د کندوز سقوط د بازي پیل دی

ebrahim__nahimi

 

لیکوال ابراهیم نعیمي

نیټه: ۲۹/۹/ ۲۰۱۵ زکال

د کندوز سقوط د بازي پیل دی

Masoud billede reve i Kandoz

مخکې له دی چې د امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي، زما په قلم څو ځله ولیکل شوه چې د امنیتي تړون څخه په افغانستان کې د اوږدې مودې له پاره د ثبات او امنیت راوستل د امریکایانو د موخو څخه نه ده. کله چې د ملي یوالي حکومت د امریکا په رویباري جوړشو نو په بشپړه توګه څرګنده شوه چې امریکایان داسې یو کمزوری حکومت جوړول غواړي چې اجراییوي توان یې ډیر کمزوري، د ولس ملاتړ ورڅخه په نشت کې حساب وي خو تر ټولو امریکایاتو ته ډیره مهمه دا وه چې د افرادو، سیمو، ژبو، توکمنو تر مینځ د سیاسي معامله ګرانو په مرسته داسې ژور اختلافات رامینځته شي چې د وړوکې ضربې توان هم د لاسه ورکړي.
کله چې څو موده مخکې د موسی قلعه ولسوالي د طالبانو په لاس کې ولویدل، هم دغه قلم ولیکل چې په افغانستان کې به دا لړۍ دوام کوي، او د (۱۳۶۰ ـ ۱۳۶۹) کلونو پیښې به تکراریږي چې پایله به یې د بی ګناه انسانانو وژل، د مقابل لورې وسلوال او د دولت د زړه ورو سرتیرو په وژلو هغه ولسوالي چې په بشپړه توګه عامه شتمنې لوټ شوی وي، بیرته نیول کیږي.
 په دغه لوبه کې د امریکایانو ګټې څه دي؟
ـ د یو شمیر نړیوالو، ملي رسنیو او سیاسي شنونکوو په آند امریکایان پلان لري چې د داعش د پروژې په پیاده کولو سره مرکزي اسیا ته جګړه وغځوي تر څو روسیه او چین هم په سرخوږ اخته کړي. دا نظریه هم د واقعیتونو څخه لیري نه ده. که د ملاعمر د مړنې د پټولو موضوع او د ملا اختر منصور ټاکل په پاکستان کې، د بل لورې د ملا عمر د کورنۍ او د هغه د وفادارو ملګرو مخالفت د ملا اختر منصور سره په ټولیزه توګه وڅیړل شي نو تر ډیره بریده دغه ارزونه به رښتیا وي.
ـ که په ټولیزه توګه د افغانستان امنیتي حالت ته وګورو جګړه یوازې په شمالي ولایتونو کې نه ده بلکې د هیواد په جنوب او ختیز کې هم د جګړو ډګر ډیر تود دي. په هلمند کې د موسی قلعه ولسوالي سقوط وکړي خو بیرته د دواړو لورو په تلفاتو ونیول شوه، د نوزاد ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغله، د بغني او باغران ولسوالي خو د ډیري مودې څخه مخکې د طالبانو په واک کې وه. د غزني د محبس څخه په سلګونو بندیان وتښتیدل، په پکتیا کې د دوهم ځل له پاره د فټبال په لوبې کې چاودنه کیږي. کنړ په ورته سرنوشت اخته دي خو د پاکستان لخوا د ملیشو او پاکستاني پوځیانو لاسوهنې یې سرباري دي. د ننګرهار په ولایت کې د اچین او شینوارو د ولسواليو خلک د داعش تر نیغو برچو او وحشت لاندې شپې او ورځي سبا کوي.
د بدخشان ولسونو خو لا مخکې د ولسوالي د سقوط مزه څکلي وه.
داسې ویل کیږي چې په هلمند کې هم داعش ځاله جوړه کړی ده.
په ټولیزه توګه د هیواد حالات ډیر ترینګلي او خونړی دي. زما په آند امریکایان موږ دومره کمزوري کوي چې پښو ته یې ولویږو او د پاته کیدو غوښتنه ورڅخه وکړو تر څو دوي هم خپلو لیري او نژدي موخو ته رسیدلي وی او هم یې زموږ د الوتنو وزرونه بشپړ مات کړي وي.
ـ امریکایان بریالي شوه چې د بیان د ازادي او ډموکراسۍ په پلمه د افغانانو په مینځ کې د نفاق تخم وشیندي او نژدې ده چې د کرل شوی تخم د ونو څخه میوه تر لاسه کړۍ.
څنګه کولای شوو د همدغو پیښو مخنیوي وکړو؟
پورته حالاتو ته په کتلو سره یوازنۍ بریالي لاره د ټولو افغانانو یووالي دي. د افغانانو یووالی هم ساده خبره نه ده. ملت یو موټي دي خو یوه لوی شمیر روڼ اندې، د واک څښتنان، د جګړو په پایله کې شتمن او سیاستوال ملت نه پریږدي چې د ټولو ستونزو په وړاندې په یوه ږغ وجنګیږي.
باید هیره نه کړو چې پردې هیوادونه د بیلګې په توګه، امریکایان، لویدیزه اروپا، روسیه، پاکستان د عربي هیوادونو په ګډون زموږ هیواد نه راته جوړوي تر څو موږ افغانان د هیواد جوړونې تکل ونه کړو. په دی معامله کې د مسلمان او کافر خبرې بې اغیزې دي یوازې هر هیواد ته پرته د دین او ایډیالوژیګانو ارزښتونو ته خپل ملي ګټې مهمې ګڼي. که پخواني مجاهدین پر امریکایانو، کیڼ اړخه ګوندونه پر روسیه او طالبان پر پاکستان او عربي هیوادونو ملاتړي، لویه او نه جبران کیدونکي تیروتنه ده.
د دې جملو مانا داده چې افغانان د خپل هیواد د جوړونې توان او مسولیت لري.
د خواشینۍ خبره دا ده چې د فیسبوک پر ټولنیزه پاڼه او په بریښنایې ویبپاڼو کې د انزجار او تنفر څخه ډکې لیکنې او تبصرې لیدل کیږي. هر جمله د افغان ولس یو موټي والی ته د تیرې تورې یو برید دي.
د حیرت او تعجب ځای دا دي چې د یو مهم ولایت والي، عطامحمد نور په ډاګه په خپل وینا کې وایې: «من فرزند خراسان زمین او اریانا کهن هستم…»
دغه ښاغلي والي د افغانستان د اسلامي جمهوریت په فرمان مقرر شوی دي، د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د افغانستان د یو ولایت پر خلکو حکمراني کوي. د افغانستان نوم لږ تر لږه دري پیړې زوړ دي خو بیا هم یو والي ځان د خراسان ګڼې. اوس نو قضاوت وکړی چې په داسې یو حالت کې به څنګه موږ خپل هیواد ته سوله راولو؟
د دي پر ځای چې د هیواد په نامتو مشر انو ویاړ وکړو د افغانستان په زړه کابل کې د خمیني د مرګ کالیزه دومره شانداره لمانځل کیږي چې سړی به فکر وکړي چې په قوم او یا تهران کې یم.
کله چې د شهید په نوم د شهیدانو اونۍ لمانځو د دي پر ځای چې د شهیدانو روح ته دوعا وکړو او د اخوت چاپیریال رامینځته کړو، پر ځای په وحشت، چوراو چپاول او حتي د بی ګناه خلګو په وژنو پیل کوو او د خوار ولس د مړو پوښتنه هم څوک نه کوي.
څو ورځ مخکې مې د تلویزیون پر پرده د ښاغلي جبار قهرمان څرګندونې واوریدي، په بیان کې لاندې په زړه پورو ټکوو زما پام راوړاوه:
« که غواړو چې دښمن ته ماتي ورکړو باید پرته د تیرو پیښو څخه یو موټي شوو او د هیواد د ابادی له پاره لیڅي راونغړو. موږ یو هم بیګناه نه یوو، نو ځکه اوس د حساب وخت نه دي. لومړي باید امنیت تامین شي.»
که د کندوز د سقوط موضوع د واقعیت په سترګو وڅیړل شي نو د حکومتي مشرانو له پاره د پزې پریکړه ده چې په زرګونه میله وسله، ټانکونه او نور موټري وسایط د دښمن لاس ته لویږي، بندیان ازادیږي او د ښار په مرکزي نقطه کې خپل بیرغ ځوړندوي، خو مرکزي حکومت هغه وخت اقدام کوي چې هر څه چور او تالان شوه. بیا د غریب اولادونه ورلیږي چې د دوهم ځل نیولو له پاره سینې سپر کړي.
زه هغو بډایو مجاهدینو ته چې د جګړې څخه یې د میلیونونو ډالرونو په کچه شتمني راټوله کړي ده او لا هم د توپک په خوله د اولادونو له پاره هوساینه لټوي ښه به وي چې کوم هیواد ته ولاړ شي او ارام ژوند غوره کړي، تر څو ولس په خپل مینځ کې یو موټي شي او د ستونزو د اورولو له پاره موقع تر لاسه کړي.
لار یوه ده. «یا به یو کیږو او یا به ورک کیږو. بله لار نه شته.»

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news