هیواد د پرمختګ دښمنان: طالب، داعش او که جهادي مشران؟

ebrahim__nahimi

هیواد د پرمختګ دښمنان: طالب، داعش او که جهادي مشران؟

28.10.2015Regan rabani osama Baghdadi
دریمه او وروستۍ برخه
کله چې د جهادي لوټمارو او وحشي مشرانو د وژنو، لوټولو او د ولسونو د بي عزتي کچه هغه حالت ته ورسیدل چې نور د ولسونو وچ هډوکي پاته وه او د ځبیښولو څه پاته نه وه، د طالب په نوم نوي اسلامې افراطي څیري را ښکاره شوي. دا چې طالب چا او د کومو هیوادونو په پوځي او اقتصادي ملاتړ د افغانستان سیاسي ډګر ته را ووتل، د اوس له پاره یې د څیړنې څخه ډه ډه کوم ځکه د څیړولو له پاره یې یوه وړه لیکنه بسنه نه کوي. زما په لیکنه کې دا مهمه ده چې پورته دري څیرو زموږ د هیوادوالو سره څه چلند وکړي.
طالبانو د جهادي جګړه مارو څخه په زده کړه د غلاوو، بي ناموسیو او داړه ماریو څخه کلک پرهیز وکړي. همدغه دلیل وه چې ولسونو ورڅخه ټینګ ملاتړ وکړي. طالبانو وکولای شوای چې د جګړو په پیل کې د پخواني حکومت د مجربو پوځیانو او پیلوټانو ملاتړ هم تر لاسه کړي ځکه هغه پوځیان هم د ټولنې یوه برخه وه چې د جګړو مارو تر نیزو لاندې یې خپل نژدي غزیزان یا د لاسه ورکړي وه او یا هم د چور او چپاول قرباني شوی وه.
کله چې د طالبانو پښې ټینګي شوي، د یو شمیر جهادي جګړه مارانو برسیره یې د پخواني حکومت یو شمیر هغه پوځیان چې ملاتړي وه په یوه یا بله پلمه په شهادت ورسول. د ښځو ژوند یې په جهنم بدل کړي، د ښاریانو د هر ډول خوښیو د مخنیوي له پاره یې کلک ګامونه اوچت کړه.
د یو سپین ږیري یوه ټوکه ده خو عینې کړنه ورسره شوی وه: «
د سپین ږیری څخه چا پوښتنه وکړه چې د طالبانو د وخت او پخوا وختونو تر مینځ په اسلامي کړنو کې څه توپیر شته؟
ځواب: پخوا مې د ورځي پنځه ځله لمونځ کاوه خو اوس کله (۲۰) ځله هم لمونځ کوم، ځکه پر هر پاټک طالبان بیا لمونځ راباندې کوي

د ښوونځیو دروازې وتړلي شوي، انځور اخیستنه منع شوه او په سلګونو نورې فتواوي صادري شوي چې ولس یې تر سږمو راوستي.
په امریکا کې د سپټمبر یولسمه پیښه وشوه چې د نړۍ په ټکنالوژي مجهز پوځونه پر افغانستان را مات شوه. د طالب په نوم یې د ګوانتامانو څخه تر قندهار او بګرامه پورې امریکایې زندانونه ډک کړه. د شپې یې د خلکو پر کورونو چاپې ووهلي، پرته د ثبوت څخه یې ځوانان، سپین ږیري، ماشومان او ښځې په ګولیو سوري سوري کړه. د افغانانو د دودونو پر خلاف یې تلاښۍ او نور جنایتونه وکړه. په هیواد کې د افغاني مافیا (جهادي مشرانو) په ملاتړ، فساد، اخیستلو، چور او چپاول دومره رونق پیدا کړي چې افغانستان یې په نړۍ کې په فساد ککړ په لومړي درجه کې ودراوه. داسۍ حالت رامینځته شو چې: «
غله هم ناري وهلي چې غل دي، د کور څښتن هم ناري وهلي چې مه پریږدي، غل دي.)
د امریکایانو د پوځیانو وتل بل ناورین وه چې ولس ته یې اندیښنې وپارولي. داسې حالت یې رامینځته کړي چې ولس د ډار د چاپیریال په واسطه د امریکایانو پاته کیدلو ته ننواتي کوي دا ځکه چې له یوې خوا پاکستان ته پوځي او اقتصادي مرستې ورکوي خو د بل لوري څخه د مختلفو جګړه مارو ګروپونو سره ټینګي اړیکې ساتي چې د جګړو ډګر تود وساتي. په دولت کې د مافیایي جګړه مارو او د نشه ای توکو د کار و باریانو سره هم پټې او ښکاره اړیکې شته چې نور یې هم ځواکمن کړي. د داعش په نوم نوي وحشیان یې د اسلام تر نامه لاندې را وزیږول او غواړي افغانان هم د دغو وحشیانو د ظلمونو څخه بی برخې پرینږدي. په نژدي ورڅو کې د رسنیو په قول د زابل په سیمو کې داعش ته د وسلو لوی کاروان نیول شوی دي.
په هیواد کې د جګړو ډګر دومره تود دي چې ولسوالي، کلي او آن ولایتونه د سقوط سره مخامخ دي. همدا شیبه په هلمند کې دومره توده جګړه ده چې د ولسونو د یوه کال د زحمتونو رسیدلي کښتونه د اور او جګړې خوراک شوی دي. خلک د خپلو ماشومانو سره د امن د ځاي په لټه کې یوې یا بلې خوا ته منډې وهي.
هره ورځ د سلګونو ځوانانو مړي هدیرو ته استول کیږي خو هغه غوږونه کاڼه دي چې دغه حالت یې زموږ پر ولس تپلي دي.
افغانستان په لویه کچه د بیکاري په ستونزه اخته دي. نالوستي او د لوړو زده کړو ډیر ځوانان بیکاره دي د یوې ګولې ډوډې د پیدا کولو له پاره لویدیزې اروپا د ځان او کورنۍ د قرباني په بیه پر ستونزمنو لارو د سفر په حالت کې دي چې لویه شمیره یې د ماهیانو خوراک شوه. لویدیزې اروپا او امریکایانو پر افغانستان، عراق او لیبیا داسې یو حالت مسلط کړي چې ولسونه د (پړانګ او پاڼ) تر مینځ راګیر شوی دي، د تیښتي او د وتلو لار ورڅخه ورکه ده.
زموږ زوریدلي ولس د اسماني ټکو څخه هم په امان کې پاته نه دي. د تیري ورځی زلزلې بیا زموږ هیوادوال بی کوره کړه او د ناورین پر ټغر یې کښینول.
داسې نه ښکاري چې افغانان کوم حکومت لري او که نه؟ لاس او لاس سره ایله دي. یو شمیر محدود کسان چې دولتي او اقتصادي واک ور سره شته، نورې شتمني ټولوي، د روخصتیو ماښامونه د دوبي په مجللو قصرونو کې تیره وي خو ولس د اولاد د نفقې د پیدا کولو او یا لږ تر لږه د ژوندې پاته کیدلو هڅې کوي.
یوازې د شتمنیو په ټولولو هم بسنه نه کوي، د راتلونکي له پاره یې پانګه اچونه د زخمي ولس تر مینځ د نفاق اچونې د اور لمبي تازه ساتي تر څو په اساني سره د ولس غرور مات کړي.
نړیوال د خیر پر غونډې ناست دي د خپلو موخو د بریالیتوب له پاره افغانان د سونګ د توکو په څیر استعمالوي.
باید ووایم چې زموږ په هیواد کې د اسلامي بنسټپالي ستنې د غلام محمد نیازي، برهان الدین ربانی او عبدالرسول سیاف په واسطه وټومبولي شوې چې د شوروي اتحاد پر ضد یې ملي پاڅون د خپلو بنسټپالو موخو له پاره وکاراوه او هیواد یې په ویرانه بدل کړي. همدا لړي د دوي څخه طالبان او اوس داعشیان وزیږول چې نړۍ یې د سختو ګواښونو سره مخامخ کړي ده. که جهادي مشران طالبان تورنوي چې دوي د ISI ګوډاګیان دي نو یو ځل دي خپل ګریوان ته سر کښته کړي چې جهادي حکومت چیري او د چا تر څارنې لاندې جوړ شوو؟ همدا شیبه ټول بنسټپال د بهرنیو څارګرو کړیو په لارښوونه داسې ناروا کړنې کوي چې د اسلام مقدس دین ته سخت زیانونه اړوي.
اوس نو باید وپوهیږو چې کومه ډله خطرناکه ده.
زما د لیکې پر بنسټ زموږ د ټولنې له پاره تر هر څه خطرناکه د بنسټپالو ایډیالوژیګانو (د افغانستان د حالاتو له پاره اسلامپاله بنسټپاله ډلې) وده او پراختیا ده چې د پرمختګ او نني عصر د ټکنالوژي د رواجولو مخه نیسي. دوي غواړي چې افغان ولس د همیش له پاره په تاریکي کې ژوند وکړي تر څو د دوي له پاره د امن بستر شي. پای
په پای کې ټولو زلزله ځپلو کورنیو ته تسلیت وایم. پاک الله (ج) پر افغانستان خپل رحمت وکړي. امین

 

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news