بغلان: د اردو یو جنرال له ۱۹ کیلوګرامه هیروینو سره نیول شوی

بغلان: د اردو یو جنرال له ۱۹ کیلو

ګرامه هیروینو سره نیول شوی

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۹مه ۱۳۹۴ل): د بغلان پولیسو د ملي اردو د یو افسر په شمول ۳ عسکر له ۱۹ کیلوګرامه هیروینو سره نیولي دي.

د بغلان امنیه قومندانۍ آمر سمونوال عبدالرشید بشیر ویلي چې دغه هیروین د بدخشان ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل چې د بغلان د مرکز پلخمري په امنیتي کمربند کې کې د ملي اردو له رینجر موټر څخه ونیول شول.

هغه زیاته کړه چې دغه هیروین د نشيي توکو پر ضد مبارزې پولیسو نیولي دي او په اړه یې څېړنې پیل شوي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ د نشي توکو سره د مبارزې مدیر سمونوال نظام الدین نظام ویلي چې د بلخ ولایت د جلب وجذب قومندان جنرال عبدالصمد له دوه نورو عسکرو سره یوځای له ۱۹ کیلو ګرامه هیروینو سره ونیول شو.

امنیتي مسوولین وايي چې په وروستیو دوه میاشتو کې له ۷۰۰ کیلوګرامو څخه زیات هیروین، تریاک او چرس له وړو او لویو مسافرو موټرو څخه نیول شوي دي.

د نشيي توکو سره د مبارزې ادارې وايي چې د نشيي توکو په قاچاق کې لوړ پوړي چارواکي لاس لري.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news