روسيه: د افغانستان حالت د پخوا په پرتله «ډېرخراب» دی

untitled (9)
Tripartite meeting on Syria at UN in Geneva

روسيه: د افغانستان حالت د پخوا په پرتله «ډېرخراب» دی

 

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): روسي چارواکي وايي، چې د افغانستان اوسنی حالت له هغې څو چنده ډېر خراب دی، چې د ناټو پوځيانو له «يرغل» وړاندې څنګه و.

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف ويلي، چې ماسکو په منځني ختيځ او مرکزي اسيا کې رغنده رول لوبولی شي، چې له امله به يې د دغو سيمو حالاتو کې مثبت بدلون راشي.

په عين حال کې سرګي لاروف د غربي هېوادونو په کړنو او فعاليتونو نيوکې کړي، چې په سيمه کې يې ستونزې او تاوتريخوالی زيات کړی دی.

روسيه وايي، چې د امريکايي او ناټو عسکرو د پنځلس کلن شتون پر مهال د افغانستان اوسنی حالت د پخوا په پرتله ډېر خراب دی، تاوتريخوالی مخ پر زياتېدو دی او په دغو جګړو کې د ولسی خلکو د مرګ ژوبلې کچه هم خورا زياته شوې ده.

«اوس هغه وخت رارسېدلی، چې موږ په افغانستان کې د ناټو ماموريت او فعاليتونو په اړه پوښتنه وکړو؛ ځکه چې د ناټو په شتون کې د افغانستان امنيتي، اقتصادي، ټولنيزې او سياسي ستونزې له هغه وخته څو چنده زياتې دي، چې د ناټو عسکرو له شتون څخه مخکې وې.»

روسيې په داسې حال کې افغانستان او منځنۍ اسيا کې د خپل فعاليت او رول څخه دفاع کړې، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا ويلي، چې د افغان سولې او پخلاينې په چارو کې بايد روسيې ته هم ونډه ورکړل شي.

حامد کرزي د روسيې ۲۴ تلويزون سره په خپله مرکه کې وويل، چې روسيه بايد په افغان کړکېچ کې خپل رول ادا کړي، مګر دا رول او فعاليت بايد يوازې سیاسي وي، نه پوځي.

د حامد کرزي په وينا، د روسيې هغه نفوذ او فعاليت، چې په سيمه کې يې لري، بايد د افغانستان په مسئله کې يې وکاروي

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news