هلمندیان وايي ‘ذوالفقار’ عملیاتو له دوی هرڅه واخیستل

هلمندیان وايي ‘ذوالفقار’ عملیاتو

له دوی هرڅه واخیستل

  • BBC
د ذوالفقار په نوم دغه عملیات، د افغان ځواکونو د وړتياوو د ازمايښت لومړنۍ هڅه ده، ځکه د عملیاتو پلان او پلي کول ټول د افغان پوځ له خوا ترسره کېږي.

د افغانستان سوېلي هلمند په شمالي سیمه کې ولسي خلک وايي، د “ذوالفقار” په نوم د افغان پوځ له خوا د پیل شویو عملیاتو تر ټولو لوی زیان دوی ګالي.

په سیمه کې د ځمکني ماینونو شتون د افغان ځواکونو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه بلل کیږي؛ ځکه چې د عملیاتو له پیله تر دې دمه کوم پاموړ پرمختګ نه ترسترګو کېږي.

د ذوالفقار په نوم دغه عملیات، د افغان ځواکونو د وړتياوو د ازمايښت لومړنۍ هڅه ده، ځکه د عملیاتو پلان او پلي کول ټول د افغان پوځ له خوا ترسره کېږي.

کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، سیمې ته د خبریالانو تګ له خطره خالي نه دي، زه لومړني خبریال وم چې د عملیات له پیله دغه سیمې ته راغلی یم.

سنګین ولسوالۍ ته پر غځېدلي ۵۰ کیلومتره لاره په ماینونو الوځول شوي پلونه او پلچکونه، سوځول شوي او په ماینونو د ویجاړو شويو پوځې ګاډو اسکلیټونه، د هاوان په ګولیو وران شوي کورونه دا هر څه د درنې جګړې ښکاره انځور درکوي.

سیمه کې ګام پر ګام ځمکني ماینونه تر ټولو ستر ګواښ دی؛ ځکه نو د افغان پوځیانو لسګونه زغره وال ګاډي د جګړې په ساحه کې د پاخه سړک پر سر ولاړ دي.
د پاخه سړک څنډو کې د افغان ځواکونو لوی لوی پوځې ماشینونه د کورونو او باغونو په ورانولو بوخت دي

د هلمند په دغه شمالي ولسوالیو کې له تېرو دوو اوونيو راهیسې د وسله والو ځپلو په موخه افغان ځواکونو پراخ پوځي عملیات پیل کړي‎.

د ذوالفقار په نوم دغو پوځي عملیاتو کې د پلیو ځواکونو ترڅنګ افغان هوایي ځواکونو هم برخه اخیستې. په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د څارګرو الوتکو غږ هم تر غوږو کیږي چې ډېر کله د مالوماتو لپاره کارول کېږي.

سیمه کې ګام پر ګام ځمکني ماینونه تر ټولو ستر ګواښ دی؛ ځکه نو د افغان پوځیانو لسګونه زغره وال ګاډي د جګړې په ساحه کې د پاخه سړک پر سر ولاړ دي.

دوه ساعته اوربند

جګړه کراره شوې، د سیمې خلک وایي، د جګړې دواړو لوریو د دوو ساعتونو لپاره اوربند اعلان کړي، چې ولسي خلک د جګړې له ساحې خوندي سیمو ته ولاړ شي.

په سیمه کې روانې درنې جګړي او ځمکنيو ماینونو د برېښنا شرکت کارکوونکو پر وړاندې ستر خنډ جوړ کړی.

د پاخه سړک څنډو کې د افغان ځواکونو لوی لوی پوځي ماشینونه د کورونو او باغونو په ورانولو بوخت دي، د سیمې خلک وایي امنیتي ځواکونو ورته ویلي، ځکه دا کار کوي چې وسله وال له دغې سیمې ورباندې بریدونه کوي.

د سنګین یو اوسېدونکی وایي: “له تېرو څو میاشتو راهیسې دلته جګړه روانه ده اوس دغه ټولې سیمې له خلکو تشې شوې، ځکه د جګړې لوری مالوم نه دی. حکومت زموږ او زموږ د دوستانو کورونه راچپه کړل”.

په سیمه کې امنیتي ځواکونه وایي، وسله وال د ولسي خلکو کورونه د سپر په توګه کاروي او له هغه ځایه پر دوې بریدونه کوي.

وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې پیل شوي عملیات به میاشتې میاشتې وخت ونیسي، ځکه وسله وال په کلیو کې او افغان ځواکونه د پاخه سړک پرسر نښلېدلي او خاص پرمختګ نه ترسترګو کېږي.

خلک وایي “دلته روغتون نشته. یوازې د ایمرجنسي روغتون یوه څانګه په جګړه کې ټپیان شوي ولسي خلک تر مرکز لښکرګاه پورې رسوي. د عملیاتو ټول زیان ولسي خلکو ته رسېدلی”.

تلفات

له تېرو لسو ورځو راهیسې په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو په موخه د افغان ځواکونو پیل شويو پوځي عملیاتو د کجکي برېښنا له فابریکې کندهار او لښکرګاه ته د برېښنا لېږد درولی.

د عملیاتو له پیله د جګړې دواړو لورو ته هم زیانونه اوښتي، خو دواړې غاړې یې له رسنیو پټ ساتي.

په سیمه کې پر موټرسایکل ګرځبندیز دی، خو د هغو کسانو موټرسایکلونه سوځول شوي چې له دغه امر یې سرغړاوی کړی.

دا لومړی ځل دی چې د ذوالفقار په نامه دغه پوځي عملیات د افغان حکومت له خوا پلان او پلي کېږي.

خو ښایي افغان حکومت یوازې د عملیاتو پر پوځي اړخ کار کړی وي، ځکه د ولسي ملاتړ خپلولو لپاره هېڅ هم نه ترسترګو کېږي.

د پاخه سړک څنډو کې د افغان ځواکونو لوی لوی پوځې ماشینونه د کورونو او باغونو په ورانولو بوخت دي، د سیمې خلک وایي امنیتي ځواکونو ورته ویلي، ځکه دا کار کوي چې وسله وال له دغې سیمې ورباندې بریدونه کوي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news