د مالي انترناسیونال پنځېدنه ( پیدایښت یا زیږیدنه )

NN

د مالي انترناسیونال پنځېدنه

( پیدایښت یا زیږیدنه )

دریمه برخه

ژباړن : نورالحق نبي زاده

په دې کې هیڅ شک نشته چې د ونډو ( اسهامو ) داوسني بازار منشا باید د حوالو ( برات ) په راکړه ورکړه ، او که لا دقیق وویل شي د حوالو د سوداګرو په اتحاد کې ولټول شي . په شپاړسمه او وروسته په اوولسمه پېړۍ کې ټول هغه مرکزونه چې د ونډو دبازارونو په توګه راڅرګند شول دمخه د حوالو د راکړې ورکړې غوړېدلي مرکزونه وو .

        مونږ کولی شو چې په ډېره کره توګه دا څرګند کړو چې هغه مهال چې د ونډو بازارونه غوړېدل ، د حوالو ( برات ) بازارونه کابو یواځې د یهودانو په لاسونو کې وو . د حوالو کاروبار په شپاړسمه او اوولسمه پېړی کې او یو څه راوروسته په ډېرو ځایونو کې د یهودانو مال ګڼل کېده .

         که چېرې د ونډو د بازار بنسټ ایښودونکي د حوالو د کاروبار یهودي اربابان وي نو روښانه ده چې په څرګنده توګه دغه بازار خپله وده د هغو له برکته ګڼي او له هر څه نه غوره  دا چې هغوی د دغې سوداګرۍ بنسټونو ته تل پاتې اغېزلرونکې ځانګړتیاوې ورکړې دي . دا یو بل څه هم په ډاګه کوي او هغه دا چې یهودان د بیړنیو معاملو نوښتګر ، د ونډو د بازار د تکنیکونو نوښتګر او که یې په ګټه وي د لاسوهنې مخکښان دي .

      د اروپا د ونډو د بازارونو پخوانی تاریخ د ونډو د بازار پر حالاتو باندې ښه رڼا اچوي . له هر څه نه دمخه د لندن د ونډو بازار ته ورګرځو چې د امستردام د ونډو له بازار څخه دمخه آن له اتلسمې پېړۍ راهیسې فعالیت کوي او لکه چې مالومه ده د وخت په تېرېدو سره د راکړې ورکړې په ستر مرکز بدل شو . د امستردام په پرتله ، د ونډو د بازار پر ودې باندې د یهودانو اغېزه په لندن کې ډېره ده . د دې برسېره شونې ده چې له یو څه ډاډ سره د دې پخلی وکړو چې د اتلسمې پېړۍ په پای کې د امستردام ښار هغو یهودانو چې هغه مهال لندن ته کډه شوي وو د لندن د ونډو دبازار پراختیا ته یې فوق العاده ټکان ورکړ . په دې توګه د لندن د ونډو د بازار تاریخ د هغه نظر د سموالي یو بل ثبوت دی چې داسې ګڼي چې د امستردام د ونډو د بازار پنځېدنه او پراختیا تر ډېره د یهودانو کار و . داسې ښکاري چې یهودان هغه مهال په دغو معاملو کې دومره پاخه وو چې آن د لندن په شان په یوه مهم سوداګریز مرکز کې پيران شول .  

         د ونډې بازار د مینروا ( دا هماغه د رومي ژبې آتنا دی چې د پخوانۍ زمانې د دولسو خدایانو له جملې څخه  د عقل ، هنر ، تجارت او سترتېژۍ الهه ده – ژ. ) په شان راڅرګند شو ، یو ناڅاپه او په بشپړه توګه په وسلو سمبال . د لمړي انګلیسي پور ( کرېډېټ ) ورکولو اساسي سوداګر یهودان وو . یهودانو د انګلیستان پاچا دریم ویلیم ته د مشوروپه ورکولو سره مرستې ورسولې ، د هغو له جملې څخه یو تن د مارلبورو بازاري ښار بانکر مدینا و چې ډېره شتمنۍ  یې لرله . نوموړي دریم ویلیم ته د کال شپږ زره استرلینګ پونډه مواجب ورکول او د دې په بدل کې یې د بېلا بېلو نظامي عملیاتو په اړه لمړي خبرونه تر لاسه کول . د انګلیسي پوځ د بریو ورځو مدینا ته همغومره مادي ګټې ورسولې لکه څومره ویاړونه یې چې انګلیستان ته ډالۍ کولې  . د ټګۍ بېلا بېل چمونه لکه د نظامي عملیاتو له تیاتر څخه د ناسمو مالوماتو خپرول ، د خیالي خبر رسوونکو رارسېدنه ، د ونډو له بازار څخه پټې را اخیستنې ( اقتباسونه ) ، لنډه دا چې د ونډو د بازار نیکونو ته د شتمنۍ ټول پټ سیستم مالوم و او له هغه څخه یې په ځغمل کیدونکي توګه ناوړه ګټه اخیستنه کوله .

           عالي جناب سولومون مدینا ته باید په انګلیستان کې د ونډو د بازار د بنست ایښودونکی په سترګه وکتل شي . د نوموړی تر څنګ یو ګڼ شمېر نور ستر یهودي پانګه وال هم مالوم دي چې د ملکې آنا په وخت کې يې د ونډو په بازار کې سترې سوداګریزې معاملې کولې . مېناسیح لوپېڅ له دې امله ډېره شتمني تر لاسه کړله کله چې د ملکې د مړینې په تړاو د ناسم خبر د خپرېدو له کبله وار خطائي رامنځ ته شوله او د دولتي ونډو بیي یو دم راولوېدلې او ده دغه ونډې بې له ځنډه وپېرلې .

       د دې لپاره چې د هغه وخت په لندن  کې د یهودانو مالي ځواک وارزول شي اړینه ده چې دا په پام کې ونیول شي چې د اتلسمې پېړۍ په پیل کې د هغو یهودي کورنیو شمېر چې کلني عاید یې له زرو څخه تر دوه زره استرلینګ پونډه په نښه شوی وه یواځې سل کورنۍ وې ، او هغه کورنۍ چې کلنی عاید یې له درې سوه استرلینګ پونډه لوړ وه یواځې زر کورنۍ وې ( ۱۷ ) .

         کار پوهان داسې محاسبه کوي چې هغه حرفه یي سوداګري چې یهودانو د لندن د ونډو په بازار کې مخ ته وړه او ورپسې هغه څه چې  « حرفه یي احتکار» [ یې بولي – ژ. ] د سترو پانګه والو له خوا د ونډو د بازار د احتکار د تأسیس په پرتله لا ډېر مهم فکتورونه دي . همدا شان دغه دواړه پدیدې یواځې د اتلسمې پېړۍ په لمړۍ نیمایي کې راپيدا شوې او ډېره شونې ده چې سبب یې د معاملو دلالان اوسېدلي وي .

        د اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې د فرانسې د ونډو د بازار د انکشاف ټيټه کچه د دې ښکارندویه ده چې هغه مهال یهودانو د دغه هېواد پر ژوند ، په تېره د پاریس پر اقتصادي ژوند څومره لږه اغېزه لرله .

     څه نا څه د اتلسمې پېړۍ تر پایه پورې آن پانګه والۍ ته لېوالو کړیو هم نه غوښتل چې له خطرونو څخه ډک د ونډو د بازار په اړه څه واوري . د هغې زمانې موجودې سوداګریزې لارښوونې او قاموسونه یا په بشپړه توګه د ونډو د بازار له تجارت څخه یادونه نه کوي او که یې کوي بیا د دغو توهماتو څخه خپګان ښیي . نو ځکه دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د ونډو د بازار تجارت د دومره عمومي غندنې تر څنګ د اتلسمې پېړۍ په ټوله موده کې په ټولو قوانینو کې په ښکاره توګه منع شوی و .

        د سود خورۍ په بڼې کرېډېټي پانګې هم پراختیا وموندله . داسې وخت راغی چې په ۱۸۶۹ کې د«یهودان،یهودیت او دعیسوي اولسونو یهودې کیدنې» کتاب په ۱۸۶۹ کې خپورشو،خپور شوي ، دکتاب لیکوال ګوګېنوت دي موسو ولیکل : « هغه ساعت رانږدې دی چې  یهودي بانکران به د خپلو ډېرو شتمنیو له امله زمونږ اربابان او ستراسقفان شي » . ( ۱۸ ).

         نن ورځ د دې سپينول شونې دي ، هغه کلیمات چې ګوګېنوت دي موسو یوه نیمه پېړۍ پخوا ویلي وو ته وا د پيغمبر کلیمات وو . ز. باومن لیکي : « د اوسنیو ۳۵۸ تنو تر ټولو شتمنو جهاني میلیاردرانو حال د نړۍ د نفوسو د ۴۵ سلنې برخې یا په بل عبارت د ۲٫۳میلیاردو نېستمنو وګړو له شتمنۍ سره برابر دی » .  ( ۱۹ ) .

      مګر سود خورۍ ، د ونډو د بازار قیمار وهنو او نورو درغلیو نشوای کولی چې مالي انترناسیونال دومره شتمن کړي لکه دومره چې  یهودي بلشویکانو یاد انترناسیونال شتمن کړ . دا موخه هغه وخت تر لاسه شوله کله چې په ۱۹۱۷ کې د روسیې په امپراتورۍ کې یهودي بلشویکان د واک ګدۍ ته ورسېدل . « د بېلګې په توګه په کال ۱۹۲۱ کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې داسې خبر ورکړ چې یواځې د ۱۹۲۱ کال په اتو میاشتو کې د امریکا متحده ایالاتو ته د ۴۶۰ ملیونو دالرو په ارزښت سره زر چې مجموعي وزن یې شاوخوا ۷۶۷  ټنه وه ، راوړل شول چې ډېره برخه یې له روسیې څخه وه . د دغو سرو زرو څلرمه برخه د « کوهن ، لوېب انډ کو » پر شرکت باندې واورېدل . د دغه شرکت بنسټ ایښودونکی او مشر یو بې شهرته خو د یهودي بلشویکانو د لګښت ذمه وار و » ( ۲۰ ) . د ۲۰۰۲ – م کال د بیو سره سم د یادو سرو زرو ارزښت له لس میلیاردو دالرو څخه ډېر و ځکه چې په دغه کال کې د یو کیلو سرو زرو بیه کابو ۶۰۰ دالره وه . په پایله کې که په کال ۱۹۱۳ کې د امریکا د متحده ایالاتو د سرو زرو زېرمې ۱٫۹ میلیارده دالره جوړول ، په ۱۹۲۷ کال کې بیا دغه شمېره تر څلورو میلیاردو دالرو لوړه شوه . ( ۲۱ ) .

       د یهودي بلشویکانو له خوا د روسي امپراتورۍ نیونه ، ړنګونه ، چور او تالان د نړیوال صیهونیزم او فري ماسون له پټو پلانونو ، د نړیوال فري ماسوني دولت سره له نږدې تړاو لري . د هغوی په باور د روسیې د خپلسرواکۍ په راپرځېدو سره د نړۍ د ادارې لپاره د مافوق دولتي او مافوق ملي ارګان د تأسیس لپاره ټول لازمي شرایط رامنځ ته شول . دغو پلانونو ته هغه وخت لا باد ورکړل شو کله چې د ۱۹۱۷ کال د جون د میاشتې پر ۲۴ – مه د ټولې نړۍ فري ماسونانو د خپل اوسني جوړښت د دوه سوه کلنۍ جشن لمانځه . د دغې پېښې د لمانځنې په ویاړ ماسونانو یوه ځانګړې ټولګه خپره کړه ( البته چې یواځې د ماسونانو لپاره ) ، په کومه کې چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د معاصر فري ماسون د اوسني وضعیت ، ودې او پرمختګ په اړه ډېر مالومات ځای پر ځای شوي دي .

       د دغه ماسوني جشن په ویاړ د خپرې شوې ټولګې د بیان سره سم ( ۱۷۱۷ – ۱۹۱۷ ) ، په ۱۹۱۷ کال کې کابو ۲۵ زره ماسوني ډلې چې په لیکو کې یې ۲۳۵۸۰۰۰ ماسونان وو ، فعالیت درلود . په همدغې ټولګه کې د یو شمېر تر ټولو مهمو هغو مجتمع ګانو او ټولنیزو ودانیو عکسونه هم خپاره شوي دي چې د ماسوني فعالیت د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارول کېږي . په همدغه سند کې د فري ماسوني ډلو سره د لاندینیو شاهزادګانو او پاچا یانو د تړاو لرلو پخلی هم شوی دي : د ولز شاهزاده او په راورسته کې اووم ادوارد ، د کونوت شاهزاده ، ستر فریدریش ، لمړی ویلیم ، درېیم فریدریش ، د پروس شاهزاده فریدریش لیوپولډ ( د ۱۸۹۵ – یم کال راهیسې د فري ماسون د ستر استاد درجه لرونکی ) او . . .

        مګر د فري ماسون د دومره لنډو او د لمړي کتار د ولجو سره سره د ۱۹۱۷ کال د جشني ټولګې خپروونکی لا راضي نه دی او داسې لیکي : « فري ماسون یواځې هغه وخت راضي کېږي کله چې د نښلولو مزي یې ټولې نړۍ ته وغځول شي او بیا یې د دوستۍ په اړیکو کې تاو راتاو او یو واحد نړیوال اتحاد جوړ کړي . له دولتونو او فلسفو څخه ډېر عمر وکړي ، د نسلونو منځ ته راتګ او له منځه تګ ننداره کړي ، فری ماسون به لا هم ژوند کوي تر څو د خپلو پرنسیبونو پلي کېدنه وویني ، فري ماسون به يواځې په دغه صورت کې راضي وي » .

       د همدغې دوه سوه کلنۍ لمانځنې نه څه نا څه دوه کاله وروسته د ملتونو ټولنه تأسیس شوله چې مشر یې فرانسوی ماسون لیون بورژوا شو او د یادې ټولنې غړي امریکایي ، انګلیسي او فرانسوي ماسونان او صیهونیستان شول . په همدغه ۱۹۲۱ کال کې د نړیوالو اړیکو شورا – چې یو بې پته ماسوني جوړښت دی ، وپنځول شوه .

        د یادولو وړ ده سره له دې چې د ملتونو ټولنه د یوه سازمان په توګه په دې موخه تأسیس شوله تر څو  نړۍ د جګړیزو ناورینونو څخه خوندي کړي خو په دغه ډګر کې د دغه سازمان فعالیتونه ناکام وو . د ملتونو ټولنه په دې کې پاتې راغلله چې د لاندینیو نظامي اشغالونو مخنیوی وکړي : په کال ۱۹۳۱ کې د جاپان له خوا د منچوریا  نیونه ، په ۱۹۳۴ – ۱۹۳۵ کلونو کې د ایتالیا له خوا د ایتوپیا نیونه ، په کال ۱۹۳۸ کې د المان له خوا د اتریش او په ۱۹۳۹ کال کې د چکسلواکیا نیونې او بالاخره په کال ۱۹۳۹ کې پولند ته د المان ننوتل چې د دوهمې نړیوالې جګړې پیل شو . د دې برسېره لکه څرنګه چې څېړونکی بي. بورېڅکي یې پخلی کوي د ملتونو ټولنه : « د جګړې  وسیله ده . . . فقط د یوه اولس په لاس د بل اولس د مرییتوب چارو ته خدمت کوي » ، « د چور او تالان وسیله . . . د جګړې او غلا وسیله ده » ( ۲۲ ) .

         دا هر څه په ریښتیا هم همداسې دي  ځکه چې ناشوني ده چې د نړیوالې برلاسۍ  ته دې هڅې وشي چې دا د ماسونانو او صیهونیستانو اساسي رسالت دی او د جګړو مخنیوی دې هم وکړي . د هغوی د ټاکل شویو موخو په رسېدو کې جګړې مرستې کوي .

     ښه دا چې « د بانکرانو انترناسیونال » څه شی دی ، په دې تړاو راکوفسکي یو څه تته توګه یادونه کړې وه خو په ۱۹۷۰ – یمو کلونو کې د امریکایي پروفیسور انتوني سټن څېړنو ډېر څه رابرسیره کړل . د انتوني سټن لاس ته په تصادفي توګه داسې یو سند ولوېده چې د یوه داسې پټ سازمان په اړه وه چې  په امریکایي دستګاه کې یې کلیدي مقامونه اشغال کړي وو . سټن څو کاله وروسته په تدریجي توګه د دغه سازمان جوړښت رالوڅ کړ او پټه فری ماسوني ډله یې ونوموله او څرګنده یې کړه چې یاده ډله د امریکا پر سیاسي او اقتصادي ژوند باندې ډېره زیاته اغېزه شیندي . دغې پټې فري ماسوني ډلې د امریکا د متحده ایالاتو د ښوونې او روزنې سیستم ، د ځوانانو د لید لوري د تشکل ټولنیز وسایل ، ډېرې فرهنګي ټولنې او داسې نور ، آن تر کلیساوو پورې کنترولولې. د دغه پټ سازمان نړیوال فعالیت لا ډېر مهم دی : دغه سازمان د شلمې پېړۍ مهم جریانونه – بلشویکان او نازیستان له مالي پلوه سمبال کړل ، د واک په ټینګېدو کې یې له هغوی سره مرسته وکړه او وروسته یې په نړیوال ټکر کې ښکېل کړل . د جګړې په جریان کې هغو مخکښو شرکتونو چې په دغې پټې ډلې کې یې استازي موجود وه ډېرې سترې ګټې تر لاسه کړې ، له دې سره په یوه وخت کې د اساسي اروپایي ځواکونو دولتي جوړښتونه کمزوري شول او اصلي موخې ته چې « د نوي نړیوال نظم » تأسیس دی ، رسېدل نږدې شول . یاده پټه ډله به په نوي نړیوال نظم کې مخکښ رول لوبوي .

        په دغه ځواکمن سازمان کې لاندینۍ شتمنې امریکایي کورنۍ راټولې  دي : د روکفیلرانو ، مورګانانو ، دوپونتان ، دویدسونان ، پينان ، هریمنان ، واربورګان ، کوهنان ، باروخیان او نور . دغه پورته یادې کورني مالي مرکزونه او د صنعت مخکښې څانګې تر خپل کنترول لاندې لري . دغه پټ سازمان خپل بنیادونه او فکري مرکزونه ، خپل څېړنیز ، مشورتي او د ځواک جوړښتونه جوړ کړل . انتوني سټن په خپل هغه کتاب کې چې « د پټې ډلې پټه لمانځنه » ( ۲۴ ) نومېږي د دغه سازمان هغه پټ دودونه چې منشا یې له ایلومیناتي سازمان څخه پيل کېږي روښانه کړل . په دې تړاو رکوفسکي هم یادونه کړې وه .

       په زړه پورې دا ده چې د کوپړۍ او هډوکو سمبول چې د ورانونې له لمانځنې سره تړاو لري  هم د نازیستانو د اس اس او هم د یل پوهنتون د « کوپړۍ او هډوکو » د پټې ټولنې په نشانونو کې راڅرګند شول . فلسفي ستراتېژي دا ده چې « تز » ( تېز ، تېزس ) او « انټي تز » ( د تېز ضد ) سره په ټکر کې کړه او د ځان لپاره ګټور « سنتېز » ( ترکیب ) لاس ته راوړه . دا د پټو ټولنو ډېر لرغونی میتود دی او د بانکر جي . پي. مورګان په مشرۍ پټه ډله د هېګل دیالکتیک لا شتمنه کړله . ( ۲۴ ) .

اخیست ځایونه :

[ ۱ ] – آئور بنسن .   د صیهونیزم فکتور . د شلمې پېړۍ پر تاریخ باندې د یهودانو اغېزه . ام. : روسکي وېستنیک ، ۲۰۰۱. ۷۳ مخ .

[ ۲ ] – هملته . ۷۷ مخ .

[ ۳ ] – زینویو اې.   جهاني لوړه ټولنه او روسیه . منسک : خاروېست ، ام . : اې اس تي ، ۲۰۰۰ . ۱۶ مخ .

[ ۴ ] – زومبارت و.  یهودان او اقتصادي ژوند . اس پي بي . ، ۱۹۱۲ . ۴۴ مخ .

[ ۵ ] – نسته  وېبستر .  نړیوال انقلاب . د تمدن پر ضد توطئه : له انګلیسي ژبې څخه د ان . ان . سنچنکو ژباړه . کي . : سرژ، ۲۰۰۱. ۱۷۱ مخ .

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news