کونړ: د دانګام جګړه لاهم په شدت روانه ده؛ طالبان د دولت ادعاوې بې بنسټه بولي

kuner

کونړ: د دانګام جګړه لاهم په شدت روانه ده 

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): تر دوو اونیو ډېر وخت کېږي چې د کونړ د دانګام ولسوالي په مربوطاتو کې د طالبانو، اربکیانو او عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده.

طالبان وايي چې لا يې هم ملګري په لوړ مورال جنګېږي او د دولت له لوري د ور اوښتیو تلفاتو او د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو د موجودیت ادعاوې یواځې پروپاګند بولي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې وايي چې دولت ځکه ورته پروپاګند کوي، چې خپله رسوايي او ماتې پرې پټه کړي:«موږ دا ډول افواهات خپرول يا د مجاهدينو د درنو تلفاتو غلط خبرونه ورکول، د دښمن د پروپاګند هغه برخې بولو چې غواړي خپله ماتې او رسوايي ورسره جبران کړي.»

دوی پخپله خبرپاڼه کې د قول اردو د هغه قومندان خبر را اخیستیې چې څو ورځې وړاندې يې پخپله د اته څلوېښت عسکرو د مرګ ـ ژوبلې خبره کوله او د طالبان له قوله نن بیا «منکر» و او خپل تلفات يې ډېر کم ښوودل: «په سیمه کې د دښمن د قول اردو قومندان چې څو ورځې وړاندې يې په خپله اعتراف کړی وو چې په دغه جګړه کې يي تر ۴۰ پورې افراد وژل شوي او ټپيان دي، نن بیا منکر وو او دخپلو تلفاتو شميره يي ايله ۶تنه مړه او څو نور ټپيان بلل، په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د ۲۳ تنو عسکرو او اربکیانو مړي د سیميزو سپين ږيرو په وسیله ورته وسپارل شول.»

تېره ورځ د کونړ والي شجاع الملک جلاله په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی له طالبانو نه کارکوړ، ایوب بانډ، کڅۍ او څو نورو کلي نیولي دي، خو طالبان د دوی دا ادعا نه مني او وايي چې دولتي عسکر د اربکیانو په شمول تر ولسوالۍ نشي ور وتولی: «دښمن هيڅ پرمختګ نه لري او دا شپاړسمه ورځ ده چې د ولسوالۍ د مرکز په شل مترې کې له پریمان عسکرو او تجهيزاتو سره وارخطا ولاړ دي.»

سره له دې چې وړاندې تر دې د کونړسیمه ییزو چارواکو او لوړپوړو دولتي مسوولینو ویل چې د طالبانو په لیکو کې بهرنيان هم ورسره شته، خو طالبان دا خبره نه مني او وايي چې دا د «ښمن» د کلونو دروغجنه دعوه ده.

مجاهد وايي چې مقابل لوری غواړي، د خپلې رسوايي او ماتې د پټولو لپاره د دوی په خبره له امریکايي بادرانو نه د بمبار تمه وکړي، خو په داسې حال کې چې طالب هوايي ځواک نه لري، او په خبره يې ولس يې تر شا ولاړ دی.

نوموړی وايي چې دوی لا هم د ولسوالي په لور روان دي او ګام پر ګام ورنږدې کېږي: «موږ په سیمه کې د دښمن ټولې ادعاوې په کلکه ردوو، زموږ په مجاهدين په خورا عالی مورال له ټولو نیول شوو سیمو څخه دفاع کوي او هلته ټول زموږ خپل مجاهدين فعالیت کوي، د بهرنيو شتون د دښمن د کلونو دروغجنه ادعاده. مجاهدین هڅه کوي

چې ګام په ګام د ولسوالۍ د مرکز په لور پرمخ لاړ شي او په نیول شوو سیمو کې امنیت ټينګ کړي

Sangin-helmand

طالبانو هلمند کې د اردو پنځلس عسکر وژلي او دوه پوستې يې نیولې

 

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو تېره شپه د هلمند په سنګین کې د ملي اردو په دوو پوستو برید کړی دی چې په درې ساعته جګړه کې يې دوه پوستې تر واک لاندې کړې دي.

طالبانو تېره شپه شاوخوا درې بجې د سنګین ولسوالي بازار ته څېرمه په مجید چوک کې د ملي اردو په پوستو بریدونه پیل کړل، چې د دوی په خبره پنځلس عسکر يې وژلي او نور په تېښته بریالي شوي دي.

طالبانو په خپره کړې خبر پاڼه کې ويلي، چې دوی د خیبر عملیاتو په لړ کې تېره شپه د سنګین بازار ته څېرمه دوه پوستې بشپړه خالي کړي او د وژل شويو عسکرو جسدونه اوس هم په سمیه کې پراته دي.

قاري محمد یوسف احمدي وايي چې په درې ساعته جګړه کې يې دوه پوستې نیولې، پنځلس د اردو عسکر يې وژلي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې له دې پوستو نه ګڼ مهمات هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

خبر پاڼه کاږي: «د دښمن ۳ ثقیلان ، یوشل ډزی ، شل زره د ثقیل او شل ډزي مرمۍ ، دېرش پیره د راکټ مرمۍ او نورمهمات مجاهدینو غنیمت کړل.»

دا په داسې حال کې دی چې د هېواد په ختیځ کونړ کې لا هم جګړه په شدت روانه ده او د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی ګام پر ګام دانګام ولسوالي ته ور نږدې کېږي.

دولتي مسوولینو د سنګین د جګړې اړوند څه نه دي ویلي، تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له رسنیو وغوښتل چې د طالبانو خبر سانسور کړي او په خبره يې دغه سانسور به د هغوی په خپرونو ډېره بده اغېزه وکړي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news