کوچۍ دمحمد عیان عیان دلنډ کیسو ټولګه

Ayan

 

 

کو چـــــــــــــــــۍ


دلنډوکیسوټولګـــــــــــــــه

 

 

 

 

 

 

 

 

محمدعیان عیان

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دکتاب نوم : کوچـــۍ

لیــــکوال : محمدعیان عیان

خپرندویه :

چاپشمیر :

ددویم چاپ کال  : ۱۳۹۳

دلومړني چاپ کال : ۱۳۶۴

 

 

نوم لړ :

 صادق مامور 

زورورخان

جوارګر

کوچۍ

دخان بیګار

ـدپیسوارمان

تلیفوني

 ملنګ بابا

دشهیداکرامیه

څوکیدار

 دواده په هیله

 داورښت په کال

 کشتۍ

 پاسنی کاکا     

 دسپیره کلي جشن

 

 

 

 


                               صادق مامور

دلیکلوکال یې : ۱۳۴۴

دپلا ریې لیکل نه ووزده ،خوځینې اسان کتابونه یې لوستلای شول . دسواد(زده کړې) سره یې ډيره زیاته علاقه درلودله. دهمده دزیاربرکت وچې زوي یې پوره باسواده(لوستی)اود یوې حکومتي چوکۍ خاوندشو.په ډیرومنډوترړویې زوي په یوه رسمي دفترکې دکاتب په حیث مقررکړ. که څه هم په خپله نیمه باسواده و،خوتل به یې پردۍ دهقانۍ کولې اوشپږ اووه تنه کورنۍ یې دخپلومټوپه زورساتله .

  څه ځوګه بوګه چې ورسره وه هغه یې دزوي په مقررۍ ولګوله اولږڅه پیسې نورې لا پسې قرضدار ی هم شو. په کاتب صیب باندې دده دمقررۍ پيسې پورې وې اودهرې میاشتې په اخیر کې به یې ویل چې که خیروي په دې میاشت کې به خپل پورخلا صوم. دی لا په دې سوچونوکې وچې پلار یې په لویه تبه پریوت .                                     زاړه غښتلي بزګرتر ډیرې مودې ځان بیداربیدارکاوه ،خو دلویې تبې زلزلې دده دهډوکوبرجونه ولړزول اوپه کټ کې دبیهوشۍ حالت ته ورسیدو.زوي یې مجبورشودکلي ډاکترته چې پخوایې دخان دجومات امامت په غاړه ؤاودامامت نه مخکې یې دوکانداري کوله ،ورشي اودخپل ناروغه پلارد حال نه یې خبرکړي .

  ډاکترچې خبرشواول خوخوشاله و،مګرچې دده نیستۍ ته یې وکتل نوپښه نیولی غوندې شو. ځکه چې : «دنوروبه دنورڅه سره فکروي ،خودوږي به دډوډۍ دټپاسره».

  ده ته دافکرورولویده چې کاتب سره خوزمااجوره نه بودیږي اوکه دمیاشتې تراخیره ورته صبروکړم ،داهم ګران کاردی. ډاکترصیب دده له پورونونه ښه خبرؤ.

  ډاکتر: درسره لاړبه شوخو…خویې وکړه اونوره خبره یې بنده کړه .

  کاتب: یره ډاکترصیب ستاشوکرانه که هررقم وي دچانه به یې قرض واخلم،خوتابه بې څه نه پریدم.

  شپې ورځې تیرې شوې ،خودبزګرناروغې ورپسې اوږده شوه. دملا هډوکویې پوستکي واړول اود ضرورت درفعه کولودپاره یې ورته کټ سوری کړ. دمخ هډوکي پوټکي یې یوشان شول اوپه پوزه کې یې دغڼوجالکي جوړشول . دکلي شاوخواخلک تپوس اوپوښتنې ته هم نه ورتلل. دهغوی سره دا ویره و رسره وه چې نه ویل کیږي دلویې تبې بوی واخلي اوناروغه شي. که کوم سړی به یې پوښتنې ته ورغی نوچې دبزګرکوټې ته به یې سرقدرې ورښکاره هم کړ،یومرداربوی اووږم به یې په سپیږمو ورننوت .

  په کاتب باندې چې ځینوخلکوبه ورته دمیرزاصیب غږکاوه ، دومره پورواوښتوچې نوره یې دوعا کوله چې یا یې خدای پلا رروغ کړي اوکه نه رغیږي نو…. زړه یې تنګ شواود شپوشپوبې خوبیودده دمخ کرده هم بدله کړه .

  هغه وخت چې دکلک بزګردژوندانه ونه دلویې تبې توپان له بیخه وایستله اودښخیدومراسم یې سرته ورسیدل نودزوي په زړه کې یې دژوندتروروستۍ سلګۍ پورې یوه بې جوړې خاطره پاتې شوه .دغه نه هیریدونکې خاطره یې داوه چې دپلا ردغسل دورکولوپه وخت کې ورنه ټول خپل خپلوان پټ شول. هیڅوک دې ته نه حاضریدل چې«مړی»ولمبوي.ځکه چې هغوی دمرض له بوی نه ځانونه ساتل .

  کاتب که څه هم دپلا رپه خیرات،سخات،کفن اوناروغۍ کې ترسراوپښوپه قرضونوکې ډوب و،خو نوریې داوسپنې په بټۍ کې هم شپې ورځې تیرولی شوې .«له اووژرندونه ووت »اولکه«د یتیم غوندې په ډیروژړاګانوکې کلک شو».

  میرزاصیب اوس دکاله سرپرست واوشپه اوورځ به په دې فکرکې وچې څنګه به ځان دنیستۍ اوغریبۍ له بلانه خلاص کړي .

  دیوې میاشتې تنخابه یې بلې ته نه رسیدله اودقرضونوپیټی ورته له یوې ورځې نه بلې ته درنیدو.هغه پیسې چې ده د  پلا ردمړینې په وخت کې له یوه ډیرغټ سودخورنه راوړې وې ، دده ملا یې چورلټه ماته کړې وه اوسودخورخان په هره میاشت کې ترې علا وه دپانګې ،له سودنه سودهم اخیستو. دخدای مهرباني وه دمیرزاصیب دکاتبۍ له دولس کلنې دورې نه وروسته یې سرکاتبي په نصیب شوه .

  سرکاتب صیب لا هماغسې دقرضونوپه دریاب کې غوپه  لاهوواودژوندانه له خوشالیواوسوکالیونه بې برخې ګرځیدو .

  په سرکاتیبۍ کې هم دده په ژوندکې کوم بدلون رانغی ، خویره دکاتب نوم یې په سرکاتب بدل شو. سرکاتب صیب چې به دکوم لاروي سره مخامخ شونوسمدستي به یې ترې دنرخ اونوا پوښتنه کوله . د پوښتنې په مقابل کې چې به یې دده داوسیدو دځای دغلې دقیمت سره دیوډول دنرخ ځواب واوریدونو سربه یې وخوځاوه اووبه یې ویل : یره ددنیا سراوسوریوشان دی .هرچیرته یوحال دی اوټول خلک د قیمتۍ اوقحطۍ نه درپه دردي .

  که څه هم دسرکاتب لا سونه اوپښې دقرضونوپه ځنځیر تړلې وې اودده دعمردلنډیدولامل و،خوبیاهم په دې به یې زړه ښه کاوه چې ځه خویواځې زه نه یم چې په دې مرض اخته یم . زه خولا دومره ښه یم چې دوه درې ټنګې معاش اخلم اویوڅه ساه موپې ساتلې ده .

  لیکین زمونږ دنورکلي خلک چې دیوه سرنه بیسواده(انپړه ـ نالوستي)اودیوې شانزداپولۍ مزدوري ورته هم نه پیداکیږي، زماپه شان ورباندې دسختیواوقرضونوغرونه پراته دي . دلوغوبل په وخت ورته لږوډیر،کړپه کړوپه کاروي ،خوچې درمندونه واخیستل شي نوبیایې په کاله شپه نه تیریږي.ځي چیرې په خواریوغریبیوپسې ورک وي . دعیال دنفقې اود سودیانودپورونودپیسوګټلودپاره په نوروځایونوکې په درنو درنوپیټواوبوجوچلولودزړونوغوښې تویوي .

  دتقدیرکارونوته ګوره چې سرکاتیب صیب سره بخت ملګرتیاوکړه اودسرکاتیبۍ ددورې په وروستي وخت کې ،یوکال دمني په سربارانونه شروع شول .دکلي ټولو خلکودللمي ځمکوپه کرلوپیل وکړ.ده هم هغه پټي چې دپلا ر دلاسونودتڼاکومحصول یې ؤ، وکرل . داکال تراخیره باراني واودسرکاتب ځمکې داسې حاصل وکړچې دپلا رپه ژوندیې هم نه ولیدلی .

  دغلې ډیره برخه ورنه سودخوروددرمنده په سرپه ډیره ارزانه بیه واخیستله اوځانونه یې په ده باندې له خپلو قرضونونه بیغمه کړل . له دغه تالا ن نه په پاتې غنمویې اکثره پخواني قرضونه هم خلا ص کړه اودهغوپیسوله سر اوسودنه یې  ولي سپک شول چې ده پې دللمې دځمکې دپاره تخمونه اخیستلي وو.  اوږې یې دپخوانوپورونونه لږې سپکې شوې نواوس اوس یواځې دخپل کورغاړه غوټه او بندوبست ورپه غاړه و. سترګې یې وغړیدې اودشپې ترناوخته به یې خدای ته زارۍ اونفلونه کول . دا چې پلا ریې دپردیوپیسوپه کفن کې ښخ شوی واوایله اوس یې له پورنه خلا ص شو، ډیرډیرشوکرونه یې ایستل .

  دپاک الله مهرباني وه له څوارلسوکالوسرکاتیبۍ اودولسو کالوکاتیبۍ نه وروسته داسې وخت هم راغی چې دمړه بزګر دزوي دلږلوړماموریت چوکۍ په برخه شوه .

  مامورصیب اوس په یوه داسې څانګه کې مقررشوچې هلته دخارج مالونه راشي نوددې څانګې ټول ماموران اومدیران یې له نظرنه تیروي . دوی ورباندې امضأکوي اووروسته له هغې بازارته وړاندې کیږي . له سوداګرنه به لومړی ددې دفترمامورینوخپل جبونه ډک کړل بیا به نودتجارانووارراغی اود  اخیستونکوله روپونه به یې صندوقونه کیمنډل .

  دبزګرزوي چې تردې وخته بیلکل درشوت اخیستونه نا خبره واوهم یې په داسې دفترونو کې کارکړی وچې هلته نه درشوت شرایط برابروواونه یې نوم نشان و، دخپل ماموریت په دویمه ورځ ددفتر په ملګروپوه شو. په لومړي سرکې یې ورباندې ډیربدتاثیروکړاوتراندازې زیات بې حوصلې شو،خو چې دامتل ورپه یادشوچې : «بزبه پای خود وګوسفندبه پای خود»یعنې چې دهرچادعمل ګناه خپله ده (قصاب مړه وزه له خپلې پښې ځوړندوي اومړپسه له  خپلې پښې )،نوزړه یې ښه شو.دځان سره یې وویل چې:« دهرچا قبرځانته ځانته دی».مامورصیب ته رشوت اخستل،غلاکول، زنا،قتل، سود اوځینې نورنارواکارونه یورنګ ښکاریدل .

  دی لاهغه وخت درشوت په ضررپوه شوی وچې دیوه ریالیست لیکوال د اثارواوداستانونوسره اشنا شوی ؤ. لیکوال دژوند واقعیت لکه څنګه چې وهماغه رنګ په خپلواثاروکې ځای کړی و. هغه دټولو هغو شیانوچې دټولنې په ګټه وو ستاینه کړې وه اوواقعیت په کې ترسیم شوی و،خو دجامعې ضررناک چینجي اوطفیلي یې غندلي وو. مامورهره ورځ دنورومامورینواومدیرانووضعیت ته په ځیرځیرکتل او ددوی دلوټونوقودې چې درشوت په ډول به یې اخیستلې ترنظرتیر یدې . دوه درې ورځې وروسته د دفترمامورینودده برخه هم وکړه اویوه ګیډۍ لوټونه یې وروړاندې کړل ، خودبزګرزوي «صادق مامور»په دې بیلمازه اوبوځان ناولی نه کړ.

  دوه هفتې لا نورې هم تیرې شوې ،خومامورله خپل عزم نه وانه وښت اوددې څانګې مامورین ټول ورته حیران شول چې داڅنګه سړی دی ؟ دالا راته څه بلا پیداشوه ؟

  دمامورینوترمینځ رازشریک واوهرچاته به یې دخپلې رتبې په اندازه برخه ورکوله . په صادق ماموریې ډیروس او خواري وکړه ،خوموفق  نه شول چې هغه دې نارواپيسوته لاس اوږدکړي. ده ویل چې:«پیسې دلاسونوخیری دی نن به وي اوسبابه نه وي ولې سپیڅلی وجدان دااجازه نه راکوي چې…» .

  ټولوپه ګډه سره ددې کاردبندوبست دپاره ملا وتړله . دوی ارزودرلوده چې کله اوپه څه چل به دا جاکړوهلې مرغۍ د بدبختۍ په دام کې راګیره کړي .

  دماموریت دوظیفې دمقرریدوپه شپاړسمه ورځ ،مامور صیب له یونیم ساعت مزل نه ستړې وړې چې په ګونجې تندي یې له کمزورۍ نه خولې ډنډوې،دفترته راننوت .

  دپپخې(قره قلي)ویښتان یې رژیدلي وواویودازادوپيڅو سولیدلی پتلون چې دځنګانه سترګې ته نژدې یې دوه درې ځایه پیوندي ټوټې اچولې وې،اغوستلی و.

  دسورنګې زړې کورتۍ چې په زاړه موډیې جیبونه په پاسنۍ خوا ګنډل شوي وو،کوزنۍ تڼۍ ورڅخه رایله شوې وه اوپه یوه تارپورې ځنګیدله . دسپین کمیس چپه ګردن(دکمیس غاړه) یې ددوبي خولوښه پوره خیرن کړی و. دمخ هډوکي یې نیغ نیغ راوتلي وواوپوستکی یې ګونجې شوی و. دخولې مخکیني غاښونه یې په نصواروتک زیړوو . دسرڅڼې یې او دمخ نیغوهډوکوته نژدې خواوې یې سپینوویښتانو پټې کړې وې.په غوږونوکې یې له ډیر نري والي څخه رڼا ښکاره کیدله.ډیرعمرورباندې نه وتیرشوی ،خودژوندسختوتاړاکونو ورله سراوږیره دواړه سپین کړي وو. دوچ کلک مخ ګڼه او ځګه ږیره یې ښه پاکه خروله .

  دفترته له راننوتونه وروسته چې کله په چوکۍ کیناستونو په خپل سورخیرن شان دوسمال یې دمخ اوتندي خولې وچې کړې اوپه دې وخت کې یوه سخت ټوخي ونیو . که دیوې خوانه یې په خړاچکو (بلغمو)کې وینې معلومیدې خوله مخ نه یې هم داسې ښکاریدل چې دکوم غټ مرض مکروب په کې ښې ځالې جوړې کړې دي . وروسته له هغې چې ټوخی یې ودریدونوپه  لاندې شونډې پاتې خړاچکی یې په خپل خیرن دوسمال پاک کړ.

  له تشناب نه چې بیرته راغې نودیوې غټې خیټې خاوندچې قره قلي یې په سروه اودسپین کتان جامې یې لږې خیرنې غوندې معلومیدې اورنګۍ تارتارږیره یې ببره شوې وه ،د دووخیټورومامورانوترڅنګه ناست واوله دوی سره یې د پسپسکوپه حال ولید.

  کله چې دی راننوت نودده ددفترمامورانواوناشناسړي چې دظاهري لباس نه دسوداګرپه شان ښکار یدو، ځانونه ناګاره اوچوپ شول .مامورصیب چې په خپله چوکۍ کیناستونوله ګریدلي اوبېرنګه بوټ څخه یې خولې شوې پښه چې سورۍ جورابه یې هم لمده کړې وه راوویسته اودمیز په لاندې لرګې یې پونده چې له جورابې نه را وتلې وه ، نیغه ودروله .

  له پښونه یې دبوی وږم راپورته کیدو ،خودده ترڅنګه ناشناسړی چې په خپله یې ددې شیانو مراعت نه کاوه اوپه میاشتومیاشتوبه یې پښې نه مینځلې،په سره دوبي یې دژمي ګرمې جورابې په پښوکړې وې،په دې بوی نه پوهیدو. ده لا سانه وه ایستلې چې رییس یې راننوت . دی حیران شوچې رییس خو کله زمونږدفترته نه دی راغلی ،داڅنګه یې لار غلطه کړې ده ؟

  ده ته نېژدې ماموررییس ته سترګه ووهله ، دواړه دسترګې په اشاره پوه شول چې کارشوی دی . مخکې له دې چې رییس دچاسره روغبړوکړي سمدلاسه دده میزته رانیژدې شو . دده دمیزرواق یې را کش کړاودلوټونوشنه قوده یې ترې راوویسته .صادق مامورحیران شو،غوښتل یې چې څه ووایي ، خورییس یې په خوله کې خبره وچه کړه اوپه ډیره ترخه لهجه یې ورته وویل :

  دوه درې ورځې دې لا نه دي تیرې شوې اودواره دې په بډوخوړلولا س پورې کړ.

ایمان نه لرې ؟

وجدان نه لرې ؟

نه شرمیږې ؟

آیادادغلا ځای دی ؟

اوس دلته ځان مړوې ؟

صیبه ، دلته صداقت دی صداقت .

دلته مونږبډې خواره نه پریږدو .

ته ګوره چې دې غریب به داپیسې له کومه اوپه څه خوارۍ پیداکړې وي . ته ظالم دې ته نه ګورې چې دچالا س اوپښې به پې خوږشوې وي اواوس پې ته مفته خیټه ډکوې .

  مونږخوڅه ړانده نه یو. مونږرشوتخواره ډیرژرپیژنو.

  صادق ماموردوارخطایي نه څه نه ویل او ژامې یې کلکې پلکې کلي ونښتې .

  رییس صیب له خولې نه سپین ځګونه شیندل اوپه قارقار لګیا وچې په دې وخت کې دوه پولیسان راننوتل . داسې معلومیدل چې مخکې په مصلحت سره راوستل شوي وو .

  پولیسودصادق مامورلاسونوته«ولچکونه»واچول اوددفترنه یې بهرته په کشولوکشولووویست، خود دروازې په خوله کې یې دومره قدرې وویل :

  زه بډې خورنه یم ،لیکین داخبره ده چې : « ستااوستادرشو تخوروملګروسره په رازکې شریــــــک هم نه یم» .  

 

«پای»

  زورورخان

دلیکلونیټه یې : ۱۳۴۳

 دخان کندل خان نوکرانوداکبرخان کاکا نه نژدی و چې په راښکلوراښکلوترې کمیس وباسي او په ملا باندې یې ورله سرې تغمې ودرولې وې .اکبرخان کاکایواځې دومره وویل : «حق مې هم خپل اووهل هم ورباندې خورم».

  کندل خان ته خودپلا رنه هیڅ نه ووپاتې، خوده داسې نوکې ټینګې کړې وې اوهرې خواته یې لوڅې پوڅې کولې چې: که په کوم ډیرلرې ځای کې به میښې سوټه وکړه نوده به دواره خپل دهقان ته امر کاوه چې زرشه هلکه دلسوافغانیو سره(پارو)ده،ډیران ته یې ورسوه!

  هغه دپیسو په راټولولوډیرښه پوهیدواودخلکونه دځمکودلا ندې کیدوپه هکله ډیرپه زړه پورې چلونه ورسره وو.

  کندل خان لا ځلمی وچې دخپلې ټولې نژدې علا قې ځمکې دده په شرعي اوقانوني قواله کې په ده پسې ثبت اوولیکل شوې. په دې سیمه کې یې دخپلې کروندې دخاوندنوم ورک کړ.ښکته پورته کلي کورونه،ځمکې جوماتونه،غرونه،شړې، لارې،ادیرې اوحتاسیندیې هم په شرعي قواله په نصیب شو.

یوتکړه،له ونې لنډ،غنم رنګې ځلمی چې پلارپې ګل مرجان نوم ایښودلی و،خواوس په مرجان باندې مشهورو،دخان دآس په مخ کې به یې منډې وهلې . کله چې به خان دیوځای نه بل ځای ته تلونوده ته به یې امرکاوه چې:مرجانیه دکوراودهقانۍ

کارپریږده اوزماسره فلا ني ځای ته لاړشه! لس دولس مزدو ران خوبه نورهم ورسره ملګري وومګرمرجانی یې سر باری واودده داس په مخکې به یې منډې وهلې. دی بایددخان

داس سره یوځای هغه کلي ته ورسیږي .

  خان هیڅکله هم ده ته نه ووویلي چې ځه خوته یوڅودقیقې مخکې روان شه ؛ بلکې دځان سره به یې دخپل تازي سپي سره یوځای ځغلا وه .دخان په نزدخودده سپی یې سل ځلې د دهقانانوپه پرتله قدرمن و. ځکه هغه نعمتونه چې دخان تازي اوجنګي سپوخوړل،دهقانانویې کله په خوب کې هم نه وو لیدلي .

  په دې ټوله علا قه کې چې به دچاښځه ،خور،اویاکومه بله خپلوانه توره اوبدنامه شوه نودخان کره به راتښتیدله اوچې د  ده دربارته به راننوته،بس دخپله واکه به شوه . دخپل میړه، پلا ر،موراوورونووس هم ورباندې نه بریدو. په ازادانه ډول  به یې منګي ډکول،سبوله به تله اوپه نوروګرځیدوراګرځیدو کې به هم دخپله سره وه . نن سبا دولس تنه دغه رنګه ښځې دخان په کلا کې جمعه شوې وې. کله کله به لا ددې نه هم ډیرې وې . ددوی واک دخان و،که په کورکې به یې ساتلې اوکه په کوم ځای کې به یې خرڅولې.کله کله به داسې هم پیښیدل چې خان ته به کوم دهقان ډیرخواریکښ غوندې ښکاره شونوددې دپاره چې دده سره تل پاتې اوچرته بل ځای ته ونه تښتي نوددغوبدنامواوتوروښځونه به یې یوه ورته په نکاح کړه.له نوکرۍ اودهقانۍ نه به نورهم ده ته ورنژدې او هغه دچاخبره غلا م حلقه بګوش(کړۍ په غوږغلام) به یې شو . نوردهقانان یې هم ډیرخواریکښ وو ، خوداښادي به د هغه چاپه برخه کیده چې له اندازې زیات زاره چاودي کارونه به یې کول . دخان ټول دهقانان بې چون وچرا(بیله دې چې څه وویل شي) دده ګرو وو . دغنمو سرې رشې چې به ودریدې نوبریتونه به خان تاوول چې یره سږکال مې خواري ډیره کړې،که خیري راشه(درمند)مې لویه ده . دایې بیخي په زړه کې هم نه تیریدل چې دوجودوینې خوپه کې د خوارکیوبزګرانووچې شوې دي .دخان هردهقان ته چې به دې کتل، نوداوچې شونډې اوسپیره مخونه ، چاودلي لاسونه، چاودلې پښې، چې دپښوچاودونه به یې بیادبیستۍ (خامتا) په تارګنډلي وو. په پښوخودې څپلۍ حرامې شي، خوپه تن هم له بربنډ (لوڅ) نه کم نه ووځکه چې تش په نامه جامې یې ټولې څیرې پیرې اوپړانګې پړانګې وې.کرتۍ ګانې او واسکټونه خوورته په ازل کې نه وولیکل شوي،خودڅادرو یې هم خونده نه وه.اوړی ژمې به یې ییوې(قولبې)کولې او پټي به یې شودیاره کول.کوم وخت چې به له ځمکې نه فصل وریبل شونوددهقانانووینې به دپټوپه شودیاروکولووچې شوې.ځکه چې دیوې خواخودخان دومره ځمکه وه چې خلاصون یې نه کیدواوکوزاوبرسریې نه معلومیدواودبلې خوابه خان ویل چې هرپټی بایدڅوڅووارې ووهل شي چې ښه حاصل ورکړي. اصلي خبره داده چې دخان ددهقانانوپه تندي کې یې دمه اوقلاري نه وه لیکلې .راشه(درمند)چې به دخان ګودام ته وچلول شوه نوبزګرته به چا ګونډی(چې غنم یې پوره نه وي پاک اوپوټکي ورپورې نښتي وي)هم نه ور کاوه. ځکه چې د دهقانانوپلرونه اوځینې نورخپلوان دخان د پیسوپه ګوراوکفن کې خښ شوي ووچې دوی بیلکل دخان ګرووو.

  دخان په کلي کې به چاچرګه یاهګۍ نه شوه خرڅولی اوپه نیمه بیه به د خان مال و.کلې خوخیرټول دخان دهقانان وو، خو ددرې په برسرکې هم چاپه خپل سرچرګ چورګوړی نه شوخرڅولی.دخان صیب دې چلوټې چې یوبه یې دیوه سره جنګاوه اوبل به یې دبل سره، دده دخانۍ ریښې لاپسې ټینګولې. ددې سیمې په هرځای کې چې به کوم سړی د خپلې کومې ټوټې ځمکې خاوندشواویابه لږنورپورته غوندې شونو خان به ورته سمدلاسه څاکنستلی وه.که په کومه علاقه کې به یې لږشوخ اویازړه ورسرتیری سړی ولیدونودواره به یې د هغه دمرګ سوړې راسپړلې.ماړه(شتمن)سړي ته به یې ددې غریب،خوشوخ اوزړورسړي غیبت کاوه اوده ته به یې بیا د هغه بدویل.غریب ته به یې ویل چې: راشه یوښه انګریزی ټوپک به درکړم اولس زره روپۍ به هم ورسره وي،خودا پلانی سړی چې تل ستالینګي وهي اوسپکې سپرې درپسې  وایي له مخې نه لرې کړه. هغه وخت چې به دخان اوددې سړي ترمینځ هوکړه وشوه اوپه دې اړه به یې سلا مسلات راغی نوپس له هغې به یې هغه بل ماړه غوندې سړي ته خبرورکړوچې : هلکه په دې شپوورځوکې بیداراوسه! ما اوریدلي دي چې پلانی…ستاغلاکوي.

  خان کندل خان به هغه ځوان په داسې چل مړکړواوموړ غوندې سړی به یې دجیل(محبس ـ زندان)په تمبووردننه کړ. بس ملک به ورته اواره(هواره)میره شوه. ولې چې دماړه سړي ځمکه به هم ده واخیسته اوڅوکاله پس به دنورو   دهقانانوپه شان دده اویایې دزامنودهقان و.

  اکبرخان کاکاچې دغریبۍ په خت په خپل کلي کې په اکبري مشهورو، پلارنۍ اډۍ (لوي پټی) یې ډیرمخکې کندل خان ترې دپلارپه کفن، خیرخیرات اوسخات کې خپله کړې وه. لیکین یووړوکی غوندې پټی چې خان ورته سترګې پټې کړې وې اوتراوسه ورنه ځکه پاتې وچې دحاصل ورکولو دپاره نورهم ښه شي نوبیا به اکبري ته څه پلمه جوړه کړي اوترې وبه یې نیسي.په دې شپوورځوکې چې تنکی پسرلی و اوداکبري په پټي کې لږڅه ښه شان شړشم  راجګ شوي وو نودخان مزدورانې اوهغه ښځې چې دخان کره راتښتیدلې وې ،داکبري پټی یې دسبودپاره نیژدې اخوره وه.

 سره ددې چې اکبري څوڅو وارې ولیدل چې دخان نوکرانې

دده دپټي دشړشموسټې هم نه پریدي اوله بیخه یي را وباسي، خوسترګې به یې ورباندې پټې کړې اوپه ډډه به ورنه تیرشو.

وروسته چې به په سوچونوکې ډوب شواودابه یې زړه ته را غلل چې سږکال به یوه دانه غنم هم په سترګوونه ویني اود شړشمو پټی به هم ډاګ شي،بل درک خرک یې هم نه شته نو څه به کوي؟ څه به خوري؟ دبلې خوابه دشیرګل خبرې هم ورپه یادشوې اوده ته به یې جرأت ورکړاودځان سره به یې وویل:توکل په خدای هرڅه چې راپیښ شول، وي به،دپیښې نه تیښته نه شته.

  شیرګل دهمدې کلې وچ کلک نری لوړځوان و،خوپه مخ کې یې ګونجې شوې وې اودیخنۍ په وخت کې به یې له پزې نه اوبه هم روانې وې. دکمیس دوه پاسنۍ تڼۍ به یې همیشه ایله وې اودسینې وچ وچ هډوکي به یې ترې ښکاره کیدل. هغه دپلار دمرګ نه دوه میاشتې وروسته زیږید لی واودلسو کالووچې موریې هم له دې دنیا نه سترګې پټې کړې وې. په دې شپوورځوکې یې کوم خاص کار نه درلوداودیوه بل دپاره به یې منډې رامنډې وهلې اودخلکوخذ متونه به یې کول.هغه څه موده پخوادیوه ښارپه فابریکه کې کارکاوه.

  «هغه وخت چې په فابریکه کې داجورې دزیاتوالي دپاره اعتصاب وشونوشیرګل دفابریکې دخاوندله خواداعتصاب د محرک(لمسوونکي)په نامه له کاره وایستل شو. که څه هم اوس بیکاره ګرځي ،خوله خپل پخواني عزم څخه نه اوړي اونه ورته کومه پښیماني پیداشوې ده».

  شیرګل اکبري ته ویلي وو:

  کاکاجانه! څوپورې به داخانان وي اوپه مونږه اوتاسې به ظلمونه کوي، ځمکې به رانه لاندې باسي ، ښځې به مو   خرڅوي،خذمتونه اوبیګارونه به راباندې کوي؟ ترڅوبه دا خانان اومالداران زمونږپه وینوپړسیږي؟ او ترڅوبه خپلې غوښې ددوی په کارونوکې خاورې کوو؟

  هغه ورته دغریبانانوژوندښه انځورکړی واوپه کراتوکراتو یې ورله پې سرخلاص کړی و.ورته ویل به یې:

  اکبرخان کاکاوګوره !کارمونږاوتاسې کوو،زیارونه ربړونه مونږګالو، کورونه اوتعمیرونه مونږجوړه وو، لارې زمونږد مټوپه زورجوړیږي، غلې اوفصلونه زمونږپه وینوراشنې کیږي،بلاخره په هرځای کې چې کوم نوی شی راپیداکیږي هغه ټول له ډیرکوچني نه نیولې ترډیرلوي پورې مونږجوړه وو،خومونږ…مونږاوتاسې دژوندانه دټولونعمتونونه محروم، بې برخې اووږي تږي ګرځو. زمونږدلاسونوپه ګټه وټه څو مفتخواره اودهغوی دسترګوتورلکه دژوروپه شان څربیږي.

  ترڅوپورې چې مونږاوتاسې سره یوموټی او متحد نه شو، ترڅو پو رې چې دنوي وخت سره برابررابیدارنه شواو تر څوپورې چې دداسې بدبختیوریښې له بیخه و نه باسو، تر هغې به د خانانو،ملکانو،مالدارانواومفتخوروله خواپه خپل مال رټل کیږو،وهل کیږواوله انساني حقوقوبه محروم یاستو.

  «شیرګل په فابریکه کې ښې زړه راښکونکې خبرې زده کړې وې»اوداکبري په مفکوره کې یې هم څه ناڅه تغیررا

وستلی ؤ.نواخیرکارونه شو،زړه یې راتنګ شواودپټي پولې ته راوختواوپه نیولي،خولږلوړشان اوازیې نارې کړې:څه په ډاګ کې خونه دي راشنه شوي؟تاسوته وایم یه ښځو!اخیر، مسلماني ده.اذان ویل کیږي.دخان صیب شړشم خودومره لوي دي چې ښه لوړسړی په کې دچاخبره ډوبیږي. دازما د غریبۍ کنۍ(ورکوټی پټی)ته موهم سترګې نه غړیږي؟په دې وارخوپه پټي کې دشړشمودبوټوپه راشوکولوبوختوښځود اکبري په خبروڅه چروت خراپ نه کړ،لیکین چې هغه بیالږ په غوسه شانې ورغږکړل چې: یه ښځوتاسوته وایم که چاته؟ نویوې لچرې  پلشتې غوندې ورته راغږکړ. ځه دخوارزویه! ته څه سپی یې. ته لا چادپټي خاوندکړی یې؟داخوزمونږدخان باباپټی دی.هغه مونږته ویلي چې شړشم ترې ز رخلا ص کړئ چې دخپلې لویې اډۍ (لوي پټي)سره یې یوځای کړم.ته دغوایي زوي خو لکه چې ددې دپاره دلته سرراښکاره کوې چې زمونږمخونه ووینې، سترموبې ستره کوې اوحیاموبې حیاکوې. ددې خبرې سره راجګه شوه اودخان دبرجورې  کلاپه لورې یې ورچغې کړې.

  اکبری لا ددې پټي دپولې په سرحلق دلق وچې شونډې ولاړو،خودویرې اوغمونودچروتونوپه ټالونوکې ځنګیدو. کله کله به یې دسرنه خیرن «پکول» راجګ کړاودکیڼ لاس په دووګوتوبه یې سروګراوه اویابه یې لاندې شونډه په پاسنو غاښونووزبیښله. خړې جامې یې دتیرژمي لوږوتکې تورې کړې وې چې دغلموپه بوټوکې دمینځلوپه تمه تمه پې دورځو په ځای میاشتې اووښتې وې. دکمیس شاتنۍ ځولۍ یې سمه نیمه شلیدلې وه اوبیرته یې ورته زیړرنګې شان ټوټه ور ګنډلې وه . دواسکټ د پاسني مخ ټوټه چې شین رنګ یې درلود،سوری سوری اولاندینی استریې ترې ځای ځای سپین ښکاره کیدو.عمریې دومره نه و،خودسراوږیرې ویښتان یې سوچه سپین شوي وواودپاخه بوډاپه شان معلومیدو.کله کله به لا وټوخیدواودوینوډک خړاچکي (بلغم) به یې له خولې نه    وغورځول . پلاریې په نري رنځ(سل مرض ـ تبرکلوز) مړ شوی ؤ. موری یې هم په همدې رنځ له ژوندسره خدای پاماني کړې وه. دې هم په همدغه ناروغۍ اخته دی اوتر مرګه پورې ورځې شپې سباکوي.

  په پښویې څپلۍ نه وې نوځکه یې دپښورنګ دځمکې سره همرنګ شوی ؤ.لا دغمونونه ډک چروت یې خلاص شوی  نه وچې دخان نوکران ورته راورسیدل.خان خپلونوکرانواو دهقانانوته امرکړی وچې ځمکې ته یې پښه ونه رسیږي او زماترځایه پورې یې په هواراوړئ!

  اکبری دخان دبوسوپه یوه شړه کوټه کې دوه شپې او دوه ورځې وږی تږی په ستنه پورې تړل شوی و.په کومه ورځ چې یې راایله کړاودخان مخې ته یې راوستونودخان سام (روب)اودهشت ورباندې دومره زورورو چې په زړه کې یې ویل:خدایه هملته دې مړوای ،خوچې دخان مخې ته یې نه وی راوستلی.

  خان په تک سره کټ کې چې سورتوشک ورباندې غوړ یدلی ودوه غبرګوبالښتونوته تکیه وهلې وه.لویه ګیډه یې له وجودنه نیم متروړاندې وه.دومره لویه ګیډه چې داکبري غوندې په کې درې تنه ځایدل. دزنې لاندې ججورې اوکڅوړې یې ښکته راځنګیدلې وې. پنډاورمیږیې لکه د دیوال غوندې ښکاره کیدو.تکې تورې غټې غټې تسپې یې دوه دوه غبرګې اړولې.نوره ږیره یې پاکه خروله ،خوپه زنه باندې یې یوڅوویښتان ولاړوو.داکبري دپلارهمزولی و، لیکین اکبری ترې اوس زوړښکاره کیدو.

  مخکې له دې چې خان په اکبری راغړمب کړي،زوی یې مخې ته راغی اوله هغه نه یې دقرض دراایستلوپوښتنه وکړه:هلکه شیرین جانه څنګه چل دې وکړ،څه قرض مرض دې بودکړکه نه؟

  شیرین: نه باباجي. چیناری خوډیرسخت ناروغه و. زه چې ورغلم نوهغه نیژدې وچې له خبروولویږي اوبیخي دګیپ کیدو(چوپ کیدوـ کوما)په حال و.فقط سترګې یې راته راو غړولې اوپه ډیر ټپ اوازیې راته وویل:

  شیرین جانه تاولې ځان راپه عذاب کړی دی؟خدای دې په ځوانۍ برکت کړه چې زماتپوس دې وکړ. زه دومره ناروغه نه یم. خدای دې خیردرکړي.

ماورته په ځواب کې وویل: کاکاجانه زه خوڅه ستاتپوس ته نه یم راغلی اونه مې ستادمرګ سره کومه سوداشته،خوزما له خپل مال سره سوداده. که ته مرې اوکه پاتې کیږې،خو چې زمونږقرض ډوب نه شي. زه په پورپسې راغلی یم په خپل پورپسې اورې که نه؟ نوهرڅه چې به مې ویل بس هیڅ غږغوږیې نه کاوه،لکه دیوال ته چې چغې وهې.په سترګویې رڼې رڼې اوښې راروانې وې اوښځې يې بیا له هغه نه ډیر

ژړل. بله چاره نه وه تش لاس ترې راروان شوم.پلاریې ورته نورغږ ونه کړ،خودایې ورته په بړیدوبړیدوکې وویل: اۍ دبې غیرته زویه ، ته په پورایستلوکې ډیر بیکاره یې!

  اوس دې نوخدای اکبري ته خیرکړي وارپه هغه راغی.بس نوخان صیب په اکبري داسې راګرم شوچې څه یې په خوله راتلل هغه ټول ردبد یې ورته وویل.دپلاراونیکه نه نیولې ان ترټولوخپلوخپلوانوپورې یې ورله دسپکوسپورواوکنځلو (ښکنځلو)په اوبوکې ولمبول.هغه دچاخبره جامې یې ورله واینځلې اوډانډس یې کړل. په دې وخت کې دخان په بړاري تڼاري دهغه دکوټې نه یوسوررنګی سړی دکورمنډو(بیدیا)ته راووت چې خپله سره ږیره یې تازه ګمنځ کړې وه اوله څټ نه اوږده ویښتان یې شاته اړولي وو. په څنګ کې ورسره یو غټ کتاب اوسپین سپین کاغذونه هم وو. سترګې یې په تورو رنجوداسې تورې کړې وې چې رانجه یې ترسترغلوپورې راښوی شوي وو.سپینې جامې یې په خپل زیړرنګي کتاني څادرکې ترپښوپورې پټې کړې وې. له سټې نه ښه پوخ سید و،خوپه دې وختونوکې دخان دجومات ملا اودخان په ملا مشهورو. دننه په کوټه کې یې دخان نوې ښځې ته چې څلور میاشتې مخکې یې واده کړې وه ، داولاددپیداکیدودم دوااو تعویزونه کول.هغه وخت چې ملا ،خان ته مخامخ لاندې په ټغرکیناستونودخان دخبرولکۍ یې ونیوله: «هلکه تاسوچې خدای په ګیډه نه مړوي همداسبب (لامل) دی چې دخدای دوستانوته سم نظرنه کوئ». که په خان صیب دخدای تعالی مهرباني نه وای شوې نودومره قدرت اومال دولت به له کومه وای؟دخان صیب تندی دجنتي دی.زمونږخان ډیرسخي سړی دی. خان صیب کله هم چاته په لږشي نه دی په قار شوی،خوتاقرآن وهلي به حتماًزیاته ګناه کړې وي.خان صیب ته الحمدالله خدای (ج) دومره زورورکړې دی چې هرڅه یې زړه وغواړي کولای یې شي. په تاسوخدای وهلودملایانواو ستانوقدرورک شوی دی، پیراوپیرخانې ته ښه نظرنه کوئ. دم تاویز(تعویذ)موهیرکړی دی.دسرخیرات نه ورکوئ.صدقه موهیره ده اوهمیشه دمال اوګیډې په غم کې ډوب یاستئ. دا هرڅه خوپه ځای پریده اخیردې اوس خان صیب ته هم په سپکه سترګه کتل شروع کړل.خان صیب دخپلې وریښمینې چپنې یوطرف پلوپه خپله کیڼه اوږه رااوچت کړاوپه لږشان اوږده اوازیې وویل:

  ملاصیب پلاریې زماپه کفن کې ښخ دی، دمورمړي ته یې ماکفن ورکړی.اوس چې په کې اوسیږي دغه کوریې هم زما دی.کوم ښه دي چې مادده سره نه دي کړي،خواوس دادنمک حرامه زوي…

  ملاصیب چې دموضوع نه خبرشونودخان صیب په خبره  کې یې ورودنګل اودخبروجلویې ونیو:

  هلکه که داکاردې په یوه وخت اویوه زمانه کې زمادنیکه په مقابل کې کړی وی نوپه تابه یې داسې کانه کړې وای چې ټول خلک ورته حیران دریان وای. ډیرې دچپوژرندې به یې درباندې ګرځولې وای. زمانیکه چې په ټول وطن کې یې ښه نوم پریښی دی اودسیمې ټول خلک یې دزورورسید په نوم پیژني،ستاپه شان کسانوته به یې ډیره سخته جزاورکوله.هغه چې به دیوالونوته غږوکړنوپه حرکت به راتله . تاغوندې ګناهګاروته به یې جزاداوه چې دسپوسره به یې په جنګ اچول، خواوس به زه نورڅه ووایم.

  خان کندل خان لومړی داکبري په جزأنه پوهیدوچې څرنګه جزاورکړي، خودملاصیب دسپودجنګولوخبره چې یې واوریده نوداکارورته ډیرغوره ښکاره شو. ولې چې خان فکروکړکه داسې وکړي نونوم به یې هم لکه دزورورسید په شان مشهورشي. بله داچې ټول دهقانان،مزدوران اوکلیوال به دا خبره  له یاده نه وباسي اوزما دکورنۍ په وړاندې به کله هم داسې سرتمبګي نه کوي.اوترټولویې لاداچې په هرځای کې به مې نوم د «زورورسید» په شان په «زورورخان» مشهورشي.

  خان صیب په ډیره خانتماتوګه مزدورانوته ورغږکړ:

  هلکانوورشئ زما«بتک»(دسپي نوم یې و)راایله کړئ!       هغوی چې څنګه له سپي نه ځنځیرلرې کړنودټکه یې په اکبري پسې راغروهل.

                                            «پای»

جوارګر

دلیکلونیټه یې:۱۳۴۲

ددوبي مازیګروخولمرلاتراوسه په غرونوولاړو.په دې وخت کې جمال خان دلاس نه ونیولم اوراته وې ویل چې راځه د بازارخواته چکرووهو!که څه هم زماپه یوبل ځای کې کارو، خودده دزړه نه تیر نه شوم. دڅادرپلومې په ځان پسې راټول کړاولاس ترلاس ورسره په مرکه مرکه راروان شوم.په لاره کې یې راته دپروني مړي کیسه هم وکړه اودابې ځایه رواجي مصرفونه یې زمونږدخلکودبدبختۍ اوهلاکت موجب وګڼل.

  کله چې بازارته ورسیدونوسمدلاسه موپه یوه ډله خلکو سترګې ولګیدې چې ټولودخندا دلاسه دڅادرونوشوړې په خولوکې نیولې وې.څومره چې ورنیژدې کیدوهغومره خندااو شورماشورزیاتیدو.خلکوګرچاپیرکړۍ جوړه کړې وه اوداسې معلومیده چې په منځ کې یې هم څه شته.

  ماچې یوڅوتنه یوپلوبل پلو لرې کړل اودپیښې دلیدودپاره مې لاره پیداکړه نوومې لیدل چې «تورجان»دخلکوپه مینځ کې ولاړدی چې رنګ یې الوتې اوزیړزبیښلی غوندې ښکاري،خویره لږشان مسکی مسکی کیږي هم.دمرجان اکا نه مې پوښتنه وکړه چې داولې په دې غریب خلک راټول شوي اوورپورې خاندي،څه چل دی،څه ګناه یې کړې ده؟ په داسې حال کې چې  مرجان اکامخکې اوزه ورپسې دخلکود ټیلې نه راووتلواویوې ګوښې ته کیناستونوهغه راته وویل: تورجان دپلارډیرنازولی زوي دی.هرڅه چې کوي اوهرڅه چې یې زړه غواړي،څوک ورته«مه اومکه» نه وایي. پلار ور باندې هغه دچاخبره دلاس سوری هم نه تیروي.هیڅکله ورته نه په غوسه کیږي.هرډول جامې اولباس چې یې خوښیږي پلاریې ورله اخلي. لنډه داچې څه یې خوښه وې هغه کوي. بس پلارخپلې خوښې ته پریښی دی.تل دنورو هلکانوسره په نه خبره اوبرناحقه جنګونه کوي. که کومه ورځ نیمه ورسره بل ماشوم شورموروکړي نوپلاریې هغه ماشوم رټي دګي اود مشرانوسره یې ورله زړه بداوی پیدا کیږي.هغوی ته په تروه ټنده ګواښونه کوي چې کله کله دادتریوتندي ګواښونه ان په یوه لوی خپکان بدلیږي. پلاریې وایي چې زما په دنیادخدای کې همدا یوزوی دی. توبه توبه  چې څوک پې دګل ګوزاروکړي نودا ودانه دنیا خوبه پې ورانه کم .

  بس دتورجان نازولتوب دې اندازې ته رسیدلی چې دکوڅې اوکلي لوي واړه ترې په عذاب دي.څه موده کیږي چې تور جان په ټیکانو(مردکیو)عادت شوی اویوساعت هم په کرارنه کیني.سهار چې له کوره ووځي نوایله ماښام خړه بیرته راځي.غیران ټنګه یې لانه وي پیداکړې چې دواره سره یې ځان دټیکانوځای ته رسولی وي. که کله یې پلاریوځای ور سره ښوونځي ته لاړشي اوپه خپل لاس یې هلته وروسپاري ،بیاهم دپلاردسترګودپناه کیدوسره سم دښوونځي څخه بهررا وځي اودخپلوټیکانوملګروځای ته ځان رسوي. لږوخت په ښوونځي کې وي اوډیرپه ټیکانوپسې ګرځي. دکاله دروازې ته یې هره ورځ چپړاسي ولاړوي اودتورجان دناسوبتیارقعه یې راوړې وي. پلاریې بیا په دې خبرو پسې سرنه ګرځوي. ډیرې پیسې خدای ورکړي دي.دوکاندارسړی دی،دښې ډیرې اولویې پانګې خاونددی اولادپیسوویالې پې راروانې دي.تاته خومعلومه ده چې:«دغله اودوکانداردومره فرق دی چې غل دبډایانومال خوري(غلاکوي یې)اودوکانداردفقیرانو،عاجزانو.

غل دشتمنوپه مال کله کله موفق کیږي،مګر دوکاندارد عاجزانوپه وینوشپه اوورځ لګیاوي څربیږي».

  داڅوورځې کیږي چې دتورجان یوه درجه جګه شوې ده. جګیدل یې دادي چې اوس اوس یې په سپښتو(بوجلو)لاس پورې کړی دی. ښکاره خبره ده چې دسپښتوپه جوارۍ (قیمار)کې ګټه اوتاوان ډیرډیراوزرزرپیښیږي.په ټیکانوکې د سپښتوپه پرتله تاوان کم وي. پلارچې یې هرڅومره پیسې ور کړي بس هغه یې دسترګوپه رپ کې دجوارۍ په میدان کې وبایلي.دپلاردجیب اودوکان نه پیسې اونورشیان هم کله کله پټوي اوپه جوارۍ کې یې بایلي. دده دااوسنۍ کیسه داسې وه چې: پلاریې دوکان خلاص پریښی واودوکان ته نیژدې یې دکوم سړي سره خبرې کولې. دوکان ته یې پام نه وچې تور جان ورننوتلی دی،خومامایې له ورایه لیدلی اودتمبې شاته

 ورته پټ ولاړدی.

  په دې وخت کې یې دپلارخبرې هم خلاصې شوې وې. د تورجان مامایې ولیداوورغږیې کړچې څه چل دی؟غږلږپه لوړاوازوچې دتورجان غوږته  ورسیدو.هغه هم رامنډه کړه اوپه یوترپ له دوکان نه را ووت. مامایې چې دتمبې شاته ورته ولاړوکلک ونیو. پلاراومامادواړویې ورله  دجیبونواو بډوپه لټولوپیل وکړ.په دې وخت کې دشاوخواخلک هم راټول شول. پلاراومامایې چې هرڅومره ولټاوه څه یې ورسره پیدا نه کړل.تورجان په چینګه وینګه خوله وویل: ښه مې ولټوئ، څومره چې کولای شئ ومې لټوئ!ماخوددوکان نه یوشی را اخیستلی اوراسره دی.که پیدا موکړنورانه وایې خلئ اوکه نه نوزما به وي. تورجان یې ښه لټ په لټ کړاوکمیس یې ترې هم وویستو، خوهیڅ یې ورسره پیدانه کړل. دټولوخلکویقین راغې چې څه ورسره نه شته نوپلاریې اجازه ورکړه چې  که اوس درسره هرشی پیداشي هغه به ستاوي؛ بلکې انعام به هم وګټې. ده بیابیایادونه وکړه اووې ویل ګورئ وبه مې وهئ، لیکین مامایې ورته ډاډ ورکړاو‌ذمه واري یې ورته ووهله چې زه به دې خلاصوم. زه پوه شه اوپلاردې. پروامه کوه.

  تورجان چې ښه ډاډه شو نودبازاردبرمنډیي نه راووتواو یوې ځانله ګوښې ته کیناستو. چې خپله چپه پښه یې راجګه کړه اوخلکودتورجان د پښې «تلې» ته وکتل نودپنځه سوه افغانیولوټ یې ولید. هغه دغه لوټ دپښې په تلې پورې په پوره مهارت سریښ کړی اونښلولای ؤ.ټول خلک هک پک شول اوهغه دچاخبره ګوته یې ورته په خوله کې ونیوله. نو پیښه داده چې اوس ترې خلک ګرچاپیر ولاړدي.

  څومره چې دتورجان عمرمخ په زیاتیدووهغومره دده بد عملي هم زیاتیده. دیوې ورځې نه بلې ته دناوړه فعلونوسره اشناکیدو. پس له ډیره وخته اودپلارپه ډیروکوششونودلومړني ښوونځي دشپږم ټولګي نه فارغ التحصیل اوایله ګشتۍ ته  وزګارشو.

  څرنګه چې دتورجان پلارداوسني عصرنوې انګازې په غوږوهلی اودتعلیم اوتربیې په قدرڅه ناڅه پوه شوی ونو تورجان یې پرې نښودچې خوشې وګرځي.هغه ووچې په ټاکلي وخت یې لیسې ته ورداخل کړ.

  که څه هم دتورجان ملګري اوټولګي وال چې دهغه سره یو ځای دشپږم ټولګي څخه فارغ شوي ووبې تعلیمه پاتې شول اودشپږوکالوخوارۍ یې سرونه نیو.ښایسته ښه وخت دموراو پلاردخذمت نه وتلي وواولاډیر تاوانونه یې هم ورباندې و کړل.دسرښوونکي، ښوونکواونورومنتونه یې تیرکړل، خو افسوس چې ثمرې ته ونه رسیدل. هغوی اوس ایله په ایله خپلې غواې ـ میږې ساتي اویاپه نوروجسمي اوددهقانۍ په کارونو بوخت دي.

  لیسه دتورجان دوی دکورنه لږه لرې شان وه نوپلاریې ورته ټپټپی(موټرسایکل)واخیست چې زوي یې بې تکلیفه ښوونځي ته لاړاوراشي.دتورجان دپاره ټپټپي ښه موقع مساعده کړه.لومړی به یې یواځې دخپل کلي دجوارګروسره جواري کوله ،خواوس به یې نو چې چیرته دغټ قیماربازنوم واوریدوبس ځان به یې په هوا وررسولی ؤ.

  وروورودبیطرنواو«دانې»(دجوارۍ یوه آله ده)سره اشنا او دغټو غټوجوارګروپه ډله کې حساب شو.عمریې لا دومره پوخ نه و خو دپخوقیماربازانوپه شان پاخه پاخه«دوونه»به یې وهل. د جوارۍ دشروع نه بیاترننه پورې تورجان یواځې یوه ورځ ټول ټال دیرش زره افغانۍ په میله کې ګټلې وې، لیکین نور ټول عمرپه تاوان کې واو«دو» یې تخته ؤ.

  ترنهم ټولګي پورې به لاکله کله ښوونځي ته ورښکاره کیدواوتش په نامه تحصیلات یې تردې ځایه را ورسول. که څه هم دکامیابۍ لایق نه و،خودپلارپه ډیرتاوان اوکوشش دې درجې ته ورسیدواو چې کله یې لسم ټولګی پیلیدونوپه دې وخت کې ښه پوخ ځلمی شوی واودپلارخبروپې چندانې تاثیر هم نه کاوه. دزدکړې نه یې لاسونه پریمنځل اوخپلومزو چړچوته جوړشو.

  دتورجان رنګ تورغوندې و،خولوړه تنه اوتندرست وجود یې ډیر ښه ښکاره کیدو. ښه کړه وړه(ښه کړه وړه زمونږپه سیمه کې دې ته وایي چې دچاسترګې،پوزه،خوله،زنه او غوږونه ښایسته وي.یعنې چې زړه راښکونکې څیره ولري) یې درلودل.سره وریښمینه لونګۍ به یې په سروه اودسپین کتان جامې به یې په غاړه وې چې دکمیس غاړه به یې لا خامک شوې هم وه. شنه چپنه به یې په ولیوپرته وه اواکثره وخت به یې دسپینو نیلوني څپلیوسره رنګه شیکې جورابې په پښوکولې. ډیرو خت به یې سوروریښمین دوسمال پوزې ته نیولی واواوس اوس تورنازولي دبدماش په اکټونوفخرکاوه.د کمیسه لاندې به یې په تخرګ کې تمانچه اچولې وه اودجوار ګروسره به په یوه کوڅه ننوتواوپه بله به را وتو.ډیرو مخ مخیانو(غوړه مالانوـ چپړوسانو)به ویل چې: یره تورجان ښه ځوان توبیته سړی دی.چې مخامخ شي نوبیا په پیسوبندوواز نه دی. که دچاشل په کاروي اویادچالس، دریغ نه کوي. هغوی به ویل:یره دځوانۍ سره همداسې خوندکوي.داسې نه لکه دریدي زوي چې دیوې ټنګې سره یې ساه خیژي. شپه او ورځ هغه وي او مکتب اوسبقونه وي.مونږخویوه ورځ هم د هغه ځواني ونه لیده.یوه نیم به لا داهم ورپسې ور زیاته کړه: یره، خودتور جان غټ زړه دی. مګرداسې هیچاهم ونه ویل چې:«پلارګټلې زوي ته اسانه ده».دهغه پې نه لاس خوږ شوی واونه یې کومه بله ستړیالیدلې وه. له هغه وخته چې تورخپل تحصیل پریښودونودپلارمینه هم ورسره ورځ په ورځ کمیده.اعتباریې پې ورک شواودیوې ورځې نه بلې ته یې دتوردلاسه دځان اوټول کهول(کورنۍ)خطره لیدله.ترټولو هغه ډیره غمجنه ورځ وه چې توردهواخورۍ اوچکر دپاره د خپلې کلا شاته وتلی و. ددوی دکلاختیځې خواته عمومي لاره وه او نوروخواوته یې دکرنې وړپټي پراته وو.په دې وخت کې ناڅاپه دتورسترګې په سپین ګل ولګیدې.ګوري چې سپین  ګل په لاره کې ورووروپه داسې مزل راروان دی لکه دښه لرې ځای نه چې ستړی وړی راغلی وي. دخړې بیستۍ (خامتا) بوجۍ یې دطالبانوپه شان څنګ ته اچولې اویوه څپلۍ یې چې پښه یې ورله تڼاکې کړې ده، په لاس کې  راخستې وه.

  له ستړي مشي اوګړې بړې نه وروسته تورجان ورنه پوښتنه وکړه چې چیرې تللی وې؟

  سپین ګل خپلې دتندي خولې پاکې کړې اوپه لږژړغوني شانته اوازیې ورته وویل:دغریبۍ رنګ دې ورک شي هیڅ کله هم دمه کینه ناستو. څه موده کیږي چې لرې خواته د مزدورۍ دپاره تللی وم،خوکورته مې ډیره سوداوه اوپه مسافرۍ پوه نه شوم .ډیر وران وران خوبونه مې لیدل خدای دې خیرکړي چې مور به مې ژوندۍ وي اوکه مړه.تورورته په خنداخندا اوملنډوکې وویل: دکونډې زویه موردې ژوندۍ اوښه تکړه ده. زه پرون ستاسوکلي ته تللی وم، ومې لیده روغه جوړه وه.تاته ګناه هم نه شته چې سودادې وي. ځکه چې یوته یې اویوه دې مورده. لیکین اوس داوایه چې له مزدورۍ نه دې پیسې ډېرې راوړي که مزه دې نه شته؟

  سپین ګل: بس یاره داموډیرې دي دژمي ګوزاره به موپرې وشي.

  تور: اخیر،څومره به وي؟

  سپين: بس دوه درې زره به وي.

  تور: اوداراته ووایه چې لوبه کوې که پریښې دې ده؟

  سپین: لوبه،کومه لوبه؟ اوه، ښه ښه. تاخولکه چې ښه زورور کړی دی.

  تورپه ډډاوازوویل چې: یره په دنیا کې دځوانۍ دادوه درې ورځې ژونددې چې داهم په مزوچړچوتیرنه کړونونوربه څه کوو؟

  سپين ګل خو په ډیرتکلیف اوډیروخولوتویولوسره داور سره پیسې ګټلې وې . په وطن کې یې لا یوه زړه مور پریښې وه چې دهغې سترګې هم دسپین ګل دمزدورۍ دپیسو په لورکږې وې اوپه دې تمه تمه یې شپې سباکولې.که څه هم د سپین ګل دخپلې زړې مورسختې سوختې په زړه نیغې ولاړې وې،خوجواري داسې بدعمل اورنځ دی چې یووار ورسره څوک عادت شي نوبیایې ترې زړه نه صبریږي.

  هغه بوجۍ له اوږوراښکته کړه. دمني موسم و،اوجوارڅڼې بمبل وو.دواړه همدې دجواروپټي ته ننوتل اوپه قیماریې شروع وکړه.دسپین ګل ټولې پیسې تورجان په نیم ساعت کې یوړې(وګټلې).یواځې یوه داصیلې تیلې خولۍ چې سپین ګل د تروردزوي دپاره سوغات راوړې وه،دسلوروپوپه« دو» کې بیرته راوګرځوله،یعنې خولۍ هم ورته پاتې شوه اوسل روپۍ یې لانورې له تورنه وګټلې. توریې بیرته مات کړ. ان تر تمانچې پورې نغداوجنس ټول شیان یې ترې وګتل.توردکاله نه په منډه ګاڼې(زیورات)اوځینې نورښه ښه قیمتي شیان، اسبابونه اویوڅه نغدې پیسې راوړې.اماداټول دسپین ګل په نصیب شول.

  تورنواوس حیران شوچې څه وکړي.بله هره لاره چاره ترې ورکه شوه. په کورکې یې درک خرک  ورک شواو ځان یې هم اوف تباه کړ.

  سپین ګل خپله غوټه سموله اوګټلي کالي مالي یې په کې په ځای کول.په دې وخت کې توردواسکټ کیڼ جب ته لاس ور تیرکړچې په یوه سترګه یې سپین ګل ته هم  کتل. ناڅاپه یې دلیندۍ چاقوچې سپین دهډوکي لاستی یې درلود،دهغه په ښې اړخ ورننویستو. دلومړي ګوزارسره سپین ګل بې ایماني ونه کړه اودتورمرۍ ته یې څادرورواچاوه،خوتورددویم ګوزارد پاره چمتوشوی و. دبل ګوزارپه ورکولوسره سپین ګل په ځمکه وغورځیدو،لیکین بیاهم لوڅې پوڅې یې لاکولې،خوپه دریم واریې دهغه توتکه غوڅه کړه اودوینورودترې روان شو. دسپین ګل په وینوتږي جواراوبه شول اودخپلې بوډۍ مورلیده یې په زړه ارمان پاتې شو.څه وخت وروسته دخواو شا خلک خبرشول اودواقعې ځای ته راورسیدل،خودتورپلار په دې ورځ په کورکې نه و. دتورپښې لنډې ګنډې شوې او هیڅ حرکت یې نه شوکولای،ترهغې چې دحکومتي کسانوپه لاس ورغی اومسوولوڅانګوته وسپارل شو.

  دسپین ګل موردده دمرګ سره سمه لیونۍ شوه. دهغه په وینوککړې اوپه مسافرۍ کې خیرنې شوې جامې یې په پلوکې وتړلې اوپه غرونو رغونو، ځنګلونواوبیدیاوکې به سرګردانه ګرځیده. دخپلې کوډۍ ژوند پې حرام اودونوپاڼې یې خوراک شوې.

                                    «پای»


                                  کوچـــۍ              

 دلیکلونیټه یې:۱۳۴۴        

  په خوله کې یې یوغاښ هم نه لیدل کیدواوپه سترګوښه پوره کمزورې شوې وه.دسرویښتان یې سوچه سپین وواوچې یوڅوقدمه به په لارولاړه نوساوتیګاه به وه(ساه به یې زرزر ایستله)اودزړه حرکت به یې له اندازې زیات شدت پیداکاوه.د پغمان دسرک په ښي اړخ،دمیرویس میدان څلورلارې ته نیژدې یې کیږدۍ ودرولې وه.

  زړې بوډۍ کوچۍ دخپل واړه لمسي سره بیګاه شپه په زړه بړستن کې وږې تیره کړې وه. لوږې پې لا دومره تاثیرکړی اویانه وکړی،خوهغه وخت چې به دواورویخ بادراواولوتونود سپین سرې کوچۍ اوکوچني ماشوم په سینوبه لکه دپولادود غشي په شان ورننوتو.

  دیخنۍ دړچ نه به نیااولمسي غیږې ورکړې اوخپله زړه، سورۍ سورۍ اوټکیدلې بړستن به یې په ځان راټینګه کړه. د ژمي دشروع کیدودلومړیوشپوباداویخنۍ له هرډول بیرحمۍ نه کاراخیستواودادوه معصوم بندګان یې ترپوزې راوستلي وو. ټوله شپه بیله دې چې له یخنۍ نه وړچیدل اوولړزید ل تر سهاره یې ارامه سترګه پټه نه کړه.

  ماشوم به کله کله خوب یوړواوکله به بیا رابیدارغوندې شو.په خوب کې به یې نیاته غږکړ:«واآدې! آدې ډوډۍ را کړه! واپلاره وږی یم».

  دتورې آدې کیږدۍ له مخکې نه سورۍ سورۍ او شکیدلې وه،خوبیګاني توندباد بیخي ورباندې چپه کړه . ځکه خویې پاتې شپه په ډاګ اویواځې په همدې بړستن کې تیره کړه.

  هغه کسان چې په دې سرک یې دجمعې مبارکې په مازیګر چکرواهه، که اوس توره آدې چې پوره نوم یې توربي بي دی اوپه «توره آدې»مشهوره ده، وویني نوحتماًبه یې زړونه ودردیږي.

  په همدې یخه شپه چې سپیدې لا نه وې چاودلې،توره آدې کاریزته وروټپیدله.په منډه منډه یې اودس وکړاوبیرته ړنګې کیږدۍ ته راستنه شوه. که څه هم له یخنۍ نه رپیدله، خوپه نفلونواوتسپواړولویې پیل وکړ.ماشوم کوچي لاتردې ګړۍ پورې په خوب کې له ډوډۍ سره لوبې کولې اوپه دې اړه یې خواږه خواږه خوبونه لیدل.

  لمرلاڅیره نه وه وهلې چې کوچنی کوچی له خوب نه را جګ شو.لږوروسته نیااولمسی دواړه دمیرویس میدان (کوټه سنګي)دکورونوپه لورورروان شول.په یوڅوکورونوکې یې سوال وکړاوخیرات یې ترې وغوښت. ټنګه نیمه یاغیران نیم یې پیداکړل، خوپه دغه پانګه لا نیمه ډوډۍ هم نه اخیستل  کیده.

  بیاوروسته دسیلوپه سرک دباغ بالاپه لوروخوځیدل.زړه بړستن اوپه ځمکه پرته کیږدۍ یې څوتنومزدورکاروته چې دې ځای ته نیژدې یې خښتې جوړولې،سپارلې وه.له دې پلوه یې زړه جمعه ؤ.چې دپروان مینې نه په لوڅوپښوتیرشول نو تورې آدې لمسي ته وویل: ببنګه بچیه ستړی شوی خوبه نه یې؟ مه خپه کیږه دادی که خیري نوي ښار(شهرنو)ته را ورسیدو.

  ببنګ: نه آدې،خوډوډۍ چیرې ده؟ تاویل سهاربه وختي ډوډۍ درته پیداکړم.

  تورې آدې په ډیره مینه ورته وویل: هوکنه.اوس به درته داسې ډوډۍ پیداکړم ،داسې ډوډۍ چې چې…چې ته ووایې شاباس….هلته په نوي ښارکې ډیرماړه ماړه کورونه شته. دومره به دې موړکړم چې ترسبابه دې لا ارګی خساوي.

  دببنګ یواځې خړشان کمیس په غاړه وچې لستوڼي یې په خڼوککړپکړوو.هغه به خپله پوزه په نستوڼي(لستوڼي)پاکوله اوبیابه یې بیرته په خاوروکې لوبې کولې نوځکه یې لستوڼي تک تور،خیرن پیرن،کلک پلک اونوي خڼي به پې سپین سپین ځلیدل.

  په کمیس یې یوه تڼۍ هم نه وه او سینه یې ترې ټوله معلومیدله. مخ اولاسونه یې چاودي چاودي،توراوچوپرچوپر ښکاره کیدل.شونډویې وچ پوټکي اوپاړونه نیولي وو.دښۍ پښې غټه ګوته یې له ځمکې اوډبرونه څوڅوځله لګیدلې او خوږه شوې وه.اوس خویې ترې توره ټوټه تړلې،لیکین په وینوباندې کلکه پلکه شوې وه. نیایې له ځولۍ نه ټینګه نیولی اوهرې خواته به یې اوتراوترکتلې.

  دتورې آدې توره لوپټه(زړوکی)چې یواځې یوتورڅپوټی شان وپه سپین سرراټینګه کړې وه. دسره الوان کمیس یې نور دومره زوړشوی وچې دډیروټوټواچولونه یې خپل اصلي رنګ بدل کړی ؤ،خویره دومره اوږدوچې ددې خړرنګی پرتوګ ترې ایله دسترګوپه ښکارښکاره کیدو.

  دتورې ادې نګورچې دببنګ موروه ،پروسکال په لویه تبه مړه شوې وه. زوي یې«چارګلی»دیوه هزاربوزبډای کوچي په اوښانودسوداګرۍ مالونه له یوځای نه بل ځای ته اوله یوه ښارنه بل ښارته وړي راوړي اوجوپې پې کوي.

 اوس نونیااولمسی دواړه دنوي ښارپه قیرسرکونواوکوڅوکې اخوادیخواسرګردانه ګرځي راګرځي. دغرمې له دولس نیمو بجونه هم دساعت عقربک اوښتی دی.کله چې یوغټ ښایسته آهن پوشه کورته رانیژدې شول نووې لیدل چې دوه اوږده اوږده موټرونه یې مخې ته ولاړوو.دواړه موټرې دموداوکال سره برابرې اودوی ته یواځې یوه ننداره ښکاره کیده. په یوه موټرکې څوتنه ماشومان ناست ووچې ډیرې ښایسته ښایسته جامې یې اغوستلې وې.سره سپین مخونه یې دموټردکڼکیو نه دورایه ښکاره کیدل چې لاکله کله به یې سپینې سپینې مټې هم له شیشونه راوویستلې. په خپل منځ کې یې دلوبو په ساما نونوساعتیري اولوبې کولې.هغوی په دې انتظاراوخوشالۍ کې ووچې مشران به یې له کورنه راووځي اوکوم لرې ځای ته به دسیل اوتفریح دپاره لاړشي.

  لږوروسته څوتنه نراوښځې ددغه دوه پوړیزښایسته کورنه راووتل. دهغوی لباسونه داروپا دپرون مازیګردمود سره برابراولالږترې مخکې وو.ترټولووروسته یوه چاغه ښځه چې له ډیرڅربوالي نه ډډې په ډډې اوښتله،له کورنه را ووتله اودموټرپه وروستني سیټ کې په ستمونوستمونو کیناسته.

  توره آدې اولمسی یې هغوی ته دسوال اوخیرخیرات دپاره ورنیژدې شول،خوکله چې دوررسیدوپه حال کې وونودهمدې کاله په خدمتګاریې سترګې ولګیدلې.دغه سړي دسپینې چپنې نیستوڼي رانغښتي وواوپه لاسونوکې یې دپاتې وریجو (وریژو)تغاری نیولی وچې دکورپه مخ کې لښتي کې یې چپه کړ.دکوچۍ نه سوال مال هیرشواولمسی یې هم ددغې پاتې شنووریجو(پس خوردې)په لورورکش کړچې له تغاري نه دځمکې په مخ اچول شوې وې.نیااونوسي ترې غټېِ غټې نوڼۍ وهلې. ببنګ زرزرپه دواړولاسونووریجې خوړلې او نیابه یې یوه نوڼۍ کوله اوبیابه یې خدای(ج) ته شکرونه  ایستل.شکرخدایه …شکرخدایه ته خپلوبندګانوته په هرځای کې روزي رسان یې .

  په دې وخت کې تورې آدې ته خپل زوي«چارګلی» ورپه یادشوچې هغه به څه خوړلي وي که نه؟ که دې نرۍ وریجې خوړې ،خوبیرته یې له څټه وتې چې ناڅاپه یې په مرۍ کې نوڼۍ هم بنده شوه.

                                       «پای»

  یادونه:ـــ

په ځمکه دوریژودچپه کیدواودغریبانانوله خوادخوړل کیدو کیسې نورولیکوالوهم لیکلې دي .داچې دوی به له همدې کیسې نه الهام اخیستی وي اوکه خپل نوښت به یې وي. هرڅنګه چې وي،وي به،خویره داکیسه په پاسنۍ نیټه لیکل شوې اوبیادژوندون په مجله کې په ۱۳۴۹کال کې چاپ شوې ده .وروسته بیا زمادهمدې «کوچۍ»نومې دکیسوپه ټولګه کې په۱۳۶۴ کال کې خپره شوې ده . یعنې ښایي دځینو لیکوالودعمرنه هم داکیسه مشره وي.     «پای»


         دخان بیګار

دلیکلونیټه یې:۱۳۴۴

  په ټوله نیژدې سیمه کې دخان دښه سړیتوب نوم خپورشوی ؤ.هرچابه ویل: توبه توبه ،خان صیب داسې سړی دی چې…

  پلانی(…)خان له حده وتلی ښه سړی دی. ډیرزړه سواند، کمینه ،تل دټولوخلکوسره په هرځای اوهروخت کې مرسته کوي او په هرچایې ډیر زړه خوږیږي.

  په کوم مجلس کې چې خان صیب کیني نوتل وایي چې :

یره زماپه ولس ایمان دی اوټول ولسي خلک راته ډیر ګران دي .دده دکلي خلکواودهقانانوبه یې ویل: ښه نوڅنګه به د دغسې سړي مال جایداد نه ډیریږي؟څنګه به یې برکت نه زیاتیږي اوڅرنګه به یې خاني نه قوي کیږي چې هم خان وي اوهم دومره کمینه وي.

  خان دمشرخان کشری زوي واوپلاریې دډیروخلکونه ابادې ځمکې په ډیره ارزانه بیه په شرعي قواله اخستلې وې.دځینو پخوانوله خولې وایي چې: مشرخان به دځمکې خاوندپه پړي وتاړه،په اوبوبه یې ومنډواودپټي دخرڅ اقراربه یې ورڅخه د قاضي په مخکې واخیست.دقوالې په لیکلوکې به یې دځمکې حدودداسې لیکل:

ختیځه خواسیند،لویدیځه خواغریادغره څوکه. نوکه دچانه به یې یوه وړوکې شان کنۍ یاکوچنی پټی واخیستوبس نورې ټولې ځمکې به یې ترې لاندې کړې.ځکه خویې دکروندې کوزاو برسرنه معلومیدو.

  کشرخان چې دډیرې مودې فرارۍ نه وروسته نوی خپل وطن ته راغلی و،ډیره په چټکۍ اوکلک عزم یې خپل کارو بارته ملا ټینګه تړلې وه.اخوادیخوابه یې زرزرمنډې رامنډې وهلې اودخپل ځان سره به یې په زړه پورې پلانونه طرحه کول.

دورځونه یوه ورځ چې دده مزدوران اوبزګران دیوه نوي پټي په جوړولوبوخت وو،په داسې حال کې چې دلمرسترګې دلوړوغرودڅوکوسره وروستۍ خدای پاماني کوله دزړه سواندي خان سترګې په یوه زاړه ګوجر ولګیدې.ګوجرچې خان ته رانیژدې شونوزړه یې په ډبااوټوپونوپیل وکړاودځان سره یې وویل چې:خدایه خیرراپیښ اوپرده مې وکړې.ده چې خپلې مونې(څیرې)ته،خپلوپښوته چې له څوکونه یې دحیوان پوستکی تاوواوپوندې یې ښکاره اولوڅې وې،خپلې ګنډۍ ته چې دبزې(وزې)له پوستکي نه یې جوړه کړې وه ،خپلو بربنډولینګوته چې له یوې برخې نه یې پیتاوې(له وړیونه اوبدل شوې ټوټې)تاووې،خپل خیرن وجود،ببرسراوچاودو لاسونوته وکتل اوبیایې دخان غټ تندرسته بدن ته،ړقیدلي تندي ته،غټې ګیډې ته،ښایسته پاکوسونډي جاموته،بې پوندو څپلیوته،سرتورسرته اوسرې امساته وکتل نوزړه یې ځکه بې واکه شو.دسلام اوګړې بړې نه وروسته خان لږپه چروت کې اوپدې وارخطاغوندې شوچې اوس به څرنګه داسپیره اوخدای وهلی په دې ماښام له دې ځای نه ورکه وم؟دوه درې سکړکان(جواري)به لارانه داخوري اودرې څلورتنه میلمانه خوراته دمخکی نه ناست دي.

  خان دپټي په لویه پوله ناست واوخپله سره کونټۍ (امسأ)یې ورووروپه ځمکه چخوله.په کرارشانې یې په بنګاري بنګاري(ام ـ ام)شروع وکړه:

ام ـ ام، ګوجرمامالکه چې ګیډې وارخطاکړی یې؟ ګوډې خو دې څنګ ته پروت دی اولکه چې جواروپسې راغلی یې؟

 ګوجرپه نیولي شان اوازوویل:«آـ آـ آ»خان صیب، زمونږ دغه بدقسمت دی.مونږګوجرقام دیونیم سړي نه په غیر،ټول خواروزاریو.تاته خوښه معلومه ده چې زمونږګوجران تل په غرونوکې اوسیږي اوهلته دکرکیلې اوکروندې ځمکې نه شته دی. ټول عمرهمدا ګوډي دي اوزمونږڅنګ.

  خان: یره ګوجرماماڅه درته ووایم.زه خودخوارانوغریبانوسره ډیره مینه لرم اوزړه ته مې ډیررا نیژدې دي.دالوږې تندې یواځې ستاسوپه سیمه کې نه دي. غرونه خوڅه کړې چې دلته په سمه کې هم ډیرخلک درپه درګرځي.ابله ورځ یوسړی راغی اوراته وی ویل:چې خان صیب که ستاهرڅه کاروي،که خټې وي،که بیل وهل وي،که تیږي اوچمان چلول وي اویاداسې نوردرانه درانه کارونه وي، زه به یې انشالله چې په ډیره ښه توګه سرته رسوم اوشپه اوورځ به په ځان یوه کړم،خوچې یواځې په ګیډه مې سږکال ژمی موړوساتې.

زه به نورڅه ووایم،دداسې قیمتۍ اوقحطۍ په کال څوک تش په ګیډه هم سړی نه شي ساتلی.دقحطۍ په کال مزدوري او کارهم نه پیداکیږي.څه به وکړوستاسودخوارانوغریبانوبه همدا نصیب اوبرخه وي،که نه نوزه دنوروخانانوپه شان نه یم.زما په تاسوغوندې خلکوډیرزړه خوږیږي اوحتاپه ټولوانسانانو مې زړه سوځي.

  دجواروپه باره کې که درته وغږیږم نوخبره داده چې زما جواردمني په سردهقانانوسکال په امبار(دجواروپه کوټه ـ ګودام)کې لامده اچولي ووچې دیوسره تک شنه اوخساشول. دیوه ځله مې په خپله ژرنده وړه کړل اوپه یوه سوداګرمې خرڅ کړل.هغه بل کلي ته یوړل چې هلته یې دجوارودشنه کیدونه څوک خبرنه وو.وړه خوڅوک نه پیژني چې جواریې څنګه وواودوړودترخو،خوږونه هم څوک خبرنه وي.ته خوپه دې ښه پوهیږې چې جواروراسته شي نووړه یې خامخا ترخه وي.بس نوربه دې څه سرخوږوم،زمازړه خوټولوته معلوم دی چې په هرغریب زهیریږم اوټولوخوارنوته دګټې رسولوطرفداریم اوبیاتاغوندې غریب ګوجرته به څنګه یو ګوډی جوارنه درکوم ؟ بې پیسوخوبه مې درکړي وای،لیکین دجواروخبره همداسې وه لکه څنګه چې مې تاته وکړه.جوار مې په دې چل خرڅ کړي دي که نه نوزه خوټول عمرلکه څنګه چې مې مخکې وویل دغریبانانوپه غم کې سوی یم.

  ګوجرخپل تش ګوډی چې دوچغنوپه بیاسته(پړي)کې یې تړلی و بیرته څنګ ته واچاوه اوزړه نازړه دخان دلویې کلادیونیژدې کلي په لورروان شو.دده زړه وچې ګوندې خان         

 به راته دشپې دپاتی کیدوست سلاوکړي،خوخان دې په    خو له ګونګ شي که سوڼ قدرې به یې هم ورته له خولې نه ایستلی وي.ګوره چې ګوجربه په وچه ځمکه نننۍ یخه شپه په کوم جومات کې له خپلواوپردو سپږوڅخه ناکراره تیره کړې وي،خوښه وو خان یې له بلا نه خلاص شو.

  دفراریتوب دراګرځیدو له وخته راپه دې خوادخان پښې وروورودیوې ورځې نه بلې ته ټینګیدې اوخاني یې لکه د پلارغوندې قوي کیده. ښایسته ښې ډیرې شپې ورځې یې واوښتې. چې کله دخپل کلي اوخلکوپه سُربُرښه پوه شو نو بیایې په خپلوکاروایانولاس پورې کړ.

  دپلارنه یې دده چلونه پاخه ووځکه چې ده یوڅه عمرپه ښار کې تیرکړی و.څه یې له ښاري ژوند نه زده کړي وواو څه ورته دخانۍ میراث پاتې و.ډیرخلک یې تش په خوله رام اوتابع کړي وو.په هرګوډاوچنه کې به یې صفتونه کیدل.ویل کیده به چې یره کشرخان نسبت نوروخانانوته دومره ښه اوزړه سواندی سړی دی چې ساری یې نه شته. پوچې خبرې اویاسپکې سپورې خویې بیخي چاته په خوله نه راځي.

  دخان تش دخولې خندااوڅوپستوپستوخبرو،چې دنوي عصر سره سم یې یوڅه اندازه دخانۍ جلوسست کړی و، دخلکو پاملرنه ځان ته وراړولې وه.اصلي مقصدیې داوچې د«خان خانۍ»دبنیاداودوام مزي لاپسې ټینګ کړي.

  دورځونه یوه ورځ دې دغریبانانوپلوي خان فکروکړچې راشه دادکورنوکره ښځه له کاره وشړه اوپه څه چل یې مزدوري ځان ته ګټه کړه.دومره ډیر دهقانان مې دي اوزه لا یوې بلې ښځې ته مزدوري ورکوم.خان داکارعملي کړاوبله ورځ یې دکلي دهقانان خپلې اوجرې ته راوغوښتل.په هغوی باندې یې وارکیښودچې هرسړی به سرله سباوارپه وارخپله ښځه زمونږدکاله دکاردپاره رالیږي.څرنګه چې زما خدمتګاره تښتیدلې ده اوسړي خودننه دکاله کارنه شي کولای ځکه چې کورنی سترمې بې ستره نه شي نودهمدې خبرې دپاره مې راوغوښتلئ چې ناراستي په کې ونه کړئ!

  په کلي کې غلي غلي ګونګوسي شول چې خان راباندې د «بیګار»په ځای د«بیګارپلار»جاري کړ.مخکې خوبه یواځې مونږدټول کلي دهقانان بیګاریان وو.دغره نه به مو ورله په شالرګي راوړل.دڅارویودپاره به موورله واښه کول ،خټې به موورله کولې اولا بچي به موهم ورله کرارول او…داخولاڅه کړې چې حتااوجره به موورله وارپه وارپاکوله،ټغرې به موورله څنډلې اونورډیرډیر کارونه به موورله کول.اواوس داده خبره ښځوته ورسیده،ښځې موهم بیګاریانې شوې.

  سره ددې چې په کلي کې دې کارډیره بده اغیزه کړې وه، خوهیچاجرأت نه شوکولی چې دخان په مقابل کې څه ووایي. ترڅوچې دمیران اکا وارراغی. دخان سړی ددوی کره ورغی اوخبریې ورکړچې سباستادکډې(ښځې)نوبت دی چې دخان کورته ولاړه شي اودکوردننه خذمت یې وکړي.

  چي سباشونودمیران ګل میرمن دخان کورته ورحاضره نه شوه.خبره تنکۍ غرمې ته ورسیده،نه چا دخان کره کوم احوال راوړاونه ورکره بیګاره شوې ښځه ورغله.

  لږسات وروسته دخان هغه نوکرچې په ده پسې به یې ښکاري ټوپک ګرځاوه اوپه عینې حال کې ددهقانانوناظرهم و،بیا دمیران ګل دوی کورته ورغی.هغه دکوڅې په دروازه کې په زوره ورغږکړ:

  وامیرانه ! واوران سریه!دخان هرڅه وراني جاړپراته دي اوتادې ښځه لاتراوسه په کاله کې کینولې ده.

  میران ګل اکاخوکنځله(ښکنځله) واوریده، خوغوږونه یې پرې کاڼه کړل.کوڅې ته چې راووتونونوکرورته په تریوتندي اوډیربدوضعیت وویل چې: شابه هلکه خان غوښتلی یې،ځه چې ځو!

  میران چې دخان مخ ته ورسیدونومخکې له دې چې دده د ښامارې خولې څخه چې په شونډویې سپین سپین ځګونه پراته وو،څه را ووځي نودامسآ په دوه درې ګوزارونویې ګرم کړاوبیایې ورته په سپکوسپورواوردوبدوشروع وکړه:

ته لاڅه دخوارزوي یې،ستاخومرګ اوژوندزماپه پټي او دهقانۍ پورې تړلی دی. زمانه په فضل دخدای په دې علاقه کې څوک سرنه غړولی اونه یې اوچتولی شي.که حکومتي مامورین دي اوکه میاملادی ،ټول زما احترام کوي اوهره خبره مې مني.په ابله ورځ دې ونه لیدل هغه دمکتب معلم چې زمازوي یې ناکام کړی و،دبازارپه منځ کې مې وځغلاوه اودامساګوزارونه مې پې وکړل.زوي مې دمعارف دمدیرپه واسطه په معلم  په زورکامیاب کړکه نه؟

  خان صیب لاپه کنځلولګیاوچې خواوشاخلک راټول شول.میران یې په سوال زارۍ له خان نه خلاص کړ.خلک چې له موضوع نه خبرشول په میران ګل یې په زړه کې افرین اوشابسی وایه، خوپه خوله یې دخان طرفداري کوله. یونیم چې به خان ته لږډیرتپک (دغوزانوپه لوبه کې چې ټیکانوته په لمنه اویاټوټه ځمکه پاکوي چې یوله بل نه مخکې شي ـ دلته دچپړوسۍ په مانا) واهه نوورته ویل به یې چې: ته خوڅه بزرګ نه یې؟  د ټول کلي ښځې دخان خذمت ته راځي اوستا…

میران قسم کړی وچې که سریې لاړشي هم ښځه د خان کره نه بیګاروي.

  خلکواوخان چې هرڅومره داموضوع واړوله راواړوله او وې ګړنجوله راوی ګړنجوله،کومه نتیجه یې ورنه کړه. میران یودقاضي قسم خوړلی و،له خپلې خبرې څخه نه اوښتواوداکارورته دناموس بدرنګي وه.

  دخان زړه نورټینګ نه شواومیران ته یې وویل: ځوانه نور چې زماځمکې ته ورنیژدې نه شې! نه مې دهقان یې اونه ځمکه درکوم. په والله که دسږني فصل دانه رانه په خوله ولګوې. که څه هم دمیران نه خید(شنیلی کرلی) فصل پاتې شواوزړه یې ورپسې ډیر دردکاوه ،دغلې دانې درک یې هم نه و،خوداچې دده غیرت په ځای شونوبې اندازې خوښ ؤ. هغه به ځان ته په دې تسل ورکاوه چې :«دبې شرافتۍ دژوند نه دشرافت مرګ ښه دی».

                                              «پای» 


                دپیسوارمان

دلیکلونیټه یې: ۱۳۴۳

  په هغوی باندې نن دماتم شپه وه ،ځکه چې دجوپې خریې ناروغه و.داسې ناروغه وچې درغیدوتمه یې ترې غوڅه شوې وه.موراوزوي دواړوسرونه په ځنګنونوایښودلي وو. خدای خبرچې څه چروتونه به یې وهل.                     دړندې زوي لا اته کلن وچې په جوپه یې شروع کړې وه اوژوندیې له دغې لارې نه تامیناوه.

  دتورګل مورګل بي بي نومیده،خوسترګې یې دکوچنیتوب له وخته ضعیفې وې اوپه ړندې باندې مشهوره وه.کله چې پاخه عمرته ورسیده نودآدې کلمه ورسره زیاته شوه اود ړندې آدې غږبه ورته کیدو.

  دړندې آدې تورګل خولاله هغه وخت نه په ګلالي مشهورو

چې موریې ورته دډیرې مینې نه د«تورګلا لي »غږکاوه.

  دګلا لي دترورزوي مرجان چې دهغوی دکوټې دروازې ته ودریدونولومړی خویې لکه دنوروورځوغوندې په عادي ډول دخپلې ترورزوي ګلا لي ته ورغږکړ،خوچې دترورد زوي اودترورله خوایې کوم ځواب وانه وریدواودوی یې هم سرپه ځنګنوولیدل،لږپښه نیولی غوندې شو.دی لاپوه نه وچې څه چل دی.په دې وخت کې دمرجان دمورپه لاس کې دنریو وریجوکاسه وه چې لږې وړې وړې دډوډۍ قطرې پې دپاسه پرتې وې،دده ترڅنګ تیره شوه اودهغوی کوټې ته ورننوتله.

چې ګلالي اوموریې سرونه راجګ کړل نوددواړوسترګې د اوښکونه ډکې وې.دمرجان مورچې کاسه کیښوده نوبله خبره ونه شوه،خودواړوخویندوپه کریکواوزوره زوره ژړا لاس پورې کړ.مرجان هم غلی دنغري غاړې ته ودریدو.ده چې خره ته وکتل اوپه زړوزړوټوټوکې یې تاوراتاوولیدونوپوه شوچې دتروردجوپې خریې ناروغه دی اوښایي دواړه خویندې به په همدې ژاړي،خودی خبرنه وچې ددواړوخویندو ژړاکوم بل علت درلود.هغه لامل داوچې ړندې اوزوی یې نن ټوله ورځ ناره(وږې) تیره کړې وه.

  دمرجان موردیوه مامورپه کورکې خذمتګاره وه.هغه وخت چې به دمامورټولومیلمنواوکوروالاوډوډۍ وخوړه نوڅه «پاتې شونې»(پس خورده)چې به پاتې شوه ،هغه به یې دې ته ورکړه چې کورته یې یوسی اودخپل زوي اولورسره یې یوځای وخوري.کله کله چې به دماموردکورپسخورده ترې زیاته شوه نودخورسره به یې هم کومک کاوه اوپه کنډولي کې به یې دهغې برخه هم وروړله.دواړه خوندې دیوچاپه کورکې دهمسایه په ډول اوسیدلې.

  نن ماخوستن چې دمرجان موردماموردکوردکارنه ستړې ذرې ذرې راغله نودمرجان خورخپلې مورته ویلي ووچې د ترورکره مې دخوراک هیڅ نه شته.غرمه یې هم څه نه دي خوړلي اواوس هم وږي ناست دي.

  هغې دماموردکورنه دراوړیو«پاتې شونې»وریجوکاسه له ځان سره راواخیسته اوکله چې یې دهغوی دنغري په غاړه کیښوده نودواړوخویندونوریوې بلې ته ونه کتل،خودژړاغړار تڼارجوړشو.ښایسته ښه ساعت وروسته دژړاځوګ(ځوږ)لږ غلی غوندې شو،خودوړووړوسلګیواوازبه کله کله دکوټې دفضأسکوت ماتاوه.

  ډوډۍ اوګیډه دهرچاهیره شوه.ټول پنځه واړه،دوه خویندې اودرې اولادونه دچروتونوپه دریاب کې لاهوشول.«مړی نه و،خوویرګډؤ».دغم شپه نه وه،خودغم دشپې نه هم سخته وه.

  خدای خبرچې دتورګل اومرجان میندوبه دتیرویادونو او خیالونوپه کوم ګوټ کې چکرواهه،خوتورګل دخپل خره په غم کې و.هغه په دې چروت کې وچې که چیرې یې خرمړ شي نوڅه به کوي؟بیرته به وبوګنیدواوټکان به یې وخوړچې ولې داسې وایم چې:که چیرې یې خرمړشي.خرخوخامخا  مري،ځکه چې ددې مرض نه خودهیچاخرنه دی روغ شوی.

نوزه دې ته حیران یم چې مونږبه څه کوواوڅه به خورو؟ روزې خوموپه خدای اودخره په چلولوپورې تړلی وه.دیوڅو مني تخم للمي پټې خومودوچکالۍ له کبله وسو.نورکلونه خولالږښه وویوڅه ناڅه غله دانه به راته پټي وکړه اوخپل لاس پښې به موهم ووهلې نوکال به راباندې لږښه تیرشو.

  دتورګل مخ دننکیو(کوي)دانوداسې بدرنګ کړی وچې دهغه توروالي ته بیخي څوک نه متوجې کیدل چې مخ یې سپین دی که تور.دټوټې سپينه خولۍ یې دژمي دلوږوله وخته لکه ددوی دکوټې دتورولاړواوډاګوپه شان تکه توره اوخیرنه وه. که څه هم تورګل په ونه ټیټ و،خوخړرنګی څادریې له ده نه هم لنډو.داوده کیدو(بیده کیدو)په وخت کې چې به یې سرته کش کړپښې به یې لوڅې پاتې کیدلې اوکه پښوته به یې کش کړنوسربه یې لوڅ پاتې شو.

  تورګل چې دخپلې راتلونکې(ایندې)اودخره دمرګ په فکر کې شونووې غوښتل چې خپل زاړه کټ کې یوه لحظه د انډیري(پزکي) دپاسه ډډه واچوي اودخپل راتلونکي ژوندپه باره کې کومه لاره چاره ولټوي.

  مخکې له دې چې تورګل په دې باره کې څه ناڅه فکرو کړي یودم یې په مغزوکې تیروتودوسړوځای ونیو.دجوپې د ژمي شپې ورځې ورپه یادشوې.هغه شپې ورځې چې کله به یوجووړ(دبارانه داوبودډنډځای)ته ورسیدو اوجووړبه یې وچ ولیدو نوتنده به یې لاپسې زیاته شوه.کله کله چې ورباندې وږې شپې ورځې تیرې شوې وې.کله کله چې به باران لوند خیشت کړی واولادده دخره کته اوبارچې اته نهه منه مالګه به وه له کاره ایستلي وو.اوکله کله چې پې غلوداړې ـ حملې کړې وې اوبرسیره په دې چې دبارمالګه اودسرباري ګوړه به یې ترې واخیسته نودټوپک دکنداغونوګوزارونه به یې هم وخوړل. تیره هره یادونه یې په مغزولکه دپښ(یانګر)دپلک دروند ګوزارؤ.

  تورګل لا تراوسه دیرش کلن شوي هم نه و،خودزنې دسر ویښتان یې بیخي سپین شوي وواوپه نوره ږیره کې یې هم سپین سپین ډکي ښکاره کیدل.دچلم دکشولونه وروسته به داسې وټوخیدولکه سینه چې یې ښه سخته زخمي وي.د ریزش په وخت کې به یې همیشه پوزې ته دوسمال نیولی ؤ.

  هغه خپل لنډکی خیرن څادرپه مخ راکش کړاودخیال پلو په دنیاکې لانه ولاهوشوی چې ټوخي شین کړ.موریې چې د مرجان تروروه هم دټوخي سره وینې غورځولې.پلارخويي چې لاکله تورګل شپږکلن ودسل په رنځ مړشوی ؤ.دټوخي د سختې شیبې دتیریدونه وروسته یې دخیال مرغه په دنګو دنګوغرونوالوتنې شروع کړې اودځان سره یې ویل: یره چې خدای پاک مې دپنځه ویشتولکوافغانیوخاوندکړي،پنځه ویشتو لکو…پنځه ویشت…واه واه… نوڅه به پې کوم؟

  لومړی خوبه پې په ډاګ کې یوه ښه برجوره کلا جوړه کړم. دنصواری اوشنه کتانونوڅوجوړې جامې به ځان ته و ګنډم .تکې تورې څرمینه څپلۍ به واخلم،جګه خولۍ اوشنه لونګۍ به پې وتړم .لس ډ‌زې اسپانوۍ تمانچه به مې څنګ ته ځوړنده وي اودجوپې دپاره به هم دوه مستې مستې قچرې په نغدوپیسوواخلم،داسې قچرې چې دباردپاسه وروخیژم اود هغوی چروت خراپ نه وي.داسې قچرې چې که کله راباندې غله راواوړي اوزه ورته دقمچینې ترک(ورکوټی شان ګوزار)ورکړم چې بیایې دپښوګردهم څوک ونه ویني.

وای خدایه!زماپه زړه کې خوان دپنځه ویشتولکوافغانیوارمان دی.وای وای خدایه،ددې ارمان پوره کول خو… آه خدایه خربه مې مړشي اوهره لاره چاره به مې بنده شي.

  خیال پلوبیا ځان ته کش کړ: کله چې له جوپې نه راشم نو مورمې زما دستړې مشۍ دپاره دکلي مخ ته راوتلې وي.د تروردزوي مرجان دپاره مې هم دسفرنه مخکې یوښایسته بایسکل اخستلی وي اوچې کله بیرته له سفرنه راوګرځم نوده هم زمادمورځای ته په بایسکل ځان رارسولی وي.

  وای خدایه داسې څوک به هم په دنیاکې وي چې دپنځه ویشتولکوافغانیوخاوندوي او…نورخیال یې هم واهه چې په دې وخت کې دکاظم کاکاخبره چې دکلي یویادسړی دی ورپه یادشوه.کاظم کاکا په ابله ورځ دمړي دښخیدوپه وخت کې په ادیره کې یوچاته خبره کوله چې ده هم اوریدله.هغه ویل یره انډیواله په کابل کې یوچاکره ناست وم یوسړي وویل چې پلانکي سړي داسې نوی تعمیرجوړکړی چې پنځوس لکه افغانۍ تنها دهغه دکور په تشنابونولګیدلي دي نوته اوس دې ته ګوره چې په کوربه یې څومره مصرف شوي وي اوقیمت به یې لا څووي؟

تورګل په هماغه وخت دځان سره څوڅووارې تکرارکړه: پنځه میلیونه،پنځه میلیونه ـ پنځوس لکه،پنځوس لکه …اوس چې یې حساب وکړنوپه دې حساب دهغه ټول ارمان دوه نیم میلیونه افغانۍ کیږي.ده خولومړی دا فکرکاوه چې په دنیاکې به داسې څوک هم وي چې دپنځه ویشتولکوافغانیوخاوند وي نودتشنابونوخبره چې ورپه یادشوه اودده ارمان ایله…

  بل ځل لابیا خیال پلونه ووړی چې دمرجان مورورته غږ کړ: جګ شه بچیه! وریجې خوبیله دې نه هم یخې دي،نورې هم سړیږي چې وې خورو.دوی چې په خوراک شروع کوله نوخره یې هم په سلګواوجټکووهلوپیل وکړ.لږه شیبه وروسته ترې ساه وختله.

                                 «پای»

                           تـلیفونـي

                                                                  دلیکلونیټه یې: ۱۳۵۸

  دریدي چروت په دې ورځوکې ښه برابراوهغه دچاخبره ښه په دچه کې و.ځکه خوشاله وچې دثوردانقلاب په بریالیتوب سره،هغه ته له ډیرې مودې بیکارۍ نه وروسته په زړه پورې کارپیداشوی ؤ.په تنخا یې پوره اوښایسته ښه    ګوراره کیدله. دخوښۍ په خیالونوکې به ډیرولرې لرې او پخوانیو ځایونوته ورسیدواودتیروسختوسختوکړاونواویادونو په سمندرکې به لاهوشو.چې په مغزوبه یې لږفشارغونتکې راغی نوبیرته به یې داوسنۍ خوښۍ په څپوکې ځان دتوپاني سمندردښکته کیدواوګودرته درسیدودفاتح په ډول احساساوه. فکریې کاوه چې هرڅه دده دغوښتنوسره سم سرته رسیږي اوتردې وروسته به پې هیڅوک ظلم اوتیری ونه شي کړای. کله کله خوبه یې په خیال پلوکې دخپلې مورتیرو سختو سوختوته پام وروګرځیدواودځان سره به یې ویل چې کاشکې مورمې ژوندۍ وی اوداخوشالیانې یې لیدلی وی.

                               *****

  ریدی اوموریې دیوې وړې لورسره دومره پخوادپلارد کاله نه راشړل شوي ووچې هغه بیلکل فکرنه کاوه چې پلاریې هم شته.دچم ګاونډ تنکوزلمواوتنکوپیغلوهم داګومان نه شو کولای چې ګوندې ریدی اوخوردې یتیمان نه وي.دهغوی ژوندکټ مټ دیتیمانوپه شان واوموریې لکه دیوې کونډې په څیرټول عمردپردیومزدوري ګانې کولې.دشتمنومنګي به یې ډکول،غوجلې به یې ورله جاروکولې اوداولادونوخیري به یې ورله توګل.که دغم ښادۍ ورځ به وه نوهغې بیچارګۍ به دوه درې ورځې دپښواولاسونوددردنه سرنه شوجګولی او همیشه به یې خپلوپخوانیوماتوشویوپوښتیوته توده لوټه نیولې وه.

  کله چې به یې دملک کاکادکوردجامونه ښانک ډک کړاود سیند غاړې ته به راغله نودغرمې دډوډۍ دپاره به یې بیرته کورته دراتګ وخت نه درلود.لوربه یې ورپسې سوړ سوکړک دچایودتورچایجوش سره یوځای ګودرته یوړو.د جامودپریمینځلوپه ورځ به یې دشپې دویده کیدوپه وخت کې خامخادهډوکوددردګولۍ خوړله.

  دریدي موریوه خواریکښه ښځه وه اودمیړه په کاله کې به یې هم تل جاروپه لاس کې وه.دخپلې«بنې»په مخ کې به یې لکه دمزدورې په شان لمن په بډه کې منډلې وه اوپه مخ به یې تل خړګردپروت ؤ.

  دریدي پلارته دخپل مشرورورښځه کونډه پاتې شوې وه. سره ددې چې هغه دخپلې ورندارې نه دورورپه ژوند کې هم سخت تنګ واوډیر ترې ډاریدو،خواوس تقدیرورپیښه کړې  وه.بله چاره یې نه وه بیله دې چې نکاح پرې وتړي.دریدي د میرې مورژبه هغه دچاخبره تورښامارواوچې په چاپسې به یې راوویسته نوبیاترې په زیارتونوهم نه شوخلاصیدای.لږه موده لانه وه تیره شوې چې دریدي پلاریې دومره تنګ کړ چې خپله پخوانۍ ښځه،دځوانۍ اودمینې دامیدونوښځه،دریدي موردې ته مجبوره کړي چې له کوره یې وشړي اومیره مور یې داارته کلا ځان ته ایله اوانعامه کړي.

  ریدی اوخوریې بیخي واړه وواودمورسره یوځای دماما کورته نیژدې کوڅې ته کډه شول.دهغوی ټوله کډه یوه بستره یعنې یوه بړستن،یوبالښت اویوانډیری (پزکی) ؤ.کله چې پردي کورته وکوچیدل نوبیادریدي مورلکه دیوې غریبې کونډې غوندې په هیڅ کاراومزدورۍ نه شرمیدله اوخپل ځان ته یې ځان نه وایه.

                                 *****

  خبرې اوکیسې زرزرویل کیږي خوعمرپه کرار تیریږي. د ورځونه یوه ورځ وه چې دهوا(حوا)تروردروازه وټکیده.در وازې ته دښوونځي چپړاسي ولاړواوهواترورته یې وویل چې دریدي نوم په ښوونځي کې لیکل شوی دی.سبابه دخیره په وډي وخت خپل زوي ښوونځي ته راولې اولږې شان پاکې جامې به هم ورواغوندې!ځکه چې هلته بیانوروته خیرن ښکاره نه شي.

  هواخوچپړاسي ته یواځې«ښه»وکړه اودروازه یې ورپسې پورې کړه،خویره ترسباپورې یې سترګې پټې نه شوې.ټوله شپه په دې چروتونوکې ډوبه وه چې :که زوي مکتب کې واچوي نودهغې دلاس اړولواومرستې نه به ووځي.هرڅومره چروتونه چې یې ووهل اوټوله شپه یې په وس وسه کې تیره کړه،بیاهم وروستۍ فیصله یې داوکړه چې هرڅه ورته پیښیږي دخدای رضأ به وي،خوریدی بایدښوونځی ووایي.د هغې سره دښوونځي مینه دخپل کاکا دزوي له خواچې اوس یې دوی په کورکې اوسیدل،پیداشوې وه.دکاکازوي یې ډیر پخوادکابل په یوه لیلیه ښوونځي کې داخل ؤ.هغه چې به هر کال درخصتۍ په وخت کې کورته راتلونوپه نوروهلکانو او خلکوبه یې دمکتب سره دمینې اغیزه زیاتیده.دریدي خپل سکه مامایعنې دهواجانې ورورهم خصوصي تعلیم کړی ؤ.ده هم په خورګټې واړولې چې حتمي به دخیره ریدی په ښوونځي کې اچوې.

                                  *****

کله چې ریدی څلورم ټولګي ته ورسیدونوپه ښه اوبدپوه شو اوپه سبقونوکې یې سختوکوښښونوته ملاوتړله.هرڅومره چې به لږلږغټیدواودجسمي کارقووت به یې پیداکاوه نودمورسره به یې هغومره مرسته کوله.مور به یې کله کله دجمعې په ورځ وزګاره شوه اودهغې وزګارتوب به داوچې غره ته به لرګویا برړواونوروخسوته تله.بالاخره هغه وخت راورسیدوچې ریدي اوخوریې هم دمورلاس دمه کړ.پخواچې به یوګیډی خس کورته راننوتل،اوس درې ګیډیوددوی دکوټې کنج ډکاوه.

 له ماښام نه وروسته به یې موردخاوروتیلوډیوې ته «څرخه»کوله اودپردیوپنبه اوپاغوندې به یې ریشلې،خو ریدی به په دغه ټول وخت کې په کتاب نسکورپروت ؤ.

  هغه وخت چې ریدی اتم ټولګي ته ورسیدونوکه درخصتۍ په ورځ به مزدوري هم ورته پیداشوه ،مخ به یې ترې نه اړاوه.درنې درنې بوجۍ ګانې به یې دسین دغاړې له کشتۍ نه بازارته راخیژولې.دخلکودانې به یې ژرندو ته وړلې اود زیاتوځمکولرونکوخاوندانوته به یې دهغوی دکروندو نه ګیاګانې اوواښه راوړل،خوهغوی به ورته هم په بدل کې وړه،غلې دانې اویانغدې پیسې ورکولې.

                                 *****

  هغه وخت چې ریدی اتم ټولګي ته رسیدلی ونودموردتره زوي یې «خلیل»دپوهنتون دتعطیل(ځنډ)له کبله کلي ته ورغی.دپوهنتون محصلان دظاهرشاه دنظام په مقابل کې د سختومظاهروله امله تعطیل شوي وواوټول یې خپلو کورونوته رخصت کړي وو.

  په دې وخت کې خلیل دکونړپه دې لوي کلي کې دافغانستان دخلکوددیموکراتیک ګوند یوه څانګه تأسیس کړه.خلیل ډیر زلمیان چې یا په ښوونځي کې وو،یاترې فارغ شوي وو،یا بیکاره ګرځیدل اویایې دښوونکي وظیفه پیداکړې وه،په بیلو بیلوګوندي کمیټوکې تنظیم کړل.

  ریدی چې شپه اوورځ دخلیل سره په یوه کورکې اوسیدو، هره ورځ به یې ترې نوي نوي شیان زده کول.اخیرخبره دې ته راورسیده چې دریدي په کتابچوکې به په سره رنګ سور ګوندي بیرغ رسمیدواودتوررنګ بیرغ به یې په سره بیرغ باندې دچپه کیدوپه حال کې ښودو.هغه به دسره بیرغ په څنګ کې داکلمه همیشه په سره رنګ لیکله: «انقلا ب».

  دخلیل په کورکې هم یواځې دیوې زړې مورنه بل څوک نه وو.په یوه کوټه کې به په خپله اوسیده اوبله یې دریدي کوټه ګڼله.هغوی ورته ویل چې ترڅوپورې ژوندي وئ داکوټه ستاسوده.کله چې به دګوندیانومظاهره ،کنفرانس اویاډرام ونو ریدي به په کې دهرچانه زیاته فعاله برخه اخیستله.

 اوس اوس ریدی له نهم ټولګي نه فارغ شوی و.په هغه کلي کې دنهم ټولګي نه پورته بل صنف نه و. بل ځای ته دریدي  تګ اوتحصیل له امکان نه هم لرې اوسخت کارو.ځکه چې د هغه دپاره په بل ځای کې لږڅه زیات خرڅ اولګښت ته ضرورت لیدل کیدو.موریې هم ورته وویل چې : بچیه خدای دې مل شه .زه نوره دلاسواوپښونه غورځیدلې یم.که ډیره خواري مزدوري وکړم ایله به دومره وشي چې ځان وساتو. ستادخرڅ دبرابرولودپاره زمادمټوزورناست دی.که پخوابه مې دلسوکورونومنګي ډکول اوجامې به مې ورله پریمینځلې بیاهم سبابه په وډي وخت خپلې مزدورۍ ته روانه وم،خو اوس ایله …

  ریدي ورته په خبره کې ورودنګل. مورې نوره پروا مه   لره اوچې زړه ښکته پورته نه کړې.زه اوس په فضل دخدای ددې زورلرم چې درانه درانه کارونه وکړم اوتااوخورمې ماړه پټ وساتم.زه پوهیږم چې زمادپاره نوردتحصیل امکانات نه شته.اوس هم تاته ډیرډیر افرین وایم چې زه دې، دې درجې ته راورسولم اودژوند په ښه اوبددې پوه کړم.نوره ته کراره کینه اوزمادکاروایانوسیل کوه! دخدای کارونه ووله ریدي نه نورمکتب پاتې شو،خوهرکال چې به یې خلیل ماما کورته په رخصتۍ راغی نوددې یادونه به یې ورته کوله چې ماماجانه ماته به کله هم دتحصیل وخت برابرشي که نه همداسې به نوربې زده کړې پاتې شم؟زه به دزده کړې په همدې درجه(کچه)کله هم مامورشم اوپه کاربه ولګیږم که نه؟

  خلیل به ورته همیشه ویل چې ته ډاډه اوسه یووخت به ارو مرودبیکارۍ درنځ نه خلاص شې.

  ریدی خوبه دماماپه خبرولومړی څه ناڅه خوشاله شو،خو چې دې ته به یې پام شوچې لا ددولسم ټولګي فارغان بیکاره ګرځي نوده ته کله دکاردپیداکولوامکان شته؟ خلیل به ورته ویل چې نه یواځې ته اوستاپه شان نورفارغان؛ بلکې ددولسم اونهم ټولګي اوحتابې تحصیله ټول ځوانان اوپیغلې به په کارونواودوطن په آبادۍ بوخت شي.ریدی سره ددې چې په مامااودهغه په خبرویې پوره باورو،خوبیاهم زړه ته یې نه لویده چې کوم وخت به دمعاش خاوندشي.

  ریدي خوارکي یوکارهم پرې نه ښودو.په دهقانۍ به یې د خلکوپټي کرل،خټې به یې کولې،په سیندکې به یې دسوداګرو دلرګوجالې بوولې، په غرونوکې به یې دودانیودپاره تیګي ماتولې اودغه رنګ نورزړه چاودي کارونه یې کول، خودهغه ډیروخت به دخښتوپه جوړولوکې تیریدو.

  دریدي دموردهمزولوښځوپه سرونوکې لاتراوسه سپین ویښتان نه لیدل کیدل،خودهغې اویوې زړې بوډۍ ترمینځ هیڅ توپیرنه و.په خپل دې زاړه عمرکې یې په زوي قبوله کړه چې په «خور» ورله بدل وکړي اودخپل زوي ښادي په رڼاوسترګووګوري.

  دریدي له واده نه وروسته هواپه خپل ژوندانه دهغه یوه لوراویوزوي ولیدل اوپه دې برخه کې یې دخوړین زړه ارمان وخوت. هغې به تل ویل چې نیستي اوغریبي زمونږد ټول عمرسره ملګرې ده اودنیستۍ نه دومره په تنګ نه یو، خواوس مې ډیره خوښي په دې کې ده چې دریدي بچي مې په خپلوسترګوولیدل.لوریې هم واده شوې وه اوترهغې چې ژوندۍ وه دمیړه په کور کې ښه خوشاله وه.کله چې مړه شوه نوبیادهوادزړه نه خپله په مزدوریوکې رالوی شوې لوریوه ګړۍ هم نه وتله.چې زوي به یې په کورکې نه ونوپه سلګوسلګوژړاګانې به یې کولې اونګوربه یې هم دخپلې خواښې اوښې په اوښوبدرګه کولې.څه موده وروسته هواهم خپل نوسیان اریان دریان پریښودل اوبلې دنیاته ترې لاړه. نورنود کاله مسولیت دریدي په غاړه شو.که څه هم هغه په خپلو غمونواوخواریوکې ترغوږونوپورې ډوب و،خوبیاهم چې کله به دکلي ملکانواوسودخورودانقلابیانواوانقلابي ګوند په ضداوپه تیره تیره دده دماماپه هکله څه بدردوویل نوده به سخت خوله ماتونکی ځواب ورکاوه.ریدی روحاًمړنی او غیرتي ؤ.چاته یې سرنه ټیټاوه اوویل به یې چې هرسړی په خپل کورکې ملک دی.هغه به ویل چې:انسان یواځې یوځل مري اوبایده دي چې څوک له چاونه ډارشي.خدای دې یو لاس بل ته نه احتیاجوي که نه په والله که څوک په چااسره وکړي.که څوک ملک وي اویاخان وي دځان دپاره به وي، زمونږ دپاره نه دي.دوی زمونږدپاره یواځې دقوتواوڅاګانود ایستلوملکان اوخانان دي.

                           *****

  ریدي چې کله د۱۳۵۷کال دثوردمیاشتې په اوومه نیټه د افغانستان دراډیونه دانقلاب دبریالیتوب غږواوریدونوبې اختیاره یې چغې کړې اویخې یخې خولې ورباندې دخوشالۍ نه راماتې شوې. ددې دپاره چې په موضوع ځان سم پوه کړي نودمامایوډیرتکړه ملګري ته ورغی اوپه دې باره کې یې ترې معلومات وغوښتل.هغه ورته دټکه دملګرودبریالیتوب زیری ورکړ.ریدي دانقلاب په سباهم لکه دپخوانیومظاهروپه څیردانقلاب دملاتړپه عمومي مارش کې دشعاریوه لکړه جوخته په لاس کې نیولې وه اوهمدابه یې ویل: «ژوندي دې وي خلک ـ ژوندی دې وي انقلاب».

                         *****

  دهغه دماماهماغه تکړه ملګری دهمدې ځای ولسوال شواو ریدی یې دولسوالۍ دتلیفوني په حیث مقررکړ.دریدي د کلونو کلونوارمانونه اوخوبونه اوس ریشتیااوترسره شول.هغه برسیره دتلیفونیتوب دوظیفې نه، ټولوانقلابي دندوته هم ځان ګړندی رساوه.دریدي خونن سبا ډیر ارمانونه پوره شوي وو، لیکین موربه ورته تل په سترګوسترګوکې ورګرځیدله.دده د مورهم دتره دزوي خبرې ډیرې خوښیدې اودانقلابیانود بریالیتوب ارمان یې په زړه کې ژورځای درلود.

  انقلاب بریالی شواوریدی هم دانقلابیانوپه کتارکې ښه محکم ولاړؤ.په هرځای کې چې به غږشوچې په کوم کلي او یابانډه باندې غلوحمله کړې نوده به دنوروملګروسره سمدلاسه ځان وررساوه.

  ښکته اوپورته به یې منډې رامنډې وهلې اوهمیشه به یې خلکو ته دهغوی دذهنونودروښانه کولواودانقلاب دګټودساتلو په باره کې ډیرې په زړه پورې خبرې کولې.

  دڅه مودې دپاره له ولسوالۍ نه دولایت مرکزته خدمتي شو. هلته هم کرارنه وناست .که دانقلاب ددښمنانوپه ضدیې منډې ترړې کولې نوخپله دتلیفونیتوب وظیفه یې هم په ډیره ښه توګه سرته رسوله.چیرې چې به غږشوچې دانقلاب دښمنانوپه کوم ځای یرغل وروړی نوریدي به له هرچانه مخکې دبریده ځای ته ځان رسولی ؤ.یوه ورځ سهاروختي چې لمرلاڅریکه نه وه وهلې،ریدي ته خبرورورسیدوچې غلودنواباد په کلي حمله کړې اوهلته یې دتلیفون سیم(لین) پرې کړی اوڅوډاګو(ستنو)ته یې زیان رسولی دی.ریدي څوتنه نورهم دځان سره ملګري کړل اوپه جیپ موټر کې کیناستل.کله چې دیرغلګروځای ته ورسیدل نودمردکیو (مرمیو)باران پې جوړشو.په داسې حال کې چې دښمنان مخ په تیښته وواودوی په پوره میړانه سره پرمخ تلل،په ناڅاپي توګه یې دجیپ موټریوه برخه په سرک کې خښ شوي بم (ماین) والوزوله. هغوی له جیپ نه راکوزشول اوپه چټکۍ سره یې سنګرونه ونیول.دښمنان یې دسترګوپه رپ کې وځغلول اوسیمه یې ترې بیغمه کړه.

 نورنودمازیګرلمر په غړغړه واوپه وړانګوکې یې دفتحې سرې شغلې ځلیدلې.که دریدي دکیڼ اړخ نه دسرووینوسیلاب روان و،خوپه ښي لاس یې په ماشۍ په زړورتیا اوسړې سینې (خون سردۍ)سره خپله بونډه ګوته خوځوله اولایې په لرې کې دښمنان تعقیبول.په جګړه کې یوشمیر دوشمنان محوه او نوریې وتښتیدل،خودریدي حالت هم ښه نه و.ملګرویې هاها جوړه کړه اووارخطا غوندې شول چې اوس په څومره بیړې سره ریدی روغتون ته ورسوي.

  ریدي په حوصله ملګروته وویل: زه روغتون ته نه رسیږم.زماڅووروستیوکلموته غوږونیسئ!

مادثورانقلاب ګټې په خپله ولیدلې اودکلونوکلونوتنده مې پې ماته شوه.زه اوس په زړه کې کوم بل ارمان نه لرم،خو یواځې داوصیت درته کوم چې انقلابیان دې زمازوي داسې وروزي چې ددې انقلاب دساتلووفادار سرتیری وي.زمازوي داسې وروزئ چې تلیفوني پلاریې په ګورکې پې ویاړوکړي.

«ژوندی دې وي دثورانقلاب او…».کوم بل شعاریې هم ورکاوه چې ساه یې ورکړه اوسریې دیوه ملګري په ځنګانه کیښودو.

                           «پای»


                       ملنګ بابا

دلیکلونیټه یې: ۱۳۵۸

  په دې کلي کې اوددې کلي په شاوخوا سیمه کې خلک دملنګانوسره پوره اشناوو.

  ډیرملنګان دلته راغلي،خیرونه یې غوښتلي،شوکرانې یې ټولې کړي اوایلونه یې کړي دي.ددې ځای واړه همیشه د ملنګانودایلونوپیښې کوي.دوی په خپل مینځ کې یوتن ملنګ کړي اونورورته خیرورکوي.هغه کوچنی چې دځان نه یې ملنګ جوړکړی وي په زوره زوره داسې چغې وهي:«ایل بابا،ملنګ بابا…راوړئ دملنګ فقیرخیرات راوړئ!چې په شانډۍ اوکندوانوموخدای برکت کیدي.راوړئ راوړئ فقیرته خیرراوړئ! هرڅه نذراوصدقه چې موپه ځان ایښودلې ،منلي اودزړه نه موایستلې وي،همدایې وخت دی.هلئ شابه راوړئ ،راوړئ…!».

  په دې کلي کې دملنګانونوم په هرچاخوږلګیږي اوتل پې زړه سوی کوي.په زړونوکې ورته ژوراحترام لري اودلته د نوروټولومسافرونه دملنګانوزیات درناوی کیږي.

  فقیرکاکاچې ددې کلي اوسیدونکی دی له ډیروکلونونه وروسته ورته خدای زوي ورکړی دی.دده په کورکې لا اوس هم درې نوڼه پاتې دي اوپنځه نورې یې واده شوې دي. داتونوڼونه وروسته دخدای مهرباني وه دفقیرکاکامیرات (میراث)ټینګ شو. زوي یې په کورکې وزیږیدواوله دې وسواس نه خلاص شوچې دکاکازامن به یې دده ترمرګ وروسته کورنۍ ته هیڅ هم ونه وایي .دده په مال آل به بریتونه غوړنه کړي اودنوڼو(لوڼو)په کوڅیوکې به یې لاس وانه چوي.که څه هم په کورکې یې یواځې درې تنه بې واده پاتې وې،خوډیره سودایې ورسره وه اوځان یې په میرات حساب کړی ؤ.وایي: «دمردانودیګ په وارپخیږي.یا: دصبرمیوه خوږه وي».فقیرکاکاخوډیره موده صبروکړچې اخیرپه سپینه ږیره خدای دزوي خاوندکړ.

  هغه ملنګانواوپیرخانوته زیات احترام درلوداوپه عین حال کې یې هغوی دنوروله خواهم دترحم وړبلل.ددې دپاره چې خدای ورته زوي پاتې کړي اوملنګانوته یې درناوی کړی وي نوپه خپل زوي یې هم چې دړندوسترګواوښه وه،ملنګ نوم کیښودو.

  ملنګ خپلوخویندولکه دخوږلاس په شان په یوه غیږه اوبله کې ګرځاوه اوهیڅکله یې ژړاته نه دی پریښودلی.دکرارولو په وخت کې ورته خویندې لکه دسندرواوزمزموپه ډول په زوره زوره وایي:«ایل باباــ ملنګ بابا…».

  په دې نامه(ملنګ)یې مخکې دایښودلوپه وخت کې خویندو څه ناڅه لانجې وکړې اونه یې خوښیدل چې ورورته یې څوک دملنګ اویادملنګ بابا غږوکړي،خوپلاریې دوی ته قناعت ورکړی وچې دانوم پې ځکه ږدي چې خدای یې ورته پاتې کړي.هغه نوڼوته ویلي ووچې زمادپلارهم زامن نه پاتې کیدل ،خوکله چې زه وزیږیدم نوپه هغه وخت کې یو مشهورملنګ زمونږکلي ته راغلی و.دهغه نوم هرڅه چې و، خوخلکو دفقیرملنګ په نامه پیژاندو.زماپلارته یې له دوعا کولونه وروسته ویلي وو: «ددې دپاره چې خدای دې زوي پاتې اونیک صالح یې درته لوي کړي نوزمانوم (فقیر)پې کیده!». پلارمې هم منلې وه اودادی زه هم خدای تراوسه پورې ژوندی ساتلی یم.

  پخوا په ټول کلي کې دبل هیچانوم فقیرنه واوهم دلومړي ځل د پاره په دې کلي کې فقیرکاکاپه خپل زوي باندې« ملنګ»نوم کیښودو.

  ملنګ دهماغه ماشومتوب نه په ملنګ بابا مشهورشواولویو وړوورته دملنګ سره د«بابا» کلمه ورزیاتوله. وروسته وروسته بیا نوروکورنیوهم په زامنوباندې دملنګ نوم کیښودو.هغوی هم داهیله درلوده چې خدای ورته دفقیرکاکا په شان زامن پاتې کړي،خودهغوی دماشومانودنومونوسره د باباکلمه نه ورزیاتیدله.چاته به ملنګ،چاته به ښایسته ملنګ، چاته به،ملنګ جان،چاته به فقیرملنګ اوچاته به ملنګی ویل کیدو.

  دلته یواځې دفقیرکاکازوي دملنګ باباپه نامه مشهورشوی ؤ.

  وایي چې کیسه اوخبرې زرکیږي،خوعمرپه کرارتیریږي. دورځونه یوه داسې ورځ هم راغله چې ملنګ نوی زلموټی شوی واو د ښوونځي ددولسم ټولګي نه لومړی لمبرفارغ شو.که څه هم پوهنتون ته دتګ په ازموینه کې هم بریالی شوی و،خوداقتصادي ستونځوله کبله یې دښوونکي وظیفه واخیسته اوپه دې دنده کې یې ډیر زرسیمه ایزشهرت پیداکړ. دیوې خوانه په درس ورکولوکې پوره ماهراولایق واودبلې خوانه دومره دښواخلاقوخاوندوچې یوځل به چاولیدواویابه یې دهغه په باره کې څه واوریدل نوبیابه یې له یاده نه وتو. موراوپلاریې ښه په مړه خیټه زاړه شوي اودچاخبره دشیخ فاني حالت ته رسیدلي وو.دوه پاتې خویندې یې هم اوس مړوښې(د مړونوخاوندانې)شوې وې اویواځې کشرۍ خوریې چې دده نه مشره وه لاتراوسه په کاله ناسته وه.

  ملنګ خودښوونځي په پیر(دوران)کې دومره هلکان د افغانستان دخلک دیموکراتیک ګوندته جذب کړي ووچې ډیروپخوپخوکدرونولاهم داکارنه وکړی،لیکین چې کله ښوونکی شونوټول ښوونځی یې په ځان پسې ورکش کړ.

   ددوه کالو اواتو میاشتوپه موده کې یې دمعلمۍ وظیفه او ګوندته د زده کوونکودجذبیدوکارپه ډیره لوړه روحیه سرته رساوه ،چې بالاخره د ثوردانقلاب لمرپرې راوخوت. دانقلاب په بریالیتوب سره دده وظیفه نوره  هم درنه اومسوولیتونه یې زیات شول.هرې خواته منډې وې، د ګونددتشکیلاتوسمښت و، دخلکوراټولول وو،تبلیغات وو، د کوپراتیفونوسمبالول وو، پیرې وې،ګزمې وې،دسواددزده کولوکارونه وو،دانقلاب د دښمنانوپه ضدپه ټولنیزو سازمانونوکې دخلکوومتشکل کول وو،دخپلې خوښې کارونه وو،دځمکوویشل وو،دسودخوروپه مقابل کې مقاومت و،دودونوپه برخه کې خلکوته لارښوونې وې اوداسې نورې په لسګونواوسلګونووظیفې وې چې په ملنګ باندې یې شپه اوورځ یوه کړې وه.که لږه په لنډو یې  کړونووبه وایوچې هغه دچاخبره دسردویښتانوګرولوجوړولو اودږیرې خرولووخت یې نه درلود.تل په دې هلوځلوکې و چې په کوم ځای کې نیمګړتیاموجوده وي چې سمه یې کړي اودانقلاب سره ددې سیمې دخلکومینه لازیاته شي.

  دملنګ زیات ملګري په غټوغټوچوکیومقررشول اوپه ښه دبدبه کې ګرځیدل،خودی له دې کبله چې دزاړه پلاراوزړې مورنه جدانه شي نوله ملګرونه یې هیله کړې وه چې دهمدې خپل کلي په ښوونځي کې یې دښوونکي په حیث پریږدي. هغوی هم داخبره ورسره منلې وه اوله دې پلوه یې زړونه ډاډوو.ځکه چې دملنګ ټول ګوندي کارونه سم وواودلته هرچا خپله وظیفه په ښه توګه سرته رسوله.

  موراوپلاریې هم خدای ته شکرونه ایستل چې دوی ته یې داسې نرزوي ورکړی چې دپلارنیکه نوم یې هم لو ړکړ. دانقلاب دبریالیتوب نه پنځه کاله تیرشول،خوملنګ بابالا هماغسې په خپل کلي کې معلم دی.دانقلاب دښمنان هم د پخوانه اوس ډیر منظم اوپه عصرې وسلوسمبال شوي وو.د کلي خلکو،دګوندغړواودښوونځي زده کوونکوپه ټوله سیمه کې پوستې جوړې کړې وې.ددښمنانویرغلونه به یې شنډول اونه یې پریښودل چې دکلي ولس ته زیان ورسوي.

                                *****

  نن شپه دلویې ویالې دغاړې پوستې له ملنګ بابا نه غوښتنه کړې وه چې ددوی سره یوځای پیره وکړي.ځکه چې داڅوشپې په پله پسې ډول په همدې پوسته باندې حملې راځي.هغوي ملنګ ته ویلي ووچې دحملې زورپه خپله له نیژدې نه وګوري اودپوستې دکسانوشمیریې ورزیات کاندي. ملنګ هم ورته نه،ونه کړه اوددوی سره یې په پوسته کې شپه کړه.دنوروشپوپه خلاف نن ان ترنیمې شپې پورې یوډز هم چاوانه وریدواوپوسته بیلکل آرامه وه. ملنګ باباهم د پوستې په ملګرویوڅوخندنۍ شان ټوکې ټکالې وکړې اوپه ټوکوټوکوکې یې سترګې ورغلې(بیده شو).

  دپوستې پیره دارپه خپل ځای ویښ ولاړو،خونورانډیوالان یې هم یوپه بل پسې کرارکرارخوب یوړل.دنیمې شپې نه هم دوه دونیم ساعته تیرشول اوپه پوسته کې لاکراري وه. پیره داردپوستې خولې ته رانیژدې شو،غوښتل یې چې خپل ساعت ته اورلګیت ولګوي اووګوري چې څوبجې دي،خودګوګردپه لګیدوسره په پوسته هم اوربل شو.داپوره معلومه نه شوه چې دښمنانورڼاولیده چې په ډزویې شروع وکړه اوکه په تصادفي ډول یې په همدغه وخت کې حمله پیل کړه،خودومره خبره وه چې دپوستې ساتونکوته یې وارنه ورکاوه اوپه یوه ساه لګیاوو.نن شپه په پوسته راکټونه او لاسي بمونه هم راوریدل اوپه لومړۍ ترپله کې یې څوتنه په وینوکې ولمبول.پاتې درې څلورتنه دملنګ په ګډون لویې ویالې ته ورښکته شول اوپه مقابلوډزویې شروع وکړه.ملنګ  داوبوپه ډکه ویاله کې کوزې خواته روان واونوردرې تنه ملګري یې له برې خوانه له دښمنانونه راتاوشول.دوی فکرکاوه چې دښمنان لږدي نویابه ماتې ورکړي اویابه یې ژوندي ونیسي.لیکین ددښمنانوشمیردومره زیات وچې دبرې خوادرې تنه یې ديوې سپکۍ شان جګړې نه وروسته شهیدان کړل،خوملنګ په داسې ځای کې مورچل نیولی وچې دسهار ترلمرخاته پورې پې دچاوس ونه رسیدو.هغه کرارکراراو دمه په دمه یویوډزکاوه اودشمنان یې له رامخکې کیدونه ځای په ځای ودرولي وو. کله چې دهغه پپشه (ماشیندار) ودریده نو ډزې بندې شوې اودوشمنان یې پوه شول چې کارتوس ورسره خلاص شوي دي. هغوی هم صبرونه کړ،ناڅاپه پې  راوغورځیدل اوژوندی یې ونیو.

  دملنګ سره یوتیارعیارشوی بم په لاس کې واولاس یې لا تردې وخته پورې په جیب کې منډلی و.هغه وخت چې یوزیات شمیر دښمنان ترې راتاوشول نو«ملنــګ بـــــابــــا» بم په خپله مخه کې له ځمکې نه وویشتواو ترې راتاوشوي دښمنان یې ځای په ځای کړل،خوپه خپله هم ستي پتي اوټوټې ټوټې شو.

 

                               «پای»


                             دشهیداکرامیه

دلیکلونیټه یې:۱۳۶۲

  سردروتروردخپل شهیدمیړه اکرامیه اخیستلې وه اودخپل کلي په لوریې زرزرګامونه اوچتول،خوډیراحتیاط یې کاوه چې په دې اخیروخت کې په ماین وانه لوزي.پښه به یې حتماً

په تیګه اویاکلک ځای ایښودله اوپه هغه ځای کې چې خاورې به یې ډیرۍ ډیرۍ اواومې ښکاره کیدې نودخپل کوچني زوي پښه یې هم پې نه پریښوده.هغه به یې له لاسه ونیواوراکش به یې کړچې داومو خاورونه اوچت ټوپ ووهي.هغوی ددې ډارپه څنګ کې ددښمن له ډزونه هم ایریدل.کوښښ یې کاوه چې دپانډونواوکمرونوغاړوته لږټیټ ټیټ لاړشي چې دمردکي نه هم په امن وي.

                                *****

  ددوی کلی دغرونوپه دره کې پروت وچې ډیرې ځمکې یې للمي وې.میړه یې میرام جان ددې کلي دنوروبزګرانوپه شان یوعادي بزګرو.له هغې ورځې نه چې ددښمنانودحملواو ماینونوله کبله په کرونده کې کرکیله بنده شوه، ده هم یواځې په کلي،جومات اومورچل کې خپل وخت تیراوه اوددفاع د ډلې دنوروغړوپه شان یې په تنخاګوزاره کوله.دشپونه یوه شپه دچربانګ(چرګ بانګ)په وخت کې ډزې لږې شانته کرارې شوې،خودکلي دلوي جومات ملاصیب چې وروورو ځګیروی یې کاوه،څوتنوپه غیږکې نیولی واودجومات په لور یې څکاوه.لاتورتم و،وینې نه ښکاره کیدې،خودهغو کسانو لاسونه په وینولامده ووچې ملاصیب یې جګ کړی ؤ. په لاره کې دملاصیب فریاد غلی شو.دوی فکرکاوه چې دردبه یې کم شوی وي نوځکه یې اوسون(حوصله)په ځای شو.چې دجومات خواته نیژدې یې واچاوه اودجومات لاټین یې ورته ولګاوه نوپه هغه کې ساه نه وه اوخپل پوریې پوره کړی ؤ. ملاصیب کومه خبره ونه کړه ،خوخلک په دې پوهیده چې هغه به هرسهاروختي دچربانګ په وخت جومات ته نیژدې د سین په غاړه په تازه اوبواودس کاوه. په ملاصیب داوداسه په وخت کې دښمنانوډزې کړې وې.دهغوی څوکسیز ګروپ د کلي په شاوخواسیمه کې شپه تیره کړې وه اونیت یې لاره چې سهاروختي به په هغوکسانوباټ چلوي(ډزې به پې کوي)  چې دمانځه دپاره اودسونه تازه کوي.نصیب تقدیرته ګوره چې داجل ګولۍ یواځې دملاصیب په زړه ورننوتلې وې او هغوی بیاله دې ځای نه تري تم شوي وو.

  دانقلاب ددفاع ډلوچې دملاصیب شهادت ولیدنوبیله دې چې څوک چاته څه ووایي اویاکوم دستورورکړي،ټول په خپل سردډاګ لورته وخوځیدل اوپه چوپه خوله یې منډې پیل کړې.ډاګ دکلي ختیځې خواکې پروت و چې وروستنی سریې د غره سره نښتی و.داولسې خلک اوددفاع ډلې چې د ملاصیب په قاتلینوپسې یې «چغه»ایستلې وه،ټول په دې پوهیدل چې دشمنان په همدې نیژدې شاوخواکې دي.هغوی یوبل ته ویل چې ډزې یې ځکه بس کړي دي چې مونږ تیرباسي.توره کوئ چې ژوندي یې ونیسو.دوی ښه په نظم او کرارۍ سره تقسیم شول اودډاګ زیاتې برخې یې کلابندې (محاصره)کړې.باوریې درلودچې دښمنان ترې ژوندي نه شي تښتیدلی.په چوپه خوله هرچاځانونه په ژوروقوتو،لښتواو کندوکې پټ کړل چې ترڅوپورې دسهاررڼا راښکاره شي او دوي دملاصیب قاتلین په اسانۍ راګیرکړي.لږسات وروسته د میرام جان اوورسره په څنګ کې ددوه بزګرانواندیښنه شوه چې ګوندې دښمنان به لرې وتلي وي اوله لاسه به یې ووځي. له خپلوځایونونه راجګ شول اودغرنیوسیمودجنګي تاکتیک په خلاف یې نرۍ لارونیوله.هڅه یې کوله چې مخ ته ولاړ شي اودغره لمنې ته ځان ورسوي نودښمن به ترې ونه تښتي.دوی لا څوقدمه مخ ته نه ووتللي چې دشاله خواورته لاسي بم ورګوزارشو.دښمنان ورته دادیرې دقبرونوشاته پټ په «څو»کې ناست وواوچې ددوی دپښو کړپایې واوریده نوهیڅ اسره یې پې ونه کړه.

  میرام جان اوبل ملګری یې ځای په ځای شهیدان شول اودریم تن یې څوورځې وروسته په روغتون کې ساه ور کړه.

  دښمنان په دې فکرکې ووچې همداڅوتنه دي بس له منځه ولاړل،خوخبرنه ووچې ګرچاپیرترې کړۍ جوړه شوې ده.د کلي خلکوهغوی ژوندي ونیول اومسوولومقامونو(چارواکو) ته یې وسپارل.داچې چارواکي ورته څه جزاورکوي،ورکوي به یې،خوسردروترورکونډه اوزوي یې یتیم شو.

                                     *****

  دشهیدانودښخیدومراسم په ځای شول.څوورځې نورې هم تیرې شوې.دسردروترورزړه لاخوږو،خودمجبوریت له کبله دې ته اړشوه چې دخپل شهید میړه داکرامیې غم وخوري او په هغوپیسوباندې خپله ګوزاره وکړي.

  څوورځې خوپه دې انتظاروه چې دکلي ډاګ ته پوسته ووځي اودتګ راتګ امنیت ونیول شي.کله چې دولایت مرکزته ورسیده نوهلته څوارلس پنځلس ورځې دالوتکې په انتظارناسته وه.چې کله کله به یې ډیر زړه راتنګ شونود ځان سره به یې فیصله وکړه چې همدې دخپل ولایت مرکز کې دشهیداکرامیه واخلي،خیردی که په ځنډ هم وي.لیکین بیرته چې به یې دافکروکړچې په کابل کې به هم خپل ورور وګوري اواکرامیه به هم زرواخلي نوبیابه یې دې ته زړه ښه کړچې کابل ته لاړه شي.

  بالاخره کابل ته ولاړه اوخپل وروریې چې په مرکزکې یې وظیفه درلوده ولیدو.اکرمیه یې هم واخیسته اودورورپه مرسته یې په روغتون کې معاینې بشپړې کړې چې دارودرمل یې هم ورکړل.څه ناڅه خوشاله وه چې دغم باریې دورورپه لیدولږشانته سپک او تسل یې وشو.

  له هغې خوانه لږه په اسانۍ خپل ولایت ته  راستنه شوه. ښه ووپه طیاره کې ورته زرځای پیداشو.

                               *****

  اوس چې دخپل کلي په ډاګ کې په ویره ویره روانه ده نو په ځان اوزوي باندې یې دوعاګانې چوف کولې چې خدای یې په خیرسره خپل کورته روغ ورسوي.په جیب یې هم ټینګ لاس ایښودلی وچې داکرامیې پیسې ترې ونه لویږي. هغه په دې اندیښنه کې ده که دانقلاب دشمنان پې راواوړي چې په منډواوځان خلاصولوکې ترې دپیسوغوټه پرې نه وځي.

  هغه لاپه دې سوداکې وه چې دماشینداروکړارجوړ شو. سره ددې چې امنیتي پوسته هم ډاګ ته راوتلې وه،خوجګړه لږه سخته غوندې پیل شوه.سردروترورلومړی دخپل زوي سره چې دعمرنه لږ پوخ شانته و،خووجودیې ډیر کوچنی او کمزوری و،یوې تنګې خوړګۍ ته ورکوزه شوه اوله هغې نه وروورولوي خوړته ورننوته.په لوي خوړکې دګډو(میږو) کړپ کړوپ و.شپانه یې هڅه کوله چې دګډورمه له خوړنه په کرارکرارلوی کندې ته ورتیرې اوله ډزونه یې وساتي.د شپانه سره یووړوکی هلک هم وچې اپلودیپلو به یې دمیږومخ ته غرګي ګوزارول اوهوارې ځمکې ته له ورختویې منعې کولې.دوی اوسردروتروردیوه کلي ووچې په لیدویې هغه څه ناڅه ډاډه شوه،خوډزې هم وارپه وارزیاتیدلې اودمردکو تغاری دهغوی دسردپاسه تیریدو.

  جګړه ډیره سخته شوه ،امنیتي ځواکونودانقلاب دښمنان پسې اخیستي وواوپه شاروان وو.څومره چې هغوی په شا راتلل همدومره دسردروترورخواته رانیژدې کیدل.نصیب ته ګوره چې همدې کندې ته راکوزشول اوپه دوی باندې یې سترګې ولګیدې.ددښمنانودوه درې تنو دخپلوټوپکونوخولې د دوی په لورراوګرځولې اواوریې ورباندې بل کړ.دوی څلور واړه په ځمکه پریوتل چې دمردکو(مرمیو)نه بچ شي.د مردکیوښه تونده شیبه پې لکه دږلۍ په شان واوریده،خو دښمنانوته معلومه نه شوه چې څوک مړه اوڅوک ژوندي پاتې دي.په اخیره کې دښمنان هم له یوه سره دامنیتي پوستود ځواکونوله خوا هغې بلې دنیاته ولیږل شول.

  هغه وخت چې دکلي خلک ټوپک په لاس دسردروترورخوا ته راورسیدل نووې لیدل چې هغې بې له وصیت نه دشهادت کټوری(جام) څښلی دی.په دې یوه تن څادرخورکړاوشپانان یې هم ولټول،خوساه په کې نه وه.په دې وخت کې دکلي یوه دپاخه عمرسړي ولاړوکسانوته وویل:

  داسپین ږیری شپون دې خدای وبښي دخپلې کورنۍ لومړنی شهیددی،خوداکوچنی هلک چې دده پلارهم شپون و، په خپله د ښوونځي زده کوونکی اودکورنۍ دریم شهیددی. پرون خویې مونږاوتاسوپلارخاوروته وسپاروچې په همدې للمه کې شهیدشوی و.شپږمیاشتې مخکې موورله دنیکه په  مړي چې هغه هم همدې اشراروشهیدکړی و،دشهیدانوپه ادیره کې په قبر جنډه ناله کړه. سردروغریبه خوتاسوټول پیژنئ،دخپل شهید میړه په اکرامیې پسې تللې وه چې اخیریې پې په خپله هم سرکیښودو.لاس پورته کړئ چې خدای(ج) ټول وبښي اوجنتونه یې نصیب شي.حاضرینوهم دوعاوکړه اوټولوپه یوه غږ«امین» ووایه.

  په دې وخت کې دیوشمیرکسانوپام شوچې دسردروتورزوي څوقدمه وړاندې په خاوروکې خړپړ پروت واوله ډار نه یې سر نه راجګاوه.هغه لااوس هم په دې فکرکې وچې دانقلاب دشمنان ورته رارسیدلي دي.یوتن ورغې لومړی یې وخوځاوه اوبیایې راپاڅاوه. دهغه په وجودبیخي ګولۍ نه وه لګیدلې ،خودویرې نه بې سده پروت ؤ.

                                                      «پای»

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

                         څوکیـــدار

دلیکلونیټه یې: ۱۳۶۲

دڅوکیداراصلي نوم «بخت منیر»و،خواوس دخپل نامه نه په دې نوم ډیرمشهورؤ.

  هغه وخت چې له دولسم ټولګي نه فارغ شواوویې نه کړای  شول چې پوهنتون ته لاړشي اوحکومتي کاریې هم پیدانه کړنودبازارڅوکیداري یې ونیوله.دوه کاله یې داکاروکړچې ان دانقلاب ترشپې پورې یې دشپې له خوادبازارددوکانونود ساتلوپه برکت خپله کورنۍ ساتله.

                             *****

  له انقلاب نه ورورسته دیودوه کالوپه موده کې څوکیدار په ښوښوچوکیوکاروکړاوزرزریې وظیفه بدلیده،خودڅوکیدارنوم ترې لانه ړو.یواځې ددفترزړوزړومامورینواوملازمانوبه ورته مدیرصیب اویاامراومعاون صیب ویل،خوخپلوملګرو ورته اوس هم هماغه دڅوکیدارنوم اخیست.په تلیفون کې چې به کوم یوه ورسره خبرې کولې اوپه خپله به هغه حاضرنه و نوملګروبه یې اوس هم دپخواپه شان له ملازم نه پوښتنه کوله چې: څوکیدارمې په کاردی،چیرې دی؟

  څوکیداراوس هم په دې نامه نه خپه کیدواوهغه ته داسې ښکاره کیده لکه چې تخلص یې وي.نورنوڅوکیداردبازار څوکیدارنه و؛بلکې هغه اوس دانقلاب دساتلوڅوکیدارو.د انقلاب دبریالیتوب دپاره به یې منډې ترړې کولې،شپه او ورځ یې په ځان یوه کړې وه،هرې وظیفې ته چې به وګومارل شونوهغه به یې ډیره په صداقت اودزړه له کومې په پوره ایماندارۍ سرته رسوله.دا چې په هغه ډیرې سختې سوختې اوکړاوونه تیرشوي وونو دټولوهغوکسانوسره به یې زیاتې مرستې کولې چې کومه ستونځه به ورپیښه شوې وه. دکلي ټول هغه کسان چې له دولسم ټولګي نه وتلي وواو بیکاره ګرځیدل،په ښوښوځایونوکې یې مقررکړل.دځمکوپه ویشلوکې یې هم ځان ډیرستړی کړی ؤاودوزګاروکروندګرو دکاردپیداکولودپاره یې زیاتې هلې ځلې کولې.هیله یې لرله چې ټولوخلکوته کارروزګارپیداشي،نسونه یې ماړه شي او هغه سختې چې په ده تیرې شوي،نورترې وژغوري.

                            *****

  څوکیداردپلارمشرزوي وچې له ونې نه لوړ،خودوجوداډانه (جوړښت)یې هم نسبتاً غټه معلومیده اوهغه دچاخبره ښه هډور(هډوکی یې غټ) و.دمخ رنګ اوکرده یې توره وه،خو کړه وړه یې بدنه وواوپه ټوله کې یې څیره ښه معلومیده. څومره چې یې اخلاق ښه ووهماغومره مؤدب اوزړه ورهم و. هغه ان د کوچنیتوب له وخته دخپلو همزولوپه مینځ کې په زړورتیامشهورو.په پیندیکول(غیږې نیولو)کې ورته هغو ماشومانوچې دده په منګ ووچاپټق نه شووهلی(ورته نه شو تم کیدلی). له غره اوشالیزارې نه به یې له هرچاڅخه لوي ګیډی راوړلو.

  دچینوغدوپه نښتوکې به یې همیشه دکلي دبرې ډډې هلکان دخپلوملګروپه مرسته لرې لرې ځغلول اوماتې به یې ورکوله.

  په دښتواوساراووکې چې به دمیږودرموبدواوخوړونکوسپو پې کله حمله راوړه نوملګري به یې ترې سل دوه سوه متره وړاندې تښتیدلي وو،خوبخت منیربه ورته لکه دغره په شان ځای په ځای ولاړو.

  دپیرانواودیوانوکیسوټول ماشومان له ماشومتوبه ترداننه ډارولي وواودهغې ادیرې په لوربه دشپې بیخي نه شو ور تلای چې دکلي دبرې خوادیوې غونډۍ په سرپرته وه.لیکین دی به تل دخپلوهمزولوسره دهغوی دورکې میږې،بزې یا غوادپیداکولودپاره ملګری واوادیره به یې له کوزه سره تر بره سره پورې په توره تیپه (تیاره) کې ولټوله.همدارنګه دنیژدې غره لمنې به یې هم دره په دره،ناوپه ناواوونه په ونه ګزوګام کړې.دشپې به په خوب کې لکه دکلي نورهلکان چې له لیونونه به ډاریدل،نه بوګنیدو.

ترنهم ټولګي پورې یې څپلۍ هم نه درلودې اولوڅې پښې به ښوونځي ته چې ددوی دکلي نه ورته ښه ټوټه مزل و، تلو. پښې به یې سهارسهارځګوکاڼوډیرې خوږولې،خودورځې به بیاورسره عادي شوی ونودومره فرق به یې ورته نه کاوه. د اوړي په غرموکې به یې پښې لکه دتارکولو(قیرو)په شان تورې بریښیدې اوکلکوالی یې هم تارکولوته نیژدې کیدو.د مني په موسم کې به یې دپښوپوندې څه ناڅه چاودلې ښکاره کیدې.ژوندیې سرترپایه په مشکلاتوکې واوهغه دچاخبره اوس له اووژرندونه وتلی اوسولیدلی و.

                             *****

  څوکیداردخپل ګوند دارمانونودپوره کولواودانقلاب د بریالیتوب دپاره په خپل سراومال اسره نه کوله.کله چې یې ولیدل چې دانقلاب دښمنان هره ورځ په کلیواوملکي خلکو باندې یرغلونه راوړي،وینې یې تویوي،کورونه یې ورانوي اومالونه یې لوټوي نو پریکړه یې وکړه چې دخپل ملکي ماموریت نه په خپله خوښه نظامي برخې ته ځان بدل کړي. سره ددې چې اوس یې هم وسله په لاس کې وه اوله انقلاب نه یې برسیره په خپله وظیفه،دفاع هم کوله،خوداورته غوره ښکاره شوه چې شپه اوورځ په مخامخ ډول په دفاعي چارو کې برخه واخلي.نوله همدې کبله یې په داوطلبانه ډول دڅارندوی دمنصبدارپه توګه نوې وظیفه واخیسته.

  که هغه اوس اوس نن سبا دڅارندوی منصبدارو،خود قومندان اویادلومړي څارن غږورته نه کیدواولادلته هم هماغسې دڅوکیدارپه نامه یادیدو.لیکین دلاس لاندې عسکرو څارندویانوبه ورته په غیاب کې «څوکیدارقومندان صیب» وایه.

  دڅارندوی ددریشۍ په اغوستلودڅوکیدارزړه ورتیانوره هم زیاته شوه اوپه بې شماره جګړه ایزوجبهوکې په ګډون کولو سره دهغه شهرت سل چنده ډیر شو.هغه اوس دیوې داسې  علاقدارۍ قومندان وچې په سختوځګوځګودرواودځنګلونو په جاخوکې پرته وه.

  دانقلاب ددښمنانوپه مینځ کې هم څوکیدارقومندان نوم وویستو.په کوم ځای کې چې به دڅوکیداردراتګ اوازه وه نو دښمنان به یې هم په سمڅو(ښمڅو)ننوتل اوځانونه به یې نه شوخوځولی.څوڅووارې ورسره په جګړوکې مخامخ شوی و اوبیا به یې هغوی ته داسې ماتې ورکړې وه چې…

  څوکیداراوس هغه څوکیدارنه و.پخواخوبه یواځې دده وسله چلیده اوددښمن په مقابل کې به یې ترې کاراخیستو،لیکین اوس دډیرووسلوخولې دده په امراوقومنده دانقلاب په دوشمنانوګولۍ وروي.دهغه نه نن سبا قابوته اتل جوړشوی  ؤ. هو.دانقلاب ددښمنانودهډوکودماتولواتــــل.

  دوشمنان هم بیغمه نه ووناست.دڅوکیدارنه ډاریدل اوډیرپه مړه خیټه ترې ډاریدل.تل په دې فکرکې ووچې څنګه داد سترګواغزی له مخه لرې کاندي.

                            *****

  یوه شپه دښمنانومعلومات اخستلی وچې څوکیداردعلاقه دارۍ نه کورته راغلی دی اوپس له ډیرې مودې نه یې دخپلو ماشومانوسره شپه ده.دښمنانویولوي لښکرراوستلی واوددوی کلی یې محاصره کړ.هغوی دکلي له کلابندۍ نه وروسته خلکوته اخطارورکړچې هیڅوک له ځایه ونه خوځیږي.ټول په خپلوکورونوکې کینئ که نه نوماغزه به مووشندلی شي.دا ګواښ یې هم وکړچې حتاله بامه هم سرراښکاره نه کړئ!

  زمونږکاریواځې دغټ کافرڅوکیدارسره دی.نن شپه به مونږهغه ته خپله اینه په لاس کې ورکړو.هغه خامخاوژنو، نه یې پریږدو.لوي واړه یې سنګساره وو.پریدئ چې سبایې مرغان په غوښوماړه شي.په لوډسپیکرکې ددښمنانوددغو ګواښونوداعلان سره سم دڅوکیدارپه کورکې دبمونواو راکیټونواوربل شو.

  دهغه کورپه کلي کې و،خوددیوال سره یې دچادیوال نه ونښتلی .نیژدې ګاونډي یې نه درلوده اوپه اصطلاح دخټو قلاګۍ غوندې یې جوړه کړې وه.دلویې دروازې دپاسه یې یوه دوه پوړیزه ډیوډۍ(سراچه)دخپلووروستیوتنخواه ګانوپه برکت اوچته کړې وه.

  دڅوکیدارپه کورسخته ماریبه(محاربه)جوړه وه،خوهغه زړه نه وغورځولی اودارنګه پیښوته دپخوانه چمتوؤ.ددښمن ددرنودرنوګوزارونوپه مقابل کې یې یواځې دسپکې وسلې نه کاراخیست اوهغوی یې په دې نه پوه کول چې څوکیدارهم په کورکې تغوندي اولاسي بمونه لري.دښمنان هم لحظه په لحظه زړورکیدل اودڅوکیداردکورخواته رانیژدې کیدل.دهر تغوندي ډزبه دڅوکیدارپه کورزلزله جوړوله،ددیوالونویوه برخه به یې ورله نړوله اوپه ځمکه به راغورځیدله.خبره دومره سخته شوه چې ډیوډۍ(سراچه)هم دراکیټونوپه ډزورا چپه شوه اوپه کورکې یې هم سخت اورولګیدو.

  څوکیدارخپل واړه اومیرمن دکوربیابان ته راوویستل اود څارویوسره یې په یوه اخوره کې کینول.بیاڅودقیقې هغه خپلې ډزې بندې کړې اودښمن یې تیرویست.دښمن فکروکړ چې کورپې چپه شواوټول مړه شول.په دې وخت کې څوکیدارپه خپل توغندي(تغوندي)ویشتونکي کې ګولۍ سمه کړه اوخپلې نښې ته په ځیرمتوجې و.هغه خپله دروازه ،هغه دروازه چې په ډیروخواریویې جوړه کړې وه په نښه کړه. ځکه چې ددښمنانوشورماشورددروازې خواته رارسیدلی واو دتیاره شپې تورتم یې په ډزورڼاکړی ؤ.دښمنانویوه غټه ډاګه دروازې ته اړم کړې وه اود«زورکړئ!»چغې یې وهلې.یوه نیم به لاداهم ویل:«چیرې دی هغه قهرمان څوکیدارچې اوس دخپل کورڅوکۍ وکړي؟».لږه شیبه وروسته دروازه دکورپه طرف راچپه شوه اولکه دسیلاب غوندې دښمنان په کې را ننوتل.

  څوکیدارهم بې ماني ونه کړه،دراکیټ په ماشۍ یې ګوته ټینګه کړه اوداغږیې هم لاورسره وکړچې:«څوکیدارلا ژوندی دی سودامه کوئ».راکیټ ددښمنانوپه منځ کې وچاودیدو.ژوندیوبیرته شاته واچول ،دوه پښې یې خپلې کړې اودوه پردۍ .چې نن نه تښتې نوکله به تښتې،همدایې وخت دی،قربان خپلوپښو.اوس نوبختورهغه څوک دي چې ګړندۍ ګړندۍ منډې اوجوتې ووهي.

  دښمنان وتښتیدل ،خودسهار رڼاچې ولګیده نودهغوی د څوارلسوتنومړي په دروازه کې پاتې وو.څوکیداراوکورنۍ يې روغ رمټ اوسهي سلامت ددوشمنانودګوزارونونه وساتل شول.

  سباماښام رادیوافغانستان دڅوکیداردکلي نوم واخیست چې څوارلس تنه دوشمنان په کې ځپــــــــل شوي دي.

                                           «پای»


             دواده په هیله

دلیکلونیټه یې: ۱۳۴۵

  دهغه په ږیره کې سپین ډکي لګیدلي وو،خودورکوټیوالي عادت یې لااوس هم درلود.خپله پوزه یې دکیڼ لاس دکرتۍ په لستوڼي پاکه کړه اووې ویلې: خدای خومهربانه دی یو وخت به زمادکوژدن خواږه هم وڅکې.ته ولې وایې چې زوړشوی یې.زمازړه ځوان دی ،خدای مې دې نه زړوي.

  یره یاره زمانه مشران مشران لاتراوسه پورې دښځو خاوندان شوي نه دي اوپه دې تمه تمه ناست دي چې خدای به یې یووخت کورودان کړي. یوه میاشت پخوادې ونه لیدل چې دمیران کاکاپه سپین سراوسپینه ږیره یوه دسپین کټوري په شان پیغله په نصیب شوه او…

  نورڅه یې هم ویل مګر ما په خبروکې ورودنګل اوله یوې چاشني خندانه وروسته مې ورته وویل: یره یاره لونګ جانه که زمامنې نودمیران اکا په شان خوچې تاته څوک خوریالور درکوي چې وه یې نه کړې!داسمه ده چې اوس دهغه کور ودان اودمیرمنې خاوندشو،خوپه دې ژوند نوڅه؟ ترمرګه پورې به دپردي سړي په مخ کې دغلام په شان منډې رامنډې وهي اوهرډول خذمتونه به یې کوي.ددې نه هم زه منکرنه یم چې هغه اوس دشرین ګل اکازوم دی اودهغوی وینه شریکه شوې ده،خوبیاهم وایم ښه داده چې هرسړی باید په خپل ژوندکې ازادوي.میران اکابه ترمرګه پورې دهغه بنده اوټول واک اختیاربه یې ترې اخستلی وي. بې دهغه له اجازې نه به دهیڅ شي په باره کې له خولې نه سوڼ قدرې هم ویستلی نه شي.

                           *****

  شیرین ګل اکاچې داتیاکلنۍ په عمرکې اوس دنوروپه عمر چلیدو،خپله زړه پیغله لورمیران ته په دې شرط ورکړه چې دعمرترپایه پورې به دده په کورکې وي اودهغه دکور خذمتونه به کوي اوورانې ویجاړې به یې سرته رسوي. شیرین ګل ته خدای ډیره ځمکه اودارایي ورکړې وه.په لور یې دهغې دځوانۍ په وخت کې ډیروخلکوجرګې مرکې وکړې،خوچاته یې نه ورکوله.هغه به جرګه ماروته ویلې چې زه مې لوریوداسې چاته په نکاح کوم چې زماسره دتل دپاره زمونږپه کورکې واوسیږي اولاولورترې هم نه اخلم.

  میران غریب هم مجبورواوبل امید یې نه درلود، دښځې ولوریې هم نه شوپوره کولای نودشیرین ګل اکاغوښتنې ته یې غاړه کیښوده.

  زماخبرې خوپه لونګ دومره ښې نه لګیدې.ځکه چې هغه په زړه کې ویل چې: کاشکې مادمیران په ځای دشیرین ګل لورکړې وی اوکورمې ودان شوی وای،خوهغه دمدیرصیب دکورنه بل کورته چانه پریښودو.دمدیرصیب کورنۍ به همیشه دهغه زړه ساتوچې که خیري نن یاسبابه درته کورودان کړواوپه دې نن اوسباکې په خوارکي کلونه کلونه واوښتل. لونګ دمدیرصیب جمروزخان په کورکې چې اوس یې تقاوت کړی و،مزدورؤ.هغه دمدیرصیب یوڅه خپلوان هم و نوله همدې کبله یې نه شوکولای چې دهغه کارپریږدي. بله دا چې دلونګ دپلاردمړینې په وخت کې مدیرصیب دهغه سره مرسته کړې وه. دپلارګوراوکفن یې دمدیرصیب په پیسوسرته رسیدلی ؤ.

  دلونګ په زړه کې ترټولومهمه داخبره وه چې دمدیرصیب په کورکې هم دوه درې نوڼه(لوڼه)ناستې وې اولونګ به کله کله داسې فکرکاوه چې ګوندې مدیرصیب به راباندې مهربانه شي اویوه لوربه راته په نکاح کړي.

ماهم، چې به هرکله لونګ ولیدونودشیطانۍ نه به مې ورسره همدا دواده خبرې کولې. ځکه به مې ورسره دواده خبرې کولې چې په ده باندې داخبرې خوږې لګیدې. ماخوپه ځای پریده،که دبل هرچابه ورته کومه اړتیاپیښه شوه چې دبازارنه پې کومه سوداموداراوړي اویاپې کوم بل کاروکړي نولونګ ته به یې ویلې: خدای دې یوه ښایسته چټه پیغله په نصیب کړه چې ډمامې(عسکري موزیک)راولواولوي واړه په کې وناڅي.بس نولونګ به بیا دسترګوپه رپ کې دسړي کار سرته رسولی ؤ.په همدغه ډول دوعاګانوبه یې خلکوته سخت سخت غورن لرګي چول،دڅاه نه به یې ورله اوبه راویستلې اولادځینوکورونوماشومان به یې هم کرارول.ریشتیاچې ټول ګاونډیان ورسره ارام وو.

  دکاله خلکوپې هم ښه چل مندلی و.چې کله به مرورشونوده ته به یې وروپه غوږکې وویل: مدیرصیب بیګاه په کورکې لګیاو چې باید دلونګ غم وخوړل شي اویوه ښایسته جینۍ ورته کوژدن شي.لونګ جان چې به هرڅومره په غوصه و، بیاهم په بریتونوکې به یې وخندل،مسکی به شواودخپل سرپه تاوولوسره به یې چې دده همیشنی عادت وپه کاربیاپیل وکړ. په خپله مدیرصیب که به کوم سوک څپیړه ورکړه نویوه ورځ نیمه خوبه یې په ښکاره ډوډۍ نه خوړه،خوچې کله به یې ورته وویل: راځه مه مروریږه، ستادپاره مې یوه قنجۍ چټه پیغله لیدلې ده.په دې وخت کې مرورتوب په کارنه دی. راځه خدای خوارکړیه چې دواړه سلا مسلات وکړوچې خوښیږي دې که نه؟

  لونګ به هم دپوزې نه یوخڼ تیرکړ،وبه یې خندل اوبس سمدلاسه به دلاسه شو.دپخلاکیدونه وروسته به بیامدیر صاحب دده موضوع په ډډه هم نه اړوله.کلونه کلونه تیرشول اولونګ لاپه همدې تمه ناست ؤ.که له مدیرصیب نه به یې مزدوري وغوښته ،هم نه یې ورکوله.هغه به ورته ویل چې پیسې ورله جمعه کوي چې بیا ورته پې واده وکړي.که اوس یې ورکړي نوخامخاورنه مصرفیږي.دابه یې هم ورته وریاد وله چې: خوارشې لاسې ،لاس دې ایله دی هرڅه چې دې په جب کې وي هغه درنه په یوه ورځ لګیږي.

  مدیرصیب به ورته ویل:په پیسوڅه کوې؟دنصوارودبلی دې همیشه ډک وي،په تن بربنډنه یې اوپه ګیډه هم موړ یې، نوپه پیسوڅه کوې؟پیسې په جیب کې مه اچوه بیاپیسه خور کیږې!

  په اخیرووختونوکې دلونګ هم نورزړه راتنګ شوی واود ځان سره یې ویل که دتیروکلونومزدوري دجمروزخان نه واخلي نوپه کوم بل ځای کې به ځان ته کارپیداکړي اوپه دې دمزدورۍ په پیسوبه یواځې«نښه»کیږدي(کوژدنه به پې وکړي).دولورنورې پیسې به ورووروپوره کوي.لیکین جمروزخان لاکله ده ته مزدوري ورکوي؟همدې ټکي خوهغه دده په کورکې رابندکړی ؤ.هغه اوس په غبرګوپښوښکیل و اویوې خواته ترې هم نه شوخوځیدلای.

  اوس اوس نن سباچې یې په ږیره کې سپین ویښتان را ښکاره شوي وو،نولږلږیې زړه ښوییدواواندیښنه یې وه چې خدای دې نه کړي بې ښځې پاتې نه شي.

  په دې باره کې یې له ډیره وخته تلوسه زیاته شوې وه. کله کله به یې دخپلې خوارۍ مزدورۍ کلونه شمارل اوبیابه یې د هغوکلونوله مخه خپله تنخوا حسابوله اوهغه به یې بیا دښځو دولورسره مقایسه(پرتله)کوله. دلونګ دبده بخته یې ویلی، کلونه کلونه تیرشول،خودهغه دواده هیله سرته ونه رسیده،نه نه … چاورته واده ونه کړ.

  یوه ورځ دورځونه لونګ خدای ناروغه کړاوپه ګیده کې یې سخت درد پیداشو.ناروغتیااودردیې دومره ډیرشوچې دمدیرصیب کورنۍ هغه روغتون ته ورساوه.په روغتون کې معلومه شوه چې دهغه په خیټه کې موړه(اپندیسي)پیداشوې وه.په روغتون کې په وړیاتوګه اپریشن(عملیات)شو.عملیات هم په بریالي ډول سرته ورسیدل اوبیرته دعاجلو ناروغانو کوټې ته یوړل شو.ډاکتراونرسان هم ډاډه ووچې نوردخطرنه بچ دی.شپه ناوخته شوې وه،په روغتون کې هم کراره کراري وه.دمؤظفې نرسې هم سترګې ورغلې(پټې شوې) وې.په دې کراره شومه دم کې ناڅاپي کریکه وشوه.څوپورې چې نرسه د لونګ خواته ورتله په هغه کې ساه نه وه.دزړه دناروغۍ نه یې څوک خبرنه وو.

  سبا دمدیرصیب کورنۍ خبره شوه،دلونګ مړی یې په تابوت کې واچاوه اوخاوروته دسپارلودپاره یې په لرې کلي کې خپلې پلارنۍ ادیرې ته یوړو.

  په لونګ پسې چا یوه اوښکه هم توی نه کړه.ځکه چې مور اوپلاریې لا پخوامړه وواوخوریې هم نه درلودله.

                                        «پای»

                     داورښت په کال

دلیکلونیټه یې: ۱۳۶۲

  د«ډوډۍ ابۍ»نوم لا تراوسه پورې مونږنه پیژاندواونه مو په دې هکله دچانه کله پوښتنه کړې وه،خوهغې به همیشه د خپل کاله دخوراک نه ډیره ډوډۍ پخوله.چې کله به پردیسیان پیدانه شول نودچم ګاونډماشومانوته به یې قطرې قطرې کړې اوپې وه به یې ویشلې.ځکه خومونږټولوهغې ته«ډوډۍ ابۍ »ویله.

  دډوډۍ ابۍ یوبل عادت هم زمونږخوښیدوچې دجمعې په شپه به یې راته خوږې خوږې کیسې کولې.زمونږ دچم د کوچنیانوبه دجمعې شپې ته ډیره تلوسه وه چې زرزرداشپه را ورسیږي اوابۍ راته یوه خوږه کیسه وکړي.

  داځل مونږان دمازیګرنه مسلات کړی وچې نن شپه به ډوډۍ ابۍ ته وایوچې دپیرنګیانوکیسه راته وکړي.مونږددې نه خپلومشرانوخبرکړي ووچې دهغې دپیرنګي دراتګ اوزمونږپه خاوره کې دهغوی دماتودریښتیاوډیرې زیاتې کیسې په یاددي.نونن ماښام چې دډوډۍ خوړلونه وروسته مونږهریوبه دابۍ کورته رسیدلو،سمدلاسه به مودکوټې په دروازه کې غږکاوه:«ابۍ نن راته دپیرنګي ظالم کیسه وکړه !»،بل به ویل:«ابۍ نن شپه راته دګوره ګانوکیسه وکړه!»او چې بل به راورسیدونووبه یې ویل چې:«یره ابۍ که نن دې راته دانګریزانوهغه دریښتیاوکیسه کړې وای چې زمونږنیکونوڅنګه هغوی دوطن نه وشړل؟».بس هرماشوم چې به کوټې ته راننوتوپه دروازه کې به یې خپله خبره په خنداخنداکې ابۍ ته اوروله.

  څوتنه چې راغونډشول نوابۍ هم په بریتونوکې مسکۍ مسکۍ کیدله اوپه دې پوه شوې وه چې کوچنیانوسلامسلات کړی چې نن شپه راباندې دانګریزانوکیسه وکړي.په اخیرکې یې ورته وخندل،هۍ شیطانانولکه چې میندواوپلرونومودرته په دې هکله څه ویلي دي اوبیاتاسوپه خپل منځ کې مشوره کړې چې نن شپه درته دپیرنګي کیسه وکړم.یوځل بیایې وخندل اووې ویل:ښه ده،ښه ده نن به درته دپیرنګي یوه وړه غوندې کیسه وکړم.کیسه نه ده ،ریښتیاخبره ده،خوتاسوته اوس کیسه ده.

  هغې په ډیوه کې له بوتل نه لږنورتیل هم ورواچول اود ډیوې باتۍ (پلته)یې لږه غوندې جګه کړه چې رڼایې زیاته شي اودټولومخونه ورته ښه څرګندشي.مونږهریوه هڅه کوله چې ابۍ ته په داسې ځای کې مخامخ کینوچې هم دابۍ خبرې واورواوهم یې خوله خوځول ووینو.

  هغې به تل دنغري دغاړې په دیپسه(صفه)دپزکي مسله غوړولې وه چې یواځې به پې په خپله کیناستله اومونږبه هیڅکله هم پاس دیپسې ته پښه نه ورجګوله.هغې به ویل دا زما دلمانځه دیپسه ده چې چیرې ستاسوپه پښوپورې ناولي شیان نه وي اوراله بیلمازه یې نه کړئ.دځمکې په نغري کې به یې په سکروټوایرې خورې کړې اوداوسپنې درې پښیز نغری به یې پې نسکورکړ.بیابه یې خپله توره کوزه چې له اوبونه به یې تیاره ډکه کړې وه،دپاسه پې کیښوده.په دې ډول به هم مونږپه نغري کې داوردسوځیدونه بیغمه وواوهم به دهغې دنیمې شپې داوداسه دتازه کیدودپاره اوبه تودیدې.د نوروشپوپه څیرهغې ددیپسې شاته خواته دکوټې تورې ستنې ته خپل چیټي بالښت کیښوداوتسپې یې هم دپخواپه شان په دواړولاسونوپه ځنګنونو،یولړیوې خواته اوبل بلې خواته وځړول.

  دډوډۍ ابۍ مخ که له ګونجونه سرترپایه ډک ونوخوله یې هم ښه کړشوپه شوې وه.دسرسپین ویښتان یې دژمي لوګواو په تیره تیره دډیـــــــوې لوګوزیړکړي وو.دزنې په ښي طرف یې یوه توره زخه راختلې وه چې ګڼ ویښتان پې ولاړ وو.ددغوویښتانوسره هغې هیڅ غرض نه کاوه اوویل به یې  ځکه یې نه وباسم چې دخدای ثناوایي.دجمعې په شپه به د هغې هم زمونږسره ښه پوره سات تیرواوپه ډیره مینه به یې راسره چال چلندکاوه.په اونۍ کې دایوه شپه هغې زمونږدپاره وقف کړې وه.په دې شپه به هغې خپله څرخه هم نه کوله ځکه چې ویل یې دجمعې په شپه څرخه کول وبال دی.د پاغوندودوریشلونه یې وړه اویانغدې پیسې ترلاسه کولې اودهغې دپاره ډیره ښه مزدوري وه.دالاسي څرخه چې هغه پې خپله نفقه پیداکوي،زمونږدکلي نه تقریباًدیرش کیلومتره لری دڅوکۍ په یوه کلي کې په دروزګر(ترکاڼ)جوړه کړې وه اوبیایې له هغه ځایه دمنجیلې دپاسه په خپل سرراوړې وه.ماڅوڅوځله لیدلې وه چې کله به یې دتارماشوړه پوره شوه نوچې د«دوک»نه به یې راوویسته بیابه یې ترې دري وارې تاوراتاوکړه اولاد«برکت» کلمه به مې هم ترې واو ریده. هغې به چې دمالوچو له پاغوندونه «پوڼۍ»جوړې کړې نوپه غلبیل کې به یې کیښودې چې زرزرغلبیل(خلاصې)شي. مونږماشومان په دې خبره ډیرزیات خوشاله ووچې دجمعې په شپه څرخه کول اوپه هغې تارریشل وبال دی،که نه نوابۍ به راته کیسې نه کولای.

  داځل دکیسې دشروع کیدو نه مخکې هغه په یوه اوږده چروت کې لاهوشوې وه اومونږهم بیله دې چې چاراته «چوپ شئ» ویلي وي،پټه خوله ناست وو.ستنې ته پراته بالښت ته یې ډډه(تکیه)ووهله اودیوه لنډکي غوندې ټوخي نه وروسته یې دانګریزانوکیسه داسې پیل کړه:

  بچوغوږکیدئ!

  زمونږپه وطن باندې انګریزانودرې ځله یرغل راوړی اود کیسوشمیریې زیات دی.ځکه چې په هروارستاسوپلرونواو نیکونوپه زړورتوب سره دخپلې خاورې ساتنه کړې ده،خو زه به درته نن یواځې ددې خپل کلي کیسه وکړم چې…

  خبره یې لاخلاصه نه وه چې ما ورته په کې ورودنګل:

  ابۍ جانې زمونږکلي ته هم انګریزان راغلي وو؟

  وی ویل هوبچیه.دې کلي ته هغوی راغلي وواومونږبه ورته ګوره ګان ویل.په هرسورګوره چې به موسترګې لګیدلې لکه دخپل سرقاتل چې به مولیدو.هغوی ته موږګوره ګان اویابیزوګان ویل.دکلي سړوچې به په جوماتونوکې د لمانځه داداکولونه وروسته دوعاکوله نوویل به یې:

  «یوه دخیردوعاوکړئ»چې پیرنګی کافردې خدای مات کړي اورب دې راته وشرموي.امین.

  یوبل کوچني ورغږکړ:

  ابۍ هغوی څرنګه انسانان وو؟

   بچیه زمونږپه شان دوه سترګې یې درلودې،خوتکې شنې وې،مخونه یې تک سره اوسپین وو،ویښتان یې زیړاو اورمیږونه یې پیړ(پنډ)وو،وجودونه یې څرب اوزړونه یې…

  په دې وخت کې دابۍ په خوله کې لاړې وچې شوې او مونږورته په ځیرځیرکتل چې رڼه اوښکه یې په مخ راتوی شوه.هغې بیازړه کلک کړاوکیسې ته یې دوام ورکړ.

…وه مې ویل چې وجودونه یې څرب اوزړونه…زړونه یې له تیګوهم کلک وو.یورقم شنې یاخړې دریشیګانې به یې اغوستلې وې،یوډول ماشینګړې به یې په اوږووې او ترځنګنوپورې تورې تورې موزې به یې په پښووې.

  ډله ډله به ګرځیدل اودانګریزي نښان خولۍ ګانې به یې داسې په سروې چې دزنې لاندې به یې دواړوڅنګونوته د ټوټې پټۍ په خولۍ پورې ګنډلې وه چې له سرنه یې ونه لویږي.

  بچوړو! ښه مې یادیږي چې یونیم به دخپل کمربندپه پټۍ پورې چاقوګان اودپړانګانونوکې اوځینې نورشیان تړلي وو. چاچې به سیګرټ څکول نوداورلګیت دبلی به یې دکارتوسود ګردنۍ په څرمینه نرۍ پټۍ کې داسې ځوړندکړی وچې په اسانۍ سره به یې ترې تیلی راخستلای شو.

  کله کله به موپې زړونه هم وسول اوویل به موچې: دوی به هم موراوپلارلري اوددوي په مرګ به اوښې تویوي، خو چې زمونږپه خلکوبه مو ددوی ظلم ولیدونودومره غوسه به موورته راغله چې مونږویل وینې یې وڅښو.

  په هغه کال زمونږپه للموکې شنه خیدونه ولاړوواودکلي خلک ډیر خوښ ووچې که خیري ځمکې به یې ښه غنم او اوربشې وکړي.دومره ډیراورښت به وخت په وخت کیدوچې کلونه کلونه نه وشوی.زمونږدکلي خلک دخوشالۍ نه په جاموکې نه ځایدل.جینکوبه ددیرال سره په لوبوکې داټپه ډیره وراچوله:

  که سږنۍ للمې خدای وکړې

ماته مې یاردسرې نتکۍ ویلي دینه.

خوددې کلي دنجونوارمان سرته ونه رسیدو اوسوال یې قبول نه شو.ځکه دګوره ګانوسره دومره اسونه اوقچرې وې چې شمیریې زرګونوته رسیدواودغه ټول به یې زمونږپه خید پټو کې سرایله ورشړل.مونږیې خپلوپټوته نه پریښودواوټول فصلونه مودهغوی دڅارویودپښولاندې خاورې ایرې شول.

  دوی به په دې اونوروکلیوکې ازاد ګرځیدل راګرځیدل اوچاته یې چرګ چورګوړی هم ژوندی نه پریښودو.زمونږ زیات څاروي به یې راته زمونږپه مخکې حلالول اومونږبه ورته خړخړکتل.پیغلوجینکوورته دبامونودسرنه هم نه شو کتلای،ځکه هغوی ډاریدې  چې خدای دې نه کړي کوم یولاس وروانه چوي.که ددغوسروګوره ګانووس برشوی وای نوپه دې کاریې هم اسره نه کوله.

  کله چې به کوم انګریزپه کوڅه کې یواځې روان ونودواره به ددې کلي دیوه تن له خوادورایه په چاړه ویشتل کیدواو ځای په ځای به مړکیدو.چې سینداویاکومې شړې ته دمړي د غورځیدوچاره به نه وه ترسره شوې او پیرنګیان به له پيښې نه خبرشول نوددې کوڅې هرڅوک که لوي واوکه ورکوټی، که ښځه وه اوکه نرچې په مخه به ورتله نوپه ماشینګړوبه یې غلبیلول.

  څوڅوځله موولیدل چې په لویه ویاله کې به ددوه دریوپیرنګیانومړي مردار پراته وو.هغوی به دشپې په تورتم کې چاپه کوم بل ځای کې دڅټ دطرفه حلال کړي وواوبیابه یې دلته غورځولي وو.ترداسې پیښې وروسته به هم هغوی ته ښه بانه جوړه شوه.بس نودکلي په خلکوبه یې دومره عام قتل جوړکړچې دډیروشهیدانوپه خښولوبه خلک ستړي شول.

  وئ،وئ بچو! خدای دې په تاسوونه لیدل کړي،ډیرې سختې اودبې شرمۍ شپې ورځې وې.په هرچاچې به یې شک راغی چې دانګریزانوپه ضد کوم خطرناک کارته لاس اچوي نوژوندی به یې دځان سره بوتلواوبیرته به یې چاته پته ونه لګیده. دارنګه کسان یې په ډیره بې رحمۍ سره وژل اوبیایې په ژوروکندوکې غورځول.

  دغونډۍ بابازیارت خوبه تاسوټولولیدلی وي کنه؟

  مونږټولوورته په یوه غږ«هو»وکړه اولاماورته داهم ورپسې ورزیاته کړه چې: ابۍ جانې مونږپه پسرلي کې هلته تل خپلې غواګانې اوګډې(میږې)ساتواولادزیارت سوربیرغ خوان زمونږدډاګ نه هم ښکاري.

 نوبچودغه دغونډۍ بابایادغونډۍ شهید هم انګریزانودهمدې غونډۍ په سروژلی ؤ.کله چې جنګ پای ته ورسیدونودکلي خلک ورغلل اوهغه یې هماغلته دغونډۍ په سرښخ کړ.دهغه غوښې خولاپخوامرغانواولیوانوخوړلې وې اوس یې یواځې کالبوت(اسکلیټ)پاتې و.هغه چې ژوندی ونودانګریزانود راتګ داوازې داوریدوسره سم یې دهمدې غونډۍ په سرد ځان دپاره کوډۍ ووهله اوچې کله هغوی دلته دې کلي ته  را واوښتل نوده به ټوله شپه خپل قام ته په زوره زوره داسې چغې وهلې:«وا سلارزیه! وابیمانه داماتې دې ولې وکړه؟ پیرنګی به په لندن کې خوشاله شي».دهغه قام دهمدې لوي غره په شاوخواکې خور وورپروت ؤ.اوازیې ټولونیژدې کلیواوقام ته اوچت رسیدو.داپه زوره زوره نارې یې انګریزانوهم اوریدې چې اخیرورپسې دشپې دغونډۍ سرته وروختل اوشهیدیې کړ.

                        *****

  که اوس درنه خبره پټه نه کړم نوزمازوي هم یوڅومیږې (ګدې)لرلې اوپه دغه دغونډۍ په ورشوکې به یې څرولې.کله چې یې پیرنګیانومیږې په ماشینګړوووژلې نوهغه هم ددوي په ضد کارونوته وزګارشو.دهغه ایله شونډه توره شوې وه اونوې وخت ته رسیدلی و،خوټولوانډیوالانویې چې ځینې   تر ې مشران هم وو،دده په سلااومشوره په پیرنګیانوناڅاپي اومرګونې حملې کولې.هغوی یې زمونږکلي ته په راتګ پښیمانه اوهغه دچاخبره ترپوزې یې رارسولي وو.

  دکیسې دې ځای ته چې راورسیده نوډوډۍ ابۍ راباندې غږ وکړ:څنګه،بچوخوب خوبه نه وي درغلی؟

  مونږټولوپه ګډه شورماشورجوړکړ: نه،نه ابۍ وایه وایه ! ډیرپه تلوسه کې یوچې زریې واورو.دټولوورځونه نننۍ کیسه که ډیره بوګنوونکې ده،خوزړه راښکونکې هم ده.ابۍ جانې چې هرڅه دې په هغه وخت کې لیدلي اودرباندې تیر شوي وي ټول راته ټکي په ټکي واوره وه!مونږنن شپه ان ترسهاره نه اوده(بیده)کیږو.

  ښه نوبچوکیسه داسې وه چې هغه کال زمونږدکلي دخلکوپه خبروکې د«اورښت کال» په نامه یادیږي.یعنې چې ډیرزیات اورښتونه په کې شوي وواومونږټول ډیروغنمواواوربشوته په تمه وو.ماپه خپلویادوپه خپله للمي ځمکه کې داسې فصل نه ولیدلی،خوزمونږپه ځای په کې دانګریزانودآسونواوغاترو (قچرو)نصیب شوی ؤ.په غنمواواوربشوپسې خوبلاورپسې، لیکین په دې کال زمونږپه کلي کې ډیرې میندې بورې اوپه خپلوزلموټوزامنوپسې په غبرګوسترګوړندې شوې.ډیرې ځوانې جینکۍ کونډې،ډیرې خویندې بې ورونوشوې اوډیرزیات ماشومان یتیمان شول.

زمازوي«منیر» چې زمادځیګرټوټه وه،هم زماپه مخکې یې په رڼاورځ رانه بوتلو.دهغه لاسونه یې شاته واړول اووی تړل.یوپیرنګی یې یوې خواته اوبل یې بلې خواته اوڅلور پنځه ورپسې شاته روان وو.

  هغه کال ډیرورندی اوښه کال و.ددغسې ډیراورښت په کال ددې کلي خلک په خرورنوخرورونوغلې دانې کورونوته ورننباسي.لیکین زمونږپه دغوغلودانوکې نصیب نه ؤ. یوشی چې په دې کال یې په مونږکې ساه وګرځوله اودخپلو شهیدانوپه کارناموموویاړوکړاوغنم منم موله یاده ووتل،هغه زمونږدټول وطن ازادي وه.په همدې کال په ټول هیوادکې زمونږخلک دانګریزانوپه ضدراجګ شول اووطن یې دتل دپاره دهغوی نه خلاص کړ.وطن ازادشواوپیرنګیان شرمیدلي بیرته وتښتیدل.

                       *****

  بس نوبچوپه دې خوشالۍ موټول غمونه اوکړاوونه له یاده ووتل.له یاده خونه وځي،خوصبرموپې وکړ.هوښیاروکسانو راته ویلي دي چې زمونږخلکودهرچانه مخکې انګریزان دتل دپاره له خپل وطن نه وویستل.نوځکه وایم چې ددې نه بله غټه خوشالي اوسرلوړي نه شته او…

  لانورڅه یې ویل چې مابیا خولې ته ورودنګل:

  ابۍ جانې ستازوي بیاکورته راغی که نه؟

  نه بچیه!

اوس چې هم کله دشپې ناوخته زمونږدکوردروازه وټکیږي نوزه زردروازې ته ورمنډه کړم اوداسې فکرکوم چې «منیر جان»مې راغی،خوهغه هیڅکله بیرته خپل کورته رانغی.

                                               «پای»


                          کشــــــــتۍ

دلیکلونیټه یې: ۱۳۶۲

  هغوی چې کشتۍ ته ختل نودسمندرټولوکړاوونوته یې سینه پراخه کړې وه. باوریې درلودچې په سمندرکې بادشته،باران شته،توپان هم کله کله پیښیږي اوددې امکان شته چې بیړۍ په چړوخیژي،ونښلي اودایې هم په پام کې وه چې ښایي بیړۍ غرکه اوپه اوبوکې ډوبه شي.

  دډوبیدووخت ته یې ښه تیاري نیولې وه چې څنګه به د سمندرغاړې ته ځانونه رسوي.دې ته یې هم چمتووالی درلود که چیرې بیخي ونه کړای شي چې ځانونه روغ وباسي نود نهنګانواوماهیانوخوراک به شي،خودایې هیڅکله نه هیروله چې خپل هدف(موخې)ته به ارومروځانونه رسوي.په دې یې هم باورلاره چې که دوی ونه رسیدل،زامن به یې ورسیږي اوکه هغوی هم بریالي نه شول نولمسي اوکړوسي…اویالسم دولسم کول(نسل)خوبه یې خامخاددې توپاني سمندرنه پورې وځي.

  دوی پوهیدل چې که هرنسل په دې موفق شي چې دسمندر پورې غاړ ې ته په خیرپورې وځې نوهلته دژوندانه داسې شرایط برابریدای شي چې یوه په زړه پورې اوهوسادنیا په کې جوړه کړي.هو. په هغه ځای کې چیرې چې دوی نورد سمندرله توپانونونه بیغمه شوي اوبختورې ځمکې ته رسیدلي  وي.

  کشتۍ ته وختل،خوخیریې یادنه کړ،دمونه اودرودونه یې هم په ځان چوف نه کړل،دزړورتوب تعویذونه یې هم په غاړه کې وانه چول اودیوه«یووالي»خیال خویې بیلکل په مغزوکې نه ؤ.

  کشتۍ لاهوشوه اوپه ډیرسترتوپاني سمندرکې یې حرکت پیل کړ.

  دادمخکښولامبوزنوبیړۍ(کشتۍ)په لومړي وخت کې ډیره په سمه دمه توګه روانه وه.ټولوپرزواوتخنیکي برخویې ښه کارکاوه.په کې سپاره ټول کسان اوبیړي وانان په ډیرغرور په خپلوورسپارل شویووظیفوکې شپه اوورځ بوخت اولګیا وو.

بیله شکه چې په دې بیړۍ کې ټول سپاره داسې لامبوزن وو چې دسین ماهیانوورته ځان نه شورسولی.لامبوزن وو،خوپه دومره لوي دریاب کې لامبودبیړۍ دډوبیدوپه وخت کې په کارنه راتله اوهغوی برناحقه په خپله لامبومست وو.په داسې سمندري سفرکې دبیړۍ تګ لوری،دهغې آلات، ددواړو ساحلونوپه نظرکې نیول اودتوپانونونه پیښیدل،ټول ډیراهمیت لري.

  رښتیاچې بیړۍ په لومړي سرکې ډیره سمه مخ ته تله اوپه لږوخت کې یې اوږده لاره ووهله. دیارلس شپې اوڅوساعته یې مزل وکړچې دسمندربله غاړه ورته ښکاره شوه.دبلې غاړې په لیدوسره پرهغوی باندې دلوي اخترورځ راغله اوله زیاتې خوشالۍ نه په جاموکې نه ځایدل.

  هرچازرزرپه ځانونوګوتې ووهلې،ږیرې میرې یې وخرولې اودسرونوویښتان یې ږمنځ کړل. یوه یوه لپه یخې اوبه یې هم مخونوته واچولې اورنګونه یې تازه شول.خوښ ووچې له سمندرنه اوبیادداسې توپاني سمندرنه په خیرروغ رمټ راووتل…هوکې راووتل.

  ــ راووتل؟

  ــ نه نه لانه ووراوتلي،خودراوتلوپه حال کې ووچې په دې وخت کې دبیړۍ دخطرزنګ ووهل شو.

                                *****

  ټول خبرشول چې دڅودقیقو په موده کې سخت توپان را رسیدونکی دی.ځینې ځینې یې لاپوره په موضوع پوه شوي هم نه ووچې بیړۍ له خپل جلب نه ووتله،داسې ووتله چې چا خپل سراوپښې نه شوای لیدی.توپان دومره سخت ټکانونه ور کړل اووه یې شاربله چې ان خلک یوپه بل ولګیدل،بیسده شول اوپرکاله پریوتل.دچاسرونه مات شواودچاغاښونه ووتل.دهیچاوارنه سازیدوچې خپل ځان وګوري چې کوم ځای یې جوړاوکوم یې ټپي دی.دمړوشمیرچاته نه ومعلوم اوژوندوهم ځان په مړوحساب کړی ؤ.

  دوی خوځان په مړوشمیرلی و،لیکین ددې نه هم خبرنه وو چې دبیړۍ چلوونکي(کیپتان)اودقطب نمادرلودونکي اورمیږ مات شوی دی.که د یوې خوانه کشتۍ په خپل سراوبې له کشتیوان(کیپتان) څخه روانه شوه نودبلې خوانه توپان په ډیر قهرسره هغه له وچې غاړې(بختورې غاړې)نه دبحرپه لور ورکشوله.

 داتوپان چې دسمندردلویدیځې لورې نه راپیل شوی واوچې کله ختیځې غاړې ته رانیژدې کیدونوبادیې بوړبوړکۍ جوړوله اوبیابیرته داسې راتاویدوچې په کشتۍ به له ختیځ نه لګیدواوهغه به یې بیرته لودیځې لورته ورټیل وهله.په دې ډول به یې ورټیل وهله چې دسمندرپه څپوکې به یوځل د اسمان تاتروته رسیده اوبیابه بیرته ژورتل ته کوځیده.

  دهیچا ځان ته تمه نه وه،ټولوفکرکاوه چې له سمندرنه به روغ ونه وځي.هغوی حق درلودچې له سمندرنه دوتلوتمه یې نه لرله.ځکه چې اکثره یې ټپیان،یوڅه یې مړه اوپاتې یې د سمندرڅپو،دتوپان شوراوپکړ(ځوږ)،دکشتۍ بی توله کیدلواو په نامعلوم لورې روانیدلووارخطاکړي وواولاره ترې هم ورکه وه چې څه وکړي؟

  ورو ورویوه بل وخوځاوه،دبیدارشئ غږونه واوریدل شول ،ملاګانې یې بیا وتړلې اوزړه نازړه عزم یې دپولادوپه شان ټینګ کړ.څوتنودکشتۍ دلارښوونکي کوټې ته ځانونه ورسول.دکشتۍ جلب(شترینګ)یې په لاس کې ونیو.قطب نما یې هم له ځمکې نه(دکشتۍ دمخ نه)جګه کړه اوکشتۍ یې بیرته دخپل «هدف»په لورراوګرځوله.

                              *****

کشتۍ خونیغه اومخامخ هغې غاړې ته نه شوه روانیدای،ځکه چې توپاني باداوجاکړورته څپیړې ورکولې نولاریې له پخوانه لږه غوندې بدله اواوږده شوه.لارخواوږده شوه لیکین په داسې کرښه یې حرکت وکړچې دیوې خوانه له توپان نه په امان وي اود بلې خوانه په خیرله سمندرنه پورې وځي.

  هغوی په خپل منځ کې ویل چې دزخمیانوددرملنې چاره همدا اوس پیل کړئ اوپه ټپونویې پټۍ ولګوئ، خو دمړو د ښخولومراسم به هغه وخت سرته ورسوو چې له سمندرنه پورې وځو.

                                   « پای»

                پــا سنی کاکا

دلیکلونیټه یې: ۱۳۵۷

  دهغه په خوله نن قچه(کچه)ګوته نه ننوتله اوداسویلولړې یې راخورې کړې وې. په سپیمو(سپیږمو)به یې زرزربادونه ایستل اولاکله کله به یې خپله کوزنۍ شونډه په پاسنوغاښونو وچیچله اوبیابه یې بل اوسیلی وښکو(وایستو).

  ماچې هرڅومره زارۍ ورته وکړې چې ډوډۍ وخوري اودیسترخان(دسترخوان)ته رانیژدې شي،خوده به یواځې همداویل چې: نه مې تیریږي،زړه مې بنددی،ته خپله ډوډۍ وخوره!

  زه په ډوډۍ لګیاوم خوړله مې اوددې اندیښنه هم راسره نه وه چې دهغه برخه به وخورم.ځکه چې هغه به همیشه په خپله معلومه کاسه اوپه نښه شوي قاب کې ځان ته ډوډۍ راوړه اوپه خپل توبیت(طبیعت)به یې خوړله. په یوه دیسترخان به دمیلمنوسره ناست و،خودهغه کاسې اوقاب ته چالاس نه شوورنیژدې کولای. دهغه ډوډۍ مې ددیسترخان کونج ته ورنیژدې کړه اوده هم ورته په یوه سترګه دبڼولاندې وکتل.

  خدای پوهیږي چې پاسنی کاکا به نن په څه دومره خپه وي ،خودنن ورځې خپکان یې دنوروورځودمرورتوب نه څه ناڅه غوندې فرق لاره.هغه به مخکې هم کله کله خپه واو ډوډۍ به یې نه خوړله،مګرخپله کاسه به یې دمیلمنوله دیسترخان نه واخستله اوخپلې وړې کوټې ته به یې یوړله. وړکۍ کوټه یې دکوردلویې دروازې خولې ته نیژدې پرته وه اوچې کاسه به یې له دیسترخان نه پورته کړه نودځان سره به یې وویل: نه یې خورم،بیلکل داډوډۍ نه خورم. ماته څوک په دې کورکې دسړي نظرنه کوي نوپه ډوډۍ به یې څه وکړم؟

  دکورلوي واړه په دې پوهیدل چې یوسات دوه وروسته یې هغه په خپله کوټه کې خوري اومرورتیایې هم سمیږي نو ځکه به یې هیڅ ځان پې نه پوهاوه. لیکین نن یې راته تبه بیخي خټه او بل ډول ښکاره شوه.داسې معلومیدوچې رښتیا یې زړه ډیرزیات خپه دی.

  ماپه کرارکراردلاسه کړاوپوښته مې ترې وکړه چې پاسنی کاکاډیرپه قاریې خدای دې وکړي چې کومه بده پیښه نه وي درپیښه شوې.هغه راته وویل پریده چې یوسات خپل زړه وخورم،ټوله زماګونا(ګناه)ده،زه ګرم یم اوزه په خپله ملامت یم .همدازه دخنځیرزوي یم چې دې کورته راتلم اودلته مې مزدوري نیوله .بیایې دمزدورۍ کلیمه دځان سره تکرارکړه:

مزدوري،دڅه شي مزدوري،کومه مزدوري؟یواځې په ګیده کیناستل اودغټ مزدورغوندې کارکول.زماڅه مزدوري ده، یواځې ډوډۍ خورم،خیټه ډکوم اوشپه تیروم.داڅوارلس پنځلس کاله مې وشول چې ماته خویوه پیسه هم چانه ده راکړې اونه راته چا داویلي چې ستادمیاشتې یاکال څوروپۍ تنخواه ده.تردې دمه خولاراته داهم چانه دي ویلی چې ددې ټولوکلونوبه دې څومره مزدوري جمعه شوي وي.

  هو .زه یواځې دخیټې مزدوریم.دې ته زمونږپه کلي کې په خیټه مزدوري وایي…هو…په خیټه.

  زمازړه ټینګ نه شواوبیامې ترې پوښتنه وکړه. پاسنی کاکا ولې پیسې خوبه دې په کارنه وي،لکه چې په همدې ټکي خپه یې؟

  نه… نه.زه په پيسوپسې نه ګرځم اونه مې په پیسوایمان راوړی،خوپه دې باره کې یواځې دایوڅوغرتې وې چې وه مې ویشتې.هغه لږپه ژړه غوني شان اوازوویل:خبره بل چیرې ده.

  مابیاورغبرګه کړه چې خبره چیرې ده،ولې یې راته سپینه سپینه نه وایې؟

  په داسې حال کې چې دتندي دواړه اړخونه یې دخپل ښي لاس په ګوتوټینګ نیولي وو،دځان سره وبوڼیدواوبیایې لږپه زوره غوندې وویل:چې نه مې پریدې اوخامخامې ګړوې نوبس دومره درته ویلی شم چې نن دټولوورځونه ډیرخپه یم. ځکه ډیرخپه یم چې نیکي(نیک محمد)راته په غیږه کې دومره زورراکړچې هډوکومې ټقا(ټکا)وکړه.

  ما په خنداخندااوملنډوشانته ورته وویل چې په غیږکې یې  زوردرکړخوښه کاروشو،ایله دې ستړي اندامونه دمه شول.

  نه باباددمه کیدوخبره نه وه.داکارزمادپاره یوخبرداری (آلارم)اوګواښ ؤ…ګواښ…پوهیږې که نه؟

  پاسنی کاکاپه دې کې دګواښ څه دي،خویوه ټوکه ټکاله به یې درسره کړې وي.سړیه زمادې سوداکړه چې خدای خبرپه پاسني کاکا به نیکي د…صیب زوي کومه سخته پټکه مټکه  اویابه یې ورته څومره ډیرقهراوکنځلې کړې وي؟داخویوه ټوکه وه اوتیره شوه.ته چې زړه ښکته پورته نه کړې اونه په دومره وړووړوخبروپسې وګرځې.

  ــ نه نه، وړه خبره نه ده.تاته خوبه وړه معلومیږي،ځکه چې ته داصلي موضوع نه خبر نه یې،خوماته ډیره غټه ده. بیایې تکرارکړه: ډیره غټه….اوددې خبرې نه وروسته یې لاس له تندي نه راکوزکړ.لومړی یې دخپلې چپې سترګې نه رابیدلې اوښکه پاکه کړه اوبیا یې دخپلې رنګۍ ږیرې په ګرولوپیل وکړ.وروورویې اوښکې دومره زیاتې شوې چې د خپل خړکي واسکټ نه یې دپوزې خیرن دوسمال راوایستواو زرزریې پې پاکې کړې چې وروسته یې په کې پوزه هم ورسوڼ کړه.

په اخیرکې زماهم یقین راغې چې په پاسني کاکاحتماً کومه بده پیښه راغلې اودنیکي زورورکول ارومروکومه بله مانا (معنا)لري.

  زماهم نورزړه تنګ شواوورته ومې ویل پاسنی کاکا سم مې په خبره پوه کړه!

  هغه هم نوره په زړه کې ددې خبرې دساتلواوسیله(حوصله ) نه لرله.یوبالښت یې دبل دپاسه کیښودواوډډه یې ورته ووهله .په مایې زیاته ټینګه وکړه چې ګوره داخبره به بل چاته نه کوې.ماپوره ډاډورکړاولاله پخوانه یې هم په ماډیر باورؤ .ځکه چې هیڅکله مې بل چاته دهغه خبره نه وه کړې.

                              *****

  زه او…صیب دیوې سیمې یو.زه اوس په یوه لیلیه ښونځي کې وم اودجمعې په شپه به ددوی کره راتلم.دپاسني کاکا سره مې زیاته علاقه وه اوزه هم ده ته ډیرګران وم.هغه ډیرپاک نفسه شاړی(پشه یي)وچې ډیر کلونه پخواد…صیب کاله ته راغلی ؤ.دکاله ښځودهغه نه ستر(مخپټی)نه کاوه.دبازارد سودادپیسونه هم هغه کله کومه ټنګه غیران نه وپټ کړی.د کوربرکونج ته به تیریدواوټولوپې ډیرباوردرلود.ښځه یې نه وه کړې ،خوهیڅکله یې د…صیب تورسروته کاږه هم نه وو کتلي.هغه ته ددې کاله ټولې ښځې لکه خویندې اومیندې وې.

  پاسنی کاکا ډیر ښه سړی واودمیلمنویې هم ډیرقدرکاوه،خو کله کله چې به سمه ډوډۍ ورته پاتې نه شوه نودمیلمنونه «پسي شا»به دځان سره لږلږګوریدو. دیووخت مونځ یې نه قضأکاوه اولاکله کله به یې دمانځه نه وروسته د…صیب په بچواوکور دمونه اودوعاګانې چوف کولې. دکاله لویووړوبه خپلې مښودې(مستعملې)جامې ده ته ورکولې.که داجامې به دده په ځان کې برابرې وې اویانه،خوده به خپل دلرګي لوي زاړه صندوق ته ورغورځولې اوکلونه کلونه به په هغه صندوق کې پرتې وې.

  که کوم ناشناسړی به ورکره نوی راغی نوده به داسې ښودله چې په دې کورکې مزدورنه؛بلکې د…صیب څه خپلوان غوندې دی.ریشتیاخبره خودا وه چې د…صیب په ټول ال اومال ډیرخپه کیدواوزیات پام یې پې کاوه.

                               *****

  کله چې ماورته ډاډورکړچې ستاخبره به بل چاته نه کوم نو هغه په غبرګوبالښتونوباندې دډډې وهلونه وروسته راته داسې وویل:هغه وخت چې زه د…صیب دکلي دمخ نه تیریدم اودده دمشرزوي سترګې په ماولګیدې نوغږیې راباندې وکړ چې پاسنی کاکا چیرې دې دخیره تکل کړی دی؟که په کار پسې راوتلی یې نومونږهم تاغوندې سړي ته اړیو.راځه زمونږپه کورکې کارشروع کړه اوښه په زړه پورې تنخابه درکوو.زه هم په همدې کارپسې راوتلی وم ،خونیت مې کوم ډیر لرې ځای ته کړی ؤ.دنصیب تقدیرخبره وه دصیب دمشر زوي په دې دوه درې خبروراوګرځیدم اومخامخ ددوی کور ته راغلو.

  کورته درسیدوسره سم مې په یوه داسې سړي سترګې ولګیدې چې دعمر په لحاظ به په هغه وخت کې دومره ولکه زه چې همدااوس یم .هغه دصیب زوي په غیږه کې داسې ټینګ نیولی وچې ان پوښتۍ یې ورله ماتې کړې وې.په هغه وخت کې یې دډیر دردنه ساه نه شوه ایستلی اولګیاوخپل زاړه ماړه کالي یې راټولول.خپل ټکه ټوکه کالي یې په سپین خیرن لکه دڅپوټي غوندې څادرکې وتړل اوپه ستمونو ستمونو(په زوره دتنفس ایستلو)لومړی په زنګنوشواوبیا یې  له ځمکې نه ځان جګ کړ.ماهم ورمنډه وکړه چې پیټی ورسره پورته کړم،خوزه چې څوپورې وررسیدم هغه په خپله جګ شو.

  څوورځې وروسته په موضوع پوه شوم چې هغه سپین ږیری ددوی اتلس کاله مزدورؤچې اوس یې په دغسې وضعیت رخصت کړ.نه یې مزدوري ورکړه اونه یې ورته کومه اب وابروپریښوده.په وهلووهلویې تنګ کړی واوله کوره یې په بیشرمۍ وویست.خدای پوهیږي چې هغه غریب به چیرې تللی وي اوڅه به یې کړي وي،خودهغه ځای ما ونیواونن …بس نوره یې خبره په خوله کې وچه شوه.لږ وروسته یې غاړه تازه کړه،په مخ راتوی شوې اوښې یې بیاپاکې کړې اوپه ژړغوني اوازیې وویل: نن زماهم هماغه حال شو،کټ مټ هماغه حال.زه هم نن دصیب کشرزوي په غیږه کې دومره ټینګ ونیولم چې هډوکومې ټکاوکړه اوبیایې په ځمکه لکه دمارغوندې کوړۍ کوړۍ وغورځولم.زه په دې ښه سم پوه شوم چې زماهم نوره ځواني تیره اودصیب کورنۍ راباندې تنګه شوې ده.ماته هم اوس انې بانې لټوي چې څنګه مې له کاره وباسي اوپه څه ډول مې وشړي.

  زه لامخکې په ځان پوه شوی یم اواوس خوښه سم دم پوهیږم چې زه به هم دهغه بل سپین ږیري په شان له دې کوره په بدرنګ شړل کیږم.تراوسه چې پاتې یم علت(لامل) یې دادی چې زما په مټوکې لا څه ناڅه زورشته او دوی به ترهغې پورې ماورووروتنګوي چې نوردکاره ووځم او خذمت یې ونه شم کړای.

ماخوداکوربیخي خپل ګاڼه اوفکرمې کاوه چې زما ځناځه به له همدې کوره وځي،خو… نوره یې بیاغاړه بنده ،لاړې (لیاړې)یې په خوله کې وچې شوې اور ڼې رڼې اوښې یې بیا په مخ راوبهیدې.

  ماورته په ډیر اطمیناني اوازوویل: اوی بابا!پاسنی کاکا ته هم بیخي لکه دیولیوني سړي په شان دهغه بل سپین ږیري سره ځان سموې!ته خوبیلکل ددې کورحقداراوددې کورنۍ دیوه غړي په شان درسره ګوزاره کیږي. ته هماغسې یې لکه څنګه چې دې مخکې فکرکاوه.ته به یې په همدې کور کې خورې اوهمدلته به مرې.داستاکوردی اوبیلکل دې خپل کوردی.په دومره وړووړوخبروپسې مه ګرځه!خدای خبرچې دصیب دکشري زوي چې دهغه شپږم اووم زوي دی تاسره څه ټوکه موکه کړې وي ،خوتابیا دومره زړې خبرې را سپړلي اوزړه ته دې نیولي دي.

  داخبرې مې یواځې دده دزړه دښه کولودپاره وکړې،خوپه دې زه هم ښه پوه شوم چې پاسني کاکا موضوع سمه درک کړې ده اویوه ورځ به دهماغه سپین ږیري مزدورپه څیر په وهلوټکولودکوره وایستل شي.

                           *****

  پاسنی کاکا له ونې لنډ،مۍ وریژي ږیره یې درلوده او په اوړي کې به یې خپله مښودې(زړه غوندې)شنه لونګۍ له سرنه، نه کوځوله. په ژمي کې به یې دماشومانوهغه پکول ډوله خولۍ په سرکوله چې غوږونه به یې هم په کې پټیدل. د ژمي په رارسیدوسره به یې دومره کالي واغوستل چې په ځان به یې هغه دچاخبره دبړستنوبرباره جوړه کړه.بیابه یې ددغوټولوبربارودپاسه خپله ډیره پخوانۍ زړه وړینه ګنډۍ (چپنه)واغوستله اودبازارپه سوداپسې دتلو په وخت کې به یې ملاټینګه وتړله.دهماغې ورځې نه په پاسني کاکامشهور شوچې د…صیب زوي ورته په اوله ورځ داغږ وکړ.تردې ساعته پورې دهغه نوم نه زمازده واونه دکوردنوروخلکو، خوهرچابه ورته دپاسني کاکا غږکاوه.

  دصیب کور،کورنه و؛بلکې یولوي دتفریح ځای اوباغ و.د پراخې کرنیزې ځمکې نه یې پوخ سیمټي دیوال چاپیرکړی و اوپه منځ کې یې ورته ښکلې ودانۍ جوړې کړې وې.تاو راتاوترې رنګارنګ میوه لرونکې اوبې میووونې اوشنې شنې باخچې(باغچې)پرتې وې.دپالیزمالیزبرخه هم همدلته پوره کیده.دپاسني کاکا په مرسته به دکاله نورومزدورانود کورپه باخچوکې پیاز، ګندنه،هوږه،الوګان(کچالان)،باتینګړ (ټماټرـ سره بانجان)،پالک،ټیپر(شلغم)اوداسې نورکرل.

  کاله ته په غیردپاسني کاکا نه بل نارینه مزدوردننه نه شو ورننوتلی اوکوردمیلمنو دحجرې(بیټک) نه جداو.دکورپه باره کې پاسني کاکا ته هم پوره معلومات نه و،خويواځې دومره پوهیدوچې بې جوړې ښایسته اوپه ټولوضروري شیانواو وسایلوښه سمبال کوردی.

  دې کورته به دصیب میلمانه سوداګران، دده دلاریوموټروانان نورمعتبره کسان،دزامنویاران دوستان، خپل خپلوان اوداسې نوربې شمیره میلمانه راتلل. په کورکې به هره ورځ قورمې اوپولاوونه باندې وو.په حجره کې به د میلمنواوکوربنوترمینځ دسوداګرۍ خبرې وې.یابه دځمکواو باغونودحاصلاتو،دټراکټورونو،لاریواوځینې نورې غټې غټې خبرې وې.

 پاسني کاکا په دې خبروکې ځان نه شریکاوه اوغوږیې ورته هم نه نیوه.هغه ته به یواځې کله کله په زړه کې ور  ګرځیدل چې خبرومبروته خویې غوږنه نیسي اونه د سوداګرۍ دپیسوپه غم کې دی،خوچې دومره قدرې کارشوی وی چې … صیب ورته کورودان کړی وای(کوژدن،واده یې ورته کړی وای).په نوروغټوغټوخبروکې یې ځکه چروت نه شووهلی چې ان پلارنیکه یې هم یوکورښی(وړه ټوټه) ځمکه نه درلوده،پریږده لا داخبرې چې په سوداګرۍ او…کې فکروکړي.

                                *****

  دانقلاب په دریمه ورځ کورته ورغلم اوومې لیدل چې د پاسني کاکاچروت خراپ غوندې ؤ.هغه خبرې چې ده په دې دری ورځوکې په کورکې اوریدلې وې ،دی یې هم ښه وارخطا کړی ؤ.دانقلاب نوم پې چندان ښه نه لګیږي.ماته ځان داسې ښیي چې ددې خبروسره علاقه نه لري،خوڅه چې ورته زه وایم دزړه په غوږونویې اوري.زه هم زرزر لګیایم هغه ته دانقلاب ګټې په ډیره ساده ژبه راسپړم اوهڅه کوم چې دانقلاب په مزووپوهیږي.

  ماورته وویل چې پاسنی کاکااوس به دخیره دخپلې ځمکې خاوندشې،واده به وکړې،کوربه دې شي اوربه دې شي اود پردیودپټکواومزدوریونه به خلاص شې.داانقلاب ستا او ستاغوندې خلکودپاره بریالی شوی دی.داانقلاب که دوشمنانو یې په کرارپریښودونودخوارانومزدوران ډیر په ګټه دی. زمونږدهیوادټول غریبانان مزدوران به دخپلوبرخوخاوندان شي.ټول شته اونعمتونه یې نورپه تا اوستاغوندې دکلونو کلونوارمانجنوزیارایستونکوپورې اړه لري.

  په پاسني کاکا باندې زماخبرې ښې ولګیدې اوپه ژور چروت کې لاهوشو.په چروت اوخیال کې یې ځان ته کور ودان کړ،دخپلې ځمکې خاوندشو،اولادونه یې شول،کوراو کلی یې شواود…صیب دمزدورۍ اودزامنوپه غیږه کې د زورورکولونه خلاص شو،خویره داخیال یې یواځې یوڅو لحظې ؤ.دبل چادځمکوقبضه کول ورته ګونا(ګناه)ښکاره شوه اودخپل اوسني ژوند بدلون ورته ناممکن.

                             *****

  څوورځې وروسته چې بیا د…صیب کورته ورغلم نوپاسنی کاکاد…صیب کورنۍ تیریستلی اودځان سره یې یوځای د کرښې نه اخواته اړولی ؤ.

                                        «پای»

                   دسپیره کلي جشن

دلیکلونیټه یې:۱۳۶۴

  ددې کلي دماشومانوپه پښوکې هغه پړیوخاپونه کړي ووچې ددوی پښې یې پې ټینګې تړلې وې،خوخلک یې لاتراوسه هم دکلي نه دفاع کوي.

  ماشومان یې په پړواورسیوپه کټونواوستنوپورې تړلي وو چې دکوټې سرته ونه خیژي اودانقلاب ددښمنانوپه داشکه (ماشینګړ)باندې مړه نه شي.

  پلرونه به یې همیشه اومیندې به یې کله ناکله دضرورت په وخت کې په مورچلو کې جنګیدلې اوددې«سپیره»کلي خواته یې دثورانقلاب دښمنان نه راپریښودل.

  دې کلي ته دوشمن ځکه پسخیدوچې دکرښې نه اخواته ذخیره شوې وسلې ددې لارې نه په ښه توګه دانقلاب دښمنانوته رسیدای شوې.دهرې درې نه ورباندې لارې سورې وې اودجګړه ماروددمې دپاره یې ښه موقعیت درلود.

  لکه څنګه چې ددې کلي نوم سپیره وهماغه رنګه په خپله  کلی هم وچه سوکړه و،سپیره کاني وواوسپیرې خاورې په کلي بادیدې.لاندې ترې دکونړډیرمست سیند چې داوړي په موسم کې دقهره له خولې ځګونه شندي ،په ښه جوش او خروش روان دی،خوځمکې یې ټولې للمې دي.مخکې خوبه تل خلکوپه مني کې دغه ځمکې دباران داوریدوپه امید کرلې اوپه جوماتونوکې به یې داورښت په هیله دقرآن کریم ختمونه کول،خواوس داشپږم کال دی چې ددغوللمه ایزوپټیوپولوته هم څوک نه دي ورنیژدې شوي.ددغوودانوللمه ایزواډیو (لویوپټیو) نه اوس وحشي ځنګلونه اودغنوجاخې په کې جوړې شوي دي.

  دځمکې یوه ډیره کوچنوټې برخه چې دکلي په جنوب کې پرته ده ،ددې سین نه لږې اوبه اخستلي چې دابرخه ځمکه یې اوي(تراوبولاندې)ده.لیکین اوس هغه هم شړه پاتې اولکه دبیلې غوندې ځغنلي اوځوځان په کې راشنه شوي دي.

  په پخواکلونوکې به په دې سیندکې سیلاب راوتو،لرګي به یې راوړل اوخلک به یې تریووخته پورې دغرونودخسواو لرګودتګ نه خلاصول،خوددې کلي دبدې طالع له کبله داڅو کاله سرپه سرسیلاب راونه وتواونسر(نیزه وړي ـ شاوړي) یې رانه وړل.ښځواوکوچنیانوبه دتناره دپاره دبیلې نه بوټي اوغزونه(ځغنلي)راوړل،خونن سبا هغې خواته هم تګ امکان نه درلود.

  دکلي ګرچاپیره ،دښمنانولکه دغلوپه شان په غارونواو سمڅو(ښمڅو)کې داشکې داسې ایښودلې وې چې هغوی څوک نه ویني اودکلي په خلکوله ورایه ډزې کوي،خوپه مخامخ جنګونوکې یې هیڅکله له کلي نه بری نه دی وړی. څوڅوځله یې ددرنوتوپونو،هاوانونواوتوغندیوسره په دې کلي یرغلونه کړي،خوبیرته شرمیدلي په شا ستانه شوي دي. په هرواربه څوتنه مړه یاټپیان اوحملې به یې شنډې شوې.

  دهغې شپې دحملې نه وروسته چې ددشمنانویومشرقوماندان په وینوکې غسل وکړاوددې کلي دړنګیدوارمان یې دځان سره خاوروته یوړو،نودخلکومورال(روحیات)یې نورهم پسې لوړشول.دې قوماندان د یوه بل قوماندان سره دا شرط ایښودلی وچې دسپیره کلي خلک به له کلي نه راپاڅوي.هغه بل قوماندان ورته ویلي ووچې ددې کلي خلک له خپل کلي نه، نه راپاڅي.ماپې خپل ټول وس کړی،خوهغوی ډیر کلک خلک دي اودراپاڅیدوامکان یې نه شته. برناحقه پې ځان مه په عذابوه! لیکین ده داقسم خوړلی وچې حتماً یې خلک دځان سره ملګري کوي.

هغه داشکې له غرونونه راکوزې کړې اودکلي په نیژدې للمه ایزوپټوکې یې ځای په ځای اوجګړې ته تیارې ودرولې.

  خبره دومره سخته شوه چې دخلکو په اوي ځمکوکې ولاړ غنم په ځمکه ورژیدل اوحاصل یې ترې وانه خیست.هغوی ته دکلي پریښودل اودښمن ته تسلیمیدل دناموس دپریښودلونه کم نه وو.هغوی لاپه همدې حالت کې هم په زړورتوب جنګیدل اوله کلي نه یې دفاع کوله. ترهغې یې دفاع کوله چې نري قومندان هم پرې سرکیښودو.

                             *****

کله چې دثورانقلاب بریالی شونوددې کلي خلکوپه یوه غږاو یوه زړه دانقلاب ملاتړوکړاوپه کورونوکې یې لوی اخترجوړ شو.ځکه چې  دوی دانقلاب نه مخکې دخپلوبچوله خواد انقلاب په ګټوپوهول شوي وو.یوڅومحدودکسان که په زړه کې دانقلاب مخالف هم وو،خودنوروخلکو دویرې نه یې څه نه شوویلای اودوی هم تش په خوله،انقلاب تاییداوه.هره ورځ چې به دانقلاب ددفاع په خاطر کومه غونډه وه نونرو اوښځوبه بیرغونه په لاسونوکې نیولي وواود«ژوندی دې وي انقلاب» نارې به یې وهلې.

  دقرضونودبښل کیدواودځمکودویشلوفرمانونه دوی ته لومړی خوب اوخیال و،خووروسته یې ددې فرمانونوپه عملي کیدوکې زیاته مرسته وکړه.ددې کلي خلک دټول هیواد دغریبوخلکوپه شان دسختوستونځوسره مخامخ وواوداسې فکریې کاوه چې انقلاب یواځې ددوی په ګټه دی اوهمدوی له هرچانه زیات کړاوونه ګاللي دي.بس نودانقلاب دهرپروګرام دبریالیتوب دپاره به یې ډیرې خولې تویولې اولاسونه به یې تڼاکې کول.دملاتړپه غونډوکې به یې داسې په زوره زوره چغې وهلې چې ګوندې وبه کړای شي په ډیروناروبه انقلاب زرزر بریالیتوب ته ورسوي.

  لیکین له وطن نه تښتیدلي یاران یې هم کرار کینه ناستل اوددوی دآبادۍ سوله ایزې هلې ځلې یې په تاوده سنګربدلې کړې.

                                *****

  اوس اوس هغوی ډیری یې په مورچلو کې پراته دي اوپه ډیره سیالۍ له خپل کلي نه دفاع کوي.کلي ته دننه ددوشمن هیڅ جاسوس ته دراننوتواجازه نه ورکوي. لوي واړه په دې ویاړي چې دخپل کلي اوخپل ناموس نه دفاع کوي. په دې هم فخرکوي چې تورسرې یې دپردیوپه کمپونوکې بې ستره شوې نه دي،خودلته که دوطن په ساتنه کې شهیدانې کیږي هم ،غیرت یې په ځای دی.

  څوڅوځله یې ډیرخیالي اولښتې لښتې ځوانان دپرسونل په ضدبمونواوماینونوګوډیاشهیدان شول،خوخلک یې ونه ډاریده اولا هماغسې ددفاع په مورچلونوکې پراته دي.

  څاروي اودکارمالونه یې ډیر مړه اوضایع شول.لرګي هم نه شته اودپاتې څارویوپه خوشایانوتنورونه لمبه کوي.ژرندې ته هم نه شي تلای اوله بل ځای نه په خواروراوړل شوې غلې دانې په میچنو«دل»(ځږه وړه)کوي،خوبیاهم عجیبه کلی دی چې تردې دمه یې په روحیاتوکې دکمزوریتوب هیڅ نښې نښانې نه لیدل کیږي.

  له شپیتوتنونه زیات بزګران اومزدوران یې دخپلوځمکود کرلوپه وخت کې په کروندوکې شهیدان شول اوددوی دکښت اوکارمخه یې ونیوله،خوکلی لا په نرۍ سره جنګیږي اودفاع کوي.

  هغه وخت به دچاله یاده ووځي چې دیوه شهیددکورنۍ سره ددې کلي دښوونځي ځوانان دکومک په ډول کروندې ته وتلي وواودهغه شهیدپه پټوکې یې دهغوی دجواروسترۍ ټولولې چې ناڅاپه دوه تنکي زلمیان په ماین والوتل اوټوټې ټوټې شول؟

   وړه ،چای،بوره،غوړي اودژوندانه نورضروري شیان هغوی ته په ډیر کمښت اوسختۍ سره وررسیږي،خودخپل کلي نه په اوچت غرورسره دفاع کوي.

  هغه ورځ به هم دچاهیره نه شي چې یومازیګردرې اووه کلن اته کلن ماشومان دهاوان توپ په پارچوباندې وچڼیدل او ددریوتنکیوشهیدانوځناځې یوځای واخیستل شوې.هغه هم یوه دقیامت اوویرنه ډکه ورځ وه چې په دې کلي باندې تیره شوه،خوددې کلي خلکودانقلاب ددفاع سنګرونه دښمنانوته پری نه ښودل.

  دوه ورځې کیږي چې ددې کلي یویادسړی مړدی،خودوی نه شي کولای چې دداشکودچارمارۍ له امله دکلي نه بهر ډاګ ته ځناځه وباسي اودمړي دقبردایستلواودښخیدومراسم یې سرته ورسوي.ځکه چې څوورځې مخکې دهمدې کلي یوبل دده سره ورته سړی مړواودوشمنانودهغه دجنازې په لمانځه دداشکوباټونه وچلول چې څوتنه نوریې هم ور سره یوځای کړل.اوس ددې مړي کورنۍ له دوه ورځوانتظارنه وروسته چې مړی یې په کورکې ساتلی و،مجبوره شوه چې هدیرې ته یې یونه سي اوپه کورکې ورله قبروباسي،خویره خلک دکلي دفاع نه پریږدي.

  سپیره کلی دپخواني وخت هم ډیرې دنارینتوب کیسې لري ،خوداځل یې دانقلاب په دوران کې پوره نوم وویستو.سپیره کلي اوس هم بې شماره قربانۍ ورکړې،په ډیروقبرونوباندې یې ډیوې بلې شوې اوډیروښځودکونډتون څڼې وتړلې،خویود بی غیرتۍ ټکی په کې هم پیدانه شواولاجنګیږي.

  یواځې یوه بوګنوونکې خبره ددې کلي دنرواوښځوپه زړونوکې داغ پاتې ده چې په یوه نښته کې دانقلاب دوشمنانو دیوه تکړه ځوان شهید خولۍ ،لونګۍ دځانه سره یوړه اوبیا بیرته داسې خبرراغی چې دخولۍ وړونکي انعام وګاټه اوخولۍ دیوه بریتورپنجابي په کورکې اوس هم میخ ته ځوړنده ده.

                          *****

  نن چې دهغوی کوچنیان له پړیونه راخلاص شوي دي نومیندې یې ورله په پښووسلین مښي،خوکوچنیان لا اوس هم لمرته سترګې نه شي غړولی.په کلي کې ډیره خوشالي ده اودانقلاب دلومړیوشپواوورځوپه څیر بیا خلکوډولونواو سورنوته ګوتې وروړې دي.هوراوې اوچغې وهل کیږي اوبیایې بیرغونه راجګ کړي دي.دلوډسپيکراوچت اوازددې زرکوریزکلي برسرته رسیږي اونن یې بیالوي اختردی.

  خبره داسې وه چې وړمه ورځ ددوی دقوت سره نور انقلابي ځواکونه یوځای شول اوپه ګډه سره یې دښمن ته کړۍ (کمین ـ ګرځنی ـ څو)جوړه کړه.دتورواوچتوغرونونه یې څوارلس تنه داړه ماران،ددغوغرونواودکلي دډاګونونه څو داشکې اویوزیات شمیر نورې وسلې راکوزې کړي دي اوپه دې مناسبت يې سترجشن نیولی دی.

  خبرلوڅ(ویاند)په لوډسپیکرکې په اوچت اوازخلکوته وویل:

تاسوته ددې بریالیتوب اوخوښۍ اوهمدارنګه دافغانستان دخلک دیموکراتیک ګوند دشلمې کلیزې چې دنن ورځې سره سمون خوري،دزړه دکومي مبارکي وایم،هیله لرم چې دګوند دشلمې کلیزې دجشن اوستاسودسپیره کلي دجشن دخوشالۍ په

مناسبت پنځه دقیقې هوراوې جوړې کړئ!

ددې مبارکۍ سره سم دسپیره کلي دخلکوکریکودغرونوپه دروکې انګازې جوړې کړې چې بیرته به ددوی غوږونوته منعکسې کیدې.

                                «پای»

 

 

 

 

 

 

 

 

 


د عیا ن ژوند لیک                                                                 

محمد عیا ن « عیا ن » د کونړ ولا یت د « سرکاڼو » په کلي کی په «۱۳۲۶» لمریځ ـ لیږد یز کا ل کې زیږید لی د ی .

  کلیوالی ښوونځی یې په سرکا ڼوکې پا ی ته رسولی ا و بیا په

 لمریزکا ل ۱۳۳۷د وري (حمل) په میا شت کې د رحما ن با با په لیسه کې په څلورم ټولګي کی دا خل شو. په «۱۳۴۴» کا ل کې د  رحما ن بابا دلیسې نه فا رغ ا لتحصیل ا وپه «۱۳۴۵ » کا ل کې د     کا بل پو هنتون  د اد بیا تو پو هنځي ته ور دا خل شو . د د غې پا کولتې له څلورم ټولګي نه با ید په «۱۳۴۸ » کا ل کې خلا ص شوی وای ، خو د هغه وخت د مظا هرو ا و ا عتصا بونوله کبله د کا بل پو هنتون شپږ میا شتې وځنډ ید و نوهغه د« ۱۳۴۹» کا ل د غبرګولي (جوزا)په میا شت کې د ژورنا لیزم دڅا نګې نه فا رغ شو .

  له فا رغید و نه وروسته د با ختر ا ژانس د پښتو خبرونو په څا نګه کې په  د نده بوخت شو . څه مود ه یې دپښتو خبرونو په څا نګه کې    کا ر وکړ او بیا د خبرونو  بهرنۍ څا نګې ته بد ل شو . هلته یې له       ا نګلیسي ژبې نه د ري ته خبرونه ژبا ړل. په « ۱۳۵۱» کا ل کې له   با ختر ا ژا نس نه وا یستل شو( اضا فه بست شو ) او د اطلا عا تو او کلتور د وزا رت په مرکزي څا نګه کې چې د « دعا مه اړیکو » په    نا مه نوې جوړه شوې وه ، وټا کل شو .  چې شاهي نظا م په  جمهوریت بد ل شو نو یا ده څا نګه هم له منځه ولا ړه او عیا ن د« پښتو ژبې د پرمختیا » په ریا ست کې غړی شو .

  په دغه څا نګه کې له څه مو د ې کار نه وروسته د وخت چا روا کو  د ده او د ده د دوه نورو  ملګرو د د فترمیزونه لومړی مهر او لا ک کړل او بیا یې ولټول . د د وی په میزونو کې د سیا سي کتا بونو د پیدا کید و له کبله ، چا روا کو هغوی له کا ره وویستل او منتظر ما مورین یې کړ ل .

  عیا ن د یوکا ل بیکارۍ نه وروسته د کابل ښار په ښا ر وا لۍ کې د قیر جوړولو ( تارکول جوړولو ) په فا بریکه کې ــ د جشن د بیرغونو د ویشلو په مد یریت کې  و ټا کل شو او بیا د پا میر په جریده کې خد متي ما مور شو .

  د «۱۳۵۷ » کا ل د ثورپه میا شت کې له ښا روالۍ نه په نا خبرۍ کې بیرته « با ختر آژانس » ته رابد ل کړای شو او د دغې ریا ست   مرستیا ل یې وټا کو. بیا په همد ې کا ل  د وږي په میاشت کې د باختر  آ ژانس مشرــ او بیا د همدې کا ل د لړم په میاشت کې د د ولتي مطبوعو لوی رییس وټا کل شو .

  د « ۱۳۵۸ » کا ل  په پیل کې یې « د ثور انقلاب » نومې ورځپا ڼې د مسوول چلوونکی په توګه د ند ه لرله . لس    میا شتې یې هلته کا ر وکړ او افغا نستا ن ته د شوروي عسکرو په را تګ سره له دې وظیفې نه ګوښه کړا ی شو .

د « ۱۳۵۹»  کا ل د ثور په « ۲۴ »  نیټه د پولیند په هیواد کې د افغانستا ن دلوي سفیر په توګه مقررشو . له درې کا له وظیفې نه وروسته بیرته کا بل ته راغې او د بهرنیو چا رو په وزارت کې یې خپلې د ندې ته د وا م ورکړ . څو کا له یې په همد ې وزارت کې تیر کړل او په « ۱۳۶۶» کا ل کې د کوریا  د خلکو په د یمو کراتیک جمهوریت کې د افغانستا ن د لوي سفیر په حیث و ټا کل شو .

 د  « ۱۳۶۷» کا ل د تلې په میا شت کې له ټا کلي وخت نه مخکې ، بیرته کا بل ته را وغوښتل شو او بیا یې د با ند نیو چارو  په وزارت کې خپل کار پیل کړ . له څه مودې نه وروسته ـ یا نې په « ۱۳۶۸»   کا ل کې له د غه وزا رت نه  ا ضا فه بست او د کار ریا ست ته ورمعرفي شو . دغه ریا ست د ترانسپورت وزا رت ته ـ دآریانا افغان هوایي شرکت ریا ست ته ورمقررکړ . هلته د «۱۳۶۸ » کا ل د کب د        میا شتې تر «۱۵ » نیټې پورې په کا ربو خت ؤ . د دغې نیټې د  کود تا له کبله عیان هم د نورو ا نډ یوالا نو په څیر پټ ( مخفي) شو چې څوارلس میاشتې یې په کوټه کې تیرې کړې . هغه وخت چې ښه پوره   نا روغه  او نور یې ستونی بند شو نو د پیښور د تګ تکل یې وکړ .

  پیښور ته د «۱۳۷۰» کا ل د ثورپه «۱۷ » نیټه ورکډ وا ل شو . له «۱۳۷۰ » نه تر«۱۳۷۴ » پورې په پیښورکې اوسید و. د همدې کا ل د لړم د میا شتې په د و یمه نیټه چې د«۱۹۹۵» زیږد یزکا ل د ا کتوبر د «۲۴» نیټې سره سمون خوري ، ها لیند ته ورکډ وا ل شواولا تراوسه په همد ې هیوا د کې د خپلې کورنۍ سره اوسیږي .

  : عیا ن دغه کتا بونه لیکلي یا ژبا ړلي د ي

۱ـ چپه کښ  : دا یو نا ولګی دی چې په یوو لسم ټولګي کې یې لیکلی او نورو ژبو ته هم وراړول شوی دی .

ــ کوچۍ : د لنډ و کیسو ټولګه د ه . ۲

ــ یوفلسفي کتا ب : چې له انګلیسي ژبې نه یې ژبا ړلی د ی . ۳

۴ــ یوعلمي ټولنیزکتا ب :  چې له دري ژبې نه یې ترجمه کړی دی . 

۵ــ نرنګی ما ما : د لنډ و کیسو ټولګه .

ــ پیښورۍ پا نــګه : د لنډ و کیسوټولګه . ۶

۷ــ  پرد یس شهید : د لنډ و کیسو ټولګه  .  

۸ــ زمونږ اتــل : د لنډ و کیسو او سکونډ نو ټولګه  .

۹ــ د کوچۍ دلنډوکیسودټولګې دادویم چاپ چې تیرې تیروتنې یې هم سمې شوي دي.                                                                              

      همد ا رنګه  یو شمیرشعرونه یې دهیواد په مطبوعاتو کې هم     خپا ره شوي اوله انګلیسي  ژبې نه یې زیا تې سیا سي اوټولنیزې مقالې په پښتو او د ري ژبو ژبا ړلي چې په ورځپا ڼوا ومجلو کې نشر شوي دي .              

« د حوالد ارصیب زوي » په نا مه   یونا ول چې دروسانو په وخت کې یې لیکلی  ؤ ، یوه دشعرونو کتا بچه او یوشمیر نورې لیکنې یې چې لا چا پ شوې نه وې  ، د کابل د ښار د خپل منځي جګړو له کبله د اورد سرو لمبو خورا ک شوې .           « پا ی »

 

 

 

  دآرزو«عیان»

او یما«عیان»نه ډیره مننه چې ددې کتاب په کمپیوټري برخه کې یې راسره مرسته کړې ده.  «پای»

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دکتاب لیکوال«عیان»

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news