هرات: په ایران کې د وژل شویو افغان مېرمنو جسدونه راورسېدل

هرات: په ایران کې د وژل شویو افغان مېرمنو

جسدونه راورسېدل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن سهار له پنځوس کسیز پلاوي سره د هرات ولایت ته په سفر لاړ، هم مهاله ورسره د هغو دریو افغان مېرمنو جسدونه هم هرات را ورسېدل چې په ایران کې وژل شوې دي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې دې دریو تنو د ایران په اصفهان ولایت ژوند کاوه، چې د نا پېژاندو کسانو له خوا د چاقوګانو په واسطه وژل شوې دي.

د هرات ولایت د غوریان ولسوالي د امنیه قومنداني ویاند وايي چې دوی نن سهار جسدونه ترلاسه کړي دي، خو د دې افغان مېرمېنو د وژنې اړوند ایراني چارواکو څه نه دي ویلي.

د غلام سخي حسیني په قول وژل شوي یوه مېرمن او دوه نجونې دي چې خپلوانو ته يې جسدونه سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې هم په ایران کې افغان مهاجرو او کارګرو د ایران دولت له بد چلنده څوځلې شکایتونه کړي دي

Swazidana-s-s

پکتیکا: اربکیانو مدرسه او د استادانو کورونه

له لوټ وروسته سوځولي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالي کې د دې ولسوالي اربکیانو په یوه ځايي مدرسه برید وکړ او له لوټ وروسته يې دېوالونه ور ونړول.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې اربکیانو پرون سهار شاوخوا اوه بجې د ملي اردو او ملي پولیسو په ملګرتیا د یحی خېلو په ګوډلو کلي کې د نجم المدارس په نامه په مدرسه برید وکړ او ټول سامان يې ترې چور کړ.
د دوی په خبره اربکیانو ټول چور کړی سامان په رینجرو کې خپلو پوستو ته يووړ.

پر دې سربېره يې د یادې مدرسې د مهتمم او څلورو استادانو کورونه هم له لوټ وروسته ور سوځولي دي.

اربکیانو نه دي ویلي چې په یاده مدرسه يې ولې برید کړی دی، خو تر دې وړاندې هم په یاده لسوالي کې دیني علما ګواښل شوي او ګڼې مدرسې بندې شوې دي.

اربکیانو دمدرسې مهتمم مولوي محمد یعقوب اخندزاده ګواښلی چې سیمه به پرېږدي او د مدرسې د بیا پیل فکر باید ونه کړي.

نجم المدارس په پکتیکا کې یواځينۍ دیني مدرسه وه چې تر دریو سوو پورې طالبانو پکې لیلیه زده کړې کولې او د اهتمام ټولې چارې يې د سیمې د مخور عالم مولوي محمد یعقوب اخندزاده پر غاړه وي.

تر دې وړاندې هم اربکیانو په سیمه کې وتلی عالم مولوي رازمحمد د سیمې پرېښودو ته اړ کړ،پر دې سربېره په سیمه کې پاتې د مسجدونو امامان هم د اربکیانو له ورځنۍ تالاشۍ او کور پلټنې خلاص نه دي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې څو ورځې وړاندې یحی خېلو ولسوالي ته څېرمه په زواکه کلي کې هم د اومنې ولسوالي اربکیانو د سراجیه په نامه د کلي مشهوره مدرسه وتړله.

دېوالونه يې ور ونړول او د مدرسې مهمتم مولوي حبیب الله يې له سیمې وتلو ته اړ کړ.

د اومنې ولسوالي د اربکیانو قومندان عید محمد په مدرسه کې اوه کلن طالبان هم په ډبولو له مدرسې وویستل او د مدرسې د حفظ استاد قاري بازمحمد يې له وهلو وروسته له سیمې وشاړه.

پکتیکا ته د نوي والي په ورتګ خلک هیله من دي، چې دوی به د اربکیانو له شره وژغورل شي، خو تر اوسه داسې څه نه لیدل کېږي، چې د دیني مراکزو او ولسي وګړو تمې دې پوره کړي.

.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news