سرتاج عزیز: استخباراتي تفاهم لیک د افغان حکومت په غوښتنه لاسلیک شوی

nawaz-guni

سرتاج عزیز: استخباراتي تفاهم لیک د افغان حکومت په غوښتنه لاسلیک شوی

 

په امنیتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار وايي، چې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ وروستی استخباراتي تفاهم لیک د افغان حکومت په ټینګار او غوښتنه لاسلیک شوی.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د افغان حکومت د مشر اشرف غني او اجرائیوي مشر عبدالله د زیات ټینګار له کبله دوی له افغان ملي امنیت سره د استخباراتو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

سرتاج عزیز زیاته کړې چې د افغان نوي حکومت مشرانو د سولې او د سیمې د امنیت په تړاو له پاکستان سره دغه تفاهم لیک لاسلیک کړی.

سرتاج عزیز زیاته کړې:((زموږ اړیکي د پخوا په پرتله ښې شوې او ورځ تر بلې نورې هم ښې کیږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي اړیکې ډیرې صمیمي دي، خو داسې غږونه به وي، چې دا ډول اړیکې نه غواړي.))

بلخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمودخان اڅکزی وايي، چې دی ویره لري په راتلونکو دریو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې اعتمادۍ د اور توپان راپورته شي.

اڅکزي د پاکستان ملي شورا د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې وویل، چې دی له دې هم ویره لري، چې افغانان له تفاهم لیک وروسته لویه جرګه را وغواړي او پر ولسمشر اشرف غني خپل عدم اعتماد وښيي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news