طالبانو د بدخشان ارغستان ولسوالۍ ونيوله

Badakhshan123e
badahashan

طالبانو د بدخشان ارغستان ولسوالۍ ونيوله

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولايت چارواکي وايي، چې له ددو ورځو پرله پسې جګړو وروسته طالبانو د ارغستان ولسوالۍ بازار او مرکز نيولي دي.

د بدخشان ولايتي شورا غړي جاويد مجددي رسنيو ته ويلي، چې له دوو ورځو پرله پسې جګړو وروسته تېره شپه درې بجې طالبانو د ولسوالۍ بازار او مرکز په بشپړه توګه ونيولو.

په عين حال کې د بدخشان د پوليسو وياند وايي، چې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده، د ولسوالۍ مرکز لا هم د دوی په لاس کې دی او که دولتي عسکرو ته بېړنۍ مرستې ونه رسيږي، نو طالبان به ډېر ژر د ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سيمې ونيسي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو تېره ورځ د ارغستان ولسوالۍ ۶۵ کلي نيولي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news