پاکستان په خپل لګولي اور کې سوځي

  

لیکوال ابراهیم نعیمي

نیټه: ۲۹ / ۱۲ / ۲۰۱۴ زکال

 

پاکستان په خپل

لګولي اور

کې سوځي

 

لومړی برخه:

د پاکستان اوسنیو حالاتو ته په کتنه اړینه یي ګڼم چې د پاکستان مخکنۍ حالت ته ځغلنده کتنه وکړم چې د پاکستان واکدارانو په کومو نیرنګونو او چلونو باندې غوښتل د افغانستان په سوځلو ،پاکستان په سیمه کې په یو غښتلي ځواک بدل کړي.
په لیکنه کې په لویه کچه د پاکستاني مشهور ژورنالیست او لیکوال د (پاکستان د کړنګ په غاړه) کتاب څخه ګټه اخلم او هم به کورنیو او نړیوالو رسنیو ته سره ور ایسته کړم تر څو وکولای شم چې د پاکستان واقعي انځور تر یوې کچې ترسیم کړلای شم.
کله چې پاکستان په ۱۹۴۷ زکال کې د انګریز په مرسته د محمدعلي جناح تر مشرتوب لاندې جوړ شو، په پیل کې یي د پښتنی سیمو سره دښمنی پیل کړه. تر جناح وروسته څو ځله ملکي حکومتونه ړنګ او پوځیانو واک تر لاسه کړي. تر ټولو خطرناک او بسټپال پوځي، جنرال ضیاء الحق چې د افغانستان په تړاو یي ډیره جفا وکړه او د نړۍ د بنسټپالو ځاله یي په پاکستان کې په لوی واک بدله کړه ، را په ګوته کولای شوو. په زرګونو مدرسې یې جوړی کړي. د نوموړي موخه دا وه چې د هندوستان پر ضد ځان غښتلۍ او افغانستان کې اور د همیش له پاره لګیدلي وساتي تر څو د ډیورینډ کرښه په رسمیت ور باندې وپیژنې او افغانان داسې حکومت ولري چې پاکستان ته اسانه وې چې په خلاص لاس واکداري ورباندې وچلولای شي. د ضیاءالحق د شیطانیو دغه ډک سیاست نوموړي په هغه اور کې لولپه کړي چې خپله یی لګولي وه. تر ضیاءالحق وروسته د پاکستان د پوځي او ملکي حکومتونو نوم لړ:
بی نظیر بوټو، لومړي ځل: ۱۹۸۸ ـ ۱۹۹۰ دوهم ځل:۱۹۹۳ ـ ۱۹۹۶
نواز شریف، لومړی ځل: ۱۹۹۰ ـ ۱۹۹۳ دوهم ځل: ۱۹۹۷ ـ ۱۹۹۹
او دریم ځل: ۲۰۱۴ ـ …
پرویز مشرف، پوځي حکومت: ۱۹۹۹ ـ ۲۰۰۸
اصف علی زرداري: ۲۰۰۸ ـ ۲۰۱۳
تر ۲۰۱۳ زکال پنځه ځلي ملکي حکومتونه جوړ شول خو پالیسي ته ډیر بدلون ور نه کړاي شوای او یا یي ونه غوښتل چې په ځانګړی توګه د افغانستان په تړاو په خپله پالیسي کې بدلون رامینځته کړي. حتی بی نظیربوټو د طالبانو د مور لقب تر لاسه کړي.
بهرنی اوکورني سیاست پوهان ډیره پړه دپاکستان پر پوځ او څارګرې ادارې ورغور ځوي. د موضوع د لا روښاتیا له پاره ستاسو پام د مشهور پاکستاني ژورنالیست او لیکوال احمد رشید د (پاکستان د کړنګ پر غاړه) کتاب څخه څو مهمو ټکو ته راګرځوم [1] :
« پاکستان د ستونزو یوه اوږده سلسله لري چې په ځینو کې یې مستقیماً پوځ داخل دی. دوی له افغاني طالبانو سره خپلې پټې مرستې یا کاملاً نه مني یایې پټې ساتي او په دي ډول نه غواړي له طالبانو سره خپلې مرستې بندې کړي.» (ص، ۳۸)
د پاکستان بله لویه اندیښنه د هندوستان د لورې څخه ده. دا چې هند د افغانستان سره د پخوا څخه ښې اړیکې پالی او نفوذ یي په افغانستان کې پرمختګ کوي، نو د پاکستان غوصه څو برابره  زیاتیږي. د پاکستان او هندوستان تر مینځ د کشمیر کشاله د افغانستان او پاکستان د ډیورینډ د کرښې د شخړې په څیر ده چې د انګریزانو د استعماري حکومت پاتي شوني دي چې ګاونډیان کشالي ولري خو انګریزان یي د مینځګړې رول ولوبوي.
«د پاکستان پوځ د پاکستان ملت د هندوستان پر وړاندې په دفاع کې ډیر حساس تعریفوي او په دې مانا چې دوی هندوستان ته د دایمي دښمن په سترګه ګوري. سیاسي مشرانو هم تر اوسه د پوځ د دې عمل پر وړاندې کوم جدي غبرګون نه دی ښودلی. دوی پخپلو غبرګونونو کې تر اوسه له هندوستان سره د دښمني پر ځای کومه بله سالمه پالیسي نه ده وړاندې کړې لکه د ښه ګاونډیتوب پالیسي، د اسلامي ترهګرۍ له منځه وړلو پالیسي، د اقتصادي پرمختګ پالیسي او یا د تعلیمي کچې د لوړولو پالیسي.»
 (پاکستان د کړنګ پر غاړه، ص،۴۱»
د پاکستان د پوځیانو پالیسې په لویه کچه د ترهګرو ملاتړ اود هغوي په مرسته خپلو موخو ته رسیدل دي. دوي هر وخت هڅه کړی ده چې د ترهګریزو بریدو په مټ په هندوستان او افغانستان کې پراخې لاسوهنې وکړي. په افغانستان کې د دغو فغالیتونو بیلګې هره ورځ په سترګو وینو چې زموږ په زرګونو بیګناه انسانان له مینځه وړي.
په هند کې د پاکستان په نیغه مرسته د ترهګریزو فعالیتونو یوه بیلګه ولولۍ: « په هندوستان کې د بمبی په مشهور هوټل، تاج محل کې د ۲۰۰۸ زکال د نوامبر په ۲۶ نیټه ترهګریز برید تر سره شوو چې مسولیت یي په پاکستان کې د لشکری الطیبه وسلوالي ډلې پرغاړه درلودي، د ترهګرو په ګډون (۱۶۴) تنه ووژل شول چې وروسته د پاکستان حکومت هم ومنل چې د پیښې تر شاه لشکر الطیبه وه.»
د پاکستان هر پوځي او ملکي حکومت چې رامینځته شوی دي، همدغه پالیسي مخته وړي. د بی نظیر بوټو پلار او په خپله بی نظیرې هم په دغو لوبو کې پراخ ګډون درلود چې وروسته همدغو ترهګرو  بینظیر بوټو په لمبو کې وسوځل.
ستاسو پام د ISI د پخواني مشر، جنرال حمید ګل د نوي مرکې اړوندې برخې ته چې ټوله مرکه په پاڼه کې خپره شوي ده، را اړوم:
« په ۱۹۷۴ ز کې ،چې په پنجشېر کې پاڅون پيل شوو ؛ نو هغه مهال جنرال نصير الله بابر د سرحد ايالت ( خيبر پختونخوا ) د سرحدي ځواکونو مشر وو . حکمتيار ، رباني ، احمد شاه مسعود او نور ډېر کسان ؛ خو لومړی همده ته راتلل ! د دې جنګونو پيل بوټو صيب کړی او بيا طالبان ،چې پيدا شول ؛ نو دا کوم چا ويل ،چې هغوی زموږ زامن دي …او دا خبره هم د پيپلز ګوند غړي جنرال نصير الله بابر کړې وه… .
زموږ پوځ مستقيمآ هلته عمليات نه کول ؛ بلکې دا زما د ای ايس ای کسان وو ،چې هلته يې خلکو ته روزنه ورکوله ، زه خپله هم دوه ځله هلته ( افغانستان ) تللی يم ، زما دواړه زامن هم په جهاد کې شامل وو».
د پورت بیان څخه هم څرګنده ښکاري چې پاکستان د بنسټپالو عقاید د خپریدو مرکز دي او هڅه یي همدا ده چې د بنسټپالو په مرسته نړیوالي شخړې په خپله ګټه حل کړي. دا چې پاکستان تر کومې کچې په دی لار کې بریالي دي، په بله برخه کې به وڅیړل شي. نور بیا

[1] ـ پاکستان د کړنګ پر غاړه، لیکوال: احمد رشید. ژباړن:ډاکټرفیض محمد ځلاند، موند خپرندوي ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۱ لیږدیز ـ لمریز کال

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news