دښځو نړیوال جشن که د افغان ښځو د غمیزو لړۍ

kabul p

دښځو نړیوال جشن که د افغان ښځو د غمیزو لړۍ

6.3.2016Farkhonda og andre lignede billede
تا که ايښي دبابا پګړۍ پر سر ده ؟
زه پړونی د ملالې لوپټه یم
ته به غر یی په عظمت کی دی شک نشته
زه ددې هېواد د غرونو حوصله یم
ټول شعر د لیکنې په وروستۍ برخه کې ولولئ
د مارچ اتمه نیټه د ښځو د نړیوال پیوستن د ورځې په نوم نومول شوی ده. داچې په شیکاګو او یا کوپنهاګن کې په (نولسمه او شلمه) پیړۍ کې څه وشول، زما د هیواد د ښځو پر ژوند یې کومه اغیزه ښودلي نه ده نو ځکه د دغه جشن نمانځل په حقیقت کې د افغان غم ځپلو ښځو پر پرهارونو باندې د مالګې دوړول دي. دا سمه خبره ده چې هر کال په افغانستان کې هم دغه دود په سمبولیک ډول په یو لړ تشریفاتي میلمستیاو سره نمانځل کیږي. په نمانځل غونډو کې د هغو چارواکو له خوا چې په اصل کې د ښځو د حقوقو لومړی درجه ناقضین دي، ډیرې د درواغو وعدې ورکول کیږي.
نه غواړم چې د افغانستان د ښځو د سوونو کلونو غم لړلۍ تاریخ را وسپړوم یوازې به د تیر اوروان کال هغه خونړۍ او دردونکي پیښې چې زموږ میندې، خویندې، میرمنې او لوڼۍ ور سره لاس او ګریوان وي، لنډه یادونه وکړم:
تر هر څه مخکې د افغانانو له پاره د لوی شرم او پیغور خبر دا دي چې افغانستان په نړۍ کې د ښځو له پاره د چور او چپاول مرکز ګڼل شوي دي. ما د ۲۰۱۵ زکال هغه پیښې چې رسنیو ته را وتلي تر یوې کچې پورې راجستر کړي دي. د ټولو پیښو بیان، عاملین او نیټه یې د لیکنې پر ځای کتابګوټۍ غواړي نو ځکه زه به د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ زکلونو پیښې په لنډه توګه بیان کړم:

ـ پلار اندر پر لور تجاوز کوي، وسلوال د خلګو په کورونو ننوزي او پر پیغلو جنسي تیري کوي، میړونه د خپلو ښځو پزې پري کوي چې یوه ښځه همدا شیبه په ترکیې کې تر علاج لاندې ده. تعویذ ګران پر ښځو تیري کوي چې بیلګې یې د شاه دو شمشیري د تعویذ ګرانو په کوټو کې د کنډوم او نورو وسایلو پیدا کول وو خو په ۲۰۱۶ زکال کې د کندهار پولیسو د نهمي ناحیې په لویه ویاله کي مشهور تعویذ لیکونکی ولي جان اغا د پلوشې په نوم پر یوې پيغلي نجلۍ د جنسي تېري په تور نیولی.
په لویدیز زون کې پر (۳۵) زندانې ښځو باندې د څارنوالانو او قاضیانو لخوا جنسې تیري کیږي.
په امیدواره ښځه باندې تیري کیږي. پر نجلۍ تیري کیږي او بیا سوځول کیږي.
د راپورونو له مخې په ۲۰۱۵ زکال کې (۲۵) ماشومان تر جنسي تیري وروسته یا مړه شوی او یا وژل شوي دي.
په کندز، بلخ، هرات، تخار، سرپل او جوزجان کې د ۲۰۰۰ تنو اوسیدونکو څخه پوښتنه شوی ده چې (۶۳) سلنه یې پر ماشومانو جنسي تیري مني خو (۴۴) سلنه وایې چې عاملینو ته سزا نه ورکول کیږي ځکه وسلوال، شتمن او واک لرونکي دي.
په انځور کې ماشومه نجلۍ وینۍ چې د لورتوب په ګناه غورځول شوي ده. د دایکندې څخه د یوې نجلۍ انځور چې میړه یې پزه ور پری کړی ده، لیدل کیږي.
د فرخندې دردونکي کیسه چې د ارګ څنګ ته پیښه شوه افغانان او نړیوال یې ولړزول. خو بیا هم اوه سري حکومت د دغې وحشي او خونړۍ پیښې عاملین په سزا رسولي نه دي.
د امریکایي ډالرو او نشه ای توکو د سوداګري په برکت د ښځو پلورل ښه رونق نیولي دي. د یوې څخه د زیاتو ښځو واده کول په داسې دود اوښتی دي چې د نارینوو د غښتلتوب سمبول ګرځیدلي دي. داسې پیښې هم شوی دي چې په یوه شپه د دوو ښځو سره واده شوی دي. د ودونو لګښت او د ولور کچه ډیره لوړه شوي ده. د راپورونو له مخې په کابل کې د تیر کال د ودونو لګښت (۱۸۰) میلیونه ډالره شوی دي. په داسې حال کې چې د هیواد ډیري وګړې د فقر او بدبختي ژوند تیروي.
سږکال د دوو نجونو د سنګسار شاهدان وو، همدا ډول پر ښځو صحرایې محکمې جوړیږي.
د جګړې ډیر قربانیان ښځې دي که ځوانان هم قرباني کیږي بیا هم میندي، خویندي او میرمنې ې د وسیلې په توګه استعمالیږي. دښمنې سلوالي ډلې پر ښځو جنسي تیري د مخالف ډلې د ناکامي عامل ګڼې.
د ښځو د پاره د داعش ډلې پیداکیدل بل ناورین دي ځکه چې داعش د اسلام تر نامه لاندې ښځې د مینځو په ډول ګوماري او د جنسي هوسونو د پوره کولو له پاره د هیځ ډول وحشیانه کړونو څخه ډه ډه نه کوي.
امریکایانو او نورو لویدیزو هیوادونو چې د ښځو د حقوقو د تأمین نارې سورې یې وهلي څرګنده شوه چې دوي هم د ښځو د حقوقو د پوره کولو ناري سوري د خپلو لیرو او نژدي موخو د بریالیتوب له پاره وهلي. یاني افغاني ښځې د خپلو پراخ غوښتونکو موخو د بریالیتوب له پاره د سیاسي افزارو په توګه کارولي. د حیرانتیا ځای دا دي چې په شپنې عملیاتو، د الوتکو په بمبارونو او د خپلو وحشیانه پوځیانو په کرغیړونو لاسونو زموږ ځوانان په شهادت رسوي خو میندو، خویندو او میرمنو ته یې برابر حقوق ورکوي. که موخه دا وي چې د کونډیانو او یتیمو ماشومانو د زیاتولو څخه خپلې ناوړې موخې بریالیتوب ته رسوي او غواړي چې د بی سر پرسته مظلومو ښځو د سوالګرو ګلې جوړې کړي تر څو د دوي لطف او شفقت ته د زاریو لاسونه ونیسي نو کیدای شي چې دا د امریکایې ډموکراسۍ پیرزوینه وي.
د ښځو د ژوند له پاره لوي ګواښ د بنسټپالو عقایدو پراخوالي جوړوي ځکه افراطیان په مختلفو نومونو د ښځو د زندي کولو له پاره لارې او چارې جوړوي. د بنسټپالو تیره توره د ښځو لور ته سیخه ده چې د سنګسار څخه نیولي تر دورو وهلو پورې د بی دفاع ښځو په وینو خپله تنده ماتوي.
په یویشتمه پیړۍ کې د افغانستان د ښځو ژوند دومره د کړاونو ډک دي چې نور نو د زغم وړ نه ګڼل کیږي. هر څومره چې بنسټپال غښتلي کیږي په هغومره کچه پر ښځو باندې د وحشیانه سزاو تطبیق ته لاره اسانه پرانیستل کیږي. جګړه او د امنیت نه شتون هم هغه بلا ده چې تر هر چا ښځو ته زیات زیان اړوي. کونډیانې، یتیماني، بورې میندې او بي ورور خویندې د هر ظالم د هوس د پوره کولو ښکار دي.
زموږ د ښځو د ژوند لنډیز د غمونو او بیساري دردونو ډک دي نو ځکه اتمه د مارچ زموږ له پاره نه ده. هغه وخت به موږ دا ورځ ونمانځو چې لږ تر لږه خپلې لوڼې او خویندي د ښوونې او روزنې په ګیڼه سمبال کړو تر څو د یو ازاد او مستقل انسان په څیر پر خپل ژوند او راتلونکې پریکړه وکړای شي.

غواړم لیکنه د ښاغلي عبدالوهاب سرتیر په ښکلي شعر پای ته ورسوم:
kvinder laver brød

زه او ته …؟!‌

ته که باز یی ددی غرو ، زه یی باښه یم

ته که ښاخ یی دکوم ډډ زه یی ريښه یم

تا که ايښي دبابا پګړۍ پر سرده ؟

زه پړونی دملالې لوپټه یم

ته به غر یی په عظمت کی دی شک نشته

زه ددې هېواد دغرونو حوصله یم

زه که تاته دسر تاج وایم لالیه ….؟

زه بی بی سته دبچو مور او ماینه یم

زه دســـولې د آسمان سپینه کوتره

زه پر ځمکه درڼو اوبو چینه یم

ما روزلی احمد شاه پخپله غیږکی

زه نازو یم ، زه عینو،زه زرغونه یم

له دعاوو ډکه لپه داحلاص یم

زه تضمین ستا دبری ، مور یم ننه یم

بی له ما بشپړ نشي نا تکمیل یی ..؟

زه دتا دټول وجود نــــیمه حصه یم

بی له ربه یی پښو ته چی سر ټیټ شي

زه کونجي دجنتوو هغه کعبه یم

بی له ما دی دحیاء ګریوان څېرلی ؟

زه څادر یم ، ستا له ځانه تاو پرده یم

بی له مادی محلونه په تورتم کی

چې تیارې رڼا کوي هغه ډيوه یم

دنړۍ دنـــــــوابغـــــو ادکۍ یــــــم

زه دټولو کشفیاتو ادامــــــه یــــــــم

ورکوي چی له غلیمه جنګ کی لاره

دبلال دحق آذان دحـــــــــــق ناره یم

په هر باب کی دتاریخ لیدلی ماشې

ته میړه زه میـــــړه مخی ارتینه یم

بی دلیله نن سبا کــــــــــړول کیږم

چې له ټولو نارینه و نه خفه یم

له حقوقــــو دمظلومه په دفاع کی

معتقده په روا مـــــبارزه یــــــــم

پر وړو کاڼو می مه تله سر تیره

زه له غرونو نه په تله کی درنه یم

عبدالوهاب سرتیر

 

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news