ولې زموږ له هیواد څخه دنفاق او بربریت کمبله نه ټولوي؟

ebrahim__nahimi

ولې زموږ د هیواد څخه نفاق او بربریت کمبله نه ټولوي؟

 

 lompan10.9.2015
په افغانستان کې میشت قومونو، ملیتونو، خیلونو او د هندو وروڼو په څیر لږه کیانو د ډیرو کلونو په اوږدو کې په یوه پراخه سیمه کې چې څه د پاسه د (۳۰۰) کلونو را وروسته د افغانستان په نوم یادیږي، په بشپړه وروري او مینه ژوند کړي دي. موږ د یو او بل په خوښیو او غمونو کې په بشپړ احساس ګډون کړي دي. د کورنیو تر مینځ خیښي شوی دي او دومره ډیر سره پیودل شوی یوو چې خدای مه کړي په بیلتون به یوه نه جبران کیدونکي فاجعه را مینځته شي.
د هیواد اوسني حالت په کتو سره د انسان پر وجود د ډار تبه او لرزه راځي چې د هیواد یو شمیر روڼ اندې، سیاستوال او واکداران د ولسونو په بیلوالي او نفاق اچونه کې یو د بل سره سیالي کوي. هیواد مو د جګړې په اور کې سوځي خو موږ هڅه کوو چې د خپل ملیت برتري پر بل ملیت او یا د خپل قوم برتري پر بل باندې لاسته راوړو. خو که رښتیا وویل شي د هندو وروڼو په پرتله د خپل هیواد سره خواخوږي نه لرو. بیلګه یې سناتوره اغلې انارکلي ده چې د هر افغان په مړینه یې د زړه څخه وینې څاڅې.
کله چې وینا کوو د خپل پنځه زره کلن تاریخ افساني وایو خو دا مو هیر وي چې پنځه زره کلن تاریخ د دغه هیواد په هر وګړي پورې پرته د تبعیض څخه تړاو لري. که مبالغه ونه کړم د افغانستان د ساتلو له پاره د هیواد پر هره ډبره زموږ د ټولو نیکه ګانو د وینو داغونه پاته دي.
ولې زموږد کلونو ورورګلوي په دښمنې واوښته؟

هیواد مو کنډواله دي، د وحشي پوځونو تر اشغال لاندې دي، جګړه په شدت روانه ده، د هیواد په هر کنج کې د بنسټپالي ستنې ټینګیږي، د علم او زده کړو سره دښمنې مخ پر زیاتیدو ده، ځوانانو ته یوازې د توپک زده کړه توصیه کیږي، د ماشومانو د لوبو وسایل هم جګړه ایزه بڼه لري، د نورو وحشي بنسټپالو د رارسیدو انګازې خپرې دي، قانون تر پښو لاندې دي، ولسمشر او ولس کشر مو د خپلو ارمانونو په سوچ کې دي خو یوه غټه ډله د هیواد د ټوټه کولو له پاره لیڅې را نغښتي دي. د فیسبوک پر ټولنیزه پاڼه د شرمه ډکه لیکنې خپریږي. پښتون تاجک، تاجک پښتون ته، ازبک هزاره ته سپکې سورې لیکي، څوک د خراسان او څوک د اریانانا د جوړولو خوبونه ویني، پرته د قانوني مراجعو د پریکړې څخه څلور لارې د یو او بل په نوم نومول کیږي، تر اوس پورې په پروان کې عبدالله د ولسمشر په توګه لویه لوحه لیدل کیږي. سړی نه پوهیږي چې دی ښار ته د ښار نا پرسان نوم ورکړي او که بل څه؟
د بل لورې د اتلانو شمیره ورځ تر بلې ډیریږي، هر څوک پرته د پوښتنې او دلایلو اتلان جوړوي. که یې دقیق وپوښتي، قاتل او غله ته به د اتل نوم غوره کوي ځکه په قوم پورې تړلي دي. د شهیدانو د ورځي په نمانځنه کې نور شهیدانیږي.
پر هيڅ نه سره جوړیږو. څوک افغان نه مني خو بل تر افغان نه تیریږي، څوک پوهنتون او څوک پر دانشګاه سر ماتوي. غم او ښادي مو معلومه نه ده. د عاشورا د ورځي، د خمیني د مړینه ورځ او یا د شهیدانو د ورځي نمانځنه په انسان وژنه، اذار او اذیت سره پای ته رسیږي او یا خو سړی فکر کوي چې په قم او یا تهران کې استوګنه کوم. خپل ملي ارزښتونه راڅخه هیر دي په پردي پسي منډې وهوو.
تر ټولو خواشینونکي داده چې د دغو ټولو ناوړو کړونو تر شاه زموږ واکداران ولاړ دي. عجیبه دا ده چه همدغه واکداران غواړي د ډیرو کلونو له پاره پر همدغه ملت چې په جګړه یې سره اچوي او عزت یې لوټوي، حکومت وکړي.
د ښاغلي اشرف غني او جناب عبدالله عبدالله څخه دومره پوښتنه په کار ده چې د کابل د ښار څخه بهر خو امنیت نیول ستاسو د واک څخه بهر خبره ده خو دا ملت څه ګناه کړي چې د کابل په ښار کې ستاسو له خوا ګومارلي کسان د یوې اوبلې ورځې په نامه د خلکو پر ځان او مال تیري کوي. دغه وي هغه ستاسو وعدي چې قانونیت به پلی کړي؟
په څلویښتو کلونو کې افغان ولس ډول ډول وحشتونه وزغمل حتي د اشرارو د دوران ناخیړي یې هم تیري کړي. دا ځل غواړي چې د پخواني یوګسلاویا تجربه تکرار شي چې کور په کور جګړه پیل شي؟
تر ټولو ښه دا ده چې انتظار وباسو تر څو امنیت تأمین شي، قانوني حکومت جوړ شي، قانون پلی شي او اشغال پای ته ورسیږي نو ډیره به اسانه وي چې د هر ملیت پر حقوقو او وجایبو د سولې په چاپیریال کې بحث وشي. پرته له دي څخه ټول تباه کیږو.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news