هرات کې ۲۳۷۰ بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

H

د هرات کې ۲۳۷۰ بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

د

تېره ورځ په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر هم د دغو بندیانو د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د هرات په محبس کې د ۲۵ بندیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

د هرات سیمه يیز چارواکي وایي د هغو بندیانو شمېر چې په اعتصاب یې لاس پورې کړی، اوس ۲۳۷۰ تنو ته رسېدلی.

دغه بندیان وایي تر هغو چې له پلازمېنې کابل نه جګپوړي پلاوي د دوی غوښتنې نه وي اورېدلې، له اعتصابه به لاس وانه خلي.

په هرات کې زموږ همکار محمد قاضي زاده وايي، د هرات په زندان کې د بندیانو د اعتصاب له پیله اته ورځې تېرې شوې.

په پيل کې یوازې ۳۰۰ بندیانو اعتصاب کړی وو خو د دوی شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره زیات شو اوس اوس ۲۳۷۰ تنو ته رسېدلی.

د هرات سیمه يیزو چارواکو د ۲۵ بندیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

چارواکي وایي ۱۲ ناروغ بندیان د درملنې لپاره له ځینو بلاکونو ایستل شوي، خو بندیانو د دوو نورو بلاکونو دورازه د ناروغانو د لېږدولو لپاره نه ده پرانیستې.

دغه بندیان وایي تر هغو چې له کابله یو جګپوړی پلاوی د دوی د غوښتنو اورېدو لپاره ورنه شي له اعتصابه به لاس نه اخلي.

چارواکو پرون ویلي وو ډېر ژر به له پلازمېنې کابله یو پلاوی هرات ته راشي.

“د هرات سیمه يیز چارواکي وایي یوشمېر بندیانو درانه جرمونه کړي او د دوی د بښنې واک یوازې د افغانستان ولسمشر لري.”

چارواکو نن هم خپله دا ژمنه تکرار کړې او ویلي یې دي چې پلاوی به سبا راشي.

دغه بندیان ظاهراً ډېر شکایتونه لري، خو د ټولو بندیانو د خبرو ګډ ټکی دا دی چې دوی عدالت غواړي.

یوشمېر وایي باید له هغو فرمانونو له ګټې اخیستنې بې برخې نه شي چې د ولسمشر له خوا په مختلفو مناسبتونو د بندیانو د بښنې یا د سزا د کچې د کمولو په موخه صادرېږي، خو سیمه يیز چارواکي وایي یوشمېر بندیانو درانه جرمونه کړي او د دوی د بښنې واک یوازې د افغانستان ولسمشر لري.

تېره ورځ په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر هم د دغو بندیانو د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د نوموړی دفتر مشر ویلي که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښایي یوشمېر بندیان خپل ژوند له لاسه ورکړی

خبرځای بی بی سی پښتوخپرونه

یادونه: داسې ښکاري چې یواځې په هرات کې تر څلورو زرو زیات بندیان  شتون لري که  له دغو سره دکابل دپلچرخي په لسګونو زره بندیان ورزیات کړو او ورسره سم دقندهار،هلمند،پکتیا،ننګرهاراو بلخ ولایتونه دهیواد دلویو ولایتونو په توګه په پام کې ونیسونو دی ترخه واقعیت ته به ورسوچې همدا اوس دافغانستان دبیلابیلو اولسونوتر پنځوس زرو زیات بچیان دجیلخانو دتورو تمبو شاته شپې سبا کوي له همدغه عدد سره که دنږدې دیرسو وړو ولایتونو دجیلخانو بندیان جمع کړو او ورسره دبې شمیره پټو او ښکاره پردیو جیلخانو شاته پراته افغانان په نظرکې ونیسونودې واقعیت  ته به ورسو چې افغان اولس له مخې بندي دی. پردو او په پردو پورې تړلو خپلو به  تل داخبره کوله چې دطالبانو شمیر له څلورو یا پنځه زرو څخه زیات نه دی.که یواځي دتش په نامه ملي تلویزیون ورځني خبرونه وکتل شی په همدې ورستیوشپږو میاشتو کې تر څلورو زرو زیات ددوی په خبره طالبان  نړیوالو او کورنیوځواکونووژلي دي .دزخمیانو اونیول شوو شمیر خو بیا له دی نه هم اوړي. داخبره ددې واقعیت ښودونکې نه ده چې عام قتل اوعامه نیونه او زورونه تردې ځایه رسیدلې چېافغان اولس په کل کې په مرګ محکوم اوپه جیلخانو سر دی؟ په کوم رژیم کې دومره بندیان  په خپلو اوپردو جیلخانو کې پراته وو؟دکابل پردۍ واکمني فکر نه کوي چې تر هرڅه دمخه به همدا دلسګونو زروبندیانو پاڅونونه ددوی دپرديتوب،ناروا اوخونړۍ واکمنۍ ټغر ور ټول کړي.که نور څه نه وي دوی دې  د داکتر نجیب وروستۍ ورځې ور په یاد کړي    ،.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news