طالبان: په زلزله ځپلو سيمو کې جنګ نه کوو

زلزله

taliban-fighters

طالبان: په زلزله ځپلو سيمو کې جنګ نه کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې د افغانستان په زلزله ځپلو سيمو کې يې خپل نظام فعاليتونه ځنډولي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چې د هېواد بېلابېلې سيمې چې زلزلې ځپلي دي طالبانو په هغو ټولو سيمو کې خپل نظامي فعاليتونه درولي تر څو زلزله ځپلو ته په ښه توګه مرستې ورسيږي.

مجاهد ويل چې دوی نه غواړي چې زلزله ځپلو سيمو کې په چا بريد وکړي خو که له کوم لورې پرې بريد وشو د ځان دفاع له پاره به غبرګون وښيي.

طالبانو له زلزلې وروسته هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره خپلو جنګياليو ته امر کړی و چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې له زلزله ځپلو سره د خپلې وس په اندازه مرسته وکړي او هم نورې مرستندويه ډلې پرېښودل شي چې په سيمه کې زلزله ځپلو ته په ښه توګه مرستې ورسوي.

د دوشنبې په ورځ يوې نسبتاً زوروې زلزلې چې مرکز يې د بدخشان ولايت د جرم په ولسوالۍ کې ۲۱۲ کېلو متره د ځمکې لاندې و د افغانستان په ګډون يې د پاکستان، هندوستان هېوادونه هم ولړزول.

له ارګ څخه په ورستيو خپرو شوو مالوماتو په افغانستان کې ددغې زلزلې له امله ۱۱۵ کسان وژل شوي ۵۳۸ ټپيان شوي دي.

همداراز په ټول هېواد کې ۷۶۳۰ کورونه،۱۲ ښوونځي،۱۷ جوماتونه او ۲۰ نورې بېلابېلې ودانۍ د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې زیانمنې شوې دي.

په دې زلزله کې ترټولو ځاني تلفات په پاکستان کې اوښتي و چې د وروستيو شمېرو له مخې نږدې ۳۰۰ تنه په دې زلزله کې وژل شوي دي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news