لوګر: بهرنیو ځواکونو ۵ ملکي وګړي شهیدان او ۵ نور ټپیان کړي دي

loger

لوګر: بهرنیو ځواکونو ۵ ملکي وګړي

 

شهیدان او ۵ نور ټپیان کړي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې۵مه ۱۳۹۳ل): د لوګر ولایت په بره‌کي برک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې د دوو کورنیو ۵ کسان شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه بمبار بېګا د شپې شاوخوا ۰۳:۳۰ بجې د بره‌کي برک ولسوالۍ په ابجوش سیمه کې په ملکي وګړو شوی.

د بره‌کي برک ولسوال انجنیر رحیم امین نن /جمعه، مرغومي۵مه/ منلې ده چې په دغه ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو بمباري کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د بمبارۍ له کبله ۵ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د بره‌‌کي برک ولسوال له قوله چې په دغه سیمه کې افغان ځواکونو بېګا شپه عملیات پیل کړي و او معلومه نه ده چې بمباري د افغان ځواکونو په غوښتنه شوې او یا په خپل سر بهرنیو ځواکونو کړې.

د لوګر ولایت سرپرست والي ویلي چې بهرنیو ځواکونو پر طالبانو بمبار کاوه خو هدف یې غلط کړی او پر ملکي وګړو یې بمونه غورځولي چې له کبله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بره‌کي برک ولسوالۍ د آبجوش سیمې اوسیدونکي احمدسهیل پژواک ته ویلي چې په بمبارۍ کې دوه منزله کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

بهرنیو ځواکونو تر دې مهاله ددغې بمبارۍ په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

د یادونې وړ ده چې د لیندۍ پر ۱۹مه بهرنیو ځواکونو د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د ښوونځي پر زده کوونکو بمبار وکړ چې له امله یې ۵ تنه متعلمین ووژل شول.

دغه متعلمین چې تازه دم له ښوونځي فارغ شوي وو، په یوه باغ کې درس ویلو او د کانکور لپاره یې تیاری کاوه.

د ګډحکومت دواړو مشرانو د سیاګرد د پېښې په څېر ددې خبر د خپریدو تر شېبې په لوګر کې د بهرنیانو د دغه خونړي بمبار په اړه نه څرګندونې کړي او نه یې هم غندلی دی.

شننونکي دغه بمبارونو د امریکا سره د شوي امنیتي تړون «تحفه» ګڼي

 

د ملي کنګرې د ګوند مشر، عبداللطیف پدرام افغانستان کې بهرنیان «ښکېلاکګر» بولي
د ملي کنګرې د ګوند مشر، عبداللطیف پدرام افغانستان کې بهرنیان «ښکېلاکګر» بولي

پدرام: د بهرنیانو له وتلو وروسته

طالبان واک ته رسېږي 

 

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومی، ۵مه، ۱۳۹۳): په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی او د ملي کنګرې ګوند مشر عبداللطیف پدرام په دې وروستیو کې یو ځل بیا د اشرف غني او عبدالله عبدالله پر ګډ حکومت او امریکایي رژیم سختې نیوکې کړې دي. پدرام د بهرنیانو له وتلو وروسته د افغان حکومت پر وړتیا شک څرګندوي او په خبره یې ښايي له سقوط سره مخ شي.

ښاغلي پدرام چې طلوع نیوز یوې خپرونې کې خبرې کولې وویل: «افغان حکومت دومره کمزوری دی چې نه شی کولای د بهرنیانو له وتلو وروسته د طالبانو د غورځنګ د بریدونو مخنیوی وکړي». د دې پوښتنې په ځواب کې چې پایله به څه شي، پدرام وايي: «حکومت به سقوط وکړي».

ډاکټر پدرام په زغرده وویل چې امریکایان ښکېلاکګر دي او د ملي یووالي ګډ حکومت د جان کېري لاسته راوړنه ده. ښاغلي پدرام وايي: «د امریکایانو په اشغالګر ګڼلو کې د طالبانو په ګډون له ټولو اسلامي خوځښتونو سره همنظره یم».

ښاغلی پدرام د «ترهګرۍ ضد» جګړې سره موافق نه دی. دی وايي دا جګړه د امریکایانو د ګټو ده. ترڅو یې چې ګټې په جګړه کې وي، دلته جګړه کوي او کله چې يې ګټې ایجاب کړي چې له سیمې ووځي، بې له ځنډه به وځي. د دې پوښتې په ځواب کې چې د «ترهګرۍ ضد» جګړې پایله به څه شي، پدرام وايي: «هېڅ، امریکایان اصلاً په دغسې یو څه باور نه لري. امریکایان درواغ وايي. امریکا په خپله د تروریزم یو صادروونکی هېواد دی».

عبداللطیف پدرام ډیموکراسي د امریکایانو په لاس کې حربه ګڼي: «د هانټنګټن په څېر امریکايي مفکرین شته چې وايي ډیموکراسي زموږ د ګټو له پاره یوه وسیله ده، چې چېرته مو په ګټه وي ترې کار اخلو».

ښاغلي پدرام د ګډ حکومت مشران «غلامان» ګڼي: «بې‌ له شکه چې دا دواړه مشران غلامان دي. جان کېري راغی او دا دواړه یې څنګ پر څنګ کښېنول او دا حکومت یې جوړ کړ».

پدرام د طالبانو په اړه وايي: «د طالبانو یوه زیاته برخه چې جنګېږي د دین او وطن په تړاو د خپلو باورونو پر مټ جګړه کوي». دا چې پدرام له طالبانو څه ډول تعریف لري وايي: «بې له شکه طالبان یو اسلامي خوځښت دی. موږ یو نص لرو چې قرآن کریم دی. زموږ مقدس آسماني کتاب. مګر کوم تفسیرونه چې موږ له دې نص څخه لرو، متفاوت دي. قرائتونه متفاوت دي. که موږ له دې نص څخه یوازې یو تفسیر درلود؛ نو دومره تفاسیر نه لیکل کېدل. یو له دغو تفسیرونو څخه طالبان دي. ډېر څرګند، طالبان یو دیني تفسیر دي. مثلا، یو تفسیر د ښاغلي محمد مرسي دی، یو تفسیر د ښاغلي شریعتي دی، یو تفسیر د ښاغلي سروش دی او یو تفسیر هم د ښاغلي ملا محمد عمر دی. دغه یو متن د ټولو په لاس کې دی او خپل خپل تفسیرونه ترې کوي».

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان «ترهګر» دي، پدرام وايي: «د ترهګرۍ بحث ډېر پراخ دی. ترور یعنې د وېرې خپرول، معنا يې همدا ده. مګر د تروریزم بحث ډېر لوی او پراخ دی.»

ښاغلی پدرام وايي دا چې امریکایان له افغانستانه وځي، دا یې ښايي له خپلو ګټو سره همغږې وي؛ خو د امریکایانو له وتلو وروسته دا کمزوری دولت نه شي کولای د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي او سقوط به وکړي.

عبداللطیف پدرام وايي چې د امریکایانو سیاست د کرزي، اشرف غني او عبدالله عبدالله په څېر کسانو له خبرو او دریځونو ډېر پورته دی. امریکایان دوی ته ډېر لږ ارزښت هم نه ورکوي.

له عبدللطیف پدرام څخه یې وپوښتل چې اوس د ولسي جرګې غړی دی او که طالبان وای ښايي افغانستان نه شوای راتلای: «دا په دې معنا نه ده چې موږ د طالبانو د حکومت پر مهال نه شوای کولای افغانستان ته راشو اوس چې هر جنایت کېږي موږ ته دې محترم وي. هغه مهال دې پر خپل ځای وڅېړل شي او دا جنایتونه دې پر ځای کې بررسي شي».

ښاغلی پدرام د هغو کسانو په اړه چې ولې لا هم له امریکایانو سره مرسته کوي وايي: «ځکه چې دوی امریکایان نه پېژني. او یا هم امریکایان ورته پیسې ورکوي او ګټې یې د امریکایانو له ګټو سره تړل شوي دي. دوی امریکایانو ته خدمت کوي. امریکایان موږ تر بل هر چا ښه پېژنو؛ مګر دا چې امریکایان ولې ځینې د خپلو ګټو له پاره غوره کوي، دا هغوی د خپلو فکري او اعتقادي تمایلاتو په پام کې نیولو سره انتخابوي».

پدرام د ګډ حکومت په تړاو فکر نه کوي چې کارونه دې تر دې بهتره شي. دی وايي بحران له لا پراخ شي. د ګډ حکومت دوه مشران نه شي کولای له یوه بل سره په ګډه کار وکړي.

د ښاغلي پدرام په باور د حل لاره د ټاکنو باطل اعلانول او د افغانستان له ټولو سیاسي بهیرونو جوړ یو لنډمهاله حکومت دی.

.

د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ نوي حکومت د خپلې ۵ کلنې دورې پر دوهمې ورځ له امریکا سره امنیتي تړون او له ناټو سره سوفا تړون لاسلیک کړ. ددغه تړون له مخې ټول امریکایانو ته په افغانستان کې قضايي مصوونیت (یعنی که جرم وکړي په افغانستان کې نه محاکمه کیږي) ورکړل شوی دی.

ولسي خلک وايي چې د ملکي وګړو په وژنه به بهرني ځواکونو یواځې بخښنه وغواړي او بس. د بره‌کي برک ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي محمدشفیع نن ټکی اسیا ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ له کبله په ولسي خلکو کې د غچ اخېستلو اور بل شوی دی. نوموړی زیاتوي چې «پښتون په هيڅ شرط خپل غچ چاته نه پریږدي پاتې لا امریکایان چې په وژلو یې ثواب هم ترلاسه کوي».

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news