افغانستان دپیړیو په اوږدو کې

300px-Mappa_di_Eratostene

افغانستان دپیړیو په اوږدو کې

یـــادونـــه

«افغانستان دپیړیو په اوږدوکې» دافغانستان ټولنیزتاریخ ته یوه نیمګړې کتنه ده.دغه لیکنه دهغوورځنیو درسونو پر بنسټ غزول شویده چې دلمریز هجري ۱۳۶۹ او۱۳۷۰ کلونو په اوږدوکې دڅرخي پله په جیل کې زما دیوشمیر خلقي ملګرو په غوښتنه زما له خواورکول کیدل.په دغو درسونو کې له پیل نه لږ وروسته دڅرخي پله دجیل دپنځم بلاک بي شمیره ګوندی ، تنظیمي اوهغو بندیانو برخه درلودله چې په هیڅ ګوند یا ډلې پورې ېې تړاو نه درلود .       

په پیل کې ددغو لوستو مینه وال ډیر نه وو خو وروسته په دغو درسونو کې دګډون کونکو شمیر دومره زیات شو چې زموږپه څه ناڅه اتیا کسیزه وینګ کې نه ځايیدل.داهغه وخت و چې نور نو دډاکتر نجیب دواکمنۍ لمر په ډوبیدو و او بندیانو کولی شول چې په خپلو کې پراخه لیدنې کتنې ترسره کړی او لویی لویی ناستې ولري

ما ددغو درسونودراټولولو او چاپ ته رسولو خیال نه درلود ځکه چې ټول زما له جیل وهلې حافظې څخه را جوړ شوی وواوله باوري منابعو څخه پرته دپیښو په پرانیستې کرښه په ژبنۍ توګه وړاندې کیدل.خوزموږ په منځ کې دغزني دزوریدلو خلکودیوه ځوان افسر عبدالصبور لویک مینه بیا له دغو درسونو سره داسې وه چې هره ورځ به ېې په خپل ډير ښکلي لیک هرڅه لیکل او کله به ېې چې وخت وموندخپلې لیکنې به ېې زما له نظره تیره ولې.ددغه وطنپال احساس لرونکي ځلمي را ټولونې وروسته په دوو سل پاڼیزو کتابچو کې داسې لاس پلاس کیدلې چې نوبت پرې نه و


ډیروبندیانو له مانه وغوښتل چې دغه لیکنې له جیل څخه بهرته ولیږم او دچاپ اوخپرولولاره ېې ولټوم.په دې لړکې زما دخلقي ملګرو په څنګ کې ډیر تنظیمي بندیان دې ته چمتو شول چې لګښت به ېې هغوی پر غاړه اخلی. دبندیانو وسوسه داوه چې ویل به ېې ستا دبند موده اتلس کاله ده، ښايي عمر دې په همدې جیل کې تیر شي او دا لیکنې همداسې پټې پاتې شی.خو مابه دغو دوستانو ته په خلاص تندي ویل چې :مه خپه کیږۍ،زما په باور به په دغو اتلسو کلونو کې اتلس پادشاه ګردیشۍ راشي.پریږدۍ چې یو وخت کې له جیل څخه په وتلو سره پخو آثارو اودرنو منابعوته په لاس رسیدوسره دغه لیکنې له  ډیرونیمګړتیاوو اوکمزوریو څخه راووځي.   

دلمریز هجري ۱۳۷۱ کال دپسرلي په همغه لومړۍ میاشت کې چې دډاکترنجیب اوپراتیفي چال چلندونه نورپای ته رسیدلي وودملګرو ملتونو دبشر د حقوقو دکمیسیون په غوښتنه چې پروفیسورفلیکس آرماکورا اومرستیال يي عباس فیاض  ېې استازیتوب کاوه، په داسې حال کې چې نور نو جنايي بندیان را پاڅیدلی  وواود څرخي پله دجیل هرڅه ېې په لاس کې ووله جیل څخه راووتو.

نږدې یوه اونۍ لاتیره شوې نه وه چې دببرک کارمل پوځي او ملکی لوړ پوړوپلویانودهیواد په شمال کې له ښي اړخه ځواکونو سره په جوړ جاړۍ دافغانستان له پاره دملګرو ملتونودسولې پلان شنډ کړ او دنجیب په وړاندې یوډول پرچمي تنظیمي کودتا ترسره شوه.همدغوناروا کړووړو دچارو واګې له هر ډول قید اوشرط پرته دشمال تنظیمی او غیر تنظیمی ځواکونو ته پلاس ورکړي. 

زه نږدې یو کال دکور په څلورو دیوالو کې را ایسار پاتې شوم او په همدې موده کې له نظار شورا سره هم غاړوپرچمي یارانو زما دنیولو لاره جوړه کړه اوپه خپل ژوند کې دڅلورم ځل له پاره له ارواښاد نصیر شمله دار،ارواښاد میرغوث الدین مشهور په ګاګارین او څوتنو نورو ملګرو سره جیل ته ولویدم.داځل مې له ژوند څخه څه پاتې نه وچې یو چا زما مرستې ته را ودانګل او زه ېې له مرګ اوجیل څخه را بهر کړم.هغه ځوان چې زما مرستې ته يي را ودانګل دکمال په نوم یو پخوانی خلقي افسرو چې له هیواد څخه په وتلو دجمعیت اسلامي ډلې ته ورغلی وو اوله هغې لارې ېې له احمد شاه مسعود سره نږدې اړیکې موندلې وې او هغه ېې په دې پوه کړی وچې دغه خلقیان دخپلې پرچمي سیالې ډلې په جوړونه نیول شویدي.څرنګه چې حالات ډیر ترنګړي وو نو مسعود هم له خلقیانو سره ډغرې وهل په خپله ګټه نه بلل اوله همدې کبله ېې زموږ دراخوشې کیدو امر ور کړاو موږ دقصاب فهیم قسیم له ساطور لاندې ژوندي را ووتو .  

کله چې دنظارشورا له جیل څخه راووتم دهیواد حالات نور دیوه درانه ملی ناتارپه لړو کې  را ښکیل وو.دوستم دحکمت یار په لوراوبابا جان دمسعود په لوریو دبل مخې ته داور په لمبو کې ولاړ وو.نوروتنظیمی  ایران پلوه او پاکستان پلوه اوبیلابیلې شیعه،سني او وهابي ډلو هر یوې له خپلو مورچو څخه په نورو سپکي اودرنې ګولۍ اورولې.هریوه درښتیني اسلام نارې وهلې اوهر یوه دبیګناه مسلمانانو وژنې،لوټ  اوزورونې ته مټې را نغښتې وي .کربلا خو دڅو ساعتونو خبره وه خودلته په میاشتو میاشتوپه ټول اسلامي امت کربلا را نازله شوې وه.په دې کربلا کې دپخوانیوچپي تندروانو،چيني پلوه ډلو  دآیت الله محسني تر مشرۍ لاندې «حرکت اسلامې» ،دسیاف د«اتحاد اسلامي »درباني د«جمعیت اسلامي» او دمسعود دنظارشورا سره په ګډه هغه وژنې،زورونې،سپکونې او لوټونې کولې چې تاریخ ېې هډو ساری نه لري.  

دمسعودنظار  شورا چې دکابل دغرونو دنګې څوکي ېې په لاس اودرانه توپونه ېې ورخیژولي وو بیا له سیاف سره په ملګرتیا دکابل ښارپه چنداولو،افشار،قلعه ای فتو،قلعه شاده دشت برچې او ټولو هغوسیمو کې چې شیعه تنظیمونو مورچلې نیولې وی ، پرهر ځای ېې ځانګړې کربلاوې راوستې وې.دغو جګړو ښار ړنګ اوپه نږدې درې میاشتو کې يي له شپیتو زرو څخه زیات کابل ښاریان دمرګ منګلو ته وسپارل.له همدې کبله نور په دې تنظیمي  اوملیشايی  اورین قیامت کې دژوند کولوهرډول هیلې په سیند لاهو شوې او زما په شان په لسګونو زره انسانان دوطن پريښودلوته له ژوند نه هاخوا دخپلې کورنۍ دشرف،عزت،پت اوناموس په خاطراړ شول. 

لیکوال په دې هیله چې دا لړې به څه موده وروسته له زوره ولویږي اودافغان مومن مسلمان اولس رښتینې اسلامی سپیڅلتیا به دپردورالیږل شوو سیاسی  مذهبي بې شمیره نه پخلاکیدونکوافکاروټغر ورټول کړي، دې ته اړ شوچې دلنډې مودې په خیال خپل خوږ وطن پریږدی

پرهیواد دراغلي ناتار په همغوخونړیو شیبو کې زه دخپل ځان او کورنۍ دخوندي پاتې کیدو په خاطرله هرڅه مخکې دې ته اړ شوم چې خپل کوچنی خوډیر شتمن کتابتون له ځانه لرې کړم.دکابل له عامه کتابتون،دکابل پوهتنون ، دعلومو داکادمۍ  دکتابتونونو له ځینومشرانو سره مې وکتل له هغوی نه مې هیله وکړه چې زما کتابونه په خپلو کتابتونونوکې دلوستونکو لپاره ترلاسه کړي خو دهغو ټولوسترو کتابتونونوحالت په خپله دژړا وړ وځکه هرڅه ېې لوټ،سوي  او تالا والا شوی اودجګړه ماروډلو په سنګرونو اوښتي وو نوځکه هیچا زړه نه نیوه چې  غلوته څه نور هم ترلاسه کړي. په همدې دلیل مې خپله دغه معنوي شتمني چې ماته مې له ټول ژوند څخه ډیره ګرانه وه په تور بازار وپلورله اوهغه وخت چې دغه پانګه رانه جلا کیده نو دومره اوښکې مې پرې تويی کړې  چې دخپلوشهیدو ورونوسلطان محمودجان،یوسف جان،اشرف جان وړې خور ماري جانې اوزما کوچنې خوږې لور منیژه جانې اوپر دې ټولوبرسیره زما دهیلو او آرمان په ټولوشهیدانومې نه وې تويي کړې

له همدې وژونکي رواني ګوزار سره وطن ته دبیرته راګرځیدو په هیله هند ته لاړم.هلته مې دمهاجرت سا وژونکې ژوند تجربه کړ.جګړې اوږدې اونه تمامیدونکې شوې .په هند کې دژوند شرایط دردوونکي وو،څیړنه او آثاروته لاس رسیدنه ناښونې بریښیده،له هغه ځایه اروپا ته را کډه شوم.همغه دزندان دوه کتابچې اوڅو نورې لیکنې مې له ډیرو پولو را واړولې.«ازدزدي تاشاهي»دکلکاني امیر حبیب الله دمنشي جمال په قلم لیکل شوی ډیر ښکلی اثر چې په انګلیسی ژباړل شوی و له څو نورو لیکنو سره په مسکو کې رانه لاس په لاس شو.او تر جرمني پورې چې رارسیدم نو دویښو ځلمیانو په هکله زما دماسترۍ تیزس،همغه دزندان دوه کتابچې اودارواښاد استاد علامه عبدالحی حبیبی «نفثته المصدورقرن بیستم»یا خلیلي نامه به جواب حبیبی نامې څخه پرته بل څه نه وو را ته پاتې.کلونه په کار وو چې بیا زما دپام وړکتابونه او خپل کتابتون ولرم.دهمدغې هیلې غوړیدو دادی په دې تیر عمر کې داتوان راپه برخه کړ چې دزندان ددرسونو په پلمه دافغانستان دټولنیز تاریخ یوه ځغلنده کتنه لوستونکو ته وړاندې کړم.ددې لیکنې لویه موخه داده چې دافغانستان دتاریخ مینه وال چې له سیاسی تاریخونوڅخه چې ډیرهم  سیاسی تبلیغاتي شویدي ستړي بریښي دخپل ویاړلي هیواد دټولنیزې ودې لورته را وګرځول شي.    

لیکوال په دې آند دی چې دغه څه به که وروسته دهیواد دپخو پوهانو او څیړونکوپه پرله پسې کارخپله وړتیا تر لاسه کړي زموږراتلونکي نسلونه به دخپل رښتیني تاریخ شتمنې غیږې ته ورکیباسي او دډیرو دردوونکو لویدنو اوله خپلو خلکو او تاریخ څخه دلرې کیدنو مخه به ونیسي.یادونه کیږي چې دیوه هیواد دټولنیز تاریخ لیکل دیوه یا څوتنویوه له بله بې خبره تاریخ لیکونکو کار نه دی.دغه څه دیوه ملي پوهنیز مرکزکاردی هلته چې هم آثار او هم استعدادونه دیوه ملي مسؤلیت له مخې دغه درانه کارته اوږه ورکولی شي.زما خورې ورې څرګندوني  دافغانستان ډیر شتمن ټولنیز تاریخ نه بلکې یوه داسې هڅه ده چې زموږزوریدلی هیواد یو وخت له جګړو،تیرویو او پردوراوړو یا خپلو جوړو کړو ناخوالو څخه را ووځې  او دغه په سمندرکې څوڅاڅکي دراتلونکو له پاره دتاریخ دعلمي څیړنې په لوریوه پیله وونکې هڅه وي

په همدې خوږه هیله.

ش،حصین

یادونه: داستقلال دویب پاڼې درنولوستونکو ته ژمنه ورکوم چې دغه نیمګړې څیړنه به په پرله پسې توګه په بیلابیلو برخو کې داستقلال دویب پاڼې پرمخ راشي.هیله داده چې دوطن وتلي پوهان ، څیړونکي ااو دقلم خاوندان ددغې څیړنې دنیمګړتیاووپه برخه کېدګران وطن افغانستا ن دټولنیز تاریخ دلاروښانتیا له پاره له موږ څخه خپلې مشورې او علمې پانګې ونه سپموي.دا زموږ یوه هیله او د  درنووهانو او څیؤونکویو غوره وطنپال مسؤلیت دی

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news