محقق په ميدان وردګو کې پر خپلو پلويانو وسلې وېشلي

Del6243961

محقق په ميدان وردګو کې پر خپلو پلويانو وسلې وېشلي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۹مه ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې، چې څه موده وړاندې د ميدان وردګو جلرېز ولسوالۍ ځايي خلکو د طالبانو په مرسته د دغې ولسوالۍ پر لويه لار له باميانو او ډايکنډي د راغلو اربکيانو ټولې امنيتي پوستې وسوځولې او لسګونو اربکيانو ته يې په کې مرګ ژوبله واړوله؛ د ګډ حکومت اجراييه رياست دوهم مرستيال حاجي محمد محقق يو ځل بيا د ميدان وردګو په بېلابېلو سيمو کې پر خپلو پلويانو وسلې وېشلي او دغه ولايت کې يې د شخصي ملېشو د جلب او جذب نوې پروسه پيل کړې ده.

د ميدان وردګو امنيتي مسؤولين وايي، چې محقق هغو خپلسرو ټوپکسالارانو ته يو ځل بيا وسلې وېشلي، چې په تېرو وختونو کې يې د ځايي خلکو، ښځو او ماشومانو په وژنو او کړولو کې لاس درلود.

د ميدان وردگو ځينو چارواکو هم د محقق له لوري د وسلو وېشلو کړنه تاييد کړې او وايي، چې د اجراييه رياست دوهم مرستيال حاجي محمد محقق او ولسي جرګه کې د ميدان وردګو استازي غلام حسين ناصري د ميدان وردګو په ګڼو سيمو کې پر خپلو پلويانو او هزاه ګانو وسلې وېشلي دي.

د ميدان وردګو بهسود ولسوالۍ امنيه قوماندان عزيز الله رضايي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې حاجي محقق خپلو خپلسرو وسله والو ته وسلې ورکړي او دغو ټوپکمارو سيمه کې د ولسي خلکو پر ضد سخت تاوتريخوالی او ظلمونه پيل کړي دي.

د رضايي په وينا د محقق شخصي ملېشو د بهسودو ولسوالۍ امنيۍ قوماندانۍ اداري آمر په بازار کې لوڅ لپړ ګرځولی او ده، چې د ځان په پټولو هڅه کړې، نو وسله والو دی ډبولی دی.

راپورونه وايي، چې د سيمه ييزو اربکيانو تر څنګ د اجراييه رياست دوهم مرستيال محمد محقق او د پارلمان غړي غلام حسين ناصري په ميدان وردګو کې سلګونو داسې کسانو ته وسلې ورکړي، چې د دوی د شخصي ګټو لپاره ځايي خلک ځوروي او په هېڅ وحشت او ظلمو سرپه نه کوي.

د ميدان وردګو پښتانه مشران، قومي سپين ږيري او امنيتي مسؤولين وايي، چې د محقق له لوري وېشل شوې وسلې د ځايي کوچيانو او نورو ولسي وګړو پر ضد کارول کيږي او د دغو وسله والو د مخنيوي لپاره هېڅوک نه شته.

د جلرېز ولسوالۍ يو قومي مشر ملک ولي ګل نن ټکی اسيا سره په خپلو خبرو کې وويل، چې محقق او پلويان يې د اربکيانو له وحشت او انجامه عبرت نه اخلي او غواړي، چې يو ځل بيا د ميدان وردګو د ولس غيرت امتحان کړي.

د ملک ولي ګل په وينا محقق او پلويانو يې مخکې هم ميدان وردګو ته له باميانو او ډايکنډي اربکيان رالېږلي وه او د دوی په ملاتړ يې د ځايي خلکو او کوچيانو پر ضد ظلمونه پيل کړي وه، چې بالاخره د ولسي پاڅون په ترڅ کې د محقق لسګونو پلوي اربکيان ووژل شول او ټولې پوستې يې وسوځول شوې او اوس که محقق يو ځل بيا دغسې يو وحشي ګام اخلي، نو د ميدان وردګو ولس به له پخوا هم تريخ ځواب ورکړي.

د محقق په اړه دا خبرونه په داسې حال کې خپريږي، چې نوموړي د کوچني اختر په مناسبت خپلې وينا کې له هزاره ګانو غوښتي وه، چې ځانونه په وسلو سمبال کړي، له امريکا او حکومته يې هم غوښتنه کړې وه، چې بايد هزاره ګانو ته وسلې ورکړي او ګواښ يې کړی و، که حکومت او ايساف يې غوښتنې ونه مني، نو دوی کولای شي، چې له بلې لارې ځانته وسلې پيدا کړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد شمال او ګڼو نورو سيمو کې د طالبانو فعاليتونه د پخوا په پرتله ډېر شوي او طالبان غواړي، چې د نورو سيمو په ګډون بلخ، فارياب، بدخشان او نورو شمالي ولايتونو کې د خپل ځواک سيمې نورې هم پراخې کړي.

وروستي راپورونه وايي، چې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني اول مرستيال او جنګسالار جنرال دوستم له خپلو زرګونو ملېشو سره جوزجان ته رسېدلی او هلته يې د طالبانو په نوم د ځايي خلکو په ځانګړې توګه پښتنو پر ضد سخت ظلمونه پيل کړي دي.

ځايي خلک وايي، چې ازبک ملېشې د خلکو ځمکې، کورونه او شتمنۍ لوټي او هېڅوک يې د مخنيوي نه شته.

د پېښو څارونکي وايي، چې د ګډ حکومت چارواکي په لوی لاس هڅه کوي، چې ولس کې د ژبې او قوم په نوم جګړه پيل کړي او دا هېواد يو ځل بيا داسې حالت ورسوي، چې د بيا راګرځېدو چانس ونه لري.

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې د حکومت اوله درجه مشران د هېواد راتلونکي په اړه ځانګړې پاليسي نه لري، ځينې يې د سولې او ډېری يې د جګړې پلوي کوي، نو داسې حالت کې طالبانو سره سوله ناشونې ده.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news