هغه ښځه چې له هلیکوپتر نه په راغورځولو شهیده کړل شوه

یمینة الشایب
یمینة الشایب

هغه ښځه چې له هلیکوپتر نه په راغورځولو شهیده کړل شوه

ژباړه: حمدالله حلميار

دا قهرمانه ښځه “یمینة الشایب” نومیده چې د الجزائر وه. ددې ښځې خاوند او زوی د فرانسې په خلاف په جهاد بوخت وو، فرانسوي یرغلګرو چي کله ددوی پر کلي چاپه ووهله نو ددې خاوند او زوی دواړه یې په ډیر وحشت شهیدان او سرونه یې ترې غوڅ کړل.

دا قهرمانه میرمن پخپله راووته او د فرانسې په وړاندې یې جهاد پیل کړ، خو د خاوند او زوی تر مرګ میاشت وروسته دا هم د فرانسوي یرغلګرو په لاس کښېوته، دا ورځ د کال۱۹۵۷ اکتوبر ۱۵مه وه، پوره لس ورځې یې دا میرمن تر ډول ډول شکنجو لاندې نیولې وه.

په کوم ورځ چې یې ونیوله لکه تاسو چې یې په انځور کې وینئ په ټانک پسې یې وتړله او په ښار کې یې کش کړه؛ په ښار کې خلګو ورته کتل او فرانسوي فوځیانو چي غوښتل یې په خلګو کې ویره او ترهه خپره کړي په ګویا کې دا ویل چې: که هرڅوک د فرانسوي سرتیرو په وړاندې ودریږي نو په دې برخلیک به اخته وي د فرانسې مخالفت که ښځې یا ماشومان هم وکړي نو سزا یې مرګ ده…

ددې ټولو تعذیبونو پر مهال د میرمنې یمینې تر خولې اوف او اخ لا ونه خوت…لس ورځې وروسته یې په ډیر وحشت سره له هلیکوپتر څخه لاندې ځمکې ته راوغورځوله…

د ددې میرمنې شهات د تاریخ زرین باب شو او د الجزایر د غازیانو په رګونو کې وینو شور واخیست او په پایله کې یې د فرانسې وحشي یرغل ته د پای ټکی کیښود…

ایا دا اوسنۍ متمدنه او مهذبه فرانسه هماغه فرانسه نه ده؟؟

ایا دا اوسني د بشردوستۍ سرکښان هماغه د انسانیت د ټنډې داغ وحشیان نه دي)

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news