د جان کیری برخلیک ټاکونکۍ سفراو تازه نسخه !

basam

کابل ته
د جان کیری برخلیک ټاکونکۍ سفراو تازه نسخه !
سفر سرنوشت سازونسخه تازهء جان کیری !

عبدالرحمن بسام

له فیسبوک پاڼې څخه

*****************************************

د (ملی یووالی) د حکومت دژوند په وروستیو شیبوکی، د سیاسی سقوط څخه د ژغورنی په موخه دستر روزی رسانه هیواد څخه آشنا جان کیړی یو ځل بیا دامنیتي همکاریوپه پلمه یوه تازه نسخه او دسیرموبکسه د ارګ فلج ناروغانوته وسپارله . کابل ته دجان سفرداسی وخت ترسره سو چی د سیاسی سقوط څخه دژغورنی په تمه د واکمنوکړیو ترمینځ د واک دنوی ویش اوسیاسی جوړښت پرسرڅو میاشتنۍ هلي ځلي کومی جوړی او پایلوته ونه رسیدلې. د جان کیری دملی مشکلاتو زړې نسخې دفساد پرڅنګ، متوازی واکمنی ، قومی –سمتی نفاق اودجګړو د اور لمبې لانوری هم وغزولې .د زړی نسخې داټکل خلاف د پارلماني ټاکنو اولویی جرګې مهال ویش ،په اساسی قانون کی تعدیلات او د( صدارت عظمی) خوبونه هم د واک د شریکانو په سیالیو کی تاو وخوړ. د نظام د بیلابیلو ونډه والو په کورونو کی د برخلیک په هکله اندیښنو او اړودوړ نظام ورځ په ورځ دسقوط پولی ته نژدی کړ. اجرائیه ریاست د خپل سرنوشت وروستۍ شیبی شمیرلی، همداسی په نظام کی دتنظیمی جګړه مارانواومافیا یی کړیو له کورونونه سیوی چیغِی آسمان ته وختلې. دهمدی کړیو د یوشمیر مخکښانو دآزادبازار دوخت ۱۴کلني ریبل شوې ږ یرې بیرته وغزیدلی، پټکییو او پکولونو یی سرونه وپوښل، دنکټایانو ځایونه یی دغاړو دستملانوډک کړل،د تیروجګړوپلنګی پتلونان یی پښوته ولویدل. دهغوی په پرله پسی خوځښتونوکی د ۱۴ کلونو دلاسته راوړنو د دفاع په پلمه(؟!) د حراست، جهادی، مقاومت شوراګانو،ایتلافونواوجبهوجوړونی ، دوسلو ویش ، سیموته سفرونه،(خیزش های مردمی) اود مړو دلمانځنو په غونډو کی ارګ ته دګواښنو اوګوتڅنډنو لړۍ پیل شوه . چا په ختیځ کی ،چا په شمال کی اوچا په لودیځ کی د زرګونو افرادو د بسیج نغاری وډنګولی خود دغه کړیو خوځیدونو اوسویوچیغو نه طالب ،نه داعش اونه د ارګ ګدۍ وال ټکانی کړل اونه یی دولس ملاتړترلاسه کړ. ولس چی ددی کړیو دتاریخی کړو وړو ، څیرو،لوټماریو او جنایاتو سره پوره آشنایی لری د دوی د( ۱۴ کلنی لاسته را وړونو) په تعریف پوره پوهیدل اوپوهیږي.
د سیاسی اړو دوړ اواندیښنو په روان وضعیت کی دښاغلی جان کیری د نسخې لارښوونی او لمړنۍ اغیزی :
- ښاغلی ولسمشر به خوشحال وی چی د جان کیری تازه نسخې ، د ټاکنو دګټندوی په توګه د ده پر مشروعیت اوصلاحیت مهر ولګاو ه. ولسمشر به خوښ وی چی د خپل سیال (اجرائیه رییس) عمرغزولای سی خو ټغر یی نسی ټولولای(!) .شک نشته چی دتازه نسخې په برکت د ولسمشر اوږی د ناشونی پارلمانی ټاکنو له پیټي نه ترنا معلومه وخته سپکي سولی . دی به د وضعیت په پلمه د ټاکنو مهالویش وځنډوی اوهم به د سرپرست پارلمان عمر وغزوی. په ولسی اصطلاح پارلمانی کمیشنکاران که په ظاهره د نسخی سره دمخالفت چیغی وهی خو په (ولسی تالار) کی د وړیا اوبی لګښته پایښت له امله به په زړونوکی ګوړی ماتوی.
- تازه نسخې داجرائیه ریاست دعمر په هکله دمخکنۍ نسخې مهال ویش باطل او دغه مقام ته یی دری نور کلونه ډالۍ کړل. دټاکنو اولویی جرګی مهالویش همداشان د (صدارت عظمی) برخلیک د ولسمشر تصمیم او فرمان ته وسپارلئ. ښاغلی عبدالله چی دسیاسی عمر شیبې یی شمیرلې اود (صدارت عظمی) خوب او هیله یی ناشونی ګڼل، تر بل هر چا وړاندی یی د وزیرانو په ناسته کی ،د جان کیری د نسخې نه په خوږه موسکا هر کلی وکړ !
- همدا شان د کیری نسخې د نظام دشریکو سیالانو روان انډوخرهم ځواب کړ.هغوی چی د ملی یووالی دحکومت د اټکل سوی عمر شیبې شمیرلی او واک ته د رسیدوپه موخه یی د ۱۳۷۰ کلونودناورین نغاری ډنګولې اوس به یی د نغارو ډنګ په یوه بل(تال) کی وږ غیږی.
بالآخره: د دموکراسۍ نامراده پلنډ ه ؟!:
********************************
د دموکراسۍ پلنډه چی له (بن) څخه دیوشمیرنورو سوغاتونوپر څنګ د دوو لسیزو دنیابتی جګړه مارانو پر شا زموږ هیواد ته رالیږل سوی وه،اوس دپلنډی د پاتی شونو( دټاکنو) برخه ،د دموکراسۍ د نړیوال سرغندوی په ګوزارونو وټکول سوه او وشرمول سوه. ښاغلی کیړی په تازه تعییناتوسره نه یوازی دولسمشرۍ تیری ټاکني بی پته کړلې بلکه ویی ښودل :- ترڅو چی نظام پربیګانه او خور خړوبیږی دنظام د مشرتابه د برخلیک ټاکنه به هم د اوخور د صاحب منلۍ حق وې.
وایی (( انځور خبری کوی)) زما له نظره له رسنیو څخه د یوه خپور شوی انځورخبری :

 
Ab Rahman Basam's photo.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news