دحزب اسلامي او جمعیت اسلامي نوی اتحاد

abd

دحزب اسلامي او جمعیت اسلامي نوی اتحاد

تاند- عبد الله عبدالله، چې غواړي ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي، په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې نن مازدیګر حزب اسلامي او جمعیت اسلامي انتخاباتي موافقه لاسلیک کړه.
د دواړو خواوو ترمنځ له شوې موافقې سره سم به عبدالله عبدالله د اسلامي جمعیت ګوند له لوري د ولسمشرۍ چوکۍ ته کاندیدېږي، لومړی مرستیال به یې د حزب اسلامي له لوري انجنیر محمد خان وي.
انجنیر محمد خان په حزب او خلکو کې چندان پېژندل شوی کس نه دی.
په دې توګه عبدالهادي ارغندیوال، چې پخوا د عبدالله عبدالله لوري د لومړي مرستیال په توګه اعلان شوی و، له مرستیالۍ تېر شوی دی.
ویل شوي چې موافقه د دواړو ګوندونو د پلاوو له لوري لاسلیک شوې ده.
دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې عبدالله عبدالله د خپل ملي ايتلاف له لوري په انتخاباتو کې ګډون اعلان کړی و. د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق مخکې تر مخکې تثبیت شوی دی. د محقق مرستیالي هم عبدالله او هم محقق تایید کړې ده.
نن د دواړو خواوو د موافقې د لاسلیکولو په مهال د حزب اسلامي په مشرۍ عبدالهادي ارغندیوال او د جمعیت اسلامي په مشرۍ صلاح الدین رباني او دغه راز د بلخ والي عطا محمد نور حاضر ول.
د انجنیر محمد خان د لومړۍ مرستیالۍ پر سر د حزب او جمعیت د موافقې په پای کې دعا
دا په داسي حال کې ده چې د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار د قطب الدین هلال کاندیدیدا او انتخاباتي هلې ځلې د نوموړي شخصي کار بللی او له حزب اسلامي سره یې بې ارتباطه بللي دي.
د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي او صلاح الدین رباني په مشرۍ د عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د کاندیدولو موافقه څو ساعته وروسته له دې لاسلیک شوه چې ډاکتر اشرف غني احمدزي اعلان وکړ چې ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news