maiwand ashna a
م اشنا:-
درېنۍ، رجب ١٠/ ١٤٣٦ هـ
اپرېل، ٢٨/ ٢٠١٥ ز
 
د پاکستان پخوانی پوځي هېواد مشر يحيا خان په ١٩٣٩ کې په  بريټش هېندي پوځ کې مامور شوی وو. د انګريز چرچل په مشرۍ کې په نړيواله جګړه کې د کرايي ټټو په توګه هم کارول  شوی وو. انګريزانو د يحيا خان په ژوند ليک کي ليکلي دي چې د دۀ کورنۍ هغه وخت چې دی په بريټش هېندي پوځ کې داخيلېدو کورنۍ يې دوه سوه کاله پخوا له افغانستانه هند ته راغلې ده او يحيا د پنجاب په چکوال نومې ځای کې زېږدلی دی.
يحيا خان په ١٩٦٩ کې له ايوب خان وروسته صدر پاکستان شو. يحيا په وخت کې پاکستان پر سوبو وويشل شو. نوي سياسي ګوندونه يې جوړ کړل چې خداي خدمتګاران يې د عبدلولي خان صېب  په مشرۍ کې پر عوامي نېشنل پارټي واړول. يحيا خان چې کله د سوبو سرحدونه او پولې مالومولې عبدلولي خان هم ورسره وو. عبدلولي خان په يوۀ دستخط د پښتنو ډېرې سيمې په پنجاب کې راوستې. لکه ميانوالي او د اټک ډېره برخه چې اوس په پنجاب کې حسابېږي. اوبه، بېجلي او د پښتنو ټول کلنی عايد يې د پنجاب په فايلونو کې وليک پر دې تمه چې يوه ورځ به ولي خان صدر پاکستان شي.
اوس د ولي خان زوي اسفنديار او نور پښتانه، فضل رحمان، سراج الحق، افتاب شېرپاو د پښتنو مشران ځانونه بولي. قبايلي نالوستو ته وايي تاسې به د پاکستان د وفادارۍ سوګند پورته کوئ. پاکستاني پوځ ته به اجازه ورکوئ چې وراخوا نيم افغانستان سره انټرنېشنل باډر جوړ کړي. هله به د پاکستاني پوځ له بمباره، وهلو، رټلو او شرمولو نه په امن کې ياست. د پوځ له خوا قبايلو ته د وفادارۍ بل شرط دا دی چې قبايليان به پاکستاني پوځ سره داسې ليکل کوي، پر موږ دې ښځې طلاقې وي، مور، خور، او لور دې راباندې ښځې وي که موږ به د پاکستان بد وويل يا مو غداري وکړه.  موږ به له افغانستان سره انټرنېشنل باډر منو، موږ به پر پاکستان داسې قربان يو لکه خر چې پر ډېران مردار وي. 
 او دا به هم ليکي: عبدالرحمان خان پښتون وو وطن يې وويشوباډر يې په کې جوړ کړ. يحيا خان او ولي خان پښتانۀ وۀ وطن يي وويشو. اسفنديار، فضل، سراج او افتاب هم پښتانۀ دي وطن ويشي. که موږ قبايلو له پاکستان سره د وفادارۍ سوګند وکړ څه ښځې خو رانه نه ځي. موږ پښتانه  تر يو ځای احمقان، جاهلان، او دا مشران مو د نه سړي زامن په وطن څه کوو. سره له ننه پر ډېران قربان يو پاکستان زنده باد.
 
غويی، ٨/ ١٣٩٤ ل