د اباسین پلار: پولیسو مې د زوی په ژغورلو کې ناغیړي کړې

abasin-5
د اباسین پلار، عبد الغفور معصوم
د اباسین پلار، عبد الغفور معصوم

د اباسین پلار: پولیسو مې د زوی په ژغورلو کې ناغیړي کړې 

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ۱۴ کلن وژل شوي «اباسین ځاځي» پلار وايي چې امنیتي کسانو د اختطاف په ساحه کې شتون درلود خو د هغه د زوی په ژغورلو کې یې هیڅ مرسته ونه کړه.

عبد الغفور معصوم وايي چې خلکو د اختطاف کیدلو څخه سمدستي وروسته پولیسو ته خبر ورکړ چې هلک وتښتول شو، خو پولیسو یې دا خبره بابيزه وګڼله.

د هغه په خبره، امنیتي کسانو له اختطاف چیانو څخه په لسګونو متره فاصله کې شتون درلود او په داسې حال کې چې خلکو پولیسو ته په هماغې شېبه خبر هم ورکړی وه، د خلکو غوښتنې ته یې هیڅ ارزښت ورنه کړ.

ښاغلي معصوم له اریانا تلویزون سره په خبرو کې ویلي:

«کله چې يې زما زوی تښتاوه، د اختطافګرو موټر د امنیتي کسانو څخه په ۷۵ مترۍ کې وه، خلکو په سیمه کې موجودو پولیسو ته وویل چې هاغه دی هلک یې اختطاف کړ».

هغه زیاتوي چې پولیسو د خلکو غوښتنې ته په ځواب کې وویل: «برو شما بېکار ماندید».

د اباسین پلار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې لا له وړاندې داسې شکونه موجود وه چې ښايي امنیتي کسان په پيښه کې لاس ولري او اختطاف چیانو ورسره په تفاهم نوموړی هلک تښتولی وي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news