لیکونکی: کاندید اکادمیسین سیستانی                                               

ژباړونکی: رحمت آریا

 

دا به زښته گرانه وي چې څوک دې د افغانستان له سیاسي ظهور مخکې د تـﯧـرو شپـږو پـﯧـړېو له سیاسي، اقتصادي او ټولنــﯧـز وضعیته یو روڼ او هر اړخـﯦـزه انځور په څو پاڼو مقالې کې وړاندې کړي ، په همدغو تـﯧـرو شپـږو پـﯧـړېـو کې ول چې د غوریانو له واکمنۍ وروسته پر هـﯦـواد باندې د پردیو د نـﯧـواک تورې ورېځې خپرې شوې، د نـﯦـواک دا لړۍ له ظلم، خپلسریو، زورواکیو، ورانیو، عاموژنو، غاړو پرېـکونو او مرېـتوبونو سره بدرگه وه؛ مغول یرغلگرو د ۱۳ او ۱۴ پـﯧـړۍ په اوږدو کې په نـﯧـول شویو سـﯧـمو کې بې شمـﯧـره ککرې ورېبلې، نارینه او ماشومان ېې مرییان او ښځې ېې مینځې کړلې، ورپسې د پـﯧـنـځلسمې پـﯧـړۍ په ترڅ کې د گوډ تیمور او د هغه د ځای نـﯧـوونکو غوبل او ناتار پـﯧـل سو، په هر ښار کې ېې د انسانانو له ککرو څخه کوپړۍ منارونه جوړ کړل، بیا د ۱۶ او ۱۷ پـﯧـړۍ په لړ کې د اورپکو صفویانو د واکمنۍ او ناتار وار راغی ، صفویانو په نـﯧـول شویو سـﯧـمو کې خلک د خپل مذهبي فاشیزم د اور په تبۍ باندې وځپل او وېې کړول.

کـﯦـدای شي یو شـمـﯧـر کسان د بې پرواېـۍ او یا د ورپـﯦـښې ناخبرې له مخې گومان وکړي چې زموږ گران هـﯧـواد افغانستان، ددې ټاټوبي د بچیـو له سرښندنو، تورو او مـﯧـړانو پرته په خپل سر جوړ او د اوسنـﯧـو شته وو جغرافیوي پولو په اډانې ېې شکل اخـﯧـستی دی؛ خو د هـﯧـواد او د گاونډﯧـو هـﯧوادونو تأریخ ته ژوره کتنه په زباد رسوي چې په دې جغرافیوي چاپیریال کې استوگنو پرگنو د بـﯧـلابـﯧـلو لاملونو له کبله خپل مـﯧـړني سرونه په لاس کې نـﯧـولي او د پردېو د تپل شویو ربړو او زورواکیو پر وړاندې په پښو درېدلي دي، قربانۍ ېې ورکړي او قربانۍ ېې اخـﯧـستي او په پای کې د خپل برخلـﯧـک د ټاکنې او د واک واگې ېې په خپل لاس کې نـﯧـولي او خپل ځانته ېې خپل هـﯧـواد جوړ کړي دی، او دا ېې په زباد رسولې چې بل هـﯧـڅ پردی به نور د هغوی د کړولو جرﺌـت ونه کړي، د هغوی د لاس یبره « حاصل» او جیبونه به د « حوالې» او « بروات» او په نورو ملا ماتوونکو مالیاتي پلمو لوټ او تش نه کړي؛ خاورې، ناموس او هستۍ ته به ېې څوک په سپکو او سـپـﯦـرو سترگو ونه گوري.

د دې سکالو د لا روښانولو لپاره به د سـﯦـمې تأریخ ته د ځغلندې کـتـنې په ترڅ کې د هـﯦـواد خونړۍ پـﯦـښـې له ۱۳ تر ۱۸ ز پـﯦـړۍ پورې په ډېر لنډېـز راوسپړو.

۶۱۰ هـ ق = ۱۲۱۴ ز کال وو چې خوارزمشاهیانو  په افغانستان کې غوري سلطنت را وپرځاوه؛ له دې نـﯦـټـې وروسته افغانستان خپل اداري او سیاسي مرکزیت له لاسه ورکړ ؛ خوارزمشاهي سلطنت هم شـپـږ یا اووه کاله وروسته د مغولي چنگیزخان د ورانکاره توپان په لړ کې خپل هر څه له لاسه ورکړل او پوپنا شو.

د چنگیز خان نړۍ ورانونکي یرغل او په منځنۍ آسیا، افغانستان، فارس – ژ / ایران، بین النهرین او وَړوُکې آسیا ( روم)، په شمالي او سویلي آذربائيجان، گرجستان، د طرابزون او ارمنستان په یوناني پادشاهي کې، د سوریې او د قبرس د ټاپو د صلیبیونو په متصرفاتو او د وَړوُکې آسیا ( تورکیې) د سلجوقیانو په سلطنت کښې د مغولو د بې رحمانه وژنو لړۍ د یادو سـﯦـمو پرگنو ته بې شمـﯦـره ربـړونه او کړاوونه ورپه برخې کړل.[1] جویني د چنگیزیانو یرغل په څلورو وییکو کې لنډ کړی دی : ” راغلل، وې شکول، وې سوځول او یو ېې وړل”[2]. چنگیزي سردارانو د ښارونو د ټولو وگړو غاړې د خپلو چړو له خولو له استثنأ پرته تـﯦـرولې.

شوروي څـﯦـړونکی پطروشفسکي په مفتوحه سـﯦـمو کې د مغولو په لاس د ډلوَژنو په تړاو داسې لـﯦـکي : « مغولو به مخکې له مخکې بې وسلې شوي، بـﯦـرېدلي او ترهـﯦـدلي وگړي چې دښتو ته ېې شړلي ول، په خپلو منځو کې ووېشل. هر مغل سپاهي به د خپل ونډې کسان په زنگنو کښـﯦـنول، بیا به ېې په تورې یا ټوکیا « ساطور» د هغوی سرونه له تنه بـﯦـل کړل، ورپسې به ېې ېرغمل منشیان اړ اېستل چې پرېک شوي سرونه دې وشمیري. جویني واېې په ۶۱۸ ق = ۱۲۲۱ ز کال کې په مروې کې له ډلوژنې وروسته د ېرغمل شوېو منشیانو د شمـﯦـرنې لړۍ ۱۳ ورځې ونـﯦولې.[3]

د سیفي د روایت پر بنسټ مغولو په ۶۱۷ ق = ۱۲۲۰ ز کال کې د نیشاپور د نـﯦـولو پر مهال د (٠٠٠ر ٧٤٧) نارینه وو سرونه پرېک کړل.[4] د ابن الاثیر په وینا په ۶۱۷ ق = ۱۲۲۱ ز کال کې نــﯦـږدې اووه سوه زره وگړي د مروې له نـﯦـول کـﯦـدلو وروسته ووژل سول.[5] خو مستوفي حمدالله د ددغه ښار د نـﯦـولو کـﯦـدلو پر مهال د چنگیز خان د لمسي هلاکو خان په لاس د وژل شوېو وگړو شمـﯦـره اته سوه زره اټکلوي.[6] د ۱۳ ز پـﯦـړۍ د یو بل روایت پر بنسټ  د بلخ په ښار کې دوه سوه زرو تنو ژوند کاوه. دغه وگړي ټول په ۱۲۲۰ ز کال کې د چنگیزخان په امر له یوې مخې د چړو له خولو تـﯦـر سول.[7]  د وصاف تأریخ واېې چې چنگیز خان په بامیانو کې د خپل یوه زوی ( موتوچین) د وژل کـﯦـدلو په تور امر ورکړ چې په دې سـﯦـمې کې دې هـﯦـڅ ژوندی موجود ژوندی پاتې نه سي؛ چنگیزیانو ان د میندو په گـﯦـډو کې ژوندي ماشومان او څاروي له ېوې مخې له منځه یووړل.[8] ورپسې د غزنې وار راغی.

پر افغانستان، فارس –ژ / ایران، ماوراء النهر او نورو ځایونو باندې د مغولي لښکرو د برېد پايله د نفوسو او زیارگالو پرگنو په کمـﯦـدلو واوښتله ، گڼ استوگنې سـﯦـمې ځکه له وگړو تشې سوې وې چې استوگنې پرگنې ېې په ډله ېیزې توگې وژل شوې وې  اویا یرغمل نـﯦـول شوې وې او یا له خپل کور کهوله تښـتـﯦـدلې وې، په نـﯦول شوېو هـﯦـوادونو کې ودان او په وگړو ډک ښارونه ټول تش شوي ول، په ځانگړې توگې د افغانستان په شمالي او شمال لوېدېزو برخو ( بلخ، مرو او هرات) کې د بشري کار د ځواک کمښت منځته راغلی وو ، له برېد مخکې ددغو سـﯦـمو په ښـﯦـرازو دَرو او ورڅـﯦـرمو سـﯦـمو کې د ځمکې داسې یوه ټوټه نه موندل کـﯦـدله چې هغه دې په کرهڼې او استوگنو وگړو ودانه نه وي، خو دلته هم  بشري کاري ځواک له لاسه تللی وو.

سیفي هروي له یو شمـﯦـر بوډاگانو سره لـﯦـدلي چې د همدغو پـﯦـښو حال ېې په سترگو لـﯦدلی دی، نوموړی په خپل کتاب ( تأریخنامـﮥ هرات) کې د بوږنوونکـو ورانـﯦـو په اړوند د هغوي ژوندي یادونه را اخـﯦـستـي چې د ( ۶۱۷ – ۶۱۹ ق = ۱۲۲۰ – ۱۲۲۲ زو کلونو په لړ کې) په ټول خراسان کې د مغولو له ېرغل وروسته رامنځته شوي ول. نوموړو بوډاگانو د کتاب لـﯦـکوال ته د خپلو سترگو د لـﯦـدلي حال په هکله ویلي چې په هرات کې نه خلک پاتې ول، نه غنم، نه خوراک او نه پوښاک.[9] لـﯦـکوال د کتاب په همدې برخې کې زیاتوي : « له ارواښاد مولانا خواجه ناصرالملته والدین چشتي څخه مې واورېدل چې وېل ېې : خلکو له بلخه نـﯦـولې تر دامغان پورې پوره یو کال د انسانانو، سپیانو او پیشیو غوښې ځکه خوړلې چې چنگیزخانیانو ټولې زېرمې سوځولې وې.»[10]

سیفي په بل ځای کې واېې : د ۶۱۹ هـ = ۱۲۲۲ ز کال له عاموژنې وروسته ېوازې څو تنه چې ځانونه ېې په ناببرۍ ژغورلي ول، ژوندي پاتې ول؛ دوی څلوېښت تنه نارینه ول چې د ټولنې په بـﯦـلا بـﯦـلو پاړکو « طبقاتو» پورې ېې اړه درلودله او د یوه وران جومات په کنډوالې کې سره دېره شوي ول.[11] د هرات په ورڅـﯦـرمو کـلیو کې د ژوندیو پاتې شویو کسانو شمـﯦـر له سلو تنو ډېر نه وو.[12] خو په یوې بلې لوېې څلور دېوالۍ « حایط» کې یوه مغولي آمر نـﯦـږدې زر تنه ېرغمل راټول کړي ول، نوموړي په دې شرط دا زر تنه بخښلي ول چې دده رعیت واوسي.[13]

د هریرود د دَرې او د هرات د جلگې ېو مخـﯦـز ورانی چې یو وخت د افغانستان یبروره « حاصلخیزه» او په وگړو ډکه سـﯦـمه وه یوازینۍ استثنأ نه وه، د مروې او طوس رغیاڼې او زرغون ایبلندونه هم د مغولانو له ناتار سره مخامخ شول. جویني واېې : د طوس په ښار کې ان پـﯦنځوس کورونه جوړ نه ول پاتې، ددغو کورنـﯦـو غړي سمڅو او سوریو ته پناه وړې وه.[14]

د ۶۱۷ ق = ۱۲۲۰ ز کال له ټولوژنو وروسته د بلخ وران وېجاړ ښار هم تر ډېرو مودو پورې همداسې وران پاتې وو. دا ښار د اتمې هجري پـﯦـړۍ تر لومړۍ نـﯦـماېۍ چې د څوارلسمې زېږدېزې پـﯦـړۍ د لومړۍ له نـﯦـماېۍ سره سمون خوري، وران وېجاړ پاتې وو.

څو لسـﯦـزې وروسته ول چې ابن بطوطه (په ۷۲۷ ق = ۱۳۲۵ ز کې) د ترمز له لارې په آس سپور له بلخه تـﯦـر سو، خو دده په لارې کې پروت بلخ هماغسې وران وېجاړ پروت وو. ابن بطوطه په بلخ کې د مغولو د ورانـﯦـو له کتلو وروسته د هرات پر لور درومي. نوموړی واېي : په جبال « غرجستان» کې له اوه ورځو مزل وهلو وروسته د هرات ښار ته ورسـﯦـدلو. د لارې په اوږدو کې بهاندې اوبه او ښـﯦـرازه کلي ول. « د هرات ښار د خراسان د ودانو ښارونو په منځ کې لوی ترېنه ښار دی. هرات زښت لوی ښار دی او ډېر وگړي په کې دېره دي. ددغه ټاټوبي متقي، متدینه او پاک لمني خلک په مذهب حنفي دي، په هرات کې هـﯦـڅ ډول فسق او فساد نه شته.»[15]

چنگیزي گوډاگیانو له مطیعو رعایاوو څخه د مالیاتو او باج اخـﯦـستنه په دې ډول کوله چې ماهیتا ً ېې ددښمن هـﯦـواد له لوټ او د ولجو له راټولو کوم څرگند توپـﯦـر نه درلود. [16]

یادو شوېو ټکـﯦـو ته په کتنې وېلای شو چې د وروسته پاتې قومونو او قباﺌـیلو څو پړاوېزو یرغلونو زموږ د ټولنې د پرمختگ پر بهـیر باندې دومره مرگونی اغـﯦـز درلودلی چې د ډېرو اوږدو وختونو لپاره ېې ښاري ژوند او د کرهڼې د وَدې لړې له شاتگ او کیتون سره مخامخ کړې ده. علي میر فطروس وايي:  « د ټینگ سیاسي ثبات نشتوالی، د حکومتونو لاس په لاس کـﯦـدنگ او د ېرغلگرو په لاس د اوبو رسولو او تولیدي ځالگـﯦـو ورانی ټول ددې لامل شول چې کلـﯦوال او کاروباري وگړې نهـﯦـلې او بې پروا سي او د تولیدي ځالگیو د بیا رغاونې مخه ډب سي. دغه ېرغلونه، ورانۍ او د سیاسي – ټولنـﯦـز ټـﯦـکاو نشتوالی ددې لامل شول چې « پانگواله سوداگري» دې هـﯦـڅکله « صنعتي پانگوالۍ» ته وده ونه کړي. موږ پرته له دې چې له خپل تـﯦـر تأریخه کومه خبرتیا ولرو او یا راتلونکي ته د هـﯦـلو سترگې وغړوو…. د پرله پسې او بـﯦـلا بـﯦـلو فرهنگي – ټولنـﯦـزو ېرغلونو له کبله اړ شولو چې څوڅو ځله ېې له «صفره» بیا بیا راپـﯦـل کړو.»[17]

شک نه سته چې که زموږ پر هـﯦـواد او سـﯦـمې باندې دغسې ورانکاره ېرغلونه نه وای شوي، هرات، بلخ، غزني، کابل، کندهار، سیستان او نور ښارونه به د صنعت او سوداگرۍ له پرمختگ او پرتمه برخمن وای او تلپاتو تأریخي آثارو به ېې نن د لـﯦـدونکو سترگې هک پک کړې وای.

د مالیاتي ځپـون بڼې

د مغولو د برلاسې زورواکۍ په لومړېو کې د مالیاتو د اخـﯦـستـنگ په اړوند هـﯦـڅ ډول قاعدې او قانون شتون نه درلود. هر څومره ېې چې غوښتل او هر څه ېې چې غوښتل هغه به ېې اخـﯦـستل. د رشیدي په جامع التواریخ، د نخجواني په دستور الکتاب او د وصاف په تأریخ کې وېل شوي چې وگړو به هر کال د مغولو سرانو او مأمورینو ته بـﯦـلابـﯦـلې مالیې ورکولې، ددغو کلنیو مالیو شمـﯦـر پـﯦـنځوس ډَولو ته رسـﯦـده. په دې شـمـﯦـرنې، کلـﯦـوال هره اونۍ اړ ول چې په اونۍ کې ېو ډول مالیه ورکړي، هغو کسانو چې مالیه نه ورکوله نو د مالیاتي پور د اداینې لپاره به ېې د کورنۍ غړي په مرییتوب پلورل کـﯦـدل.[18]

جــُـوَیني واېې : « شرف الدین بیتکچي ( د مالي چارو مأمور) ، هغه سړی وو چې لومړی ېې هر څه چې له لاسه وسول، د تبریز له پرگنو څخه ېې د مالیې په نامه واخـﯦـستل[19]، ورپسې د ۶۴۲ قمري کال د روژې په مـﯦـاشت کې قزوین ته راغی او پر کشر او مشر ېې د شکنجو او ظلم کچه تر هغه برېده لوړه کړه چې د « هر چا چـﯦـغـه آسمانو ختله. »[20]

سیفي هروي هم په غور کې د شرف الدین بیتکچې د غوبل په اړوند داسې لـﯦـکي : « د زور زیاتي لاس ېې له لستوڼې را واېـست او په تـَـجـَـبـُـر او دیواني تـَـحَـکـُـم ېې د غور د غرونو مشران له خپلو کورنو او میمنو په قلاناتو[21] ( بیگار او شاقه کارونو)، قـسماتو[22] او عوارضاتو (گمرکاتو)، جلا کړل…» [23]

نه ېوازې مقاطعه کارو[24] حکامو او بیتکچیانو[25] به وگړي تر بـﯦـلا بـﯦـلو نومونو لاندې زبـﯦـښل او شاربل بلکه ایلچیانو[26] « بکارانو / قاصدانو» به هم په بـﯦـلا بـﯦـلو پلمو د کلـﯦـو او ښارونو خلک لوټل. رشیدالدین فضل الله وايي : « اکثر رعیت ېې په ناوړو تدابیراتو او اتلافاتو جلا وطن کړ ؛ په بـﯦـوزلو ولایتونو کې ېې ځانته کورونه او نغري جوړ کړل. ښارونه او کلي له وگړو تش سول، هر کله به چې ایلچي د غاﺌـیبانو د راټولو لپاره  ورغی نو خلک به ېې ډېر سخت وکړول، له خلکو به ېې په زور د ژمنو په اخـﯦـستلو د قبچور[27] اضعاف[28] اخـﯦـستل، وگړو به نور هـﯦـڅکله خپلو ولایاتو ته د بـﯦـرته تگ زړه نه ښه کاوه، له خپلو مینو ېې کرکه کوله؛ که څه هم په بـﯦـلا بـﯦـلو وختونو کې به ایلچیان د غاﺌـیبانو د راټولونگ لپاره شا و خوا لاړل خو هـﯦـڅـکله ېې ونه شو کولای رعیت له ځان سره خپلو اداري مقامونو ته بوزي؛ هغوی چې په ښارونو کې پاتې ول د خپلو دروازو مخو ته به ېې ډبرې اﯦـښـې وې یا به ېې په انگړ کې دباندې تگ ته کومه تنگه سوړه کـﯦـندلې وه او د بامونو له لارو به ېې تگ راتگ کاوه ، وگړي د محصلانو « ماليې راټولونکو» له وېرې تښتـﯦـدلي ول؛ کله به چې محصلان کـلـﯦـو ته لاړل که ېې نارﯦـنـه گوتو ته نه ورتلل نو د هغوی ښځې به ېې ونـﯦـولې او د پسونو د رَمې په شان به ېې خپلو مخو ته اچولې وې او له ېوې محلې څخه و بلې محلې ته به ېې د محصلانو مخې ته ودرَولې، هغوی به ېې له پښو وځړولې او چـﯦـغـې به ېې تر آسمانو ورسـﯦـدلې؛ ډېری وختونه به داسې پـﯦـښـﯦـدل چې ېو محصل به د بام پر سر کوم رعیت ولـﯦـد او تر هغو به ېې ورپسې منډې وهلې چې دی به ېې ونـﯦـو، بې وزلی رعیت به د ډېر عجز او بیچارگۍ له لاسه دېخوا اېخوا منډې وهلې چې ځان له بامه وغورځوي، محصل به ورته ورورسـﯦـد او هغه به ېې له لمنې ټـﯦـنگ ونـﯦـو چې ونه غورځـﯦـږي، په هغه به ېې د خپل ترحم غږ وکړ او سوگند ېې ورکاوه چې ځان له بامه ونه غورځوي چې مړکــﯦـږې، ترهـﯦـدلي سړي به خپل واک او اختیار له لاسه ورکړی وو، له بامه به وغورځـﯦـد او پښه به ېې ماته سوله. »[29]

مغول سوبمنو د « قبچور» په نامه یو ډول مالیات وضع کړل چې په لومړېو کې ېې په دښتو کې له دېره وگړو په دې بڼې اخـﯦـستل چې د هرو سلو څارویو پر سر به ېې یو څاروی ورڅخه اخـﯦـست، وروسته دغه مالیه له ښاریانو او کلـﯦـوالو څخه هم د نغدي او سرانې مالیې په بڼې راټولـﯦـدله. [30]

خراساني شاعر پوربهاء د هلاکو د وزیر او مؤرخ علاء الدین جویني په ستاېنې کې ېوه قصیده وېلې ده، نوموړی د درندو مالیاتو او د مالي چارو د مأمورینو د ناوړو گټو د پاېلې له کبله د خراسان د وگړو فقر او لوږې ته په نغوتې واېې :

هـمـــه جهـــان متــفــــرق شــدند و آواره

ز بی شــــــمار قِلان و زبی شمار قُبچُور

ژباړه : ټوله نړۍ د بې شمـﯦـرو قـِلانو او قُبچُورو له لاسه سربداله او لالهانده سوه.

د هغه مهال اسلامي ټولنو به له استوگنو مسیحیانو، زرتشتیانو او یهودانو څخه په اسلامي ټولنو کې د استوگنې لپاره سرانه مالیه راټولوله خو مغولو نه ېوازې له مسیحیانو، زرتشیانو او یهودانو څخه سرانه مالیه اخـﯦـستله، بلکه له مسلمانانو ېې هم سرانه مالیه اخـﯦـستله چې دا کار نه ېوازې د اسلامي شریعت خلاف وو بلکه مسلمانانو ته لوی سپکاوی هم وو. د یادو شوېو مالیاتو تر څنگ به له کلـﯦـوالو څخه نور فوق العاده مالیات جنسا ً او نقدا ً اخـﯦـستل کـﯦـدل چې په ټولـﯦـز ډول د « اخراجاتو» په نامه ېادېدل او دغه اخراجات به د امیرانو، لښکریانو، لوړپوړو مأمورینو او ایلخانانو د ساتنې او پالنې د لگښتونو لپاره لگول کـﯦـدل. کلـﯦـوال اړ ول چې د لښکریانو لپاره خوراک او ډوډۍ او آسونو ته ېې واښه او وربشې برابر کاني چې د « علفه» او « علوفه» په نامه ېادېدل او غله او شراب « تغار [31] » به ېې وړاندې کول.[32]

هغو کسانو چې د ۶۴۸ – ۶۵۹ هـ = ۱۲۴۹ – ۱۲۶۰ ز کلونو تر منځ خپل مالیات نه ول ورکړي د کورنۍ غړۍ ېې په مریـیتوب وپلورل شول چې مالیاتي پورونه ېې طلبکارانو ته ورکړل شي.[33]

د « بیگار» او فوق العاده مالیاتو (عوارضو) دروند والی چې په دودېز ډول د دولت په گټې وو له مالیاتو او « برواتو»[34] او یا هغو ته ورته مالیاتي پـﯦـټـﯦـو څخه لږ نه وو. د بـﯦـلگې په توگې د ډاگ یا پُستې په سرباري مالیاتو کې د « خره برابرول» راتلل، په کلـﯦـو کې استوگنو وگړو دنده درلوده چې د ډاگ د تمځایونو لپاره یا مـﯦـملستیاوې په غاړه واخلي، یا د هغوی د څاورېو لپاره کورنه جوړ کړي یا دې د ایلیچیانو او د لښکر د مشرانو لپاره خره او آسونه واخلي. « بیگار» په ځانگړې مانا یو اجباري کار وو چې د اوبو د کاریزونو د بیا رغاولو او پاکولو، د کلا گانو او ماڼـﯦـو د ودانولو او د سړکونو د جوړولو لپاره د یوه درانده پـﯦـټـي په توگې د کلـﯦـوالو پر اوږو بارېده. د همدغو اجباري کارونو په لړ کې به په زرگونو کلـﯦـوالو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، د ایلیچیانو او د وړیا پـُـستي خدماتو په ترڅ کې به ډېر څاروي هم وژل کـﯦـدل. [35]

لنډه دا چې د رشیدي د جامع التواریخ، د نخجواني د دستورالکاتب او د تأریخ وصاف پر بنسټ به خلکو د مغولو سرانو او مأمورینو ته په کال کښې څه د باندې پـﯦنځوس ډوله مالیه ورکوله. د مالیاتو ېوه بڼه شرعي مالیه وه لکه : زکوﺓ، عشر، خمس، جزیه او خراج، بله بڼه ېې غیر شرعي او سـﯦمه ېیزې سرباري یا فوق العاده مالیات ول لکه : تغار [36]، تمغا[37] ، تابغور[38] ، ترغو[39] ، نماري[40] ، بلارغو[41]، آلام[42]، قبچور[43]، قلان[44] شورپا ، شلتاق[45]، شناقص، شوسون [46] شیلان بها[47]، ساوري[48] ، کرکیارق، آش، بهره[49] ، نزول[50] ، علفه و علوفه، جریمه، خانه شمار، باغ شمار، سر شمار، باج، پیشکش، سلامانه[51] ، توقعات، تفاوت و توفیر، زواید، اخراجات، تکلیفات، تخصیصات، توزیعات، قسمات، مرسوم، مال، مال و جهات، متوجهات، دیواني او سلطاني، حق الانشاء، حق التعدیل، حق التقریر، حق التحصیل، حق البیمانچه، حق التولیه[52]، رسم الحرز، رسم الوزراء، رسم الصداره، رسم خزانه، د « شحنگۍ »[53] او « داروغگۍ »[54] دودېز مالیات، تسعیر یا ارزَونه، تقدمه، بیگار، چریک او نور مالیات ول چې له رعیت څخه د شکنجو او زور زیاتي له مخې اخـﯦستل کـﯦدل.[55]

د ( ۱۴ ز پـﯦـړۍ په لومړۍ څلورېزې کې) ول چې غازان خان[56] د مغولو په مالیاتي سیستم کې ېو شمـﯦـر اصلاحات رامنځته کړل چې له کبله ېې د حکامو او مالیاتي مأمورینو لاسونه د کروندگرو او رعیت له غاړې د ېوې لنډې مودې لپاره سست سول، خو د څوارلسمې پـﯦـړۍ له لومړۍ څلورېزې وروسته ېې بـﯦـرته پخوانۍ بڼه غوره کړه او د تیمور په دورې کې ېې هم هماغسې د پخوا په شان دوام وکړ. ځکه تیمور خپل ځان د چنگیز خان ځای ناستی گاڼه او د چنگیز او د « چنگیزي یاسا»[57] په پَل نیونې ېې « تزوک تیموري» ېې را واېستله او پر بنسټ به ېې چارې پر مخ بـﯦـولې.

تیمور به هم د هر ښار له نـﯦـولو وروسته پر ښاریانو باندې مالیه اېښودله خو پر ښاریانو باندې د تیمور د مالیې اندازه د تیموري ېرغل پر وړاندې د هر ښار د مقاومت په اندازې پورې تړلې وه، ځکه هر هغه چا چې کلک مقاومت کاوه نو تیمور ته په دې مانا وو چې د پیاوړي اقتصاد ښاریان پیاوړی مقاومت کوي؛ ددې لپاره چې خلک ېې ځارځپلي او ځانته ایل کړي وي نو پر هغوی به ېې ملا ماتوونکي باجونه کښـﯦـښودل، هر چا که د باج له ورکړې غاړه غړوله نو د هغوی د وژلو امر به ېې ورکړ. څرگنده ده چې تیمور د هرات په سبزوار او د رزنج په مرکز سیستان او حصار طاق کې د پرگنو له همداسې ټـﯦـنگ مقاومت سره مخامخ شو، همدغو مقاومتونو به د تیمور غضب نور هم راوپاراوه، د بـﯦـلگې په توگې په سیستان کې ېې امر وکړ چې د اوبو بندونه دې ونړول شي، په دې ډلې کې د هلمند پر سیند سپور د رستم نامتو بند ېې چې د سیستان د ښـﯦـرازۍ، آبادۍ او سوکالۍ سرچـﯦـنه وه ونړاوه. ورپسې ېې امر وکړ چې د زرنج ټول وگړي دې په عام ډول ووژل سي. تیموري لښکریانو د درو وو شپو و ورځو په لړ کې د ټول ښار وگړي ووژل[58]. تیمور په زرنج کې د انسانانو له کوپړېو څخه کوپړۍ منارونه جوړ کړل او په ېوه دېوال کې ېې دوه زره تنه ژوندي انسانان ښخ کړل. [59]

په تیموري پَـیر کې هم له وگړو څخه کټ مټ د مغولو د پـَـیر مالیات اخـﯦـستل کـﯦـدل. ان پر هغه برسـﯦـره ېو شمـﯦـر نور مالیات هم اخـﯦـستل کـﯦـدل لکه : د ښکار مالیات، د چرگانو مالیات، د زیري / د ښه خبر مالیات او د « صد یک»، « صد دو»، « صد چهار» او نور مالیات. ېو شمـﯦـر نور په پراخ ډول پلي کـﯦدونکي مالیاتي دودونه هم ول لکه « سیورغال» [60] ، « تیول»[61] او د « تــَرَه خانۍ» دود، ( دا مجرم ته د بخښلو هغه امتیازي حق وو چې تر ۹ ځله جرم پورې به ېې ورته د معافیت حق ورکاوه).

په تیموري پـَـیر کې د « سیورغال» لرونکي لاس دومره پراخ او خپلواک وو چې پرته له دې چې ددولت خزانې ته څه وروڅڅوي  په خپل زړه به ېې د خپلې خوښې مالیه وضع کوله. په بلې وینا په پـﯦـنـځلسمې زېږدېزې پـﯦـړې کښې ول چې د « سیورغال»، « تیول» ، « اقطاع»[62]، «موقوفاتو»[63]، خالصـه[64] « شاهي» او په نورو نومونو مالیاتي، اداري او قضايي معافیتونه د مرکزي حکومت د تضعیف لامل شول او په خپله دولت ېې د باج او مالیاتو له اخـﯦـستلو څخه بې برخې او په قضاﺌـي محاکمو او لښکري چارو کې امیرانو، ځمکوالو او سـﯦـمه ېیزو خانانو ته برلاسی او بروالی ور په برخې شو.

ددغه پـَیر د پاتې شوېو لاسندونو له مخې کولای شوې تر ېوې کچې پر ځمکو او د ځمکو په څښتنانو پورې اړوند د مالیاتو په څومره والي، ډول او ډېرښت باندې پوه شو؛ مینورسکي واېي : د قاسم بن جهانگیر « سیورغال» واېي چې نوموړی له څه دباندې څلوېښتو قلمو مالیاتو او عوارضو څخه معاف شوی وو. د همدغه لاسوند له مخې نوموړی له لاندېنـﯦو مالیاتو او عوارضو څخه بخښل شوی دی :

« مال و جهات[65]» ( مستمره مالیات)، « اخراجات و خارجات» ( زاید مالیات): هغه فوق العاده مالیات چې د حکم او یا د حکم د ېوې برخې په توگه وضع کـﯦـږي ( حکمي او غیر حکمي عوارضات)،  واښه « علوفه» ( د حکومت د مأمورانو د څاروېو لپاره د واښو حق)، « قُـنُـغلا» (د سفیرانو او نورو د ښه راغلاست لپاره ځانگړي مالیات)، « بیگار» ( اجباري کار)، « ښکار» ( د ښکار مالیات)، « الاغ» [ د چاپارخانو د پـيکانو[66] یا د چاپارخانو[67] د څارویو لپاره ځانگړي مالیات]، « آلام [68]» [ هغه بلد خلک چې د باړې یا مُزد له اخـﯦـستلو پرته به اړ ول چې ددولت د مأمورینو په چوپړ کې اوسي او هغوی ته لاره وښيي چې له یو کلي څخه ېې و بل کلي ته ورسوي]، « ساوري[69]» ( ډالۍ یا هدایا)، « ساچـُ‎ـق[70]» [ د ښه راغلاست یا پذیرايي لپاره ځانگړي مالیات]، « پیشکش» ( ډالۍ/ هدایا/ تحایف)، « زرچریک » او « پیاده / پلی» ( د چریک[71] مالیات چې اوسمهال ېې د پلي او سپاره جنگیالي په مانا کاروي)، « مُـشــتـَـلـُـق [72] » ( هغه فوق العاده مالیات چې د یوه زیري یا ښه خبر په بدل کې به له وگړو څخه اخـﯦـستل کـﯦـدل)، « احداث » ( د نوښتونو او اخترعاتو په مانا)، « کدو شمار» ( د هر سر او هر کور پر سر مالیه)، « خانه شمار»، « دست انداز[73] » ( دخل[74] او انعام)، « عیدي و نوروزي» ( د نوي کال لپاره ځانگړي مالیات)، « حق السعی [75] » ( د مالیې د مأمورینو یا د مالیه راټولوونکو د لگښت او تنخواه مالیه)، « عشر» ( ېو پر لسم )، « رسم الصداره» ( د سروزیر یا صدراعظم حق الزحمه)، « رسم الوزاره» ( د وزیرانو حق الزحمه)، « غله طرح» ( له رعیت څخه به ېې په وچ زور غله دانه په ارزانه بیه وپـﯦـرودله او بـﯦـرته به ېې په لوړې بیې ورباندې پلورله)، « ابتیاعي » ( د پـﯦـرودلو مالیه ؟)، « حُـرز[76] » ( د مالیاتو د تخمین حق)، « مساحت[77] » ( په خپلې دودېزې مانا)، « رسم الحرز او مساحت» (حق التقویم کول او مساحت کول)، « اضافه، تفاوت او تسعیر[78] » ( هغه مالیات چې د نرخ د تعدیل په اړوند ېې تسعیر اخـﯦـست)، « تـقـبل» ( هر کله چې یوه مالیه ورکوونکي « مدعي یا مودي» د « تقبل» [ منلو] غوښتنه کوله چې د مالیه ټولوونکي یا محصل له پلوه ټاکل شوې مالیه به په ټاکل شوې مودې کې سپاري نو له هغه څخه به ېې یو ډول ځانگړې مالیه هم اخـﯦـستله)، یو ډول نور نامتو مالیات هم ول لکه « صد یک»، « صد دو» او « صد چهار» « حقوق داروغه» ( د ښاري امن پولیس)، « کلانتر»، « ممیز »، « صاحب جمع»، « شیلان [79] بها» (هغه مالیات چې د اخترونو د غونډو لپاره به ېې اخـﯦـستل)، « سـُـفره بها» ( دا مالیات د هغو کسانو لپاره اخـﯦـستل کـﯦـدل چې د مـﯦلمستیا وسایل به ېې برابرول)، « اخراجات قلاع، طوابیل» او « جوقه گاه» ( دا هغه ډول مالیات ول چې د سلطاني کلاگانو او د هغه د غوجلونو او د سلطنتي ښکارځایونو د ساتنې لپاره اخـﯦـستل کـﯦـدل)، « مرغ » (دا هغه مالیات ول چې خلک د خپلو کورنیو چرگانو او نورو الوتکونکو ورکړې ته اړ اېستل کـﯦـدل)، « پسه / گوسفند» (خلک د خپلو پسونو ورکړې ته اړ اېستل کـﯦـدل)، « قلان» ( بیگاري)، « قبچور» ( د څارویو مالیات)، « تـِـرغو» ( هغه مالیات چې د جرایمو د پلټنې لپاره اخـﯦـستل کـﯦـدل)، « سرغو» ( ښايي « ترغو» وي)، لنډه دا چې خلک به ېې د دیواني او سلطاني مالیاتو او غوښتنو او د مالیې تر نامه لاندې په هرې پلمې او نامه چې ورته شوني وه زبـﯦـښل.[80]

همدا مالیاتي چلند په صفوي پـَـیر کې له څو نورو زیاتونو سره پلی سو. د لومړي شاه طهماسب صفوي په پـَـیر کې د فارس – ژ / ایران ډېرۍ برخې په غیر مستقیم ډول د ځمکوالو « مقطعانو یا تیول لرونکو» له خوا اداره کـﯦـدلې او له حکامو څخه به ېې ډالۍ او باجونه اخـﯦـستل. حکامو به هم د خپل قلمرو په پولو کې له استوگنو وگړو څخه په بـﯦـلا بـﯦـلو نومونو ډَول ډَول مالیات او فوق العاده مالیات اخـﯦـستل. خو کله کله که کومه آسماني ټکه ، طبیعي او یا بل ډَول ناورین رامنځته کـﯦـده نو وگړي به ېې د مالیاتو له ورکړې څخه معاف گڼل. خو د وېلو وړ ده چې په دغه پَـیر کې د ځمکو مالیات دومره درانده نه ول مگر د ظالمو مالیه ټولوونکو مأمورینو د زبـﯦـښاک له کبله به د ځمکې د مالیې کچه د هغې تر لومړۍ کچې پـﯦـنـځه ځله ډېرېدله [81].

د تیمور له مړېنې وروسته افغانستان او د فارس – ژ / ایران بنسټـﯦزې برخې د تیمور د زوی شاهرخ د واکمنۍ د قلمرو برخې شولې؛ شاهرخ د رامنځته شویو ورانیو بیا رغاونې ته رېښتونې او ټـﯦـنگه ملا وتړله او د پر له پسې هڅو په ترڅ کې په دې بریالی سو چې د پلار په لاس ډېرۍ رامنځته سوې ورانۍ بـﯦـرته سمې کړي. سره له دې چې په افغانستان کې د رستم بند وران او د هیلمند سـﯦـمه شاړه شوې وه خو له دې سره سره بیاهم  افغانستان د پـﯦـنځلسمې زېږدېزې پـﯦـړۍ په اوږدو کې د منځنۍ آسیا د فرهنگ او اقتصاد په بنسټـﯦـز مرکز واوښت، او له سیستان پرته د هـﯦـواد په نورو برخو کې کرهڼې، اوبو لگولو او ورهڼگرۍ « پیشه وروۍ» خپله د پرمختگ لوړه کچه درلودله.

د هرات ښار د شاهرخ د نـﯦمې پـﯦـړۍ د واکمنۍ او ورپسې د سلطان حسین بایقرا د ۳۷ کلن سلطنت په ترڅ کې د فرهنگ او تمدن د پرمختگ او غوړېدلو لوړې کچې ته رسـﯦدلی وو، او « د سوداگرۍ ، ورهڼگرۍ او فرهنگ په داسې یوه مرکز بدل شوی وو چې د منځنۍ آسیا مرغلره او د علماوو او هنریالانو د مرجعې د ټکي په توگې ورته کتل کـﯦدل. »[82]

د شپاړلسمې زېږدېزې پـﯦـړۍ له پـﯦـله وروسته په افغانستان او له افغانستانه دباندې یو شمـﯦـر پـﯦـښې رامنځته شوې چې پاېلې ېې زموږ د هـﯦـواد په تاوان خو په  گاونډېو کې د نوېو راپورته شوېو سـﯦـمه ېیزو ځواکونو په گټې واوښتلې. په بلې وېنا په ۱۵۰۰ ز کال کې په ماورالنهر کې د شیباني دولت او په ۱۵۰۲ ز کال کې په فارس – ژ / ایران کې صفوي دولت جوړ شوی وو او په ۱۵۲۵ ز کال کې په هندوستان کې بابري ( کورگاني) [83] دولت رامنځته شو. نوېو رامنځته شوېو دولتونو خپل برېدگر لاسونه له شمال، لوېدېځ او ختـﯦـځه افغانستان ته وغځول او په پای کې ېې هـﯦـواد په شمالي، لوېدېځو او ختـﯦـځو برخو ووېشه، او هر دولت د هـﯦـواد په ځانگړې برخې خپلې منگولې ښخې کړې. په دې توگې له ۱۵۱۰ تر ۱۷۴۷ ز کال پورې پر هـﯦواد باندې د گاونډېو هـﯦـوادونو د واکمنۍ سـﯦوری خپور وو او لړۍ ېې تر نـﯦـږدې دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو پورې وغځـﯦـدله.

که پر هـﯦـواد باندې د مغولو او تیموریانو د برلاسۍ پـیرونه یوې خواته کښـﯦـږدو او د دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په اوږدو کې د هـﯦـواد تجزېې ته پاملرنه وکړو نو وېلای شو چې افغان پرگنې د ترک نژادو گاونډېو د تجزېې په ټول پـیر کې دومره وزبـﯦـښل او وځپل شوي لکه چې د غمنو یوه دانه دې د ژرندې په دوه وو ډبرو کې بنده پاتې شوې وي. کډوالو کـﯦـږدۍ مـﯦـشتو زور واکانو د هغوی پر ځان ، مال، پت، درنښت او آبرو په پرله پسې ډول تـﯦري کړي دي.

د صفوي واکمنۍ پر مهال ددولت رسمي مذهب د « تشیع» مذهب وو چې له سیاسي او مذهبي زور واکۍ ، خپلسرېو او ټولوژنو سره بدرگه وه. غیر شیعه قومي او مذهبي ډلې د صفویانو له خوا  په کلکه سپکـﯦـدلې، کړېدلې او ان له ډلوژنو سره مخامـﯦـدلې، او د وژنو، شکنجو او ځورلو له لارې تر هغو اړ کـﯦـدلې چې د خپلې شتمني د مصادرې له وېرې خپل مذهب بدل او شیعه مذهب ومني.

ډاکټر شفا په خپل کتاب « تولد دیگر» کې لـﯦـکي : « د صفویانو ټول پـیر له پـﯦـله تر پایه په وېـنه بهونې، بـﯦـرحمۍ، ورور وژنې، فساد، مکر، ټگۍ برگۍ او مطلقې خپلسرۍ تـﯦـر سو چې عملا ً هر ډول اخلاقي او انساني اصول ېې تر پښو لاندې کړي ول… د شاه اسماعیل صفوي پر مهال داسې کسان موندل کـﯦـدل چې انسانان به ېې ژوندي خوړل، دا کسان د « قورچي » په نامه ېادېدل، همدغو قورچیانو سني مذهبه وزبک شیبک خان په غاښونو ټوټې ټوټې کړ، د قورچیانو آمرینو د همدغه شیبک خان د سر کوپړۍ په سرو زرو وپوښله چې د شاه اسماعیل د شراب څښلو پیاله سي. د همدغه شاه لمسي، دوېم شاه اسماعیل خپل شپږ واړه وروڼه چې ېوه ېې لا د خپلې مور شـﯦـدې رودلې ووژل او د پـﯦـنـځلس تنو سپـﯦـڅـلو صوفیانو سرونه ېې په ېوې ورځې کې پرېک کړل. لومړي شاه عباس خپل پلار د هغه د مرگ تر وروستۍ سلگۍ پورې په زندان کې وساته، د خپل مشر زوی سر ېې پرېک او د خپلو نورو دوه وو زامنو سترگې ېې ړندې کړې. د هغه ځای نـﯦـوونکی شاه صفي د صفوي کورنۍ په منځ کې تر ټولو ډېر وېنې څښونکی شاه تــﯦـر سوی، نوموړي خپله مور، ښځه او شـﯦـدې رودونکی زوی او ړوند اکا ووژل او د خپلې کورنۍ لسگونه تنه غړې ېې ړانده کړل. د صفوي شاهانو په منځ کې له وروستي شاه پرته نورو ټولو په شراب څښلو کې زښت ډېر افراط وکړ، څلورو تنو شاهانو خپل ژوند د ډېرو شراب څښلو له کبله له لاسه ورکړ. » [84]

د سلطان حسین صفوي د پاچاهۍ پر مهال د شیعه روحانیت مذهبي تعصبات دې کچې ته لوړ شول چې د ۱۸ پـﯦـړۍ له پـﯦـل وروسته د فارس – ژ / ایران په اکثریتو تابعه ولایاتو کې مذهبي لږکـﯦـو پاڅون ته لاس واچاوه او ښورښونه پـﯦـل شول. په ‍۱۶۹۹ ز کال کې بلوڅانو پر کرمان برېد وکړ، په ۱۷۰۱، ‍۱۷۰۳ او ۱۷۰۹ زو کلونو کې د کندهار پرگنو پاڅون وکړ. او په ۱۷۱۲ ز کال کې د داغستان لزگیانو او د قفقاز ارمنیانو پاڅون وکړ. په ۱۷۱۵ ز کال کې سـُـني کـُردانو ستر پاڅون پـﯦـل کړ. په ۱۷۱۶ ز کال کې د هرات ابدالیانو او په همدغه کال کې د  ختـﯦـځ گـُرجستان خلکو هم پاڅون وکړ. په ۱۷۲۱ ز کال کې لـُرانو، او په ۱۷۲۲ ز کال کې د مسقط عربو د بغاوت سرونه پورته کړل. په همدغه کال کې په شیروان کې د سنیانو مذهبي غیرت په خوټـﯦـدو راغی او د حاجي داؤود مدرس تر مشرۍ لاندې د شیروان د شماخي[85] کرسي پر ښار ېې برېد وکړ، په دې پـﯦـښې کښې د څلورو تر پـﯦـنځو زور شیعه گانو غاړې له چړو تـﯦـرې شوې او پاڅونوالو د عثماني تورکیې په ملاتړ شعارونه ورکړل. په همدغه کال کې په کرمان کې د میرزا داؤود لمسي سید احمد خان د غورځنگ مشري کوله او په بلوچستان او بنادرو کې سلطان محمد چې په خرسوار مشهور وو، د غورځنگ د ډگر بې ساری مشر وو.[86]

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په اوږدو کې که د صفوي دولت تر واکمنۍ لاندې د هـﯦـواد لوېدېـځې برخې د مذهبي تعصب په اور کې سوځـﯦـدلې، د هـﯦـواد په ختـﯦـځو برخو کې هم د هند د بابریانو د نـﯦواک او واکمنۍ په ټول پړاو کې د جگړې او تـﯦـریو د اور لمبې بلې وې. د بابر د کورنۍ بنسټ اېښودونکي، بابر، خپله هره برېا په سر پرېکولو او د مغلوبه قومونو په لوټ او د هغوی له ککرو څخه د کوپړۍ منارونو په جوړولو لمانځله او د خپل کتاب په یادښت لـﯦـکونو کې به ېې ریکارډول تر څو خپلو ځایناستو او لمسیانو ته داسې یادونه په میراث پرېږدي چې ورباندې وویاړي؛ بابر د خپل چلند همدا لړۍ د خپلو لښکري یونونو په لړ کې له کابله تر ننگرهاره او له هغه ځایه تر سوات او باجوړه، تر غزني، کلات او مقر پورې له استثناء پرته د پښتنو پر وړاندې پلې کړه او خپلو وارثینو ته ېې همدا دود په میراث پرېښود. ( وگورئ : توزُګ بابري)

له ۱۵۵۷ ز تر ۱۶۳۷ ز کال او ورپسې له ۱۶۶۶ ز نـﯦـولې تر ۱۶۷۲ ز کال پورې قباﺌـیلي وگړو د بابر د ځایناستو پرمهال له کابله تر پـﯦـښوره د ۹۰ کالو یا د درو نسلونو په اوږدو کې د بابریانو د نیواک او واک پروړاندې په پرله پسې ډول تورې ووهلې ؛ په دغو جگړو کې نـﯦـږدې سلو زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو د بابري واکمني په بل اړخ په بلې وینا له کابله نـﯦولې تر بدخشانه او کندهار کې بابري شهزادگیو د خپل نـﯦـواک په ټول پړاو کې د ېو بل پر وړاندې د ناخـﯦـړېو په کولو ېو بل ته توطـﺌـې جوړولې او د ېو بل پر وړاندې به ېې لښکرونه راواېستل؛ په دغو لښکري يونونو کې به لښکروالو د یو بل له پـﯦـژندنې پرته د هغه یا دده شهزادگي په گټې جگړې کولې او د خپلو سرونو په بایلودلو به د شهزادگانو د سترواکۍ د هوس د لومو بلهاريان کـﯦـدل.

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په اوږدو کې افغان پرگنې که په لوېدېځ، ختـﯦـځ، که په شمال او یا سویل کې وې ټولو په ځلونو ځلونو د پردېو د برلاسۍ او واکمنۍ پر وړاندې پاڅون کړی او سره له دې چې دولتي ځپونکي ځواکونه په څوڅو ځلو د غـﯦر پوځي وگړو په پرتلې ځواکمن او په پیاوړو وسلو سمبال ول بیا هم له هغوی سره لاس او گرېوان سوې دي. له دې چې دغه پاڅونونه په خپل سر ول او هـﯦـڅ ځانگړې تگلاره او لارښوده تـﺌوري ېې نه درلودله نو وگړي د مذهب او بـﯦـلابـﯦـلو مذهبي ډلو ټپلو تر سـیوري لاندې راټولـﯦـدل. په دغو ډلو کې کولای سو د افغانستان په ختـﯦـځ کې د پیر روښان تر مشرۍ لاندې له پرگـنـﯦـز غورځنگ څخه یادونه وکړو چې د درو نسلو په اوږدو کې ېې خپل غورځنگ او تگلارې ته دوام ورکړ، ورپسې له ۱۶۶۷ ز کال څخه تر ۱۶۷۲ز کال پورې د مغولي دولت پر وړاندې د خوشحال خان خټک، ایمل خان مومند او دریا خان اپریدي غورځنگونه یادولای شو، دا غورځنگونه دومره پیاوړی ول چې اورنگزیب دې ته اړ سو چې په خپله د خوشحال خان پر وړاندې جگړې کې گډون وکړي او د خپل شخصیت د دروندوالي پر بنسټ د دولتي ځواکونو جنگي مورال د غورځنگوالو پر وړاندې پیاوړی کړي؛ د هند مغولي دولت اړ سو چې د اوضاع د کنترول لپاره د پـﯦـښور، ننگرهار او کابل په ښارونو کې خپل ځواکونه د غورځنگوالو د بـﯦـړنۍ ځپنې لپاره د تیارسی په حال کې وساتي.

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د صفوي کورنۍ د وروستي پاچا، سلطان حسین صفوي د واکمنۍ پر مهال ول چې د کندهار خلکو د میرویس خان هوتکي تر مشرۍ لاندې پاڅون وکړ او د صفوي لښکر د ۳۰ زرو سر تـﯦـرو غاړې ېې تر وروستي سړي پورې د چړو له خولو تـﯦرې او د فارس- ژ / ایران د صفوي دولت له منگولو ېې خپله آزادي اعلان کړه.

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د همدغه پاچا سلطان حسین صفوري د واکمنۍ پر مهال ول چې د هرات خلکو د ابدالیانو تر مشرۍ لاندې پاڅون وکړ او د فارس- ژ/ ایران له صفوي دولت څخه ېې خپل سـﯦـمه ېیز استقلال واخـﯦـست : (١٧١٦-١٧٣١) ز کال.

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د همدغه پاچا سلطان حسین صفوري د واکمنۍ پر مهال ول چې د خراسان په تون کې ملک محمود سیستاني د فارس – ژ / ایران د صفوي دولت پر وړاندې پاڅون وکړ او نه ېوازې په ټولو جگړو کې ېې ځپونکي دولتي ځواکونه مات کړل بلکه مشهد ېې ونـﯦـو او د خپلې واکمنۍ پلازمـﯦنه ېې وټاکه او د کیانیانیو د ۲۵ پـﯦـړۍ لرغوني دود په شان ېې تاج پر سر کښـﯦـښود او ځان ېې د خراسان پاچا ونوماوه : (١٧٢٢-١٧٢٧) ز کال .

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د همدغه پاچا سلطان حسین صفوري د واکمنۍ پر مهال ول چې د کندهار وگړي د شاه محمود هوتکي تر مشرۍ لاندې د اصفهان تر زړه پورې پر مخ لاړل او تر هغو پورې په پښو کښـې نه ناستل چې دولت ېې ورته ړنگ نه کړ: (١٧٢٢- ١٧٢٩) ز کال

د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر او د نادرشاه افشار د واکمنۍ پر مهال ول چې د بلخ، اندخوی، میمنې، غور، بادغیس، سیستان او د کابل د سـیند په اوږدو کې پرتو پښتني قباﺌـیلو د نادر افشار د ځپونکې واکمنۍ پر وړاندې پاڅون وکړ او له ځپونکو دولتي لښکرو څخه ېې قربانې واخـﯦـستې او خپله ېې هم قربانۍ ورکړې: (١٧٤٠- ١٧٤٦)

په پای کې د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په لړ کې ول چې بیا هم د کندهار د پرگنو له منځه د احمد خان دراني په نامه ځوان، هوښیار او ځـيرک مشر سر راپورته کړ او د خراسان د کنډوالو پر سر چې په تـﯦـرو شپږو پـﯦـړېو کې ېې خپل نوم او حدود و ثغور له لاسه ورکړي ول، د افغانستان په نامه د نوي هـﯦـواد بنسټ کښـﯦـښود او زموږ خلک د خپل برخـلـﯦـک د ټاکڼې څښتن او واکمن شول، له بې هویتۍ وژغورل سول او خپل له لاسه تللی نوم، نښان او برم ېې بـﯦـرته راژوندی کړ. دا دی اوس له هغې ورځې ۲۶8 کال تـﯦـر شوي چې افغانستان د نړۍ د خپلواکو هـﯦوادونو په کتار کې په لوړه غاړه ولاړ او د نړۍ په نقشې کې ېې ځای د یوه اوسپنـﯦـز موټي په شان څرگند او روښانه دی.

پای 4/5/ 2015

مآخذ او لمن لیکونه:

[1] – پطروشفسکي ، کشاورزي و مناسبات ارضي در ايران عهد مغول ، ۱ ټوک ، ۸۶ پاڼه، ۵۷ پاڼه

[2] – جهانگشای جویني،  ٧٢ پاڼه ، ټوک :

[3] – پطروشفسکي ،هماغه، ۱ ټوک ، ۵٨ پاڼه -جويني واېي: د وژل شویو کسانو د شمـﯦـرلو لړې ۱۳ ورځې ونـﯦـولې ، که په هره ورځ پـﯦـنــځوس زره مړي شمـﯦرل شوي وي نو د وژل شویو کسانو شمـﯦـر باید ٠٠٠ر ٦٥٠ کسانو ته ورسـﯦـږي .

[4]- سيفي هروي (سيف بن محمديعقوب الهروي)، تاريخنامﮥ هرات ، د پوهاند محمد زبير صديقى  چاپ، ١٩٦٢ قمري ، کلکته ،  ۶۳ پاڼه. سيفي زیاتوي چې د خلکو د عاموژنې تر څنگ ېې له هراته سل زره نجونې یرغمل یووړې.

[5]- ابن اثير ، الکامل ، ۱۲ ټوک ، ٢٥٧ پ

[6]- د حمداﷲ مستوفى تأريخ گزيده ، ٥٨٠ پ،

[7]- تحرير تأريخ وصاف ، ٣١٩ پ

[8] – جويني ، ۱ټوک ، ١٣٨پ ، غبار، افغانستان درمسیرتأریخ، ۱ ټوک، ۲۱۳ پ

[9] – سيفي هروي ،تأریخنامه هرات، د صدیقی چاپ  ، ٨٣ پ: ( در اين ولايت نه مردم است و نه گندم ، نه خورش و نه پوشش.) ١٥٢ پ

[10] – سيفي ، ٨٧ پ

[11] – سيفي ، ۸۳ پ

[12] – سیفي،  ۱۸۳ پ

[13] – سیفي ۱۸۳، ۲۱۵ پاڼې ،

[14] – جوينى ، ۱ ټوک ، ١٢٥ – ١٣٢ پاڼې

[15] – ابن بطوطه، سفرنامه، ژباړه : ډاکټر محمدعلي موحد چاپ ١٣٤٨ ل کال ، خپرندویه ټولنه : بنگاه ترجمه و نشر کتاب ، تهران،۱ ټوک ، ٤٣١  پ

[16] – پطروشفسکي، کشاورزی ومناسبات ارضي در ایران عهد مغول، ۲ ټوک، له٦٦٠ پاڼې وروسته

[17] – علي میرفطروس، ديدگاه ها ، ٧٣ پ

[18] – پطروشیفسکي ، کشاورزي ومناسبات ارضي در عهد مغول، ژباړه:  کریم کشاورز، ۲ ټوک ، له ۶۵۰ پاڼې وروسته ،عنایت الله شاهپوریان، ٢۵ سده مالیات، ٨٤ پ

[19] – جویني ، ۲ ټوک، ٢٧۵-٢٧٦ پاڼې

[20] – هماغه ، ص ٢٧٦

[21]  – قلانات : تورکي وییکی دی –قلان – مغولی وییکی دی چې د فارس په شیروان کې د یو ډول باج نوم وو. – ژ

[22]  – قسمات : دا یوه فقهي اصطلاح ده چې د شایع او گډ حق د تعیینولو څرگندونه کوي او په حق کې گټې او منقوله شتمني ورگډېږي ، دلته گټه د مهاباة په نامه ېادېږي. په دې کې د قسمت شرط دا دی چې یوه گټه د بلې گټې د له منځه تللو لامل وگرځي، د څاه او حمام تقسیمول جایز نه ده. قسمت هغه مهال منځته راځي چې شریکان یا د شریکانو په ډلې کې یو شمیر ېې وغواړي له خپلې گډې شوې شتمنۍ څخه گټه تر لاسه کړي او حکم د قسمت دا دی چې د هر یوه شریک گټه څرگنده شي. فقهي پوهان وايي چې قسمت هغه شی دی چې ټوله شتمني په اجزاء وو وویشل شي او یا ټولې اجزاوې په گډه راټولې او یو کــُـل ورڅخه جوړ سي. – ژ

[23] – سیفي ،تاریخنامه هرات، ١٧٤ پ

[24]  – مقاطعه کار : هغه څوک دی چې د یوه تړون او یا د مناقصې په غونډې کې په تړون  کې د وېل شویو شرایطو پر بنسټ د هر ډول راکړې ورکړي او یا د اجناسو د پلورلو واک ورسره وي او ددغه کار په بدل کې ورته په ټاکل شوي مهال کې باړه یا مزد ورکړل شي.

[25]  – بیتکچي : مغولي وییکی یا لغت دی چې د مغولي ایلخانانو د مالیې مأمور وو. – ژ

[26]  – ایلچي : تورکي وییکی دی چې د لـﯦـږل شوي، بکاري یا قاصد او د سفیر په ماناوو کارول شوی دی. – ژ

[27]  – قبچور : قبجور هم لـﯦـکل شوی دی. ېو مغولي وییکی دی چې د باج یا خراج په مانا کـﯦږي. کـﯦدای سي د څاروېو د مالیې په مانا ېې ومنو. – ژ

[28]  – اضعاف : په مانا کې د دوه ځله / دوه چنده ده؛ دوه برابره، ان تر دوه وو برابرو لا ډېره. په ریاضي کې اضعاف د بـﯦـلگې په توگې ۳، ۶ او ۱۲ دي او داسې نور.

[29] – جامع التواریخ  رشیدي، ۲ ټوک،  ١٠٢٩ پ

[30] – سیستاني،مالکيت ارضي و جنبش های دهقاني در خراسان قرون وسطی، د افغانستان د علومو اکاډیمۍ چاپ ، زما، ۱۶ څپرکی، د جزيې و قبچور تر سر لـﯦک لاندې.

[31]  – تغار:  له پخې خټې جوړ طشت ته واېي چې اوبه په کښې اچوي او هم ېې د غنمینې او وربشینې ډوډۍ د خوړلو لپاره کاروي، هر آس سپاره به خپلو آسونو ته په تغار کې ډوډۍ ورکوله. – ژ

[32] – هماغه اثر، د علفه و علوفه تر سر لـﯦک لاندې

[33] – تأريخ ايران،د شوروي د یو شمـﯦـر لـﯦـکوالانو د ډلې له پلوه ، ژباړه :  کشاورز، ۳۶۰ پ

[34]  – بروات : په عربي کې « براء ﺓ » لـﯦـکل کـﯦـږي چې فارسۍ ته د بروات په بڼې اړول شوې ده. د بَروات یا برات پر بنسټ یو څوک بل چا ته امر کوي د دریمگړي سړي په حساب دې دومره پـﯦـسې ورکړي. هغه څوک چې د براء ﺓ یا برات یا بروات امر ورکوي مـُـحـَـیـل او هغه څوک چې باید براء ﺓ وسپاري مّـحـالّ  علیه او د براء ﺓ درلودونکی مّـحـالّ لــَـه ُ بلل کـﯦـږي. – ژ

[35] – مالکيت ارضی و جنبش های دهقانی … ص ۳۸۲

[36]  – مخکې ېې مانا ورکړل شوې ده – ژ

[37]  – تمغا :  تورکي وییکی دی چې د مهر او نښې په مانا دی. تمغا د آس او یا نورو څارویو پر ورانه وهل کـﯦدله. په سوداگرۍ کې د باج او خراج په مانا ده چې  له یوه ښاره یا بندره یا کلي څخه تـﯦرېدونکی سودا گر ېې د راوړل شویو توکو لپاره د تـﯦرېدلو یا حق العبور په توگه ورکوي. – ژ

[38] – تابغور – په فارسي کې ېې تابقور لـﯦکلی دی. مغولي وییکی دی چې عربي مانا ېې فرع ِ خراج کـﯦـږي. تأریخ غازاني کې لـﯦکي چې : له ولایاتو څخه به ېې مالیه ، تابغور ، مزدور او څاروي راوستل او خلک ېې ډېر په تنگ کړي ول، هغه کسان چې ددوی پر سر ول حبلي او لیلیـﺔ بلل کـﯦدل. –اخځ : د دهخدا فرهنگ –  ژ

[39]  ترغو : په ناظم الاطبا کې ېې آذوقه او زېرمه مانا کړی دی. د د هخدا فرهنگ وايي مغولي وییکی دی چې د اطعمې او شرابو په مانا ده. – ژ

[40]  – د تورو او سپينو کرښو لرونکي شي په مانا ده. بله مانا ېې هغه ځای چې هلته پسونه د لیوانو له بریده خوندي ساتل کـﯦـږي. نمار : د فوق العاده مالیاتو په مانا. فرهنگ دهخدا او د معین فرهنگ – ژ

[41]  – د دهخدا په فرهنگ کې د طیارات تر شرحې لاندې بلارغو د تلف شویو او ورکو شویو مالونو په مانا وېل شوی دی – ژ

[42]  – آلام : دا باید « الام» وي.  دا یو ډول باج وو چې پخوا به په ځینو کلـﯦو کښې رعیت و مالیکنو ته ورکاوه. – ژ

[43]  قُبچور ؛ قبجور : په دهخدا فرهنگ کې ېې مغولي وییکی بللی او « خراج مقرر دیواني» ېې مانا کړی دی او همدلته د رشیدي د جامع التواریخ له مخې واېې : زن و فرزند و متعلقان و لشکر های خود را بتمامت از این دره ها فرود آر  تا شماره کنم و مال و قبچور خود را مقرر گردانم – ژ

[44]  قلان : مغولي وییکی دی او د سرانه مالیې په مانا ده – ژ

[45]  – شلتاق : د دهخدا فرهنگ شلتاق داسې مانا کړی دی : تُرکي:  منازعه با کسی در باب دلایل دروغ. غیاث اللغات : جنگ و خرخشه. تهمت و نزاع شرعي. اجحاف، زور و حقه بازی، سر کسی کلاه گذاشتن و در معامله چیزی را به او قالب کردن . –  همدا وییکی په پښتو او دري کې د چالاک او دوه مخي سړي لپاره په شفاهي ژبو کې د چتاق په ډول ویل کیږي – ژ

[46]  شوسون : مغول:  د « تغار» مانا ته ورته چې واښه او د آس خوراکې ته ېې ویل- ژ

[47]  – شیلان : تورکي: د مغولو د سرانو او مشرانو ډله ېیزه مـﯦـلمستیا – ژ

[48]  ساوري : ناظم الاطباء ېې له ساو څخه په اخځ بولي چې د باج او خراج په مانا کـﯦـږي، دهخدا ېې ( تورکي – مغولي) بولي او واېي : تحفـﮥ پیشکش و آن مرکب است « آنند راج» انعامی که در ازای خدمت میدهند. ناظم الاطباء : و ساوری و علوفه و ترغو ترتیب نه کرده بودند. – ژ

[49]   – بهره : ناظم الاطباء د سود او ربحې په مانا ویلی دی – ژ

[50]  نزول : دهخدا په خپلو یادښتونو کې قبچور د نزول په مانا هم بللې ده زما په اند دا باید یو ډول سرانه مالیه وي چې خلکو به له یو ځایه و بل ځای ته د تگ لپاره مغولو ته ورکوله. –  وگورئ قبچور – ژ

[51]  – سلامانه : دهخدا د نورو ماناوو تر څنگ د سلامانې په اړوند واېي : مالیاتې که به مناسبت بار عام پادشاهان یا به سبب دریافت خبر او بپردازند. حقوق و عوارضی که برای مباشر یا مستأجر به مناسبت نخستین بازدیدی که از ده می کنند از دهقان گرفته میشود. نام نوعی از خراجی است که در سابق از قراء می گرفتند. – ژ

[52]  حق التولیه : هغه مال چې وقفی متولي یا د کوم زیارت د جومات امام او یا د امام زوی ته ورکول کـﯦـږي – ژ

[53]  شحنه : هغه څوک چې سلطان په یوه ښار کې د چارو د پرمختگ او د سیاست د پرمخ بیولو لپاره گومارلی وي چې پخوا به ېې کوټوال او حاکم باله. په پښتو کې کوټوال دی. په پیښورۍ پښتو کې ورته صوبه دار وايي نورې ماناوې ېې : نواب، ناﺌـب، عربي ېې عسس دی؛ د ښار رﺌـیس ، ښاروال،

[54]  – داروغه : تورکي – مغولي وییکی : په مغولي ژبې کې داروغه د رﺌـیس په مانا ده. له احسن التواریخ څخه ښکاري چې داروغه د حاکم په مانا ده. – ژ

[55] – د نخجوانی دستورالکاتب ، د رشیدي جامع التواریخ ، او د رشیدي مکاتبات او هم تأریخ وصاف او د « مالیکیت ارضی وشیوه های بهره برداری از زمین درخراسان  درقرون وسطی» کتاب زما لـﯦـکوال د سویډن چاپ   ٢٠٠٢ ز کال دیارلسم څپرکی

[56]  – غازان خان : له ۱۲۹۵ تر ۱۳۰۴ ز کال پورې د مغولو د ایلخانانو د کورنۍ په لړۍ کې د فارس سلطان وو چې په ۱۳۰۴ ز کال کې قزوین ته نـﯦـږدې کومې سیمې کې مړ شوی او قبر ېې په تبریز کې دی.  د غازان خان پلار ارغون نومـﯦـده، نوموړی له بایدو خان وروسته د فارس پاچا سو. نوموړی لومړی بودايي وو خو د بایدو خان پر وړاندې له جگړې مخکې د امیر نوروز په هڅونې مسلمان شو. کله چې نوموړی پاچا سو نو د مغولو ټول مشران او خانان ېې اسلام ته راوبلل، خپل تبعیت ېې له مغولستان څخه شا ته پرېښود او په دې توگې په فارس کې د ایلخانانو لړۍ ځانته خپل سیاسي استقلال تر لاسه کړ. فضل الله همداني ېې خپل سر وزیر وټاکه. دمشق ېې ونیو خو په مرج الصفر کې ېې د مصري لښکرو له لاسه ماته وخوړله. په تبریز کې ېې د ټولو مغولو معابد ونړول او ییکیو یا مسکوکاتو ته ېې اسلامي بڼه ورکړه. په تبریز کې ېې ډیر مسجدونه او اسلامي بنسټونه لکه مدرسې او خانقاوې جوړې کړي، حمامونه ېې جوړ کړل او ټول ېې د اوشنب غازان په نامه یادېدل. نوموړی ۳۳ کلن وو چې مړ سو. د مغولو په قاموس کې غازان د دیگي په مانا ده مگر وییکي پيژندونکي وايي د غازان نوم د مغولو د قازانماق له مصدر څخه راغلی چې مانا ېې لاسته راوړل یا فاتح کیږي – ژ

[57]  – یاسا :  له مغولي جرړې :  دود، قاعده، قانون؛ د مغولي چنگیز خان د احکامو، قوانینو او چلند ټولگه. یاسه، یسون، یاساق او یساق هم وېل شوې ده. د وصاف قاموس ېې نظم او نسق، امر، حکم او فرمان بولي. دهخدا وايي:  یاسه = یاساق= یساق د مغولو د قاعدې او قانون په مانا ده. چنگیزي یاسا د قوانینو او مقرراتو هغه ټولگه ده چې چنگیز خان جوړ کړي ول او مغولي واکمنو به هماغه د چنگیز په نامه پلي کول. – ژ

[58] – شرف الدين علي يزدي ، ظفرنامه ،د سيستان تر نامه دې ولـﯦـدل سي.

[59] – مرتضی راوندي ،تأریخ اجتماعی ایران، ۲ ټوک، ١٩٥ پ

[60]  – سیورغال : تورکي – مغولي وییکی دی چې د انعام مانا ښندي. « تیول» یا هغه ځمکې چې شاه به « ارباب» ته د هغه د ښه ژوند لپاره وربخښلې. ناظم الاطباء ېې د مدد معاش په ډول مانا کوي. – ژ

[61]  – تیول : تورکي وییکی دی. دهخدا ېې د آنندارج له مخې د « تملک و تصرف و ملک و عقار و زمینداري» په مانا ښيي. ناظم الاطباء ېې داسې مانا کوي :  واگذار کردن دولت خالصه ای از خالصه ها یا مالیات قریه ای را به یکی از نوکران خود در ازاء مواجب او در تمام عمر. با بودن و دادن صرف میشود – ژ

[62]  – اقطاع : د ونو د څانگو پرېکون، د چا د ځمکې پر لور د اوبو د لارې کښنگ، یو زورور چې د چا ځمکه په زور د هغه له څښتنه د باج په ډول واخلي او بل ته ېې ورکړي. – ژ

[63]  – موقوفه : هر هغه څه چې د خدای او رسول په لارې کې وقف و قید شوې وي. – ژ

[64]  خالصه : هغه سلطنتي ځمکې چې د چا په جاگیر کې نه وي. – ژ

[65]  مال او جهات ( مال و جهات) : دهخدا د « نقد، نقش، اسباب او اشیاء» په مانا وېلې ده. فرهنگ معین وايي : اموال، اثاث، ضیاع و عقار. د ځمکې اجاره  چې مال او جهات هم وېل شوې ده. یعني عایدات او محصولات.  مال : د نغدو املاکو عاید؛ جهات : د ځمکو عاید. – ژ

[66] – پـَـیک : په اوستا کې پدیکا ده او مانا ېې په پښتو کې لا تر اوسه د پکاري په بڼه کارَول کـﯦـږي چې قاصد ېې بله بڼه ده په ځـﯦـنو پښتو قاموسونو کې د بکاري په ډول چې پ ېې په ب اړولې لـﯦـکل شوې چې ښايي ټایپي تــیـروتنه وي. پتنگ یا کاغذ باد ته هم پیک وېل شوي دي. دلته د لـﯦـکوال موخه هماغه پکاري یا قاصد ده. – ژ

[67] – چاپار خانه : کـﯦـدای سي په پښـتو کې ېې « څـپـره یا څـپـرۍ یا څـپـرۍ کوټه یا کوټنۍ» وبولو. په ډېرو لرغونو وختونو کې په ځانگړې توگې د کوشانیانو پر مهال د ډاگ او یا پُستي خدماتو څانگې ښه پرمختگ کړی وو چې د مرکزي دولت امرونه او لـﯦـکونه به په ډېر لنډ وخت کې د هـﯦـواد هرې برخې ته رسول کـﯦـدل؛ په دې توگې چې هر لوري ته به د آس د ځغاستې په واټن هر لور ته څپرې او د څارویو لپاره کوټې جوړې شوې وې او ډاگیانو به لـﯦـکونه او دولتي فرمانونه یو بل ته لاس په لاس ورکول او تر اړوند ځایه پورې به ېې رسول. له دې کبله د چاپارخانې نوم له ماناېې اړخه د پښتو له څپرۍ سره هممانـﯦـزه ده – ژ

 [68] – آلام : هماغسې چې مخکې مې په ېوه لمنلـﯦـک کې وویل دا باید له مَـد پرته د « الام » په ډول ولـﯦـکل سي. له مانايي اړخه هغه پيغام او لـﯦـکنې ته ویل کـﯦـږي چې په خولې او لاس ورسول شي. په مغولي کې د موضع، سـﯦـمې او ځای په مانا ده او په تورکي کې هماغسې چې مخکې مې وویل هغه ډول باج ته وېل کـﯦده چې رعیت به ملاک ته ورکاوه. – ژ

[69]  – ساوري : تورکي – مغولي وییکی دی مخکې ېې په یوه لمن لـﯦک کې یادونه وسوه – ژ

[70] ساچـُـق : تورکي وییکی دی : هغه ډول دود وو چې د ښادۍ یا واده له مراسمو یوه ورځ مخکې به کوربانه د واده جامې، نقل، پټاټې، خجورې او نور ډول ډول خواږه د ناوې کهاله ته لـﯦـږل. د مالیاتو په اړوند گومان کولای شو چې د کلي ملک به ددغه دود د ترسره کولو لپاره یا له زوم او یا د ناوې له کورنۍ څخه یو څه د مالیې په نامه اخـﯦـستل. – ژ

[71] – چریک : تورکي وییکی دی او د مانا له اړخه هغو جنگیالیو ته ویل کـﯦـدل چې د لښکر د مرستې لپاره به له نورو ولایتونو څخه راوړل کـﯦـدل. – ژ

[72] مُـشــتـَـلـُـق : په تورکي فرهنگ کې د زیري او ښه خبر او د شکرانې په مانا ده. له ژب جوړښتـﯦـز اړخه وېل کـﯦـږي چې دا یو مفغن او گډوله یا مرکب وییکی دی چې له زیري یا ( مژدې) او لق څخه د زیري د بیې یا بها په مانا جوړ شوی دی چې په لومړیو کې « مژده لیق» یا « مژده لـﯦک» وو.

 [73] – دست انداز : صاحب آنندراج وايي : د ېوه کار د تر سره کولو لپاره لاس او پښو ته خوځښت ورکول، بله مانا ېې لاسي تـﯦری دی. – ژ

 [74]  – دخل : گټه، تنخواه – ژ

[75] – حق السعی : حق الزحمه ، حق العمل – ژ

[76] – حُرز : اندازه کول، تخمینول، بر آورد – ژ

[77] – مساحت : مساحه، د ځمکې وېش په مقیاس او د هغې د بـﯦـې او ارزښت اټکل – ژ

[78] – تسعیر: د بـﯦـې او نرخ ټاکل،  نرخ اېښودل – ژ

[79] – شیلان : تورکي وییکی دی چې د عامې مـﯦـلمستیا په مانا ده – ژ

[80]- میرمن لمتون، مالک وزارع درایران ، ۲۰۷-٢٢٨ پ ، د دغه پیر د شته وو لاسوندونو پر بنسټ ېې ، سيورغال د « عطای مخلد» په ډول لوستلی دی.

[81]- بيست و پنج سده ماليات ، ٨٦ پ

[82]- تأريخ ايران ، د شوروي لـﯦـکوالانو د ېوې ډلې لـﯦـکنه ،ژباړه کريم کشاورز، ٤٣٣- ٤٣٥ پ

[83] کورگان : تورکي – مغولي وییکی دی او هغه چا ته وېل کـﯦـږي چې نه یوازې پلار ېې پاچا وي بلکه مور ېې هم د پاچا لور اوسي، په تورکي کې هغه چا ته وېل کـﯦږي چې هم ېې نسب په سلاطینو پورې تړلی وي او هم د زومتوب تړاو ولري او په مغولي کې هغه چا ته وېل کـﯦـږي چې د چین د خاقان لور ېې په نکاح کې وي. له بلې خوا گورگان هغه چا ته ویل کـﯦـږي چې د چړچو، عیش او سوکالۍ لیاقت او وړتیا ولري. د گوډ تیمور لقب گورگان وو او هر جلیل القدر پاچا ته گورگان وېل کـﯦـده. – ژ

 [84] – ډاکټر شفا، تولدى ديگر، ١٩٩٩ چاپ ، ٤٣٢ پ

[85]- شماخي : د اوسني ایران د خوزستان یا د شوشتر په ایالت کې یو دودېز وییکی دی چې مانا ېې دارالسلطنه کـﯦـږي – ژ

[86] – لکهارت، انقراض سلسله صفويه ،تهران١٣٦٤، ١٤٦پ ، جى ، پى، تيت، سيستان ،  ۱ ټوک ١