هندوستان نن خپل نومیالی پوهاند او ساینټسټ او ددغه هیواد رښتینی مفکر له لاسه ورکړ

Porf_Rashid

 

 
   
 
 
       
 
 
  
 

 
 
   

ما ددغو کرښو لیکوال له عبدالکلام صاحب سره دده د استادۍ او دده د ولس مشرۍ په دواړو دورو

کې کتلي دي ، په ۱۹۹۹ کال مو په یوه کنفرانس کې چې دهند دپارلمان په لوی تالارکې جوړشوی و

سره وکتل ، کله چی پوه شو زه د افغانستان یم ، ډیره زیاته مهرباني یې وکړه دخپل تاثر په ترڅ کې یې

دافغانستان په اړه یې راته وویل : « زه ددغه ښکلي او قهرمان هیواد په اړه ډیر اندیښمن یم ، زه نه

پوهیږم ، هغه قام چي تل سره یو موټی او متحد و ولي اوس په ټوله نړۍ کې له خپله پرتمه دلویدلي هیواد

په نامه یادیږي … »

دویم ځل مې بیا په دیلي یونیورستي کې په یوه بله علمي نړیواله غونډه کې ولید، بیایی هم خپله اندیښنه

راته څرګنده کړه خو داځل یې نوې خبره راته داوه : « زما دماشومتوب اوځوانۍ د شپو ورځو

دخیالونو اوخدمتونو لوی ایدل شخصت سرحدی ګاندي خان صاحب و ، ای کاش افغان ملت په دغو

ستختو ستونزو کې دهغه له درسونو زده کړه وکړي ، له هغه او ګاندي موږ اوس هم سوله او سوله ییز

ژوند زده کوو . زما هیله تاسې ته هم داده چې دهغه په مفکوره او مرام باندې ځانونه عیارکړئ او هیواد

مو له دغې بدمرغۍ څخه وژغورئ »

دریم ځل مې دهندوستان له یو شمیر استادانو سره دده په خپل استوګنځی کې کتنه وشوه ، بیایی هم

دافغانستان په اړه خپله اندیښنه درلوده ، له ما یۍ پوښتنه وکړه چې زه په افغانستان کې دکوم ولایت یم ما

ورته وویل د غزني ، دغزني په اوریدو یې نورهم زړه بړاس وکړ او زیاته یې کړه : « موږ علم له

البیرونی او غزني زده کړ، همدا البیروني و چې موږ ته یې هندوستان په دومره لویی سره را وپیژاند ،

خو له بده مرغه چي موږ ته اوس دعلم اوپوهې د نابغه ګانو او رښتینو صوفیانو له ښارونو اومرکزونو

څومره بد او دردونکي خبرونه را رسیږي … »

عبداکلام دهند او بشریت نیکمرغي په سوله او آرامۍ کې لیده ، او داهغه تګلاره وه چې پاچا خان او

ګاندي د عدم تشدد په ډول په خپل عصرکې دهندوستان او په دغه سیمه کې دمصیبت ، انګریزي او نورو

ښکیلاکونو په وړاندې طرحه کړه ، کلام ، په خپل وخت کې دهغو ایده په نوي ډول له سولې او

آرامي دخپل اتومې ځواک تر سیوري لاندې هم له یاده ونه ایسته ، ده داسې فکر نه کاوه چې ګواکي ده

او یارانو یې په خپلې پوهې سره خپل هیواد د اتومي بټۍ پرسرکیناوه ، بلکه دی تل په خپلو کارو او

خپلو څیړنو کې پردې باوري و چې ده خپل ملت په خپلې پوهې سره دسولي پرګډۍ کیناوه ځکه دي هم

لکه زموږ نومیالي لیکوال او شاعر الفت په دي نظر و چې هره پوه او هره انساني هڅه باید دسولې او

بشري هوسایي لپاره وي ، ځکه چې : « غلطه پوهه له انسان ځني شیطان جوړوي ».

کلام په نړۍ کې ، په هند کې دخپل عصر نومیالی مسلمان پوهاند و چې خپل هیواد او خپلو خلکو ته یې

ځان په عمل کې وښود، هڅې او نوښتونه یې ددې څرګندوی دي چې پرده یې خپل هیواد هندوستان د

زړه له کومي پرې ګران و، موږ باید دوطن دخدمت روحیه او له وطن سره مینه لکه ده غوندي په عمل

کې ولرو نه په الفاظو کې …

باور دی چې د نړۍ ټولې علمی او اکادمیکې موسسی او مرکزونه ددغه لوی پوهاند په مړینه خپله

خواشینی څرګندوي ، داچې ما خپله دده خآنګړې اندیښنه دافغانستان ، افعانانو پرحال لیدلې او محسوس

کړې وه ، وړمې وبلله چې دیوه افغان فرهنګي او پوهنتوني غړي په توګه دخپل د علمي او اکادمیک

کول خواشيني اوغمرازي دده ملت او کورنۍ ته څرګنده کړم .

کلام صاحب روح دی آرامه او جنتونه د ځای

پروفیسور عبدالخالق رشید

دکابل او نهرو پوهنتون استاد

 
 

 

 
 
 
 
 
 
 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news