اشرف غني او ښځه یې ۳۲۰ ملیونه افغانۍ شتمني لري

ashraf ghani
ashraf ghani rola ghani

اشرف غني او ښځه یې ۳۲۰ ملیونه افغانۍ شتمني لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۴ل):  له فساد سره د مبارزې عالي ادارې ویلي چې د اشرف غني او ښځه یې رولا غني ۳۲۰ ملیونه افغانۍ شتمني لري چې شاوخوا (۴.۷ ملیونه ډالر) کیږي.

دفساد سره د مبارزي عالې ادارې ویلي چې له دغه شتمنۍ ور تیره که چا پر اشرف غني نور جایدادونه یا شتمنۍ ثابت کړه، نو د دوی ادارې ته دي شکایت وکړي، تر څو یې په اړه قانوني اجراءات وکړي.

دفساد سره د مبارزي عالې ادارې په راپور کې راغلي، چې د اشرف غني او رولا غني اکثره شتمنۍ سره شریکه ده، چې په هغه کې د کابل په دار الامان سیمه کې د اشرف غني په نوم یو کور هم شامل دی چې پر څلور جریبه او ۳۰۰ متره مساحت باندي جوړ دی. اشرف غني دغه کور په ۱۳۸۲ کې په ۲۵ ملیونه افغانۍ اخیستی چې اوس یې قیمت ۳۵۰ ملیونه افغانیو ته پورته شوی.

داچي اشرف غني ۲۵ ملیونه افغانۍ له کومي کړې، په اړه ویل شوي چې په امریکا کې خپل جایدادونه خرڅ کړی.

د اشرف غني ښځه اوس هم د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې یو کور لري چې د ۲۲ ملیونه افغانیو ارزښت لري. دغه کور یې اوس په کرایه ورکړی. رولا غني په لبنان کې هم د خپلو دوه وړونو او یوې خور په شراکت ۶۰ جریبه ځمکه لري.

اشرف غني په کال ۱۳۸۵ کې د امریکا په یوه دولتي ادارې (نړیوال بانک) کې مامور وو، چې د هغې ادارې څخه یې ماهانه اتلس زره ډالره معاش اخیست. نوموړی اوس هم له دغه بانک څخه د تقاعد پیسی اخلې، چې د افغانستان د ولسمشرۍ حقوق ور جمعه سي نو ۱۱ ملیونه ډالره جوړیږي.

اشرف غني او ښځه یې په بانک کې ۷۱ زره ډالره لري.

اشرف غني وايي چې د پلار څخه په میران ور پاتي ۱۲۲۰ جریبه باغونه هم دي چې په کابل او لوګر ولایت کې موقعیت لري. ددغه شتمنیو قیمت هم ۶۴۰ ملیونه افغانیو پوري اټکل شوی.

له فساد سره د مبارزې ادارې په دې وروستیو کې پر حکومتي چارواکو هغه فورمونه ویشلي چې د حکومت څخه تر مخه، او وروسته د حکومتي چارواکو شمتني ثبت شي، او د اداري فساد مخنیوی وشي.

د ادارې فساد سره د مبارزې نړیوال سازمانونه وايي چې افغانستان د نړۍ په سطحه د شمالي کوریا، صومال او سوډان وروسته څلورم هیواد دی چې زیات ادارې فساد په کښي وجود لري.

ددې تر مخه افغانستان په لومړي مقام وو، خو له هغه وروسته چې د ولسمشر اشرف غني له لوري د کابل بانک په قضیه کې ککړ چارواکي محکمه کړل، د

اداري فساد په نوملړ کې د افغانستان وضعیت لږ شه شو.

 استقلال:له فساد سره دمبارزې ریاست یا په حساب نه پوهیږي او یا يي له ویرې دښاغلي اشرف غني شتمني  ۳۲۰ ملیونه افغانۍ ښودلې ده . همدا ورکړي اعداد ښيي چې ددغه ښاغلي شتمني دیوه بیړني اټکل له مخې له ۱۳۴۳ ملیونو افغانیو څخه پورته ده.ورکړې شمیرنې ښيي چې غني  تر عثمان غني ور اوښتی دی ، که دی ۱۲۲۰ جریبه له پلاره ور پاتې باغونه لري نو هرو مرو دکرنې ځمکه هم لري چئ ښايي له زرګونو جریبو واوړي.په دې توګه اشرف غني میلونر نه بلکې میلیاردر دی.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news