دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

حصین



ش،حصین

دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

اوومه برخه

 

«دآزادۍ (او خپلواکۍ) لپاره ضرور نه ده

 چې ځمکه او آسمان را ونیسۍ بلکې

“غوره داده چې ځان خرڅ نه کړۍ

نلسن ماندیلا

یکدم دل ما غم زده ګان شاد نشد

ویرانه ئ ما از ستم آ باد نشد

دادن بسی برای آزادی جان

اما چه نتیجه ملت آزاد نشد

فرخی یزدی 

دسردار محمد نادرخان واکمني

دسردار محمد نادر خان دکورنۍ په کله مو مخکې یادونې وکړې.دغه کورنۍ په دریم پښت کې سردار سلطان احمد خان ته رسي. سردار سلطان احمد خان په طلايي هم  پیژندل شویدی . هغه په دې تورن و چې دافغانانو دانګریز ضد پاڅون د را پرځولو په کار کې له انګریزي اشغالګرو سره غاړه غړۍ و او انګریزانو ددغه ملي خیانت په وړاندې ده ته دطلاوو دورکړې ژمنه کړې وه خو کله ېې چې خیانت تر سره کړ نو انګریزانوپه ورکړل شوې همیانۍ (چرمي کڅوړه ) کې دسرو زرو پر ځای کودړي ورته ایښي و. دغه څه دملي مبارزینو او عامه خلکو خولې ته ورسیدل. انګریزان یا پخپله مجبور شول او یا هم دده اودده کورنۍ دځان دخونديتوب په خاطر داغوښتنه وکړه چې هند ته ېې ولیږي، انګریزانودغه کورنۍ لومړي امرتسر ته ولیږله او وروسته ېې « دیردون »ته کډه کړه اوهلته ېې ددې کورنۍ غړي تر روزنې لاندې ونیول. علامه استاد عبدالحی حبیبي هغه وخت چې په لاهور کې دتبعید په حال کې و ددغې کورنۍ  دمظالمو او انګریزي ماهیت دښو دنې لپا ېه درې ژبه یووتلی غزل لري چې وروستی بیت ېې وايي.

رود زکشور ما جیش دیردون پلید

سپاه ظلم به خاک وطن نخواهد ماند

دسردارسلطان محمد خان طلايي زوی یحیی خان نومیده چې هغه هم هملته په برتانوي هند کې ټول عمر په انګریزي مرستو تیرکړ.یحیی خان دسردار محمد یعقوب خان خسراو دهغه په لنډه واکمنۍ کې دهغه مشاور او دګندمک دمعاهدې تر ټولو لوی هڅوونکی و.دیحیی خان کورنۍ دامیر عبدالرحمن خان دواکمنۍ په لومړیو وختو کې کابل ته راوستل شوه. تاریخي یادونې ښيي چې دغه کورنۍ دهند دګورنر جنرال لارد کرزن دپلان له مخې افغانستان ته را ولیږله. ویل کیږي چې انګریزانو دامیر عبدالرحمن خان په دو ځامنو سردار حبیب الله خان او سردار نصرالله خان  بې باوره و او غوښتل ېې چې له امیر عبدالرحمن خان څخه وروسته قدرت دیحیی خان کورنۍ ته ور ولیږدوي .دامیر عبدالرحمن خان یا دې انګریزي پلان ته  پام نه و او یاهم هغه له برتانوي هند سره داسې تړلی و چې دهغه لوري غوښتنه ېې هیڅکله هم شاته نشوی وهلی. امیر عبدالرحمن خان دغه کورنۍ ډیره ونازوله اودکابل له تنګو اوزړو کوڅو ېې را وویسته اودعلي آباد په باغي سیمه کې ېې ځای ورکړ اوداېې ورته وویل چې داسیمه هم ښکلې هوا او هم پاکې اوبه لري اوهم باغ بالاته نږدې ده نو زموږ لیدنې کتنې به پراخه او آسانه شي. امیر هغه وخت دباغ بالا په ماڼۍ کې واکمني کوله.یحیی خان دوه ځامن درلودل د آصف خان اویوسف خان په نومونو. دغه دواړه هم له امیر عبدالرحمن خان سره ډیر نږدې واو دامیر په غوښتنه دده دزوی حبیب الله خان وروسته امیر حبیب الله مصاحبان او همغږي وو. وايي چې امیر عبدالرحمن خان هغه وخت چې نادر لا ډیر ځوان ودده په وجود کې ېې یو ډول ذکاوت او استعداد لیده او ورته ګران و. نادر خان دخپل ژوند لومړي اتلس کاله په دیره دون کې تیر کړي و او هملته ېې زده کړې کړې وې. انګلیسي او اردو ېې ښه زده وه او دري ژبه ېې هم په هند کې څه ناڅه زده کړې وه خو په پښتو ژبه ېې دخبرو توان یا نه واو یاهم چا ډیر څه نه ديورنه اوریدلي

دامیر عبدالرحمن خان له مړینې وروسته کله چې واګې دده زوی حبیب الله خان ته ورسیدې دمصاحبانو او دهغه داولادې غوا لنګه شوه .امیر حبیب الله دمحمد نادر خان ډیره ښکلې خور« علیا جناب» ځانته په نکاح کړه . دغه کار دمحمد نادر کورنۍ ته نورهم غوره موقعیتونه پلاس ورکړل. دغه کورنۍ له همغه وخته دراتلونکو واکمنیوخوبونو ته ورواووښته.دامیر حبیب الله خان په واکمنۍ کې دسردار محمد آصف خان ځامن محمد نادر،محمد هاشم،شاولي ، شاه محمود او عبدالعزیزپه دربار کې ډیر مخته وو.ددې ګمان لرې نه وچې له دغه امیر نه وروسته به دقدرت واګې دغو له میندو ناسکه خو په سیاست او کورنیو ګټو کې سکه  ورونوته پلاس ورشي.  ډیر څیړونکي داخبره هم کوي چې  سردارمحمد نادر له شاه امان الله اودده له مور سره دامیر حبیب الله په وژلو کې هم لاس درلود. په هغه شپه چې امیر دکله ګوش په ښکار ځای کې وژل کیده سردار محمد نادر دده دخیمې څنګ ته خیمه درلودله او امیر په هغه ډیر ډاډه و.دامیر له وژل کیدو څخه وروسته محمد نادر او ورونه ېې دڅو ورځو لپاره بندیان شول. ددغه بند په هکله هم یو نظر داسې دی چې شاه امان الله په دې کار سره هغوی له مرګه وژغورل او وروسته ېې په عمل کې هم لويي چوکۍ ورکړې او ډیر ېې ونازول.خو داخبره هیر نه کړو چې دامیر حبیب الله له وژنې وروسته سردار محمد هاشم خان په هرات کې ونیول شو او په یوه کته لرونکي یابو یا ټټو سپوردهرات او هزاره جاتو له لارې کابل ته بندي راوستل شو او دغه سپکاوی هغه ته دومره دروند وچې دژوند تر پایه ېې دکسات لمبې مړې نه شوې. لکه څنګه چې وویل شول دا هغه ته یواځنی سپکاوی نه وبلکې شاه امان الله دنادر دکورنۍ دراخپلولو لپاره خپلې دوې خویندې شاولی خان او شاه محمود خان ته ورنکاح کړې خو کله چې هاشم خان وغوښتل چې دشاه له دریمې خور سره واده وکړي شاه له دغه کار سره سخت مخالفت وکړ او سردار هاشم خان هم دژوند تر پایه کورنۍ جوړه نکړه.وايي چې دصدارت په اوږده زمانه کې هم ټول عمردخپل دفتر تر څنګه اوسیده.

داخبره چې  نادر خان واک ته درسیدو په لاره کې هم له انګریزانو سره تړلی وکه نه.ډیر څیړونکي دکره اسنادو له مخې قدرت دنادر په رسیدو کې دانګلیس پټ او ښکاره لاس ښيي.او لیکې چې نادر له انګریزانو سره له پخوا  دوستي درلودله. داکتر نبي مصداق په خپل اثر« افغانستان ، سیاسي کمزوري اوبهرنۍ لاسوهنه » کې لیکې چې:« بریتانیه چې تل په خپلو پولو کې له بی نظمۍ څخه اندیښمنه وه. دروان کورني جنګ دکنترولولو په خاطر ېې له نادر خان سره دمرستې ګام اوچت کړ،کټ مټ لکه له پولادي امیرسره ېې چې مالي او پوځي «مرستې »کولې. خو جواهر لعل نهرو بیا په داسې حال کې چې لیکي :« نادر شاه په دې پیښه کې(دکلکاني امیر حبیب الله درا پرځونې پیښه) دځان په ګټه عمل وکړ ، بغاوتونه بیاهم روان ووخو داچې نادر شاه دانګلیسانو دوست واو له هغوی ېې مرسته تر لاسه کوله واکمني ېې دوام وکړ. دبریتانيي حکومت له ګټې پرته پریمانه پیسې ، وسلې او مهمات ورکړل» دغه خبره له غبار څخه نیولې بیا تر بې شمیره نورو تاریخ پوهانو او څیړونکو لیکلې ده چې  انګریزانو نادر خان ته دواکمنۍ په همغو لومړیو کې سل زره توپک،پنځه ملیونه مرمۍ او یوسل او اویا زره پاونده نقدې ورکړې . خو نادر خان په دې خاطر چې انګریزي تړاو ېې داولسونو دلمسونې سبب نشي دغه واقعیت له خلکو او اولسونو پټ وساته. دې خبرې ته هم یو څه پام په کار دی چې کله چې دکور دننه جنګ جګړه او یادپردومخامخ اشغال روان وي په ټوله نړۍ کې  دمقامتونو اوچت لوری له ګاونډیو څخه تومنه اخلي او له بهره وطن ته دننه لاره باسي. دافغانستان تاریخ هم  له همغې ورځې چې انګریز نیمه وچه ونیوله او دپنجاب سکان ېې هم افغانستان ته په دښمن واړول  دافغانستان ډیر سیاسي پوځي خوځښتونه ښه وو که بد تر ننه پورې دختیځ ګاونډي له پولو را اوښتي دي. دا یو طبیعي بهیر هم دی ځکه کله چې په دننه کې امکانات تړلي وي نو جګړې خو له آسمانه نه نه شي راتلی او هرو مرو به له یوې یا بلې پولې را اوړي. په دې هکله جواهر لعل نهرو له پراخه څرکندونو لرې دې خبرې ته ګوته نیسي چې « افغانستان هغه کور دی چې دګاونډیو له خمکې څخه له تیریدو پرته  اصلي واټ ته لاره نه لري.او دا یو ستونزمن اوبدمرغۍ راوړونکی حالت دی»

تاریخي اسناد ښيي چې له نادر خان سره دانګریزانو اړیکې له پخواني تاریخ پرته هغه وخت له سیاسي پلوه نوي پړاو ته ور واووښتې چې نادر په فرانسه او بلجیم کې دناروغۍ په پلمه له سفارت نه لاس واخیست او خپل ورونه ېې هم هملته په ځان راټول او وروسته انګریزي استازو له ده سره په فرانسه کې وکتل اودافغانستان دکړکیچ دلرې کولو لپاره ېې ټول ورونه هند ته را وغوښتل. نادر خان هغه وخت چې له سفارت نه لاس واخیست او دا وخت په هیواد کې دننه دشاه امان الله واکمنۍ په ریږدیدو وه شاه له ده اودده له ورونو څخه وغوښتل چې وطن ته راښي او دبغاوتونوپه ایل کولو کې مرسته ورسره وکړي خو هغوی دشاه غوښتنه ونه منله اوددې پر خلاف ېې وروسته دانګریزي بلونکو غوښتنه ومنله او هند ته راغلل. داڅه ښيي چې دا اړیکې ناڅاپي نه وې. ددې سره سم یو تاریخي سند ښيي چې محمد نادرخان دسقأ دزوی له را پرځولو مخکې له برتانوي هند څخه داسې مرستې غوښتې وې چې په خپله ېې دڅه پټو معاملو ښودنه کوله.نادر خان په یوه خپل لیک کې دهند فارن سکرتري دینیس بارون ته د۱۹۲۹ کال دسپتامبر په ۱۸ لیکي چې :« که دهند حکومت دپولې هغه لوري قبایلوته اجازه ورکړي چې ماته مرسته راکړي ، زه بري ته رسیږم او په افغانستان کې که هرج ومرج دوام کوي …(دانګلیس په ګټه هم نه دی) په افغانستان کې یو قوي او با ثباته دولت دانګلیس له ګټو سره سم دی،او تاسوته لاندې امتیازات لري

لومړی-دافغانستان او برتانیی داړیکو دښه والي لامل ګرځي

دویم- په افغانستان کې دروسيي نفوذ کمزوری کوي

دریم- په هند کې ددښمنانه تبلیغاتو مخه نیسې(دا هغو تبلیغاتو ته ګوته نیول دي چې د دنیمې وچې اولسونه په تبره بیا دلودیځو پولو اولسونه ېې دخپلې آزادۍ لپآره دانګلیس پر خلاف مخته وړي)

څلورم- برتانيي ته امکان ورکوي چې دچمن ، قندهار ، هرات او کابل داوسپنې پټلۍ وغزول شي

پنځم- له قبایلو سره اړیکې دانګلستان لپاره سم لوری غوره کوي( دځان دواکمن کیدو له پاره دقبایلو مرسته غواړي خو انګلیس ته یو ډول ژمنه کوي چې قبایل به دهغوی په اسارت کې پاتې وي) داهغه ظلم او تیر وتنه ده چې شاه امان الله هم دراولپنډۍ دتړون په لاسلیک  سره وکړه او ټول قبایل ېې خواشیني او له ځانه بیل کړل.توپیر دومره شو چې نادر خان په سیاست کې هوښیار او زرنګ و هرڅه ېې په پټه کول خو شاه امان الله دخپلو محافظه کارو او انګلیس پلوه درباریانوپه غوښتنه په مخامخ توګه دپښتنوپه ستوني چاړه کیښوده)

شپږم- افغانستان له خپلواکۍ سره سره دپخوا په شان دانګلستان مالي ملاتړ مني.( پخوا په باوري توګه  له شاه امان الله نه مخکې امیرانوته چې ټول لږ یا ډیر لاسپوڅي وواشاره کوي)

په همدې وخت کې نادر او انګلیسانو ژمنه وکړه چې دانګلیس داستخباراتو په وسیله به نادر ته دشاه امان الله او غلام نبي خان چرخي دفعالیتونو را پور ورکوي( هغه څه چې اشرف غني ېې اوس دطالبانو په وړاندې له آی اس آی نه غواړي)

داهم ښکاره ده چې نادر ته ټولې هغه وسلي چې شاه امان الله اخیستې وې او په هند کې کنګل شوې وې له ډیر زیات شمیر پیسو سره راورسیدې. دلته په دې خبره کار نه لرو چې له برتانوي هند سره اړیکې یوه غوښتنه ، یو جبر یاد مرییتوب مننې  یو ډول تړاو و. خبره داده چې ټول سندونه ښيي چې دنادر خان واک ته رسول دانګلیس له خوا دشاه امان الله دراپرځولودپیل شوي بهیر سرته رسول و. او نادر له همغه پیله سلطنت ځانته په نښه کړی و.خلکو او اولسونو ته ېې په دروغودشاه امان الله دواکمنۍ را ژوندې کول یا هم دلويي جرګې له لارې دزعامت دټاکنې ژمنې کولې.

شاه امان الله دواکمنۍ له همغه پیل نه دمحمد نادر له کورنۍ سره پټې اوښکاره شخړې درلودلې . دغه شخړې هم کورنۍ او هم سیاسي داسې شخړې وې چې کورني او بهرني لاسونه پکې خوځیدل. دشاه امان الله یوه تیر وتنه داوه چې داختلافاتو په وجه ېې دنادر کورنۍ له مخامخ واک څخه لرې ساتله خو اختلافات ېې پټ ساتل او همدې پټ پټانې یا مصلحت غوښتنې دغې کورنۍ ته وخت ورکړ چې په دننه کې محافظه کاران اوانګلیس پلوه کسان او هم پیران او شیخان او په تیره حضرتان راخپل کړي او په بهر کې دانګلیس باور او مرسته را خپله کړي.

سردار محمد نادر خان په لمریز هجري ۱۳۰۸ کال دمیزان په ۲۳  دمیلادي ۱۹۲۹کال داکتبر په ۱۵ واګې تر لاسه کړې.   سید قاسم رشتیا لیکي چې محمد نادرمخکې له دې چې کابل ته را ننوځي په چهلستون کې تم شو او دکابل  لویان ېې لیدو ته ورغلل .رشتیا دخپل پلار له خولې چې دغې ناستې ته ورغلی و لیکي چې  نادر خان په دې لیدنه کتنه کې دراتلونکي مشرتابه په هکله پوښتنه وکړه  او ډیرو ورغلو کسانو همدلته دی دسلطنت لپاره وړ څوک  همدی وباله . په دې ډله کې یواځې محمد ولي خان دروازي ،دشورا رئیس شیر احمد خان  او دمالیی وزیر میر هاشم خان وړاندیز وکړ چې  ښه داده چې سپهسالار داوس لپاره دسلطنت دکفیل په توګه چارې مخته یوسي او دپادشاهي خبره لويي جرګې ته پریښودل شي. باید ووایو چې ددغو درې تنو وړاندیز ددې موجب شو چې میرهاشم دنادر خان دپادشاهي په همغه لومړي سهار په مرموزه تو ګه ووژل شي ، سردارشیر احمد خان دژوند تر پایه دکوم مقام څښتن نشو او محمد ولې خان دروازي دسقو له زوی سره دهمکارۍ په تور لومړی په اته کاله بند محکوم او وروسته  په پټه اعدام شو. داسې ښکاري چې نادر له همدې لیدنې وروسته مخکې له دې چې دارګ سلامخانې ته را ورسي دخپل سلطنت لپاره ېې ورسره قومي مشران او ددربار اراکین دې ته چمتو کړې وو چې دده دسلطنت خبره وړاندې کړي. ده دسلامخانې دماڼۍ په غونډه کې دوطن دژغورنې له څرګندونو وروسته وویل چې دا کار ېې دخدای او وطن ته دخدمت په خاطر کړی او دسلطنت خیال نه لري ( هغه څه چې سردارمحمد داود په خپله راغوښتې لویه جرګه کې هم همداسې ویل)خو چمتو شوو قبایلي مشرانو او درباریانو له هغه ډلې څخه سردار فیض محمد خان ذکریا(دشاه امان الله دمعارف وزیر او دسقو په دربار کې تر ټولو مخته چوپړ)علی محمد خان بدخشي، غلام محمد خان وردک (دسوداګرۍ پخوانی وزیر) او نورو ټینګار وکړ چې  لويي جرګې ته اړتیا نشته ته باید دسلطنت واګې په راخپلې کړې. ویل کیږي چې په دې ناسته کې دترکيي سفیر هم هغه ته دسلطنت دمنلو په وړاندیز ټینګار وکړ.نادر له همدې ځایه واګې را خپلې او دلويي جرګې خبره ېې شاته ووهله او دقدرت له همغو لومړیو شیبو څخه ېې دمشروطه غوښتونکو، استقلال غوښتونکو او خپلو نورو مخالفینو وژنو ته مټې را بډ وهلې. دا هغه څه وچې عبدارحمن خا ن لودین ېې ډیر مخکې اټکل کړی و.

لکه څنګه چې ښکاره ده دمشروطه غوښتنې او خپلواکۍ غوښتنې ډیر وتلي ترقیخواه شخصیت  عبدرالرحمن لودین دشاه امان الله په وروستیو وختونو کې له شاه څخه خواشینی شواو قندهار ته لاړ او هلته ېې دقندهار دلودیانو په کوڅه کې ځانته دنخودو دکان پرانیست خو دوطن له غم اوغوسې بیغمه نه و نو وايي چې شاه امان الله ته ېې دولي محمد خان دروازي له لارې یو لیک ور ولیږه.په هغه لیک کې ویل کیږي: (لنډیز) « دبیلګې په توګه خدای مکړه اوسنی حکومت نه وي نو له لا ندې حالاتو څخه به یو پیښیږي: اول – داسې وګڼو چې انګریزان راشي خپل لومړي مخالف آزادي غوښتونکي او نویتوب غوښتونکي به بلشویک او داسې کسان ګڼي . که هغوی پوه نه شي خلک ېې ور پوهوي.دویم – که روس راسي اولین مخالف او متعصب همدغه کسان ګڼي(هغه څه چې په عمل کې په خلقیانو راغلل) چې بیا هم ژغورنه او نجات ېې نشته.دریم – که بیا داسې وګڼو چې دا دواړه ونه شول او دیوې کورنۍ مشهور کس قدرت تر لاسه کړ.ښکاره ده  چې تر روس او انګلیس څخه به ېې ډیر ژر حوصله پای ته ورسي .او ددغه ډول افرادو له منځه وړلو ته به بیړه وکړي( ښکاره بیلګه ېې نادر اودده ورونه وو) او که بیا نه روس شو،نه انګلیس شو او نه هم کوم کورنی مشهور څوک نوملایان، شیخان او ږیرې راغلې او واګې ېې ونیولې نو دبې ږیرو په حال به وژاړو(لکه چې داڅو وروستۍ لسیزې ژاړو)ملایان به له هرڅه مخکې په دغې ډلې ځان غازیان کړي. په نتیجه کې به په هیڅ ډول واکمنۍ کې پرته له دغې واکمنۍ ( اماني واکمنۍ )زموږ دخوندیتوب چانس نه وي» نوربیا

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news