دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

حصین


 

ش،حصین

دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

نهمه برخه

 

«دآزادۍ (او خپلواکۍ) لپاره ضرور نه ده

 چې ځمکه او آسمان را ونیسۍ بلکې

“غوره داده چې ځان خرڅ نه کړۍ

نلسن ماندیلا

 

یکدم دل ما غم زده ګان شاد نشد

ویرانه ئ ما از ستم آ باد نشد

دادن بسی برای آزادی جان

اما چه نتیجه ملت آزاد نشد

فرخی یزدی

ای ملت از برای خدا زود تر شوید

ازمکر وحیله ء دشمن خبر شوید

ایغافل از زمانه وشاغل به لهو وګلف

با دشمن خبیث کسی کرده است حلف؟

تاچند برای دیدن حق کور وکر شوید؟ 

عببدالرحمن خان لودین

دنادرخان په واکمنۍ کې دبریتانوي جاسوسانوتوده ځاله

 له اصلي بحث نه مخکې په سیمه او افغانستان کې دانګریزي استعمار دجاسوسي کړنو تاریخ ته یوه ځغلنده کتنه:که دلرغونو او منځنیو پیړیوله یوشمیر بهرنیو تاړاکونو څخه تیر شو چې دآریانا ، خراسان اوافغانستان له شمال یا لویدیځ لوري ترسره شوي او په هغو کې داعرابو ،ساسانیانو ،یونانیانو ، چنګیزیانو ، تیموریانواو څو نورو وړو اولویو ډلو وژونکي ، ورانووونکي ، سوزوونکي او لوټوونکې  یرغلونه راځي، په را وروسته کې دافغانستان دتاریخ دبد مرغي لويي څپې  تل له ختیځ لوري را پیل او همدغه لړۍ تر ننه پورې دوام لري. اوکه بیا هم دهندي مغولي دولتونو له خونړیو تاړاکونو تیر شو دناخوالو او بدمرغیو دغه لړي دهند نیمې وچې ته داستعمار په رارسیدودافغانستان د ټول معاصر او نوی تاریخ  دځپلو موجب ګرځي. دبرتانوي استعماري تاړاکونو اوږدې لړۍ یواځې په پوځي او جګړه ییز ډګر کې خپلې خونړۍ منګولې  نه وې خښې کړې  بلکې داستعمار له پیدایښت سره سم دجاسوسي فعالیتونو لپاره دوخت داستعماري ځواکونو له لوري درنې پانګونې وشوې.ویلی شو چې دختیځ هند داستعماري کمپنۍ ډیر څه لومړی دهالندیانو په لاس او وروسته دانګریزي استعمار په لاس دجاسوسي فعالیتونو له لارې داستعمار په ګټه واووښتل. دهند په نیمه وچه کې دمذهبي ، قومي  او ژبنیوبیلابیلو پراخه پرګنو شتون او له دې سره دهندي را جاګانوخپل منځي تربګنۍ تر دیره ددې موجب شوې چې برتانوي استعمار ګر په آسانه توګه خپله جاسوسي شبکه آن دسیمي په کچه وغزوي.انګریزانوته دهند په نیمه وچه کې دپوځي تیریو په څنګ کې جاسوسي خورو شوو شبکو دا ور زده کړل چې  ټوله سیمه او له هغې ډلې څخه په افغانستان کې خپلې تر لاسه شوې تجربې پراخه او په ستراتیژیک هویت واړوي.په افغانستان کې داحمد شاه با با دامپراطورۍ شیرازه دهغه دزوی دراني تیمور شاه په وروستیو کلونو کې دپاشل کیدو درشل ته ورکیوته. تیمور شاه له خپلو بې شمیره ښځو (ویل کیږي چې  ۱۹ نکاحي ښځې ېې درلودلې)څخه له شمیره وتې نارینه اوښځینه او لادونه درلودل.که له دي سره دده خسرګنۍ او داولادونودخپلوي اړیکې ېې په پام کې ونیسو نو دالړۍ یو نا متجانس ،ځانګړي، په ځان کې په سخته سیالۍ اخته ټبر ترینه جوړیږي. دتیمورشاه له ځامنو څخه یواځې شهزاده زمانشاه په خپل وخت کې په دې پوه شوی و چې پرهند لاسبری انګریزي استعمار دده دپلار او نیکه لويې امپراطورۍ ته لوی خطر دی او همغه خطر په آسانۍ سره دده او دده دورونو ترمنځ څه چې دافغانستان دپراخه قومونو اوقبایلو ترمنځ نه ایل کیدونکو شخړو ته لاره پرانیستلی شي. له همدې کبله زمانشاه په یوه ناکام خوځښت کې وغوښتل چې په کورنۍ کچه دلویو خمکه والو او متنفذو خانانو او قومي مشرانوخپل منځي شخړې څه ناڅه مهار کړي او له مرکزه داوښتو ځواکونو هڅې یوڅه ماتې کړې اوله دغه فراغت نه په ګټه اخیستو په هند کې انګریزي استعمار ته هم یوګوزار ورکړي. خو تردغه وخته نور استعمار پر نیمه وچه ترډیره لاسبری او دپخو تجربو خاوند شوی و. نو ځکه ېې دشاه زمان ملا دهغه په خپل ناسکه ورور شهزاده محمود چې دهغه وخت دفارس تر ملاتړ لاندې و، ورماته کړه او په ډیره ناروا ېې دهغه رڼې سترګې په اورینو سیخانو را وویستلې. دغه کار انګریزانو ته داچانس ورکړ چې دشاه زمان سکه ورور شاه شجاع چې  دپنجاب په لودهیانه کې د انګریز اوسکهانو تر څارنې لاندې ودواګو نیولو ته وهڅوي او ددې هڅونې او ملاتړ په بدل کې هم انګریز او هم دپنجاب سکان داحمد شاهي امپراطورۍ ډیرې ستراتيژی سیمې دځان لپاره په نښه او دامپراطورۍ له ډډو ېې قیچي کړي.انګریزانو هغه وخت داسې سوچ کاوه چې دشاه شجاع په لاسپوڅي کیدو سره افغانستان دتل له پاره خپلو منګلوته را وستلی شي.خو پر افغانستان تر لومړي ناکام اوسخت خونړي یرغل وروسته ژر پوه شول چې تجربه او افغان پیژندنه ېې لا خامه ده  انګریزانو  دافغان انګلیس په لومړۍ جګړه کې ېې په لسګونو زره پوځیان او آن ډیر وتلي جاسوسان له لاسه ورکړل. له دې وروسته ېې یو ځل بیا جاسوسي شبکوته دعمل مخه ورکړه څو دافغانستان په دننه کې دځان لپاره پخې مذهبي،قومي او قبیلوي سټې تر لاسه کړي.همدا زمانه ده چې دموهن لال کشمیري ډیر وتلي ماجرا غوښتونکي جاسوس په شان ېې په سلګونورپټ او ښکاره لارنسان( پیرکرمشاه لارنس او نور) افغانستان ته را مات کړل.په همدې وخت کې داستعمار جاسوسان دوخت فارس او اوسني ایران ته هم ور مات شول. داسې چې تردې وخته انګریزي استعمار دخپلو مستعمرو له پاره دمستعمراتو په نوم یو لوی وزارت را جوړ کړی و. ددغه وزارت عمده دنده دجاسوسانو ګمارل، دهغوی په مرسته لويي پیژندل شوې افغاني ، ایرانې ، مصري ، عربي مذهبي او قومي واکمنې کورنۍ دپیسو ، وعدو او دفحاشیو دخپرولو له لارې راخپلول و.په ایران کې دانګریزي لویو جاسوسانو څخه د توماس ادوارد لارنس یا لُورنس او دغه شان دمستر چیکاک(وروستي سید چیکاک) څخه نومونه اخیستل کیږي. (ددې قلم خاوند ونه موندل چې هغه په ایران کې لُورنس او دغه دافغانستان په شینوارو او ننګرهار کې مشهور پیرکرمشاه لارنس یو کس دی اوکه دوه ځانګړي انګریزي جاسوسان .دواړه دانګریز دمستعمراتو دوزارت پوځي کارکوونکي ښودل شویدي)،همغسې چې په ایران کې سید چیکاک لسیزې وروسته دخپل لیکل شوي کتاب له مخې وپیژندل شواو په دې ېې اعتراف وکړ چې پنځلس کاله ېې دبختیارانو دسلیمان په مسجد کې جماعت ورکړی. په افغانستان کې هم پیر کرمشاه کلونه کلونه ملا امام او دلاس نیونې وړ پیر پیژندل شویدی  اودده په شان نور ېې دکابل دتر ټولو لوی او نامتو مسجد( دپل خشتي مسجد ) تر امامته هم رارسیدلي دي.

دانګریزي استعمار دجاسوسي شبکواو ددوې په سرکې دانګلیس دمستعمراتو دوزارت دجاسوسی شبکو دخپرولو یوه موخه هم داوه چې په اسلامي نړۍ کې دفساد خپریدو په څنګ کې داسې مذهبي بدعتونو ته هم لاره پرانیزي چې په وروسته کې ددوی دسیمه ییزوګټو اوستراتیژیو پخې وسیلې وګرخې ، تاریخ ښيي چې د«همفر» په نوم یو نامتو جاسوس دعثماني ترکیی په عربي سیمو کې دابری تر لاسه کړچې دمحمد بن عبدالوهاب په نوم یو ځوان محصل تر داسې روزنې لاندې ونیسي چې په وروسته کې دوهابیت مذهبي فرقه رامنځ ته کړي.تاریخي نا روښانه شوې یادونې آن ددې ښودنه کوي چې دمحمد بن عبدالوهاب په روزنه او دوهابیت دمذهب په فکري توان جوړونه کې له همفر سره« پرسي لکس»،«جون فیلبي» او آن «ویلیام شکسپیر» لوی لاس درلود.

په افغانستان کې دانګلیسي جاسوسانو او دهغو دڅرګندونو له مخې دیوزیات شمیر افغان انګریز جاسوسانو نومونه او ورانونکی نقش هغه وخت را برسیره شو چې موهن لال کشمیري د( امیر دوست محمد خان ژوند) په نوم کتاب ولیکه. ( یادونه ددغه کتاب پښتو ژباړه دافغانستان دعلومو دآکادمۍ یوه غړي ( عالمي) دببرک کارمل دواکمنۍ په وخت کې خپریدو ته چمتوکړه . هغه وخت چې ما (حصین) ددغه کتاب ځینې پاڼې له نظره تیرې کړې او ارواښاد نصیر شمله دار هم دکتاب څو پاڼې اړولې وې ، زموږ مشوره عالمي ته چې ډیر ځوان څیړونکی او ژباړونکی و داوه چې ددغه کتاب له خپرولو څخه داوس لپاره تیر شي . خو هغه یو احساساتي ځوان و ،خپل کارته ېې دوام ورکړ. تر څوچې دنجیب الله خاد ونیو او بیا ېې تر ننه دژوند پته ونه لګیده. دارواښاد عالمي نیونه اوپه پټه وژنه داښيي چې دموهن لال له څرګندونو څخه دهغه وخت واکنۍ هم څه ویره درلودله.داخبره له یوه روسي جنرال سره دسلیمان لایق له خبرو څخه هم یوڅه روښانه وه ځکه لایق هغه جنرال ته وايي چې ما غوښتل چې دهند په آرشیف کې  له انګریزي شبکو سره دافغانستان داوسنیو واکمنو اړیکې را برسیره کړم خو ببرک کارمل په کلکه له دغه کار څخه منع کړم ) په هرصورت  ددغه کتاب له مخې موهن لال دافغانستان په دوو لویو سیاسي مرکزونو قندهار او کابل کې خپل جال غوړولی و.موهن لال پر افغانستان دانګلیسانو په لومړي یرغل او دانګریزي اشغال په وړاندې دملي پاڅون (۱۸۴۱-۱۸۴۲) په کلونو کې دالکساندر برنس مرستیال او دښکاره شواهدو له مخې او هم پر هغه بنیاد چې ده خپله لیکلي  په کابل کې دانګلیس دجاسوسي جال  ترټولو لوی او بانفوذه جاسوس و.موهن لال  دالکسندر برنس په کور دملي مبارزینو دورننوتلو په وخت کې له برنس اودده له ورور سره و خو په ډیر مهارت ېې له کړکۍ ټوپ وکړ او په تیښته بریالی شو. کله چې لږ وروسته دملي مبارزینو کوتو ته ورغي نو دځان دخلاصون لپاره ېې کلمه وویله  او په دې له مرګه خلاص شو، دافغانانو میړانه اوغیرت یوڅه خو زړه سوی، ساده توب او ترحم ېې کله کله دحیرانتیا وړ دی.  دهغه وخت ملي مبارزینو نه یواځې موهن لال له خپلو ټولو ښکاره جنایتونو سره یواځې دکلیمې په ویلو وباښه بلکې کله چې ډیر خونخواره انګلیسي جنرال «کیمپبل» ددوی ګوتو ته ورولوید هغه هم سم دلاسه په کلیمي ویلو پیل وکړ اومبارزینو هغه انګلیس هم په دې نوم چې مسلمان شویدی وباښه او ژوند ېې خوندي پاتې شو.د موهن لال دلاس روزل شوو افغان جاسوسانو په عمل کې داستعمار په ګټه لوی جنایتونه تر سره کړل،دبیلګې په توګه دعبدالعزیز په نامه یوه جاسوس دپاڅون په تودو مخامخ جګړه ییزو شیبو کې دملي پاڅون مشر عبدالله خان اڅکزي له شا نه په ګولۍ وویښت او هغه نامتو استعمار ضد انسان له همدې ټپه خپلې سترګې له ژونده واړولې.دغه شان دمحمدالله په نوم یوه افغان جاسوس میر مسجدي خان ته دناروغۍ په بستر کې زهر ورکړل او دپاینده خان کاکړي په نوم یوه بل جاسوس وزیر اکبر خان په جلال آباد که په مرمۍ وویشت.دا لړي ډیر اوږده ده او بیان ېې دلته شونی نه دی.  دموهن  لال په کتاب کې دهغو افغان لویو سردارانو  او نورو افغاني کورنیو بیان هم راغلی دی چې  یا ېې کورنۍ په هند کې تر ډیره په امرتسر او لودهیانه کې دبرتانوي هند په دسترخوان چلیدې او یا هم اصل اونسب ېې یا کشمیري او یا هم پنجابي و اووروسته  ېې افغاني هویت تر لاسه کړی و. موهن لال په خپله لیکې چې په قندهار کې ېې دقندهاري سردارانوڅارنه او له دې لارې دامیر دوست محمد خان په وړاندې دهغوی را پاڅیدنه په پام کې لرله او په دې برخه کې ېې دملانصوح په څنګ کې دقندهاري سردارانو دلښکرو مشرحاجي خان کاکړ  هم راخپل او هغوی ېې داستعمار دستراتیژیو دخپریدو په لاره کې وګومارل.دغه شان په کابل کې ېې دامیر دوست محمد خان په دربار کې دومره ژورې منګولې خښې کړې چې بخاراته دامیر دتیښتې هڅونه هم دموهن لال ګمارلو جاسوسانو بري ته ورسوله. عجیبه خودادی چې له همدغو ګمارل شوو انګریزي جاسوسانو څخه په را وروسته کې قاضي قادرو اوسردار شیرعلی خان هغه څوک ووچې انګریز ته ېې ددویم یرغل دپلمې په خاطر امیر شیر علیخان دې ته وهڅاوه چې روسيي ته مخه کړي او له هغه لوري  څخه نه کیدونکې مرسته وغواړي. له امیر دوست محمد خان سره بخت یارې وکړه او بیرته افغانستان ته را وګرځید یا راوتښتیده او په بګرام کې  ېې دمکناتن درکاب له مچو کولو وروسته دهند تبعید ومانه خو امیر شیر علیخان چې دتسلیم سړی نه و، کله چې دروسيي له خیالې مرستې نا امیده شو،زړه ېې ودرید او هر څه ورنه پاتې شول.  باید په لږ احتیاط ووایو چې دشاه امان الله په تاج او تخت پریښودو اوقندهار ته په تیښته کې هم دمحمود سامي په شان مشکوکو کسانو هڅونه بې اغیزې نه وه.ډیر مورخین داخبره کوي چې انګریزانو په هند کې امیر دوست محمد خان ته خپل پوځي ځواک او دقدرت دبدبه وروښوده نو ځکه، کله چې دانګریزانو له ماتې وروسته په ټاکلو شرایطو افغانستان ته را ولیږه دانګریزي استعماري شبکو په اړوند ډیر محتاط او محافظه کار شو. خو داخبره هم له باوره لرې نه ده چې انګریزي جاسوسي شبکو هم دتبعید په وخت کې پر امیر لویه اغیزه شیندلې وه او هم کله چې وطن ته را ستون شو دانګریزي جاسوسي شبکو لاسبري توب ېې هم په دربار اوهم په ډیرو قومي اومذهبي مشرانو کې لیده.یو شمیر تاریخ څیړونکي په دې باوردي چې امیر دوست محمد خان انګریزانوته په وفاداري دیوه هندي طبیب  په لاسو خپل ناروغه زوی وزیر محمد اکبر خان ته ددوا پر ځای دالماسو بڅري ورکړل او داستعمار ضد هغه پیاوړي کلا ېې ونړوله. میر غلام محمد غبار په دې باور دی چې دامیر دوست محمد خان ددویم ځل ۲۱کلنې واکمنۍ دوام دانګلیس له ګټو او غوښتنو سره تړلې وه. او په دې کې شک نشته چې دغه امیر دانګلیسي جاسوسي شبکو تر کلکې څارنې لاندې و.په همدې خاطر دی چې دشاه زمان او امیر شیرعلی خان واکمنۍ چې ددوی شبکې پرې واکمنې نه وې ژر له پښو غورځوي خو امیر دوست محمد خان ته داوږدې واکمنۍ مرسته وررسوي.

موهن لال سره له دې چې  له انګلیسي جاسوسي شبکو سره دشاه جې  همداني په نوم دیوه داسې چا یادونه  هم کوي چې له ډیرو پخوا وختونه څخه ېې برتانوي هند ته جاسوسي کوله . خو تاریخي پیښې دامیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې دکوم پیژندل شوي انګلیسي لوی جاسوس یا افغان انګلیسي جاسوسانو ډیر څه نه ښيي.دغه امیر له ټولو انګلیسي وابستګیو( تړنو) سره سره همغسې چې په کورني مطلقیت کې یو ځانګړې بیلګه ده ، له انګلیس سره په اړیکو کې هم ترډیره  په داسې لارو نه دی  تللی چې دبرتانوي هند یا خپله دانګلیس دواکمنو پوره باور تر لاسه کړي.دده دربار ته دسردار یحیی خان د کورنۍ را لیږل  چې وايي دهند دانګلیسي ګورنر جنرال لارد آکلند په غوښتنه ترسره شوه ،ښيي چې انګلیس غوښتل له دې لارې پر امیر اغیز ولري او له همدې لارې دده ځامن حبیب الله او نصرالله چې دبرتانوي هند له نظره دواړوڅه استعماري ضد فکرونه درلودل مات او تر څارنې لاندې ونیسي. دبرتانوي هند له پاره دسردار یحیی خان تر کورنۍ پورته داعتبار کومه بله کورنۍ  نه تر سترګو کیده. دغه کورنۍ دسردار سلطان محمد خان طلايي له وخته نږدې یوه پیړۍ په امرتسر او لودهیانه کې دانګلیس تر مخامخ څارنې لاندې روزل شوې وه.دسردار یحیی خان ځامنو آصف خان او یوسف خان او ددوی ځامنو نادر خان،شاولی خان شاه محمود خان اوعبدالعزیز خان ټولو په لودهیانه کې پوځي زده کړې کړې وې.په برتانوي هند کې پوځي زده کړې او پوځي خوځښتونه په ټولیزه توګه دانګلیسي ښوونکو او یا هغو هندیانو په وسیله مخته وړل کیدلې چې تر انګلیسانو ډیر انګلیس شوي وو. مهاتما  همدغه څه لیدلي وچې دې ته اړ شو چې دوسله والو پاڅونونو پرځای داستعماري نظم اقتصادي مزي ورغوڅ کړي.هغه لیدل چې دهندي ټولنې روښانفکري توان داستعمار په منګلو کې داسې راښکیل دی چې داستعمار دابدیت خبره ېې منلې او له هغه څخه دځان دلرې کولو توان نه لري آن داچې داستعماري اشغال لپاره خدمت او جاسوسي ننګ نه بولي بلکې ویاړ هم پرې کوي.( هغه څه چې نن ېې په افغانستان کې وینو) هغه پوهیده چې دانګریزانوته دهند اقتصادي لوټ لومړۍ موخه ده نو ځکه په دې ودرید چې د عدم مقاومت یا مدني  نا فرمانۍ له لارې داستعمارتر ټولو لومړۍ موخه په نښه کړي. هندي پرکنې دې ته هڅول چې مالیات بیا په تیره دمالګې درانه مالیات ورنکړي،په انګلیسي کارخانو کې کارونه راوغورځوي، په خپله خمتا ژوند وکړي تر څو دانګلیس دلانګشیر نساجې  چې هند تر ډیره دهمغې کمپنۍ دګټو لپاره نیول شوی و  په ګوڼدو کړي ،دغه شان  په پارلمان او دقدرت په کړیو کې آن په انګلیسي تعلیمي برخو کې دزده کړو تحریم او دې ته ورته ډیر نور هغه وژونکې وسله شوه چې استعمار ېې له اقتصادي پلوه له پوښتنې سره مخ کړ.دانګلیس دجاسوسي کوډو جال هم په همدې وسیله وشړید اوانګلیس دې ته اړ شو چې دهند استقلال ته  په یوه توطئه یعنې دنیمې وچې په ویش او دپآکستان په جوړیدو غاړه کیږدي. په واقعیت کې دپاکستان په جوړیدو دانګلیسي استعمار دجاسوسۍ جال پاکستان ته را ولیږدول شو او له دې وروسته  پاکستان دټولو استعماري او نو استعماري لوبو دخیز په تخته واووښت.

دانګلیسې جاسوسي شبکو څیره که دامیر عبدالرحمن خان په دوره کې څه تته بریښي خو دده دډیر عیاش او استراحت پاله زوی حبیب الله خان په وخت کې بیرته خپل سر را پورته کوي، دغه وخت نه يواځې ديحیی خان کورنۍ دبرتانوي هند سیمه ییزو ګټو ته په یوه پخه اډه بدلیږي بلکې دامیر عبدرالرحمن خان دواکمنۍ خلاف دپیرانو، حضرتانو،صوفیانو، مشایخو او دطریقت دپلویانوبازار چې انګریزي خرابکاریو ته ښې اډې وې له سره را تودیږي.په دې لړ کې دشور بازار دحضرتانو اغیز او نفوذ دساده پرګنو په منځ کې اوج ته رسي.دحضرتانو اصل ونسب دپیرانو او افندیانو په شان ډیر روښانه نه دی. خو تاریخ شهادت ورکوي چې دغه کورنۍ او دنقشبندیی طریقت په برتانوي هند کې داستعمار دسختې پاملرنې وړ ګرځي او په همدې خاطر دغه او دې ته ورته نورې پیرخانې دخپلو موخو لپاره افغانستان ته را لیږي. استاد عبدالحی حبیبي په خپل اثر « دافغانستان لنډ تاریخ » کې داسې ښيي چې دحضرتانو دکورنۍ یو مشر شهاب الدین  فرخشاه په پنجشیر کې خښ دی ، دفرخشاه له اولادې څخه درفیع الدین په نوم یو څوک ډیره زمانه مخکې  له کابله هند ته مهاجرت کړیړیدی، دهمدغه شخص له کورنۍ څخه شیخ احمد مجدد الف ثاني  په سرهند کې په کال ۹۲۰ هه کې زیږیدلی او مذهبي شهرت ته رسیدلی دی. له همدې کورنۍ څخه دغلام محی الدین مجددي او عبدالباقي په نومونو دوه تنه دشعري دیوانونو څښتن ښودل شوي او همدغه دشوربازار دحضرتانو نیکونه ښودل شویدي .دغه څیړنه ښيي چې دهند دحضراتو له ډلې څخه عبدالباقي چې تخلص ېې هم باقي ښودل شوی او دشوربازار دحضرتانو نیکه ګڼل کیږي په ۱۲۸۷ هه کې زیږیدلی دی. که دغه سنه هجري شمسي وي او په میلادي سنه واړول شي نو ۱۹۰۹ میلادي کال ورنه جوړیږي او دا دامیر حبیب الله خان دواکمني دوره او هغه کال دی چې امیر یو زیات شمیر مشروطه غوښتونکې یا په خپلو لاسونو ووژل او یا ېې دتوپونومخې ته ودرول او داستقلال غوښتونکو او مشروطه غوښتونکو یو نسل ېې له منځه یوړ.په هرصورت دحبیبي صاحب ددې څیړنې په هکله دې قلم نورڅه پیدانکړل خو د داکتر نجیب الله دواکمنۍ په همغو لومړیو کلونو کې سلیمان لایق په یوه بدل نوم د« منافق درنقش مجاهد » په نوم یو کوچنی اثر ولیکه او په هغه کې ېې دمجددي کورنۍ ریشې را وسپړلې او دهغوی اړیکې ېې دبرتانوي هند له جاسوسي شبکو سره را بربنډې کړې. لایق ددغه کتابګوټي پر وروستي پوښ دناهید مجددي هغه عکس هم خپور کړ چې په افغاني ښځینه جامو کې درونالد ریګن په غیږ ه ورکیوتې وه.( یادونه لایق دغه عکس په خپل وخت کې دګوند مرکزي ارګان دپیام ورځپاڼې ته هم را لیږلی و خو هغه وخت ما(حصین) په ورځپاڼه کې ددغه عکس له خپریدو سره په دوو دلیلونو مخالفت وکړ ، لومړی داچې عکس په هند کې دپیام دورځپاڼې خبریال  چه فکر کوم یاسین بیدار نومیده مونتاژ کړی و او دمونتاژ نښې ېې هم دلیدو وړ وې او دویم دلیل مې داوچې ناهید مجددي که هرڅوک وي په دې افغاني جامو کې دافغانیت یوه نښه ګڼل کیږي او په کار نده چې دهغې او دهغې دکورنۍ په سپکاوي ټول افغانیت ته درسنیو پرمخ دسپکاوۍ یوه نښه پریږدو .هغه وخت لطیف پدرام زما دخبرو ملاتړ وکړ او دا عکس خپور نه شو خو وروسته لایق دخپل یاد شوي کتابګوټي پر مخ چاپ کړ)دلایق لیکنې ډیر څه به خکه مستند هم وي چې دده پلاردحضرتانو په کورني کې ژوند کاوه او ویل کیږي چې لایق په خپله یا په همدې کورنۍ کې وزیږید او یاهم حضرتانو دده دپلار دارادت له مخې دده نوم غلام مجدد کیښوده .

دامیر حبیب الله خان په واکمنۍ کې دحضرتانو دپراخه نفوذ په څنګ کې دمحمود سامي، شاه جي ، الله نواز اودې ته ورته مشکوکو انسانانو څرک هم را ولګید . په همدې دوره کې دنقشبندیه،چشتیه،قادریه ،سهروردیه،صوفیه ،او نورو مذهبي فرقو بازار ډیرتود شو او داستعماري جاسوسي شبکو له پاره دکار پراخه ډګر پرانیستل شو.ددغو طریقو ډیر لارویان په خپلو باورونو کې مومن مسلمانان و خوپه دین اومذهب کې دځانګړو بدعتونو شتون  انګریزي جاسوسي شبکو ته دمذهبي اختلافاتو دچاغولو او له دې لارې خپلو اهدافوته دلارو خلاصولو لوی چانس ورکاوه ، دهغو ملنګانو ، پیرانو ،حضرتانو او ددوی دمریدانو شمیر لږ نه دي چې دانګریزي شبکو ښکار شویدي . دهیواد په غرو رغو او کلو او بانډو کې دسلګونو مشکوکو زیارتونو شتون او دهغو په شاو خوا دراټولو شوو مشکوکو ملنګانو اومنجورانو شتون دافغانستان په ټولیز او فرهنګي ژوند کې  هغه څه دې چې لږ ستونزې ېې نه دي را مخته کړي. شاه امان الله له دې سره سره چې ددغو مذهبي بدعتونو کړنې ېې منع کړې خو په څنګ کې ېې دمحمودسامي په شان ډیرمشکوک کسان وساتل او لوی پوځي واکونه ېې ورکړل،دسید سعدي افندي په نوم هغه کورنۍ ېې هم ډیره ونازوله کومه چې په همغو حساسو شرایطو کې له هند څخه افغانستان ته رالیږل شوې وه.( وايي سید سعدي افندي له عراق څخه افغانستان ته راغلی و)دعلامه محمود طرزي له خاطراتو څخه داسې ښکاري چې دهغه پلار غلام محمد خان طرزي دسید سعدي  افندي مرید اوسخت ارادتمند و او دده ټولې کورنۍ دهغه شیخ مریدي منلې وه، ښايي همدغه څه ددې موجب شوې وي چې شاه امان الله دغه پیر او پیرخانې ته داسې ځای، نوم او شهرت وربښي چې وروسته دنادر خان او ظاهر خان په واکمنیو کې له سلطنت سره دوینې شراکت ته هم رسي او ددربارپه ګټه دټولو مذهبي فتواوو واک تر لاسه کوي. دشاه امان الله په را پرځولو کې دنادر دلوی لاس درلودلو په څنګ کې دسقو دزوی دداړې خبره هم دشوربازار دهغو حضرتانو کار وچې دبرتانوي هند په غوښتنه ېې دشاه امان الله را پرځونه او دنادر خان واکمن کیدو ته لاره پرانیستله.شاه امان الله دحضرتانو دکورني له هغې ډلې څخه د محمد صادق مجددي او دصبغت الله مجددي دپلار محمد معصوم مجددي ورانوونکي نقش دپکتیا په بغاوت کې په عمل کې ولید او پر شیخ المشایخ فضل عمر مجددي هم بې باوره شوی و خوهغوی ته ېې دترسره کړو جنایاتو او ملي خیانتونو لازمه سزا یواځې په دې خاطر ور نه کړه چې ددغې کورنۍ یوه مشر شمس المشایخ فضل محمد  مجددي دافغانستان داستقلال له پلویانو او فتوا ورکونکو څخه و. شاه امان الله پر دې بسنه وکړه چې هغه مجرمین هند ته په مهاجرت اړ کړي. همدغه مهاجرت نوموړو حضرتانو ته وخت ورکړ چې دافغانستان اړوند ټولو استعماري توطئو ته ور شریک او دسقوي اغتشاش مذهبي مشري تر لاسه او مذهبي فتوا ورکړي.دغه شا ن کړنې څه ناڅاپي خبره نه وه، هرڅه دبرتانوي هند دجاسوسي شبکو په پلانونو کې نغښتي او دپخیدو او عمل لوري ته خوځول کیدل. هغه څه چې په وروستیو لسیزو کې په وار وار دهمدې کورنۍ ډیر ماجرا غوښتونکي ډیر سپین سترګي انسان صبغت الله مجددي تر سره کړل او لا په کې روان دی دهمغو تیرو انګلیسي جاسوسي شبکودکار دوام دی، په دې توپیر چې دانګلیس دسیمه ییزو توطئو ځای اوس ظاهراً پاکستان ته سپارل شویدی.داخبره به څه ناڅه زړونو ته ولویږي چې کلکاني حبیب الله دخپلې ساده ګۍ او ناپوهۍ له کبله داستعمار دتوطئو وسیله شو خوپه دغه بهیر کې دحضرتانونقش غیر آګاهانه او له انګریزانو سره بې تړاوه نه و. په دې کورنۍ باندې دنادر خان او دهغه دځای ناستو ډیر حساب کول هم کومه ناڅاپي خبره نه  ده بلکې ددغې کورنۍ انګلیسي او په را وروسته کې پنجابي پیوندونو ته په پاملرنه تر سره کیدل.د همدې کورنۍ ژوره اغیزه وه چې نادر خان تر هر څه دمخه دطریقت ټولې هغه ډلې چې امان الله خان له فعالیت نه غورځولې وې بیرته را ژوندۍ کړې او داځکه چې دبرتانوي هند جاسوسي شبکو خپل ډیرڅه دمذهب او طریقت له لارې تر لاسه کول.  ښايي چې لوستونکوته دا پوښتنه را مخته شي دافغانستان داستقلال دخونړي برخلیک په دوام دجاسوسي شبکو دې ځغلنده ، نارسا او نیمکړې څیړنې ته څه اړتیا وه ؟ باید ووایو چې دانګریزي استعمار له زمانې  څخه بیا تر ننه پورې دختیځ په وړاندې دلویدیځ واکمنو کمپنیوستراتیژی داوه چې دپیړیو په اوږدو کې ختیځې ټولنې په جاسوسي کړنو داسې روږدي کړي چې نور دوی ته جاسوسی یو ننګ او بې شرمي نه بلکې یوه اړتیا ، اعتیاد او دځینو په خبره مدنیت پالنه او سیاسي هوښیاري وګرځي . په ځغرده او دبې شمیره تاریخي لاسوندونو له مخې ویلي شو چې دافغانستان خپلواکي  تر ډیره دجاسوسي کړیو دکړنو له مخې تل له خونړي برخلیک سره مخ وه . ښه اوښکاره بیلګه ېې همدا دنن ورځې واکمن او آن ددوی وسلهوال مخالفین دي.همد اوس ددې شاهد یو چې له پردیو جاسوسي شبکو سره  ددواړو لورو دډیرو مشرانو تړاونو دافغانستان خپلواکې دمرګ له پوښتنې سره مخ کړیده. نور بیا

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news