اروپا د امریکا د هرې خبرې په منلو کې « سرې کرښې » ته رسېدلې

اروپا د امریکا د هرې خبرې په منلو کې «

سرې کرښې » ته رسېدلې

د اروپا د اقتصاد لوېدل – د امریکا متحدو ایالتونو د سترو جیوپولیتیکي غوښتنو د عملي کېدا د تاوانونو یوازې یو اړخ دی. په اروپا کې د امریکا متحدین دغه تاوان، پر مسکو د واشنګټن د اقتصادي فشار د پایلو په بڼه احساسوي. دغه خبره نامتو امریکایي ژورنالست پاتریک سمیت د The Fiscal Nimes د مجلې لپاره په خپله چمتو کړې مقاله کې کړې ده.

پاتریک سمیت په خپله مقاله کې زیاتوي: د روبل د اسعاري ارزښت پر ښورېدون د بندیزونو اغېز بیخي په ډاګه دی، خو د همدې په څنګ کې په روسیه کې د حالاتو په وړاندې د نورو نړیوالو اسعاري یویزونو ځوابیه غبرګون هم زیات نه اټکل کېدونکی شوی. د ساري په توګه د یورو په وړاندې د پولنډ د زلوتی اسعاري ارزښت د وروستیو ۱۵ کالونو تر ټولو ټيټې کچې ته رالوېدلی، په بېله روسیه کې د هېواد د مرکزي بانک د پور ورکولو بانکي ګټه دوه ځله زیاته شوې، د هند، ترکیې، د جنوبي افریقا جمهوریت او د نورو اقتصادي پرمختلونکو هېوادونو اسعاري یویزونه هم له ستونځو سره مخامخ شوي.

امریکایی ژورنالست په خپله مقاله کې زیاتوي: پر دې باندې پوهېدل کومې ژورې مسلکي اقتصادي پوهې ته اړتیا نه لري، چې دغه ټولې پایلې د روسیې پر اقتصاد باندې د واشنګټن د ګوزار کولو هڅو راپیدا کړي دي. په کریمیا کې پر پانګونو د اروپایي اتحاد بندیز لګول هم د امریکا متحدو ایالتونو په غوښتنه وشول. خو د همدې په څنګ کې د اروپایي مشرانو له خولې د دغو خبرو اورېدل هم زیات شوي، چې دغه بندیزونه نه یوازې په خپله اروپا ته هم زیانونه اړوي، بلکې په واقعیت کې بې ګټې هم دي، ځکه چې د خړپړتیا کمولو ته نه، بلکې د روسیې د اقتصاد پر ضد متوجه دي.

امریکایی ژورنالست پاتریک سمیت د خپلې مقالې په پای کې زیاتوي: په اروپایي اتحاد کې همدا اوس په ډلو ویشل کېدل پيل شوي. د روسیې فدراسیون پرضد د امریکا متحدو ایالتونو د سیاست په وړاندې د اروپایي سیاستوالو د غبرګون د ټول طیف په پام کې نېولو سره ویلای شو، چې اروپا د ولسمشر برک اوباما د سیاست په منلو کې خپلې « سرې کرښې » ته رسېدلې ده.
بشپړ لوستل: http://pashto.ruvr.ru/news/2014_12_28/281763393/

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news