چیغې اوغرغړې د هیواد د ساتنې لار ده؟

ebrahim__nahimi

چیغې اوغرغړې د هیواد د ساتنې لار ده؟

28.4.2016ghani skriger
لیکنه د قیام صاحب په شعر پیلوم:
ظالمه
تا په کړس کړس خندا کوله مونږ ژړل ظالمه

چی ورانوو دې پخپل لاس ښکلی کابل ظالمه
لاپه ھرکورکی ھردیوال په وینوسورپاتې دی
تا چی د ټول ښاربیګناه ښاریان وژل ظالمه
لا خود ھیچا ھغه سختې شېبې ھېرې ندي
چی په ټانکونو دې د ښارخلک ویشتل ظالمه (ا۰قیام)
Nafrin bar mojahedenد غوایې د میاشتې د اومې او اتمې نیټې د تجلیل او نفرت ویلو په ورځو کې په بریښنایي پاڼو، فیسبوک کې مقالې، لنډې تبصرې او تلویزیونې ویناوي خپرې شوي چې د ولس پام د ټولو لیکنو او ویناوو په ترځ کې د ښاغلي ډاکټر فارق اعظم او ښاغلي ولسمشر اشرف غني څرګندونو ته زیات ښکاري.
د غوایي په اتمه په ارګ کې د تجلیل پراخه غونډه جوړه شوی وه، جهادیانو او د دولت لوړ پوړو چارواکو د ولسمشر او ډاکټر عبدالله په ګډون ویناوي واورولي. غواړم د ښاغلي سرور دانش ، د ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم او ولسمشر مشر پر خبرو څه ولیکم.
یو متل دی چې وايي «هغه غر هغه ي کربوړی» رښتیا هم دا ولسمشر او هم داسې مرستیال ښه سره ورته دي. ښاغلي دانش وفرمایل چې طالبان کټ مټ د خلقیانو او پرچمیانو په څیر دي!!! رښتیا وایی خو ځیني بربنډ واقعیتونه پټوي. واقعیت دا ډول و:
طالبانو او خلقیانو مشترکی وجهی درلودلی . پاکی ، رښتینولی دخلکو مال او ناموس ته په درنه سترګه کتل د ملیتونو ترمنځ یوالی او ورورولی و د یو واحد افغانستان څخه دفاع، د ملی شتمنیو څخه ساتنه ،او د بیت المال د چور څخه پرهیز… همدا ډول خلقیان د شوروی په تجاوز د پرچم په غلامي له ارګه وشړل شول او طالبان د امریکا لخوا ستاسو په غلامۍ د ارګه وشړل شول .
ښاغلي دانش! ستاسو هیر دي چې د جهاد ټول مشران د سید قطب او محمد قطب (اخوان المسلمین) لارویان وو او تاسو کیدای شي د خمیني پیرو واوسئ. ستاسو کړنې د ښوونځیو، کلینیکونو، روغتونونو او نورو عامه شتمنیو سوځول، چور او تالان وو. تاسو د بنسټپالۍ د مدرسو څخه فارغان یاست چې طالبانو هم هغه مدرسې لوستي دي. طالبان ستاسو جهادي ګروپونو څخه وزیږیدل. بنسټپاله عقیده، د علم او ښځو د انساني حقوقو ضد، د ښوونځي او پرمختللي تکنالوژي ضد، د انساني ازادیو ضد او ستاسو په ډول پر بیده ملت باندې د تتورې تیارې غوړول یي ستاسو سره مشترکي وجې دي. که یي لڼده درته ووایم: مجاهدین، طالب، القاعده او داعش په ترتیب سره یو د بل څخه وزیږیدل. په کابل کې د دار الفتاء پریکړه چې ملا رباني لاسلیک کړي وه، د ولسونو په حافظه کې ده او دا یې هم هیر نه دي چې د ښځو ښوونځي مو د فاحشه خانې سره پرتله کړي وه، شرم پر داسې مشرانو چې د پاک لمنو معصومو نجونو ته فاحشې وایي.
ښاغلي دانش صاحب! تاسو پر پاکستان د ملي اردو الوتکې او وسلې په کباړ خرڅي کړي. خو تاسو په ډیر ویاړ دا کارونه او نور داسې عملونه کړی دي چې د غوایي د اتمې د تجلیل پر ځای مو باید ځانونه غرغړه کړي واي. وروستۍ ویاړ مو دا دي چې هیواد مو د لویدیز نړۍ د امریکا په مشرتوب و اشغال ته وسپاري خو خلقیانو د هیواد په اشغال کې نه دا چې برخه نه درلوده بلکې مشر یي هم د روس په مرمۍ شهید شو.
ښاغلي ډاکټر قاروق اعظم په دیره سړه سینه وینا وکړه چې د وینا لویه برخه یې د تیرو (۱۵) کالو ترخه واقعیتونه وو.
ـ ایا دا رښتیا نه ده چې هر پښتون د طالب په نامه وژل کیږي؟ ایا جهادي مشرانو او امریکایانو څو ځله دا ویلي نه دي چې ټول پښتانه طالبان دي؟ دا درواغ دي چې د طالبانو د سقوط وروسته ډیرو مشرانو طالبانو غوښتل سوله ایز ژوند وکړي؟ خو ځای یي ګوانتامانو او یا د بګرام و قندهار امریکایی زندانونه شول؟ زه په دی باور یم چې تیر ولسمشر ښاغلي حامد کرزي به غوښتل چې طالبانو ته په حکومت کې ځای ورکړل شي او یا هم پر خپلو کورونو سوله ایز ژوند ته دوام ورکړي خو واک د امریکا سره وو. پرون یي هم نه غوښتل او نن هم نه غواړي چې سوله راشي ځکه د دوي شتون ته د پوښتنې علامه ایښودل کیږي.
ښاغلي ولسمشر! تاسو هر وخت چیغې وهي، ایا په چیغو وهلو ولس ته قناعت ورکوي او که مو دا عادت دي؟ تاسو د کمپاین په وخت کې هم ډیري چیغې ووهلي چې په رسنیو کې د شلو چیغو په نوم شهرت لري خو راته ویلای شي چې کومې چیغې ته مو د عمل جامه واغوستل؟
ـ تاسو وایاست چې معامله نه کوي نو د عبدالله سره د واک ویشلو ته چې معامله نه وایي نوم یې را په ګوته کړه.
ـ تاسو وایاست چې بهرنیانو ته امتیاز نه ورکوم!!! عجیبه ده که د عبدالله سره دي د افغاني تفاهم له مخې معامله کړي واي دومره درد یي نه درلودي ځکه افغان و خو تاسو جنابانو د جان کیري په منځګړیتوب معامله وکړه. ایا دا چې امیاز نه دي نو څه دی؟؟؟ تاسو جنابانو د واک په دوهمه ورځ پر امنیتي تړون د پښو او لاسو ګوتي ولګولي، دا هم امتیاز نه دي!!!
ـ تاسو ښاغلي په چیغو وویل چې افغانستان نه تجزیه کیږي، کله ښاغلي اعظم د تجزیې خبره وکړه؟ ایا په تیرو (۱۵) کلنو کې پښتنې سیمې تر نورو ولایتونو ډیر ربړونه او بمبارد ګاللي نه دي نو د واقعیت په ویلو ولې د تجزیې او یا نفاق مفهوم ورڅخه اخیستل کیږي؟
ـ تاسو قضاوت وکړي چې پنجشیر پر ټول افغانستان واکداري نه چلوي؟ پنجشریان د ټول ولس په څیر زموږ وړونه دي خو برخې ویشه مړونه ګوره. پر ځان یي بده مه لګوه ځکه ته ولسمشر یي او پښتون یي نو باید ستا د مقام د ساتلو په خاطر باید پر حکومت نیوکه و نه شي. ایا دا موغوښتنه نه ده؟
ـ ښاغلي ولسمشر تاسود یووالي او ملي یوالي د حکومت خبري کوي خو په عمل کې د مقامونو د ویش په جګړه بوخت یاست، هیواد او ولس مو هیر دي. دا درواغ او تهمت نه دي ولس څه چې جانکیري هم درباندې خبر دي ځکه د منځګړیتوب له پاره مو راغلي وو. یو ځل خو په پروان کې د عبدالله انځور وګوره چې تر اوس پورې ځوړند او لاندې لیکلي د افغانستان جمهور ریس! وایي غریب خدای کړي خو بیغیرته چا کړي؟ که وس او واک نه لري د چیغو او غر غړو پر ځای ولس ته مراجعه وکړه او یا شرافتمندانه استعفاء وکړه. د ولس اوږې به سپکي شي دا تور به نه وي چې پښتون ولسمشر دي.
Mojaheden ødlæggelseـ تاسو په چیغو وویل چې د غوایي اتمه به هر وخت په ارګ او په نورو ځایونو کې نمانځل کیږي. خبر یم چې لاسونه دي په وینو سره نه دي خو د قاتلانو، غلو، داړه مارانو او چپاولګرانو ملاتړ او د هغوي د اعمالو د ستاینې په خاطر نمانځل ورته جنایت ګڼل کیږي. مه بیریږه د ولسمشري دغه دوره د جان کیري په مټ تیرولای شي خو په دغو چیغو دي ځان د وران کارو او غلو شریک کړي.
تیره ورځ مې د بصیر سالنګي او یونس فکور د ګردي میز خبري واوریدي. سالنګي په ویاړ ویل چې د غوایي اتمه د ویاړ ورځ ده ځکه پر شورویانو غلبه وشوه. رښتیا هم شورویانو ماتي وخوړه چې ویاړ یي د ولس او هغو شهیدانو دي چې پرته د امتیاز څخه یې سرونه نذرانه کړه خو هغه د غوایي اتمه نه ده. د غوایي اتمه د (۶۵۰۰۰) کابلیانو د وژلو د کابل ورانولو او لوټ کولو ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې د افغاني میرمنو پر لمن داغونه کښیښودل شوه. البته په دغه چور او تالان کې پرته د توپیر څخه هر افغان (پښتون، ازبک، تاجک او نورو) داسې زیانونه ولیدل چې تاریخ یي ساري نه لري.
ـ ښاغلي ولسمشره ستاسو خبري د سالنګي د خبرو سره ورته وي نو د متفکر او یو جهادي چې د چور او وژنو تاریخ لري څه توپیر شته؟
یو وار پورته انځورونه د بیلګې په توګه وګوري نور تاسو پوهیږي او نمانځل مو پوهیږي خو دا هم پای لري.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news