د افغان حکومت سرچینې:”ملا محمد عمر مړ دی

omar-258x300

د افغان حکومت سرچینې:”ملا محمد عمر مړ دی”

 

  • 3 ساعتونه مخکې

د ملا محمد عمر د مړینې خبر د پاکستان د حکومت له خوا افغان چارواکو ته ورکړل شوی

د افغانستان امنیتي ارګانونو او ارګ ته نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د طالبانو مشر ملا محمد عمر ژوندی نه دی.

سرچینې د خپل نامه نه ښودلو په شرط ویلي، ملا عمر دوه کاله وړاندې مړ شوی دی. سرچینه وايي، دا خبر د پاکستان د حکومت له خوا افغان چارواکو ته ورکړل شوی، چې د نوموړي پر مړینې د افغانستان د امنیت شورا کې هم خبرې وشوې.

+ د ملا محمد عمر ژوندلیک ولولئ

خو حکومت تر اوسه په رسمي توګه د ملا عمر د مړینې د خبر تاییدولو یا ردولو په اړه څه نه دي ویلي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان حکومت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې په اړه رپوټونه ترلاسه کړي. ده وویل حکومت ددغو رپوټونو پر ارزونې بوخت دی خو تر اوسه دغه خبر نه تاییدولی شي او نه یې هم ردولی شي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، دوی د دې خبر په اړه له لوړپوړو طالب مشرانو سره سلا مشوره کوي، او په دې اړه به وروسته غبرګون په ډاګه کړي

په پام کې ده، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ خبري غونډه جوړه کړي او امکان شته چې په دې اړه خبرې پکې وشي.

د ملا عمر د مړینې په اړه ګنګوسو په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو بڼو خپرې شوې، خو پاکستان کې د طالب استازو او د افغانستان د سولې د استازو ترمنځ تر خبرو وروسته پاکستاني رسنیو دا خبر خپور کړ.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر په وروستیو کلونو کې د خپلو نژدې کسانو له سترګو پناه و، خو د اخترونو په څېر مناسباتو کې به د نوموړي پیغام د طالبانو د وېبپاڼې له لارې خپرېده.

طالبانو د ملا محمد عمر په واکمنۍ کې د افغانستان نژدې ۹۰ سلنه خاوره نیولې وه.

که څه هم د ملا عمر په اړه ډېر معلومات نه و، خو د روان کال په لومړیو کې طالبانو د هغه ژوندلیک په پنځو ژبو رسنیو ته ولېږه.

ملا محمد عمر

  • طالبان وايي، ملا محمد عمر په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د سوېلي کندهار ولایت ‘چاه هفت’ کلي کې زیږېدلی
  • نوموړی له ۱۹۸۳ تر ۱۹۹۱ کال پورې د شوروي د ځواکونو پرضد جنګېدلی، څلور ځلې ټپي شوی او په پای کې یې ښۍ سترګه له لاسه ورکړې ده
  • ملا عمر د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د القاعدې شبکې له مشر اسامه بن لادن سره نژدې اړیکي لرل
  • په ۱۹۹۴ کال د طالبانو مشر شو، په ۱۹۹۶ کال طالبانو د ‘امیر المؤمنین’ لقب ورکړ
  • د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په ۲۰۰۱ کال د طالبانو واکمني ړنګه کړه او د ملا عمر پر سر یې ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه
  • د روان کال لومړیو کې طالبانو په لومړي ځل په پنځو ژبو د ملا عمر ژوندلیک خپور کړ. د ملا عمر د شخصيیت په اړه ویل شوي، چې هغه یو آرام سړی دی، نه په غوسه کېږي او نه هم وېرېږي. له هېواده بهر کوم بانکي ګڼون (اکونټ) نه لري. خوش خلقه او شوخ طبعه انسان دی، خو هېڅکله له خپلو ملګرو ځان لوړ نه ګڼي
  • ملا عمر به اثر بیماری توبرکلوز درگذشته و در خاک افغانستان دفن است

    نوشته شده توسط خامه پرس – چ اسد ۰۷ ۱۳۹۴, ۲:۲۵ ب.ظ

     

    UMAR_1

    مقام‌های طالبان تایید کردند که ملا محمد عمر، رهبر گروه طالبان دوسال پیش در گذشته و در افغانستان به خاک سپرده شده‌است.

    یک وزیر پیشین و عضو شورای کنونی رهبری طالبان به رسانه‌های پاکستانی گفته‌است که ملا عمر به اثر بیماری توبرکلوز درگذشته‌است.

    وزیر دوران طالبان گفته‌است:” ملا عمر دوسال و چهار ماه پیش به علت بیماری توبرکلوز درگذشت. او در بخش‌های مرزی افغانستان دفن شده‌است”.

    این مقام طالبان که نخواسته نامش فاش شود گفته‌است که جسد ملا عمر را پسرش شناساییی کرده‌است.

    وزیر پیشین طالبان هم‌چنان افزوده که ملا عمر بر گفت‌گوهای سیاسی و روند صلح تاکید داشت.

    بر بنیاد این گزارش، حقیقت مرگ ملا عمر زمانی فاش شد که رهبری طالبان روز چهارشنبه نشستی را به هدف تعیین رهبر جدیدشان برگزار کردند.

    این وزیر پیشین طالبان گفته‌است که او نیز در این نشست دعوت شده بود تا در مورد تعیین رهبر جدید نظر بدهد.

    این در حالی‌ست که پیش از این بگومگوها در مورد مرگ ملا عمر به گونۀ دیگری مطرح شد و یکی از شاخه‌های طالبان به نام معاذ فدایی اعلام کرده که ملا عمر توسط اختر محمد منصور، دوست و معاونش کشته شده‌است.

    امنیت ملی افغانستان سال گذشته اعلام کرده بود که زنده و مرده بودن ملا عمر مورد تردید قرار دارد.

    اگرچه تا کنون مشخص نیست طالبان چه کسی را به عنوان رهبرشان انتخاب خواهند کرد، اما پیش از این گفته‌هایی وجود داشت که شماری از طالبان به خاطر گزینش ملا محمد یعقوب، پسر ۲۶ سالۀ ملا عمر به حیث رهبر جدیدشان توافق کرده‌اند.

    . 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news