوړېده چې ښځو به په کې په خپل لاسونو رغول شوي شیان پېرل او پلورل. ښه تود بازار به و. مینا بازار یې باله.

سلیم جهانګیر هم هلک و. زړه یې وشو چې دې بازار ته ولاړ شي. دوه کوترې یې پیدا کړې. یوه یې په یوه لاس کې نیولې وه، بله یې په بل لاس کې نیولې وه. بازار ته روان شو.

چې بازار ته نژدی شو د ډېرو ښکلو ګلانو اډکۍ او پټکنکی یې ولید. د سلیم ورته زړه وشو، ویې غوښتل چې یو څو ښکلي ګلان راوشکوي. څرنګه چې د ده دواړه لاسونه په کوترو بند ول نو نه یې شو کولای چې ګلان راوشکوي. هلته یوه ډېره ښایسته، ښکلې نجلۍ ولاړه وه. سلیم ورته وویل: خورې ته زما کوترې ونیسه چې زه یو څو ګلان راوشکوم.

نجلۍ په دواړو لاسونو کې کوترې ونیولې او سلیم په ګلانو پسې پټي ته ورغی. چې ګلان یې راوشکول، بېرته نجلۍ ته راغی. ګوري چې له نجلۍ سره یوه کوتره ده او بله نه شته. سلیم نجلۍ ته وویل هغه بله کوتره دې څه کړه؟ نجلۍ ورته وویل چې هغه خو والوتله. سلیم ورته وویل چې څرنګه والوتله؟ نجلۍ خپل لاس جګ کړ، دا بله کوتره یې هم خوشې کړه اوویل چې داسې.

سلیم د نجلۍ په حرکت اغیزمن شو، ورته یې وویل : نوم دې څه دی او د چا لور یې؟

نجلۍ سلیم ته وویل چې نوم مې مهرنسأ دی، د واکمن د یو لوي پوځي میرزا غیاث لور یم.

سلیم نجلۍ ته وویل چې د لویانو او پوځیانو لوڼه خو زموږ مانۍ ته راځي، ته ولې نه راځې؟ ته خو ما تر اوسه پورې نه یې لیدلې.

نجلۍ وویل چې زما مور د واکمن ګړ ته ځي خو ما له ځان سره نه بیایي ځکه چې زموږ وګړي زما په څېر نجونو له کوره وتل ښه نه ګڼي، بې ادبي او سپين سترګي یې بولي.

سلیم ورته وویل چې زموږ کور، یانې د جلال الدین اکبر ګړ امن او خوندي ځای دی، تر دې وروسته له خپلې مور سره زموږ ګړ ته له نجونو سره راځه، ساعت به دې تېر وي او هېڅ ډار مه کوه.

تر دې وروسته، د سلیم د مور په غوښتنه، د مهرنسأ مور خپله لور هر وخت د واکمن ګړ ته بیوله او سلیم، چې زړه یې پرې بایللی و، هر وخت لیدله. د سلیم مور پوه شوه چې سلیم پر مهر نسأ مین دی خو نه جلال الدین اکبر په دې مینې خوښ و او نه د سلیم مور. واکمن میرزا غیاث ته وویل چې دا لور دې اوس پېغله ده، چا ته یې ورواده کړه. د سلیم مور هم د مهرنسأ مور ته امر وکړ چې لور مو پېغله ده د واده چاره یې وکړئ.

واکمن میرزا عبدالرحیم خان خانان د یوې سیمې د نیولو له پاره واستاوه. خان خانان طهماسپ قلي بېک، چې یو پیاوړی او اتل پوځي و، له ځان سره بوت. دوی چې له هغې سیمې څخه بېرته بریالي راستانه شول نو طهماسپ قلي بېک ته د ده د مېړانې په سبب د «شېرافګن» لقب ورکول شو.

واکمن او میرزا عبدالرحیم خان خانان، میرزا غیاث وهڅاوه چې خپله لور مهر نسأ شېرافګن ته ورواده کړي.

شېرافګن مهرنسأ واده کړه خو د دوی واده اوږد نه شو، شېرافګن مړ شو او مهر نسأ کونډه شوه.

څه مهال وروسته همدغه مهرنسأ د سلیم جهانګیر کور ته ولاړه او نور جهان شوه.

کوم تصویر چې ما د المنجد د اعلامو په برخه کې ولید او خوښ مې شو د همدغه سلیم شاه جهان او مهرنسأ نورجهان دی.

کابل – خیرخانه مېنه د د۱۳۹۲ د سنبلې ۲۰

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news