ای ټپي هیواده! د کومې بلا مخه ونیسو؟

kabul p

 

 

لیکوال ابراهیم نعیمي

نیټه: ۲۲ / ۱۲ / ۲۰۱۴ زکال

دوهمه او وروستۍ برخه:

ای ټپي هیواده!  د کومې بلا مخه ونیسو؟

۲ ـ پاکستان ته د نړۍ څخه د بنسټپالو راټولول بله وسیله وه چې د شوروي اتحاد او افغانستان پر ضد جګړه تنده کړي.
دا هغه افت دي چې د امریکا، سعودي عربستان او پاکستان د څارګرو ادارو په مټ پر نړۍ او افغانستان را ولویدي. په پورته برخه کې مې د امریکا د څارګرې ادارې د مشر، ویلیم کیسي او د پاکستان د څارګرې ادارې دمشر همږغي د نړۍ د بنسټګرو ګډون د افغانستان په جګړه کې یو کره سند وړاندې شو، هیره دي نه وي چې د بنسټګرو د راټولو له پاره د پاکستان د هغه وخت جمهور ریس، جنرال ضیاءالحق ډیرې هڅې وکړي.
د افغانستان تر جګړې مخکې بنسټپال ګروپونه په نړۍ کې پاشلي او کمزوري وه. یوازې د مصر د اخوان المسلمین شهرت زیات وو خو د مصر د وخت د حکومتونو لخوا سخت وځپل شوه چې نړیواله اغیزه او کشش یي ډیر کمزوري وه. د مصر د اخوان المسلمین په تشویق زموږ ګران هیواد ته په اویایمو کلکونو کې د غلام محمد نیازي، برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سیاف په واسطه د بنسټپالی نظریات را انتقال شول چې د (جوانان مسلمان) په نوم یي ډله جوړه کړه. زموږ هیواد د یادی شوی کوچنی ډلې څخه ډیرې ترخې خاطرې لري چې وروسته یي د سردار محمد داود د جمهوریت په وخت کې د پاکستان د څارګرې ادارې په لمن کې ځانونونه پناه کړل.
په لومړی برخه کې مې په پاکستان کې د امریکایي او پاکستاني څارګرو ادارو په نوښت د نړیوالو بنسټپالو د مرکزونو جوړول د کره اسنادو په لیکلو سره یاد کړل. امریکایانو د شوروي پر ضد په جګړه کې زیاته پاملرنه تندروو افراطي ډلو ته درلوده. د امریکا د رسنیو په حواله یي ډیرې مرستې په ترتیب سره، د ګلبدین حکمتیار په مشري حزب اسلامي، د ملا رباني په مشري جمعیت اسلامي او نورو ته ورکول کیدلي. البته د وژونکو وسلو ویش د پاکستان د څارګرې ادارې پر غاړه وو. سعودي عربستان هم په پاکستان کې د د یني زده کړو په پلمه زرګوني مدرسې جوړی کړي چې د دیني زده کړو تر څنګ یي د پوځي زده کړو مضمون هم درلودي.د بینوا دپاڼېڅخه د «مدرسې اودافغانستان ټیکاو» سرلیک لاندې د ډاکټر ثواب الدین مخکښ(۲۲ / ۱۲ / ۲۰۱۴)د لیکنې یوه کوچنې برخه وړاندې کوم: «په تیرو کلونو کې ځینې راپورونه  دمدرسو لپاره دسعودې عربستان بسپنې دهرکال په موده کې له دریو ترڅلورو بلیونو امریکایي ډالرو پورې ښیي.
دپاکستان دښوونیزو چارو داحصایې ادارې داکتوبر د۲۰۰۶ کال دراپور سره سم، په  پاکستان کې ۱۲۹۷۹  مدرسو دغې ادارې سره خپل مالومات شریک کړي دي .اوس خبره داده چې دپاکستان غوندې مخ په ودې هیوادکې چې ځپلی اودامریکا په مرستو ولاړ اقتصاد لرې دومره مدرسې څنګه کولی شي وړیا ، خوراک، څښاک، داوسیدو ځای، ښوونه اونظامي درسونه په سلګونو زروطالبانو ته وړاندې کړي»
برسیره پر دي د نورو هیوادونو بنسټپالو ته د افغانستان په دننه کې هم د مرکزونو جوړولو او فعالیت زمینه برابره شوه چې ښه بیلګه یي د القاعدي سازمان جوړول د اوساما بن لادن په مشري یادولای شو. د هیلری کلینټن د اعتراف له مخې د امریکا څارګرې ادارې القاعده زیږولي ده.
د شوروي اتحاد تر وتلو وروسته دغه بنسټپال د نړۍ ګوټ ګوټ ته ستانه شوه چې ځیني اساسي مرکزونه یي په  افغانستان کې پاته شوه. که خبره را لنډه کړم، د همدغو بنسټپالو په وسیله پاکستان او امریکا په افغانستان کې هغه ملي قوتونه چې په رښتیا یي د افغانستان د استقلال له پاره قرباني ورکول، وځپل خو امریکایانو خپل پخواني خوب د همدغو بنسټپالو په شتون سره چې په اسیا کې به خپل نفوذ غځوي د سپتمبر د (۱۱) نیټې په پیښه باندې بریالیتوب ته نژدي کړي.
امریکایانو او ملاتړو یي پر افغانستان برید وکړي او د ترهګري سره د مبارزې په پلمه تر همدا شیبې د افغان ولس په وژنه بوخت دي. کیدلای شي چې د ځینو پرمختګونو نومونه واخلم خو که په اوسنې افغانستان کې پرمختګونه وڅیړل شي، یو یي هم داسې نه دي چې زموږ اقتصاد په بنسټیزه توګه پر پښو ودروي او یا لږ تر لږه بشپړي شوي پروژي داسې کیفیت ولري چې زموږ د ولس د اوږدې مودې دردونه دوا کړي.
ښه بیلګه یي د امنیتي ارګانونو جوړول دي. زموږ اردو، پولیس او امنیتي اداره داسې وسلې نه لري چې د مخالفینو سره جګړه وکړای شي خو د اردو د تجهیز له پاره پر کاغذ میلیاردونه ډالره لګول شوي دي.
د پورته بی کیفیته مرستو په بدل کې زموږ استقلال واخیستۍ، غلامه او فاسده اداره یي جوړه کړه، په زرګونو افغانان یي ووژل، په لویه شمیره افغاني اجنټان یي وروزل… او خپل شتون یي د افغانستان په پاکه خاوره کې دایمي کړي چې خپلو اوږد مهاله ستراتیژیکو موخو ته ورسیږي.
تر ټولو خطرناکه میراث یي چې موږ ته پریښودي، په افغانستان کې د افراطیت یاني بنسټپالي د مرکزونو جوړول چې مهمې بیلګې یې ولولئ:
۱ ـ د کندوز په ولایت کې د اشرف المدارس مدرسې:«د اشرف المدارس مدرسې مشر مولوي عبدالخالق وايي ددغې مدرسې د جوړولو موخه د اسلام دین او تاریخ د بنسټ په اړه د نجونو پوهول دي. د اشرف المدارس مدرسه پر کندوز سربېره په بغلان او تخار ولایتونو کې هم څانګې لري او ټاکل شوې چې د افغانستان نهو نورو ولایتونو ته هم خپل فعالیتونه وغځوي.په کندوز ولایت کې د یوې مدرسې له خوا د سخت دریځۍ مفکورې خپرولو اندېښنې راپارولي او د ځوانو مېرمنو ترمنځ د بنسټګرۍ د خپرولو کیسې له ځان سره لري.
د بي بي سي د یوه څېړنیز راپور پر بنسټ په دغې مدرسې کې له سیاست سره ګډې دیني زده کړې ورکول کیږي چې د افغانستان له دودونو او فرهنګ سره همغاړې نه دي.
د دغې مدرسې زده کوونکي، راډیو، تلویزیون، عکس اخیستل، د ښوونکي، مور، نوي کال او د زېږدنې ورځو لمانځل او په بهر کې د ښځو کار کول حرام ګڼي.
دغه زده کوونکي د ښوونکي، مور، ښځې او نوي کال ورځو له لمانځلو سره مخالف دي. د دوی په ودونو کې موسیقي غږول، عکسونو اخیستل، د زېږدنې ورځې کیک پرې کول او دې ورته نور شیان منع دي، او په ګڼو برخو کې د کفر فتوا ورکوي.
د دغې مدرسې بنسټ څلور کاله وړاندې په کندز کې د مولوي عبدالخالق له خوا کېښودل شو چې دا مهال شپږ زره نجونې زده کړې پکې کوي. او ورځ په ورځ یې د زده کوونکو شمېر ډېریږي. چې لا تر اوسه د پوهنې له وزارت سره ثبت شوې هم نه ده.»
۲ ـ د شیخ اصف محسنې په مشرتوب د شیعه مسلمانانو مرکز(مدرسه خاتم النبین):
دا مرکز د شیخ اصف په نوښت جوړ شوی دي چې په څرګند ډول به د ایران د مادي کومک ملاتړ ور سره وي او د شیعه مسلمانانو د مذهبي عقاید په خپراوي کې لویه اغیزه لري. د شیخ اصف په نوښت د اهل تشیعه د احوالو قانون(احوال شخیصه شیعیان) وړاندې چې د ولسمشر تر توشیح وروسته د نړیوالو او افغانانو د سخت غبرګون سره مخامخ شو، چې وروسته یي لږ بدلون ور په کښې راوست. بیلګه یي په کابل کې د عاشورا د ورځې نمانځنه ده چې کابلیان فکر کوي چې په قوم او یا تهران کې اوسیږي.
۳ ـ په کابل کې د ‘ دعوت ‘ په نامه پوهنتون: «په کابل کې د پخوانيو مجاهدينو يوه مشر عبدالرب رسول سياف د دعوت په نامه د لوړو زده کړو يوه خصوصي تحصيلي موسسه پرانيسته .دغه جهادي مشر وايي چې د دغې موسسې په جوړلو سره غواړي چې ټولنه د ده په وينا مسلمان او ژمن محصلين وړاندې کړي». خو هیره دی نه وي چې سیاف د وهابیزم د خپریدو پیژندل شوي څیره ده.
۴ ـ د سعودي عربستان د نوي لوي مرکز جوړول:
د کابل د مرنجان په غونډۍ کې د دغه مرکز د جوړولو تړون په کابل کې د سعودي عربستان د حکومت د یو چارواکي او د مکتب احمدالراشد په نوم د یو سعودي ساختماني کمپنې د یو چارواکي له خوا لاسلیک شو.
د سعودی سفیر وویل چې د ملک عبدالغریز په نوم د دغه فرهنګي مرکز د سروې کار به تر راتلونکو څلورو میاشتو بشپړ شي او ساختماني چارې به یې د دوه زره شپاړسم کال ترپایه ترسره شي.
هغه وویل” سعودي عربستان هڅه کوي چې د سیمې په کچه یو ستر او نمونوي اسلامي مرکز په افغانستان کې جوړ کړي”
.ښاغلي نیازي وویل” دغه مرکز په اتلس زره نهه سوه مترمربع ساحه کې د مرنجان د غونډۍ دپاسه جوړیږي چې په سیمه کې به یې ساری نه وي”.
په دغه مرکز کې د عربي ژبې او قرآنکریم د زده کړو ترڅنګ د لس زرو لمونځ کونکو لپاره یو ستر جومات جوړیدل هم په پام کې نیول شوي دي.
د پورته مرکزونو یادونه څو محدودي بیلګې وي خو نور سازمانونه د پوهنتونونو او ډله ایزه توګه د بنسټاله عقایدو د خپراوي له پاره د افغانستان په ولایتونو او مرکز کې په فعالیت بوخت دي.
د رسنیو د معلوماتو او د افغاني ټولنې د اوسني حالت څخه څرګندیږي چې نوي ځوانان د افراط په کچه او یا لږ تر لږه د نورمال حالت څخه اضافه د بنسټپالو عقایدو سره مینه لري.
څو اونۍ مخکې یوه ښځه په ښار کې د ډیر عادي جامو په درلودلو چې پښې یي څه لوڅې وي، د افغاني رسنیو او فیسبوک د پاره توده موضوع شول. که موږ شپیتومو او اویایمو کلو ته نظر واچوو، د خلکو په افکارو کې ډیر زیات توپیر لیدل کیږي چې د همدغو تبلیغاتو اغیزې دي.
هیره دي نه وي چې د سعودي عربستان د اسلامي مرکز او د اهل تشیع مرکز به د ایران او سعودي د مخامخ ټکرونو د پاره زمینه برابره کړي. په راتلونکو څو کلونو کې به د بنسټالو عقایدو او مذهبي اختلافاتو د پراختیا شاهدان واوسو. زموږ هیواد امریکایی پوځونو اشغال کړي، اوس به د دوهم ځل له پاره د خطرناکو بنسټپالو د تجمع او د مذهبي اختلافونو د ټکر په مرکز بدل شي.
د روسیي ولسمشر پوتیین وایي چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د داعش ډله غواړي چې د افغانستان کوم ولایت تر ولکې لاندې راولي چې د روسیې اندیښنه یي هم پارولي ده.
د بلي خوا د کورنیو خبري رسنیو په حواله یوه ښځینه افراطي ډله چې د بم جوړولو مهارتونه لري، افغانستان ته راغلي چې په ولایتونو کې نورې ښځې وروزي. امنیتي ارګانونه یي د نیولو څخه پرته د هوایي مرستې عاجز دي.
د امریکایانو او نورو لویدیزوادارو په نوښت د ۱۹۷۹ زکال را وروسته د بنسټپالي د عقایدو پر پرخوالي کار جریان لري چې دولتي واګي هم تر لویه بریده همدا شیبه د جهادیانو (د پیسو راټولولو ډموکراټانو) په لاس کې دي.
د انجیلا پگاهی لنډ مطلب چې د فیسبوک پر پاڼه یي لیکلي دي، لوستلای شي چې زموږ د ولس د اندیښنو څرګنده بیلګه ده:
اشرف المدارس :؟!
پروسه ی جدید طالب سازی زنان و دختران جوان در این کشور بی صاحب !!!،در شمال کشور چه می گذرد ؟حضور شش هزار دختر دانش آموز در مدرسه های اسلامی،این مکاتب را کشور های عربستان و پاکستان و و …. تمویل می کنند ،این مدارس همانند مدارس دینی پاکستانی زنگِ خطر دیگری بر حوادث خونین بعدی ، امریکا و هم پیمانانش با همکاری مادی عربستان برای حفظ منافع شان بر ادامه ی جنگ ، خونریزی و تشنج دراین جا نقشه ها می کشند.هموطنانم ، ساده منگرید و از کنار این دسایس شوم بی تفاوت رد نشوید .
ترویج و پخش اندیشه های تندروانه ی اسلامی این شرارت پیشه گان آن هم در میان دختران جوان یعنی شستشوی مغزی مادران آینده ی این سرزمین جنگزده و فقیر ، خیلی نگران کننده و خیلی خطرناک است.
الله(ج) دي زموږ پر خوار ملت ورحمیږي.

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news