د کندز بالا حصار هم طالبانو ونيو

kundoz_taliban-4-620x330

د کندز بالا حصار هم طالبانو ونيو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): کندز ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې طالبان مخ پر وړاندې روان دي او له تېرې شپې راهيسې يې پر بالاحصار ډله ييز بريدونه پيل کړي وو، چې شېبه مخکې د طالبانو له لوري ونيول شو.

افغان ژورنالېست ميرويس افغان په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې طالبانو بالاحصار او شاوخوا سيمې نيولي او د بالاحصار شپېته امنيتي ځواکونه طالبانو ته تسليم شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د کندز ښار له نيولو وروسته بالاحصار له تېرو دوو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري محاصره و، چې بالاخره نن ماسپښين يوه بجه يې ونيولو.
د مجاهد په وينا په بالاحصار کې مېشت عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او طالبانو ته تسليم شول.

راپورونه وايي، چې طالبانو بالاحصار کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او لسګونو پوځي موټر او ټانکونه نيولي دي.

د نظامي چارو کارپوهان په دې اند دي چې د کندز بالاحصار داسې یو حاکمه نقطه ده چې ټول ښار ترې لاندې دی او نیول او بایلل یې اسانه نه دي
ذبيح الله مجاهد زياتوي، چې د بالاحصار له نيولو سره دوی د کندز له شمال ختيځ څخه فارغ شول او له دې وروسته به يې ټوله توجه د کندز هوايي ډګر، کورتيپې او پاتې نورو سيمو ته وي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له لوري د بالاحصار د نيولو خبر په داسې وخت کې ورکول کيږي، چې تېره ورځ ولسمشر اشرف غني ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خبري غونډې پر مهال هېوادوالو ته ډاډ ورکړی و، چې کندز د دوی تر مديريت لاندې دی او هېڅ ستونزه نه شته.

همدا رنګه د کورنيو چارو او دفاع وزارت چارواکو ادعا کړې وه، چې د کندز ښار ځينې برخې يې نيولي دي، مګر ازادې سرچينې او د کندز ښار اوسېدونکي وايي، چې د چارواکو څرګندونې هېڅ حقيقت نه لري.

د نظامي چارو کارپوهان وايي، چې د کندز د سقوط تر ټولو مهم لامل د دولتي عسکرو د کمزورۍ سربېره د واحدې قومندې نه شتوالی او په خپلو کې ناسم پوهاوی دی.

د څارونکو په وينا که حالات همداسې روان وي، نو کېدای شي په لنډو ورځو کې تخار او بغلان ولايتونه هم سقوط وکړي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news